د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د ۲۷ لغماني ځوانانو قاتل ونیول شو

طالب ISI
31.12.2011

هغه مظلومان په مزدوری پسې ایران ته تلل چې دغه ظالم له ۳۰۳ موټر ښکته او ټول یې ووژل.

په ميوند کې د ٢٧ تنو په وژلو کې برخه اخيستونکى ونيول شو
by بشيراحمد نادم on Dec 31, 2011 - 17:29

کندهار ښار (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): په کندهار کې د ملي امنيت رياست منسوبينو هغه تن نيولى، چې دوه کاله وړاندې يې د کندهار – هرات پر لويه لاره د يوه ٣٠٣ موټر د ٢٧ سپرليو په وژلو کې برخه اخيستې وه.دوه کاله وړاندې، د ١٣٨٧ لمريز کال د تلې په ٢٨مه، وسله والو طالبانو د کندهار- هرات پر لويه لاره د ميوند ولسوالۍ په اړونده سيمه کې له يوه ٣٠٣ موټر څخه ٢٧ سپرلۍ تر ښکته کېدو وروسته ووژلې.

د وژل شويو وګړو جسدونه، چې ځينې يې په مرميو لګېدلي او له ځينو سرونه غوڅ شوي وو، تر وژل کېدو څو ورځې وروسته د ځايي خلکو په مرسته وموندل شول.

هغه مهال وسله والو طالبانو ويلي وو، چې وژل شوي ټول کسان د ملي اردو سرتېري وو، چې په ساده جامو کې هلمند ولايت ته روان وو؛ خو دولتي چارواکو ويل، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو، چې د مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو، چې ډېرى يې د لغمان ولايت اوسېدونکي وو.

د کندهار د ملي امنيت منسوبينو نن د مرغومي په ١٠مه، پنځه وسله وال مخالفين، چې د بېلابېلو عملياتو پر مهال له وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيول شوي وو، خبريالانو ته وښودل.

د دغې ادارې مسوولين وايي، چې دغه کسان يې په بېلابېلو عملياتو کې له درېيو ډبو چاودېدونکو توکو، يو پارسل امونيم نايټرېټ، ٣ کلاشينکوفونو، ٤ تومانچو، ٣ آيکم مخابرو، ٥ لاسي بمونو او د تېزاب شيندلو له يوې الې سره نيولي دي.

نيول شوي وګړي، شاه پسند، بشير احمد، ولي محمد، فضل الدين او محمد نبي نومېږي، چې د شاوليکوټ، ميوند، د کندهار ښار د اوومې ناحيې او د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د نيول شويو له ډلې بشير احمد، چې د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکى او د څلورو تنو قوماندان دى، په خبري غونډه کې ومنله، چې دوه کاله وړاندې يې د کندهار _ هرات پر لويه لاره د يوه ٣٠٣ موټر د ٢٧ سپرليو په وژلو کې برخه اخيستې ده.

هغه له وسله والو مخالفينو سره د يو ځاى کېدو او تر سره کړيو کارونو په اړه داسې وويل: ((زما نوم بشير احمد دى، څلور کاله مخکې مې په ميوند ولسوالۍ کې دوکان کاوه؛ يوه ورځ مولوي بصير، چې په سيمه کې د طالبانو قوماندان دى، خپل دوه تنه په ما پسې راولېږل او راته ويې ويل، چې ته به زموږ سره کار کوې، که داسې نه وي، نو نور دلته دوکان نه شې کولى.))

دى وايي، له همدې امله له وسله والو طالبانو سره ملګرى شو او څلور تنه ورکړل شول، چې هغه يې د قوماندان په توګه کار کاوه.

هغه وړاندې زياته کړه: ((د خپلو څلورو ملګرو سره يو ځاى مې د لومړي ځل لپاره د کندهار-هرات پر لويه لاره د بهرنيانو پر کتار بريد وکړ؛ وروسته مولوي بصير د يوه انجنير د وژلو راته وويل، هغه مې وواژه؛ دغه راز څه موده وروسته مې د هغه په غوښتنه د اسحاقزو د قوم مشر محمد ګل او د نوروز د قوم مشر خيرو هم ترور کړل.))

د وسله والو نيول شوي قوماندان د خپلو اعترافاتو په دوام وويل، چې دوه کاله مخکې د کندهار _ هرات پر لويه لاره مولوي بصير يو ٣٠٣ موټر راګرځولى و او ٢٧ تنه يې ښکته کړي وو او ټول يې پر خپلو کسان وېشلي وو او ووژل شول.

نوموړى وايي: ((مولوي بصير د موټر د نيول کېدو پر مهال راته زنګ وواهه او ويې غوښتلو، زموږ ګروپ ته يې د نيول شويو کسانو له ډلې څخه دوه تنه راوسپارل، چې ما او زما ملګرو په ګډه د ميوند ولسوالۍ د بند تېمور په يوه شېله کې ووژل.))

د نيول شويو کسانو له ډلې څخه پاتې نورو هم پر خپلو جرمونو اعترافات لرل او ويل يې، چې په بېلابېلو وختونو کې يې پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو وسله وال بريدونه او بمي چاودنې کړې دي.

http://www.pajhwok.com/ps/2011/12/31/%D9%BE%D9%87-%D9%85%D9%8A%D9%88%D9%86%D8%AF-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D9%A2%D9%A7-%D8%AA%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D9%88%DA%98%D9%84%D9%88-%DA%A9%DB%90-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%D9%87-%D8%A7%D8%AE%D9%8A%D8%B3%D8%AA%D9%88%D9%86%DA%A9%D9%89-%D9%88%D9%86
%D9%8A%D9%88%D9%84-%D8%B4%D9%88


ډاکتر څپاند
31.12.2011

دافغان ولس روڼ اندو او مترقي ځواکونو تل ويل چې دافغانستان دغميزې تر شا امريکا او ياران ئي ولاړ دي خو ځينو نه منله٠

بعضې خلک پدې اند ول چې طالب دپاکستان نوکر او دامريکې دښمن دی
ځيني خلکو نور نظريات لرل خو دې شواهدو نه داسې پته لګي چې غرب "هم کوزه ،هم کوزه ګر او هم ګل کوزه"دی٠

که څوک لا هم باور نلري،دې ټول افغان په لمړي مخ کې دې د سلام خان تر نامه لاندې دکرزي ديوه "چوکره" لينکنه ولولي چې داسې پيل لري:

[quote:c335bb4e7b]حامد کرزي د امريکا د مرستيال ولسمشر پر هغو څرګندونو خوښي وښوده، چې ويلي يې دي طالبان د امريکا دښمنان نه دي او هيله يې څرګنده کړه، چې دا کار د افغانستان لپاره د سولې پيغام واوسي،افغان ولسمشر حامد کرزي وويل : ((موږ په دې خبره خوشحاله يو چې د افغانستان د خلکو د ازار او درد پلمه ورکه سيافغانستان ارام سي ، په کرار سي او دا انشاالله زموږ لپاره د سولې او کرارۍ يو پېغام واوسي)) یوې باوري سرچینې رسنیو ته وویل، چې د طالبانو د قطر دفتر ته ۱۰۰ میلیونه ډالره بودجه ورکړل شوې او امریکا او جرمني د نورو مرستو ژمنه هم ورسره کړې ده .د یادونې ده ، چې مولوي عزیز الرحمن په اماراتو او شهاب الدین دلاور په پاکستان کې دطالبانو پخواني سفیرانو ترڅنګ د ملا محمد عمر سکرتر سید طیب اغا له لسو میاشتې راهسې ددې خبرو یوه برخه وه ....[/quote:c335bb4e7b]

زه خو پدې باور يم چې غرب، په تيرو سلو +کلونو کې دافغانستان
د "موټر"لارښود،هادي او محرک وو٠

ځيني دوستان ئي چې لا اوس هم نه مني،دلوی خدای ج نه هيله لرم چې
وهغو ته ډير عمر ورکړي څو اينده نسلونو ته خپل عيني شواهد څرګند
کړي"٠٠٠دادی د افغانستان ولسمشر ښاغلی شيخ السلام والمسلمين
حضرت ملا محمد عمر اخند په يوه دوستانه سفر واشنتن ته ورسد...."


پتوال
05.01.2012

"[quote:8768ac3ec8]٠٠٠دادی د افغانستان ولسمشر ښاغلی شيخ السلام والمسلمين
حضرت ملا محمد عمر اخند په يوه دوستانه سفر واشنتن ته ورسد...."[/quote:8768ac3ec8]
څپاند صيب دادې له کومه ځای اقتباس کړې او آيا پخپله يې پر صحت باور لرې او که نه په تشو افواهاتو صرف ميدان ګرمول غواړې ؟؟؟؟؟؟


khoshalkhan
05.01.2012

ته په خپلو پرچمي خوبونه کې ګورې چې مارکس دې ښي خواته ، لينين دې چپې خواته او ستالين مخا مخ خپل پاپپ درته څکوي نو کله چې را ويښ شې دطالب ګنګوسې دې غوږ ته درشي ، نو بياپه خپله اعصاب خرابي کې په اپلتو شروع وکړې !
ستاتيوري داسې غلطه او ناولې ده لکه پخوا ، نوو لې پند نه اخلې ??

[quote:c74541088e="ډاکتر څپاند"]دافغان ولس روڼ اندو او مترقي ځواکونو تل ويل چې دافغانستان دغميزې تر شا امريکا او ياران ئي ولاړ دي خو ځينو نه منله٠

بعضې خلک پدې اند ول چې طالب دپاکستان نوکر او دامريکې دښمن دی
ځيني خلکو نور نظريات لرل خو دې شواهدو نه داسې پته لګي چې غرب "هم کوزه ،هم کوزه ګر او هم ګل کوزه"دی٠

که څوک لا هم باور نلري،دې ټول افغان په لمړي مخ کې دې د سلام خان تر نامه لاندې دکرزي ديوه "چوکره" لينکنه ولولي چې داسې پيل لري:

[quote:c74541088e]حامد کرزي د امريکا د مرستيال ولسمشر پر هغو څرګندونو خوښي وښوده، چې ويلي يې دي طالبان د امريکا دښمنان نه دي او هيله يې څرګنده کړه، چې دا کار د افغانستان لپاره د سولې پيغام واوسي،افغان ولسمشر حامد کرزي وويل : ((موږ په دې خبره خوشحاله يو چې د افغانستان د خلکو د ازار او درد پلمه ورکه سيافغانستان ارام سي ، په کرار سي او دا انشاالله زموږ لپاره د سولې او کرارۍ يو پېغام واوسي)) یوې باوري سرچینې رسنیو ته وویل، چې د طالبانو د قطر دفتر ته ۱۰۰ میلیونه ډالره بودجه ورکړل شوې او امریکا او جرمني د نورو مرستو ژمنه هم ورسره کړې ده .د یادونې ده ، چې مولوي عزیز الرحمن په اماراتو او شهاب الدین دلاور په پاکستان کې دطالبانو پخواني سفیرانو ترڅنګ د ملا محمد عمر سکرتر سید طیب اغا له لسو میاشتې راهسې ددې خبرو یوه برخه وه ....[/quote:c74541088e]

زه خو پدې باور يم چې غرب، په تيرو سلو +کلونو کې دافغانستان
د "موټر"لارښود،هادي او محرک وو٠

ځيني دوستان ئي چې لا اوس هم نه مني،دلوی خدای ج نه هيله لرم چې
وهغو ته ډير عمر ورکړي څو اينده نسلونو ته خپل عيني شواهد څرګند
کړي"٠٠٠دادی د افغانستان ولسمشر ښاغلی شيخ السلام والمسلمين
حضرت ملا محمد عمر اخند په يوه دوستانه سفر واشنتن ته ورسد...."[/quote:c74541088e]


عادل عادل
05.01.2012

السلام علیکم

که مونږ له انساني قدرتمندو قطبونو پورته په خپل خالق ذات جل جلاله ایمان ولرو نو د ډاکټر صاحب څپاند د ډول څرګندونې په کله هم ونکړو،،، دا مادي خدای به خامخا پیاوړی لوبغاړی وي،، خو کوم U-Turn ته چې زمونږ په مستضعف هېواد کې نن سبا اړ شوی دی،،، دا د خدای جل جلاله بلا کیف کارونه دي چې د ټولو خالق او د خپل دین ساتونکی دی.

په ۲۰۰۱ کال کې مې د مسینجر په مټ له یوې افغاني خور سره چې تکړه اسلامي دعوتګره او د کاناډا هېواد اوسیدونکې ده،،، سیاسي بحث کې کښېوتم، د تمې خلاف نوموړې خور چې د متعصبې جمعیتی ګومان مې پرې قوي شو،،، د خپل ټول اسلامي اند، دعوت او فکر سره سره یې د افغانستان د اشغال ړنده توجیه کوله او دا یې د وخت جبر او اړین داسې تغیر ونوماوه چې په مخ کې یې خنډ واقع کېدل مهال دي،،، دا چې هغه وخت په عقلي او د اسبابو له لحاظه یرغلګر په بې کچې غرور او افغانانو ته خپله مسلماني او پښتو ژبه ګړېدل سور اور وو، نو زما په موقف یې پسخند کولو،،، چې اخر مې د احتجاج په توګه او ددې په خاطر چې احترام مې یې ساتلی وي، هیله ترې وکړه چې راځه خپل دا بحث د وخت او زمان په اوږو سپور پرېږدو،،،، تر څو مالومه شي چې د حتمي بدلون دا څپه به دلته ګړندی شي او که به د خدای ج په نصرت U-Turn کوي؟؟؟


طالب ISI
19.01.2012

که یو څوک له چا پوښتنه وکړي دغه انګور کیلو په څو دي. او دا بل ځواب ورکړي چې د ګل خان زوی وزه اخیستي نو سوال او ځواب هیڅ سره اړه نه لري.

هیله ده موضوع مربوط بحث وکړی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more