د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

محترم مومن مهاجر صیب او محترم کریم حلیمي صیب ته

وزیري
12.01.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترمینو! په دارقطنی کی یو حدیث ده چی مشکوة شریف په باب الستر کی راوړیده چی:
(قَامَ رَجُل اِلَی النَّبِیِّؐ فَسَاَلَہ عَنِ الصَّلَاةِ فِی الثَّوْبِ الْوَاحِدِ فَقَالَ: ((اَوَ کُلُّکُمْ یَجِدُ ثَوْبَیْنِ؟)) ثُمَّ سَاَلَ رَجُل عُمَرَ فَقَالَ: اِذَا وَسَّعَ اللّٰہُ فَاَوْسِعُوْا' جَمَعَ رَجُل عَلَیْہِ ثِیَابَہ صَلّٰی رَجُل فِیْ اِزَارٍ وَ رِدَائٍ فِیْ اِزَارٍ وَقَمِیْصٍ فِیْ اِزَارٍ وَقَبَائٍ فِیْ سَرَاوِیْلَ وَ رِدَائٍ فِیْ سَرَاوِیْلَ وَقَمِیْصٍ فِیْ سَرَاوِیْلَ وَقَبَائٍ فِیْ تُبَّانٍ وَقَبَائٍ فِیْ تُبَّانٍ وَقَمِیْصٍ' قَالَ وَاَحْسِبُہ قَالَ فِیْ تُبَّانٍ وَرِدَائٍ.

په شرح المنیة کی ددی داسی تشریح کړیده چی په هغه کی داسی معلومیږی چی لونګی یو مستحب عمل راځی. ځکه که په لمانځه کی ازار او قمیص ولری نو د پورتني حدیث په معنی ستا لمونځ صحیح شه.

نو پوښتنه می دا ده چی آیا لونګی سنت ده او که مستحب، او په کومو دلایلو؟

والسلام


مومن مهاجر
13.01.2012

محترم وزیري صاحب! تر اوږده غیاب وروسته یو ځل بیا درته هر کلی وایم . هیله ده چي جوړ او روغ به یاست .
تاسو چي کوم حدیث ذکر کړی ، هغه صحیحح دئ، مګر په هغه کي د لنګوټې یادونه نه شته ، لنګوټه یا لونګۍ کولتور دئ ، نه یو سنت کار ، که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم هم تړلې ، مګر نه یې خلک ورته هڅولي او نه یې فصیلت بیان کړی ، له همدې کبله په هغو امورو کي راځي چي د عادي ژوند برخه ده ، مثلا رسول الله صلی الله علیه وسلم لنګ هم تړلی .
ځواب مي په بیړه ولیکی ، تفصیلات به ان شاء الله وروسته درته ولیکم .



ع کريم حليمي
13.01.2012

ګران او محترم وزیري او محترم مومن مهاجر درنو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ،
وزیري صاحب خداي دي جورړ او روغ او کامیابه لره ، وبعد
عمامه ( لنګوټه ) سنت کار دي ، په صحیح سند سره ثابته ده چه رسول الله لنګوټه تړلېده ، تور رنګه او سپینه ، لنګ يی هم تړلئ ، مطلب دا چه مبارک له (الْقَمِيصِ وَالسَّرَاوِيلِ وَالتُّبَّانِ وَالْقَبَاءِ ) سره لمونځونه کړيدي
نبی کوم خاص لباس نه اغوستلئ بلکي د زمانې د خلکو لباس یي اغوستلئ
خو داسي لباس يې نه اغوستلئ چه عورت يې ښکاره وي ، داسي یو حدیث می په ذهن کښي سته چه په یوه لباس کښی يي لمونځ کړېدی په کور کي

لنګوټه چه دوې شملې ولري او شمله به د دوو اږو تر منځ وي فعلي سنت دي

درنښت


وزیري
13.01.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترم مهاجر صیب او کریم حلیمي صیب ډیره زیاته مننه چی زما لیکني ته مو جواب ویلي دی خو ستاسی جواب سل په سلو کی د یو بل پر ضد دی. نو هیله ده چی ددی خبری سپیناوی په صحیحو سندونو سره وڅیړل شی.

مهاجر صیب، تاسی لیکلی چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لونګی تړلو ته نه خلک هڅولی او نه یی فضیلت بیان کړیدی. طبرانی له عبدالله بن عمر رض نه او بیهقی په شعب الایمان کی له عباده بن صامت نه دا روایت راوړیدی:
علیکم بالعمائم فانھا سیماء الملٰئکۃ وارخوا لھا خلف ظھورکم. نو په دی حدیث کی خو یی خلک ورته وهڅول.
په بل حدیث کی چی کنز العمال فی سنن الاقوال والافعال حدیث ۴۱۱۴۵ مطبوعه منشورات مکتبه التراث الاسلامی حلب بیروت ۱۵/ ۳۰۷) کی راوړیدی: ان اﷲ تعالٰی اکرم ھذہ الامۃ بالعصائب. نو په دی حدیث کی خو یی فضیلت بیان شوه.
همدارنګه په شعب الایمان حدیث ۶۲۶۱ مطبوعه دارالکتب العلمیه بیروت ۵/ ۱۷۶) کی خو یی یو سپک امر هم پری کړیدی چی: اعتمواخالفواعلی الامم قبلکم.
ددی علاوه په یو بل حدیث کی چی مجمع الزوائد بحواله معجم کبیر باب اللباس للجمعه مطبوعه دار الکتب بیروت ۲/ ۱۷۶) راوړیدی، رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی وایی: حدثنا محمد بن عبداﷲ الحضرمی حدثنا العلاء بن عمرو الحنفی حدثنا ایوب بن مدرک عن مکحول عن ابی الدرداء رضی اﷲ تعالٰی عنہ قال قال رسول اﷲ صلی اﷲ تعالٰی علیہ وسلم ان اﷲ عزوجل وملٰئکتہ یصلون علی اصحاب العمائم یوم الجمعه.

نو که د پورتنیو احادیثو په باره کی خپل نظر اظهار کړی نو مهربانی به مو وی.

والسلام


شبيراحمد
15.01.2012

السلام عليکم
لونګۍ وهل سنت دي په دې کي ټول متفق ياست
اولنګ وهل هم سنت دي چې په دې هم متفق ياست
ماله يوملاصاحب نه واورېدل وايي پښتانه که دومره شيخان وي دلنګۍ وهلودسنتو
له پرځای کولوسره دي دلنګ وهلوسنت هم پرځای کړي، بيابه يې ومنم چې رښتياهم دوئ
سنت پرځای کوي ګني دپښتنولونګۍ سنت لونګۍ نه ده.

هيله ده کيسه درته بل خيل ښکاره نه شي ماته خويې ډېرخوندراکړی.


مومن مهاجر
15.01.2012

[quote:64e9060f8a="وزیري"]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترم مهاجر صیب او کریم حلیمي صیب ډیره زیاته مننه چی زما لیکني ته مو جواب ویلي دی خو ستاسی جواب سل په سلو کی د یو بل پر ضد دی. نو هیله ده چی ددی خبری سپیناوی په صحیحو سندونو سره وڅیړل شی.
[/quote:64e9060f8a]

ښاغلی وزیري صاحب ! سلام ته مو وعلیکم السلام، الله دي بریالی لره چي یوه ګټوره موضوع بحث ته وړاندي کړه او موږ ته مو پر هغې د نظر څرګندولو او شرعي معلوماتو د شریکولو وخت راکړ . ان شاء الله زه به تر وسه هڅه وکړم چي په سالمه فضا کي د خپل موقف سپیناوی وکړم .

[quote:64e9060f8a="وزیري"]
مهاجر صیب، تاسی لیکلی چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لونګی تړلو ته نه خلک هڅولی او نه یی فضیلت بیان کړیدی. طبرانی له عبدالله بن عمر رض نه او بیهقی په شعب الایمان کی له عباده بن صامت نه دا روایت راوړیدی:
علیکم بالعمائم فانھا سیماء الملٰئکۃ وارخوا لھا خلف ظھورکم. نو په دی حدیث کی خو یی خلک ورته وهڅول.
[/quote:64e9060f8a]
ښاغلی وزیري !پورته چي تا کوم حدیث بیان کړی هغه د امام بیهقي په شعب الایمان کي په دې سند او دې الفاظو راغلی دئ :
وَأَخْبَرَنَا أَبُو سَعْدٍ الْمَالِينِيُّ، أَنَا أَبُو أَحْمَدَ بْنُ عَدِيٍّ الْحَافِظُ، أَنَا عَبْدُ الْعَزِيزِ بْنُ سُلَيْمَانَ، ثَنَا يَعْقُوبُ بْنُ كَعْبٍ، ثَنَا عِيسَى بْنُ يُونُسَ، عَنِ الْأَحْوَصِ بْنِ حَكِيمٍ، عَنْ خَالِدِ بْنِ مَعْدَانَ، عَنْ عُبَادَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " عَلَيْكُمْ بِالْعَمَائِمِ فَإِنَّهَا سِيمَا الْمَلَائِكَةِ وَأَرْخُوا لَهَا خَلْفَ ظُهُورِكُمْ " ( شعب الايمان , فصل في العمائم)
د دې روایت په سند کي احوص بن حکیم دئ ، د ده په اړه محدثین داسي شاهدي ورکوي :
و قال إبراهيم بن هانىء النيسابورى عن أحمد بن حنبل : لايسوى حديثه شيئا . و قال إسحاق بن منصور و إبراهيم بن عبد الله بن الجنيد و معاوية بن صالح و محمد ابن عثمان بن أبى شيبة عن يحيى بن معين : ليس بشىء . و قال أحمد بن عبد الله العجلى : لا بأس به . و قال يعقوب بن سفيان : كان ـ زعموا ـ رجلا عابدا مجتهدا و حديثه ليس بالقوى . و قال الجوزجانى : ليس بالقوى فى الحديث . و قال النسائى : ضعيف . و قال فى موضع آخر : ليس بثقة . و قال عبد الرحمن بن أبى حاتم : سمعت أبى يقول : الأحوص بن حكيم ليس بقوى ، منكر الحديث و كان ابن عيينة يقدم الأحوص على ثور فى الحديث و غلط ابن عيينة فى تقديم الأحوص على ثور ، ثور صدوق و الأحوص منكر الحديث . و قال الحافظ أبو القاسم : بلغنى أن محمد بن عوف سئل عنه فقال : ضعيف الحديث .
همدارنګه عیسي بن یو نس مجهول دئ او له یعقوب بن کعب پرته مي نور سند مي د جرحې او تعدیل په کتابونو کي ونه موند، ځکه نو دا روایت سخت ضعیف او کمزوری ئ او په پورتني روایت کي بل اساسي علت داچي خالد بن معدان له عبادة بن صامت رضی الله عنه سره نه دي لیدلي ، یعني له هغه مستقیما روایت نه لري او دلته یې روایت مستقیما له عبادة بن صامته ذکر شوی دئ، ځکه نو څرګنده ده چي یو رواي یې پرېښی دئ او هغه هم نه دئ معلوم چي څوک دئ ؟ او له دې سره – سره مدلِس هم دئ چي په عن يې تر هغو روایت نه قبلېږي چي د سماع تصریح یې نه وي کړې او ده تصریح نه ده کړې .
او په المعجم الکبیر د طبراني کي بیا داسي راغلی دئ :
حدثنا يحيى بن عثمان بن صالح ثنا محمد بن الفرج الهاشمي ثنا عيسى بن يونس عن مالك بن مغول عن نافع عن ابن عمر رضي الله عنه : قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم :
( عليكم بالعمائم فإنها سيماء الملائكة وأرخوا لها خلف ظهوركم )
په دې روایت کي بیا هم هغه مجهول عیسی بن یونس راغلی دئ چي له همدې وجي روایت ضعیف دئ . او باید ووایو چي د عیسي بن یونس په نوم یو بل محدث هم شته هغه عالم، محدث او ثقه دئ ، خو کوم عیسی بن یونس چي د محمد بن الفرج الهاشمي استاد او د مالک بن مغول شاګرد دئ ، هغه مجهول او ناڅرګندئ چي همدا د دې روایت د ضعف علت دئ .

[quote:64e9060f8a="وزیري"]
په بل حدیث کی چی کنز العمال فی سنن الاقوال والافعال حدیث ۴۱۱۴۵ مطبوعه منشورات مکتبه التراث الاسلامی حلب بیروت ۱۵/ ۳۰۷) کی راوړیدی: ان اﷲ تعالٰی اکرم ھذہ الامۃ بالعصائب. نو په دی حدیث کی خو یی فضیلت بیان شوه.
[/quote:64e9060f8a]
په کنزالعمال کي نقل شوی روایت ګرسره سند نه لري . یعني دا روایت ما هلته پیدا کړي ، خو سند یې نه وو ذکر شوی او د سند له ذکر پرته خو نه روایت هیڅ اعتبار نه لري .
[quote:64e9060f8a="وزیري"]
همدارنګه په شعب الایمان حدیث ۶۲۶۱ مطبوعه دارالکتب العلمیه بیروت ۵/ ۱۷۶) کی خو یی یو سپک امر هم پری کړیدی چی: اعتمواخالفواعلی الامم قبلکم.
[/quote:64e9060f8a]
دا روایت په شعب الایمان کي داسي راغلی دئ :
أَخْبَرَنَا أَبُو طَاهِرٍ الْفَقِيهُ، أَنَا أَبُو بَكْرٍ الْقَطَّانُ، ثَنَا أَحْمَدُ بْنُ يُوسُفَ، ثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يُوسُفَ، ثَنَا سُفْيَانُ، عَنْ ثَوْرٍ، عَنْ خَالِدِ بْنِ مَعْدَانَ قَالَ: أُتِيَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِثِيَابٍ مِنَ الصَّدَقَةِ فَقَسَمَهَا بَيْنَ أَصْحَابِهِ فَقَالَ: " اعْتَمُّوا خَالِفُوا عَلَى الْأُمَمِ قَبْلَكُمْ " هَذَا مُنْقَطِعٌ ( شعب الايمان فصل في العمائم)
په خپله په شعب الایمان کي یې ورته لیکلي چي دا روایت منقطع دئ چي له همدې امله کمزوری او ضعیف دئ .
[quote:64e9060f8a="وزیري"]
ددی علاوه په یو بل حدیث کی چی مجمع الزوائد بحواله معجم کبیر باب اللباس للجمعه مطبوعه دار الکتب بیروت ۲/ ۱۷۶) راوړیدی، رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی وایی: حدثنا محمد بن عبداﷲ الحضرمی حدثنا العلاء بن عمرو الحنفی حدثنا ایوب بن مدرک عن مکحول عن ابی الدرداء رضی اﷲ تعالٰی عنہ قال قال رسول اﷲ صلی اﷲ تعالٰی علیہ وسلم ان اﷲ عزوجل وملٰئکتہ یصلون علی اصحاب العمائم یوم الجمعه.
[/quote:64e9060f8a]
دا روایت هم کمزوری او د استناد وړ نه دئ ، ځکه یو خو ایوب بن مدرک مجهول دئ او بل مکحول له یوې خوا مدلس دئ او له بلې خوا یې ارسال کړی دئ معنی له داسي چا څخه یې د واسطې له یادونې پرته روایت نقل کړی چي ده ورڅخه سماع نه ده کړې، امام مکحول صرف له درو صحابه کرامو سماع لري چي په هغو درو کي ابو الدرادء رضی الله عنه نه شته .
[quote:64e9060f8a="وزیري"]

نو که د پورتنیو احادیثو په باره کی خپل نظر اظهار کړی نو مهربانی به مو وی.

[/quote:64e9060f8a]
د پورتنیو روایاتو په اړه خو مي خپل معلومات درسره شریک کړل ، نو پر همدې بنا ویلای شم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د لنګوټې فضیلت بیان کړی او نه یې امر پر ې کړی دئ .
په اسلام کي د لباس په اړه عمومي امر دا دئ چي عورت به پرې پټ وي او له هغو شیانو به نه وي جوړ چي منعه ترې شوې ده، نور نه ځانګړي شیان پکي معلوم دي او نه هم یو خاص کیفیت .
په صحیحو احادیثو ثابته ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم لنګوټه تړلې ده ، مګر دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ورځني عادي ژوند برخه وه یعني دا هم داسي عادي چاره ده لکه لنګ تړل، پر خره،اس او اوښ سپرېدل، د اوربشو ډوډۍ خوړل، په غذا کي د خورما ډېر کارول او داسي نور . که څوک لنګوټه سنت بولي هغه باید هرو مرو پورتني شیان هم سنت وبولي او په لنګ کي خو باید هرو مرو لمونځ وکړي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول عمر لنګ تړلی دئ هیڅ ځای پرتوګ نه دئ ترې ثابت ، نو بیا ولي د لنګوټې او لنګ تر منځ توپیر کېږي؟ اصلا موږ باید د رسول الله صلی الله د عادي ژوند کولتوري عادات او دیني ارشادات سره بېل کړو ، کله چي دا پولې وپېژنو بیا به ان شاء الله ډېرې ستونزي حل شي .


مومن مهاجر
15.01.2012

کریم حليمي صاحب ! یو ځل بیا ښه راغلاست
چیري راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په پرتاګه کي لمونځ وکړ؟
حلیمي صاحب ! رسول الله صلی ته یوه خبره او یا یو کار منسوبول ډېر دروند مسؤلیت دئ چي باید په دې اړه پوره دقت وشي . موږ ته باید په صحیح سند ثابته کړې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په سراویل او یا پرتوګ کي لمونځ وکړ او یا یې اغوستی وو .
د لنګوټې په اړه پوره تفصیل په هغه تبصره کي ولوله! چي ما د ښاغلي وزیري صاحب پر لیکنه کړې ده .
نبی کوم خاص لباس نه اغوستلئ بلکي د زمانې د خلکو لباس یي اغوستلئ
خو داسي لباس يې نه اغوستلئ چه عورت يې ښکاره وي ، داسي یو حدیث می په ذهن کښي سته چه په یوه لباس کښی يي لمونځ کړېدی په کور کي
هو! رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت او خپل چاپیریال له غوښتنې سره سم لباس اغوستی کوم ځانګړی کیفیت یې ورته نه دئ ټاکلی ، په یوه جامه کي د لمونځ کولو په اړه صحیح حدیث په صیحیح بخاري، مسلم، ابوداؤد او نورو کي شته .
[quote:ed217e6beb="ع کريم حليمي"]
لنګوټه چه دوې شملې ولري او شمله به د دوو اږو تر منځ وي فعلي سنت دي
[/quote:ed217e6beb]

دا هم باید په سند ثایته کړې چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لنګوټې دا ډول کیفیت درلود، خو باید سند کره او له حوالې سره وي .
مومن مهاجر


khoshalkhan
15.01.2012

هو لنګ وهل پرخپل ځای کې چې شرعي ضرورت وي !
غير لدې څخه : لنګ دې ورک شي له تور لينګي پنجابي سره !

[quote:8059d335c4="شبيراحمد"]السلام عليکم
لونګۍ وهل سنت دي په دې کي ټول متفق ياست
اولنګ وهل هم سنت دي چې په دې هم متفق ياست
ماله يوملاصاحب نه واورېدل وايي پښتانه که دومره شيخان وي دلنګۍ وهلودسنتو
له پرځای کولوسره دي دلنګ وهلوسنت هم پرځای کړي، بيابه يې ومنم چې رښتياهم دوئ
سنت پرځای کوي ګني دپښتنولونګۍ سنت لونګۍ نه ده.

هيله ده کيسه درته بل خيل ښکاره نه شي ماته خويې ډېرخوندراکړی.[/quote:8059d335c4]


عادل عادل
16.01.2012

السلام علیکم

عزتمندو د دین درنو علما کرامو او مجتهدینو/داعیانو وروڼو !

هر یو مشر حلیمي صاحب، محترم مومن مهاجر صاحب، دروند وزیري صاحب او عزتمند حامد صاحب

زما سره دوه راولاړې سوې پوښتنې په لاندې توګه مطرح کوم؟

که چېرته د ضعیف سند تر څنګ قوي سند موجود وي،،، نو ښه خبره ده،،، خو لکه څنګه چې مومن مهاجر صاحب وایي چې د لنګوټې/دستار په مورد مونږ ته د ترغیب او منع په اړه څه ندي ویلي شوي،،، نو بیا خو په دې اړه یوازې هغه اسناد د اعتبار وړ شول چې دوی ضعیف بللي دي،،، په بل عبارت که د ضعیف اسنادو په وړاندې قوي اسناد نه وي نو بیا څنګه کولای شو په ضعیف حدیث باندې له عمل کولو خلک رامنع کړو؟؟؟

بل سوال مې دا دی چې د احادیثو تدوین د امامانو رحمهم الله تعالی اجمعین له دورې څخه مخکې شوي دي او که وروسته؟؟

که مخکې شوی وي،،، نو زه بیا د مومن مهاجر ورور ټولې خبرې منم،،، خو که وروسته شوي وي،،، نو بیا زه د همدغو امامانو رحمهم الله په رایو/اجتهاد باندې عمل کولو ته ترجیح ورکوم چې د پیغمبر صلی الله علیه و سلم ودورې ته نږدې وو.

که یې لږ نور هم واضح کړم،،، دادی نن سبا د اورېدو له مخې ښاغلی حکمتیار صاحب هم یو ځل بیا غواړي احادیث تدوین او چچ وهي،،، نو ایا د سبا نسل ته اجازه شته چې د امامانو رحمهم الله رایې او اجتهاد د نوموړي معاصر ترتیب او تدوین چې حکمتیار صاحب یې کمپیوټري ابتکار نوموي،، په تله کې وتلل شي؟؟

هیله ده چې ما ناپوه د خدای بنده به لطفا یو څه پدې ټکو وپوهوی.

============================================

[quote:0eaf51052d]ماله يوملاصاحب نه واورېدل وايي پښتانه که دومره شيخان وي دلنګۍ وهلودسنتو
له پرځای کولوسره دي دلنګ وهلوسنت هم پرځای کړي، بيابه يې ومنم چې رښتياهم دوئ
سنت پرځای کوي ګني دپښتنولونګۍ سنت لونګۍ نه ده. [/quote:0eaf51052d]

ګران ورور شبیر احمد صاحب، که تاسو ګرمو سیمو یا د عربو جزیرې ته ولاړ شی نو د ګرمی له زوره به پرتوګ خامخا وباسی، او پر ځای به یې لونګ یا خالي کندوره اچوی،،، ځکه ډېره ګرمي ده خدای مکړه خوړین به شی،،، همدارنګه مونږ او تاسو لیدلي چې افغانستان ته راغلو عربو وروڼو به د یخنی له زوره ګڼ ګڼ پرتوګونه او ګوپیچې اغوستل، که یې لونګ وهلای نو خامخا به یخنی خسیان کړي وو;)


رښتینی
16.01.2012

109 ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ ، عَنْ حَمَّادِ بْنِ سَلَمَةَ (ح) حَدَّثَنَا مَحْمُودُ بْنُ غَيْلانَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا وَكِيعٌ ، عَنْ حَمَّادِ بْنِ سَلَمَةَ ، عَنْ أَبِي الزُّبَيْرِ ، عَنْ جَابِرٍ ، قَالَ : دَخَلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ، مَكَّةَ يَوْمَ الْفَتْحِ ، وَعَلَيْهِ عِمَامَةٌ سَوْدَاءُ

ژباړه :
جابر رضی الله عنه وایې : دمکي دفتحي په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم مکي ته په داسې
حال کې ننوت چې توره پګړۍ یې په سر وه .

تشریح :

دَخَلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ، مَكَّةَ يَوْمَ الْفَتْحِ ، وَعَلَيْهِ عِمَامَةٌ سَوْدَاءُ : مخکې درسول الله صلی
الله علیه وسلم د لباس په موضوع کې داخبره تیره شوې ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به
سپیني جامي خوښولې او داخبره هلته ثابته شوه چې سپیني جامي غوره دي اودلته په دي روایت
کې درسول الله صلی الله علیه وسلم دتوري پګړۍ خبره راغلې ده نو علماء وایې چې توره پګړۍ
په سر کول هم روا او مباح ده او په شرح الزیلعي کې راغلې دي چې توره پګړۍ سنت ده اودتور
لباس داغوستلو په اړه امام السیوطي یو کتاب لیکلی دی ،
او الطبراني ، أبو الشيخ اوالبيهقي یو ضعیف حدیث راخیستی دی په هغه کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په سفرکې خولۍ هم په سرکوله اوهغي خولۍ غوږونه لرل او کله به یې دلمانځه په مهال مخته ایښې وه ،

التخريج :
إسناده صحيح : أخرجه المصنف في اللباس (1735)بسنده ومتنه سواء وأخرجه مسلم في الحج(1358)وأبوداودفي اللباس (4076)والنسائي في المناسك ,
ورواه ابن ماجه في الجهاد(2822)والدارمي في المناسك ( 2_ 74) والاإمام أحمد في مسنده(3-313-387) و أخرجه غير واحد من اصحاب السنن والمسانيد
-----------------------------------------------------------------
ىاحدیث ما دشمایلوپه برخه کې راخیستی دی او دلته مې هم رانقل کړ د
مکي دفتحي په مهال مختلف روایات راغلي دي یو دا هم دی چې له مغفر
سره یې یوځای پګړۍ په سروه نوکه موږ ځیرشو دجګړې په مهال اوبیا له مغفر
سره چې هغه دزغرې دسربرخه وې پګړۍ په سرکول په واضحه توګه داښیې
چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پګړۍ اهمه بللي ده
دابحث ما ندی کتلی خو دعنوان په ارتبات مې داپورته لیکنه مناسب اوموافقه
وبلله


مومن مهاجر
19.01.2012

[quote:21ae0a11a5="عادل عادل"]السلام علیکم

عزتمندو د دین درنو علما کرامو او مجتهدینو/داعیانو وروڼو !

هر یو مشر حلیمي صاحب، محترم مومن مهاجر صاحب، دروند وزیري صاحب او عزتمند حامد صاحب
[/quote:21ae0a11a5]

ښاغلي ! عادل بحث ته په راتلو هر کلی درته وایو او په سلامونو مو لمانځو
[quote:21ae0a11a5="عادل عادل"]
زما سره دوه راولاړې سوې پوښتنې په لاندې توګه مطرح کوم؟

که چېرته د ضعیف سند تر څنګ قوي سند موجود وي،،، نو ښه خبره ده،،، خو لکه څنګه چې مومن مهاجر صاحب وایي چې د لنګوټې/دستار په مورد مونږ ته د ترغیب او منع په اړه څه ندي ویلي شوي،،، نو بیا خو په دې اړه یوازې هغه اسناد د اعتبار وړ شول چې دوی ضعیف بللي دي،،، په بل عبارت که د ضعیف اسنادو په وړاندې قوي اسناد نه وي نو بیا څنګه کولای شو په ضعیف حدیث باندې له عمل کولو خلک رامنع کړو؟؟؟
[/quote:21ae0a11a5]

محترم عادل صاحب ! تاسو یقینا ښه ټکي ته اشار کړې او په دې اړه څرګندونې هم اړیني دي .
وړاندي تر دې چي ستاسو د خبرې د قیق ځواب ته راشم باید بیا هم تکرار کړم چي موږ باید په انساني ژوند کي د ثواب کړنې او هغه افعال سره بېل کړو چي د يوې ټولنې وګړې یې د خپل وخت او چاپیریال د مقتضا له مخې ترسره کوي، زه دا نه وایم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم لنګوټه نه ده تړلې بلکي په صحیح سندونو ثابته ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم لګنوټه تړلې ده ، مګر زموږ په ټولنه کي دوه ډوله خلک شته یو ډول دادي چي وايي : په لوڅ سر لمونځ مکروه دئ او بله ډله داده چي وايي : په لوڅ سره لمونځ مکروه نه دئ ، خو لنګوټه یو سنت کار دئ، د لومړۍ ډلې دریځ خو په هیڅ ډول صحیح نه دئ، یعني په شریعت کي په لوڅ سر لمونځ نه مکروه دئ او نه بد بلکي د خولۍ، لنګوټې او لوڅ سر د لمانځه هیڅ توپیر نه شته ، خو د دویمې ډلې دریځ بیا په دې وجه سم نه دئ چي دوئ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عادي ژوند چاره د عبادت په برخه ګډوي یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم لنګوټه د عبادت په موخه نه ده پر سر کړې بلکي د هغه وخت او ځای له غوښتنو سره سم یې د عادي ژوند د یو معمول په توګه تړلې چي په دې ډول لنګوټه یو مباح کار دئ ، خو د ثواب شی یعنی سنت نه ده .
پاتي شوه په ضعیف حدیث د عمل خبره ، نو د قوي د لائلو له مخې په ضعیف حدیث هیڅ عمل نه دئ روا، ځکه ضعیف حدیث په حقیقت کي حدیث نه دئ، بلکي په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسي له ځانه تړل شوې یوه خبره ده چي هیڅکله د دین جز نه شي بلل کېدای .
[quote:21ae0a11a5="عادل عادل"]

بل سوال مې دا دی چې د احادیثو تدوین د امامانو رحمهم الله تعالی اجمعین له دورې څخه مخکې شوي دي او که وروسته؟؟

که مخکې شوی وي،،، نو زه بیا د مومن مهاجر ورور ټولې خبرې منم،،، خو که وروسته شوي وي،،، نو بیا زه د همدغو امامانو رحمهم الله په رایو/اجتهاد باندې عمل کولو ته ترجیح ورکوم چې د پیغمبر صلی الله علیه و سلم ودورې ته نږدې وو.
که یې لږ نور هم واضح کړم،،، دادی نن سبا د اورېدو له مخې ښاغلی حکمتیار صاحب هم یو ځل بیا غواړي احادیث تدوین او چچ وهي،،، نو ایا د سبا نسل ته اجازه شته چې د امامانو رحمهم الله رایې او اجتهاد د نوموړي معاصر ترتیب او تدوین چې حکمتیار صاحب یې کمپیوټري ابتکار نوموي،، په تله کې وتلل شي؟؟

هیله ده چې ما ناپوه د خدای بنده به لطفا یو څه پدې ټکو وپوهوی.
[/quote:21ae0a11a5]

ښاغلی ! عادل عادل ، زه لومړی تاسو ته د دیني خواخوږۍ له مخې تاسو ته دا مشوره در کوم چي د الله لپاره د نوري بوختیا وو تر څنګ یو ځل د احادیثو د تدوین بهیر او اصول الحدیث لږ مطالعه کړه .
په هر حال د حدیثو تدوین یوه اوږده پروسه ده چي بېلا- بېل مراحل لري، وړاندي تر دې چي نبوي احادیث د تدوین په شکل اسلامی نړۍ ته وړاندي شي نو هم تر ګڼو مرحلو تېر شوي لومړی مرحله یې د رسول الله صلی الله په ژوند کي د هغه له خوا د بیان او بیا په هماغه وخت کي په شفاهي ډول یو بل ته د رسولو مر حله وه ، څرګنده او طبعي خبره ده چي هر علم په خپل ابتدايي پړاو کي نه منظم وي او نه یې ټول تخنیکي کارونه بشپړ شوي وي ، په اول سر کي یې کلیات او اصول رامنځ ته کېږي وروسته ورو – ورو پر اختیا مومي او بالاخره د تکمیل پوړۍ ته رسېږي چي بیا یې نو د سمون، تهذیب او چاڼ فني پروسه پیل کېږي ، حدیث هم په اول سره کي په ساده بڼه وو،رسول الله صلی الله به د خپل رسالت له مخې د هغه وخت اسلامي ټولنې ته د قرآن کریم بېلا – بېلې دیني لارښوونې په خپلو کړنو، ویناوو او تایداتو تفسیرولي څو مسلمانان د قرآن کریم علمي تفسیر وویني او د الهي لارښوونو علمي تطبیق ورته اسانه شي ، ټولو ته معلومه ده چي سنت یا نبوي احادیث په حقیقت کي د قرآن کریم تشریحي بهیر دئ یعني د حدیثو دنده داده چي انسانانو ته د قرآني فارمولو عملي تطبیق وړاندي کړي ، څو د دې الهي دستور تطبیقوونکي د عمل په ډګر کي له ستونزو او کړاوونو سره مخ نه شي .
د رسول الله صلی الله د ژوند پر مهال په دیني چارو کي پېچلتیا نه وه ، ځکه که به د چا تر منځ شخړه پیدا شوه او یا به څوک په یوه دیني مسئله سم نه پوهېدی ، نو سمدستي به نبوي دربار ته ولاړ او هلته به یې له الهي فرمان سره سره سم خپل ورپېښ مشکل حل کړ، له همدې امله د دیني اصولو بڼه ساده وه او ډېر دقت ته یې اړتیا نه درلوده مګر له دې سره –سره هم صحابه کرامو په شخصي توګه هڅه کړې وه چي د رسول الله قرآني تشرېحات ولیکي او له ځان سره یې وساتي په دې لړ کي د عبد الله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه صحیفه، د دیت او ځینو نورو چارو په اړه د علي رضی الله عنه لیکنه او د ځینو نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم ځیني لیکلي اسناد هغه څه دي چي موږ ته په نبوي دور کي د حدیثو د تدوین لومړنی څرک په لاس راکوي ، خو کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو او د اسلامي امت د قیادت چاري صحابه کرامورضی الله عنهم ته وسپارل شوې ، نو د نورو ننګونو تر څنګ یوه ننګونه دا وه چي منافقینو او اسلام ضد عناصرو غوښتل د نبوي سنتو په نوم داسي څه وړاندي کړې چي مسلمانان پرې وغولوي او په وسیله یې خپلو ناولو هدفونو ته ورسېږي، خو د دې کسانو هڅو ځکه موثره پایله ورنه کړه چي په لکونو صحابه کرام ژوندي وو او د هغوئ په ژوند کي هیچا نه شوای کولای په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسي داسي څه وتړي چي نه یې وي ویلي، له دې سره – سره لومړی راشد خلیفه ابو بکر صدیق او دویم راشد خلیفه عمر فاروق رضی الله عنهما داسي پياوړي شخصیتونه ول چي د اسلامي امت هره چاره یې په پوره متانت او پوره دقت اداره کړه ، دوئ د نبوي احادیثو د بیان او قبول په اړه هم محتاط ول او نه یې غوښتل چي له څه تصفیې او لټون پرته هرڅوک په رسول الله صلی الله پسي هر څه وتړي ، له همدې امله د هغه وخت مسلمانانو د نبوي احادیثو په بیان کي پوره احتیاط کاوی او تر پوره لټون ، درک ، فهم او اطمنان وروسته به یې حدیث بیانول ، خو کله چي عثمان رضی الله عنه په شهادت ورسېد او امت د اسلام ضد عناصرو د دسیسو له امله پر بېلا – بېلو ډلو وویشل شو نو د اسلام دښمنانو په هره برخه کي ځان ته د زهر شیندلو لپاره ټولې دروازي خلاصې ولیدې او په دې هڅه کي شول چي له دې فرصته په ګټې اخیستو هر هغه څه وکړې چي د وئ ته ګټه لري او د اسلام و مسلمانانو په زیان تمامېږي ، په همدې وخت کي د علي رضی الله عنه د ملاتړو او خواخوږو په نوم د شیعه ډلې بنسټ کېښودل شو ، دوئ د خپل برخې د درنولو په هدف ځيني له ځانه جوړ کړي احاديث رامخې ته کړل چي په دې لړ کي يې يوه بېلګه د مسند دارمي دا روايت دئ :
( قال رسول الله صلی الله عليه وسلم لعلی : انت و شيعتک فی الجنة .)
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم علي ته وويل چي ته او ستا شيعه ګان په جنت کي دي .
که يو سړی د درايت او روايت له مخې دا حديث تر څېړنې لاندي ونيسي نو ورته جوته به شي چي دا سراسر موضوعي او له ځانه جوړ شوی روايت دئ مګر شيعه ګان يې د يوه مهم لاسوند په توګه کاروي او پر ټولو هغو حديثي اصولو سترګې پټوي چي د کره او کوټه تر منځ د بېلوالي لپاره را منځ ته شوي دي .
په هر حال خبره مو د حديث د تدوين په اړه وه نو د حديثو د تدوين پروسه له نبوي دورې سرچينه اخلي چي د وخت په تېرېدلو سره يې ورو – ورو پرمختګ کړی او تر دې چي په دويمه هجري پېړۍ او تر دې وروسته زمانه کي يې د عروج ډېري پوړۍ ووهلې خو که د ښاغلي عادل د پوښتنې مهم ټکي ته مستقيما راشو چي د حديثو د تدوين پروسه څه وخت پيل شوې ده تر امامانو وړاندي او که وروسته؟.
نو دا پوښتنه داسي ځوابولای شو چي په خپله امامانو هم د حديثو د تدوين په پروسه کي ونډه اخيستې او د دې لارې لارويان دي ، تر امامانو وړاندي هم د حديثو د تدوين چارې روانې وي او تر دوئ وروسته هم دا چاره روانه وه البته دوئ هم د دې پروسې ګډونوال پاتي شوي او امام مالک په حديثو کي د موطا په نوم کتاب لري ، امام احمد بن حنبل د مسند احمد په نوم ليکنه پکي کړې او امام شافعي د مسند شافعي په نوم ليکنه پکي لري .
له دې هر څه څرګندېږي چي د حديثو د تدوين چاره تر امامانو وړاندي پيل شوې وه او تر دوئ وروسته يې هم دوام درلود.


وزیري
21.01.2012

السلام علیکم

مهاجر صیب ستاسي له معلوماتو نه ډیره زیاته مننه. د بحث د لا غزولو او دقیقی نتیجی ته د رسیدلو لپاره یوڅه نور دلایل هم لرم چی ستاسو له طرف نه د جواب غوښتونکي دی.
له حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما نه یو چا پوښتنه وکړه چی آیا عمامه په سر کول سنت دی او که یه؟ ده مبارک ورته وویل: هو سنت ده! او پسي اوږده یی کړه: عمامه په سر کوی ځکه دا د اسلام نښه ده او د کافر او مسلمان ترمنځ فرق کوونکي ده. ( عینی عمد ۃ القاری ج 21 ص30)۔

له نبی کریم صلی الله علیه وسلم نه حکما هم د عمامي د تړلو ثبوت شته لکه په یو روایت کی راځی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اعتموا تزدادو حلما. دا حدیث الطبرانی فی الکبیر ج ا ص 194 کی مرفوعا ذکر کړیده او
امام حاکم رحمة اللہ علیه تصحیح کړیده. ( فتح البار ج 10 ص 335 )۔ که تاسی ددی حدیث په صحت کی انتقاد لری نو مهربانی وکړی د امام حاکم صیب رحمه الله تصحیح هم وڅیړی.

ددی روایت په متعلق علامه بیجوری رحمة اللہ علیه په مواهب لدنیه کی لیکی: واشارہ بذالک الی انه سنة مؤکدہ محفوظة لم یترکھا الصلحا “(مواهب لدنیه ص 101)

والسلام


مومن مهاجر
21.01.2012

ښاغلی وزيري سلامونه
ان شاء الله زه به ډېر ژر ستا او نورو ملګرو د ليکنو په اړه خپل بشپړ تفصيلي نظر درسره شريک کړم مګر د اوس لپاره يو څه مصروف يم چي ان شاء الله ژر به فارغ شم او بيا به په سړه سينه بحث کوو.


مومن مهاجر
05.02.2012

[quote:032504634c="وزیري"]السلام علیکم

مهاجر صیب ستاسي له معلوماتو نه ډیره زیاته مننه. د بحث د لا غزولو او دقیقی نتیجی ته د رسیدلو لپاره یوڅه نور دلایل هم لرم چی ستاسو له طرف نه د جواب غوښتونکي دی.
له حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما نه یو چا پوښتنه وکړه چی آیا عمامه په سر کول سنت دی او که یه؟ ده مبارک ورته وویل: هو سنت ده! او پسي اوږده یی کړه: عمامه په سر کوی ځکه دا د اسلام نښه ده او د کافر او مسلمان ترمنځ فرق کوونکي ده. ( عینی عمد ۃ القاری ج 21 ص30)۔
ښاغلی وزیري صاحب! تر اوږده ځنډ وروسته مو یو ځل بیا هم سلامونه او احترامات ومنئ!
ګوره ! یو ځل بیا ستاسو پاملرنه دې ته را اړوم چي هر چا ته یوه منسوبه خبره نقلوې باید سند ولري، پورته چي تا د عمدة القاري په حواله عبد الله بن عمر رضی الله عنه ته منسوب کوم حدیث نقل کړی ، لومړی یې ماخذ او سند له عربي متن سره یو ځای نقل کړه ، وروسته به بیا پر دې بحث کوو چي ستا وړاندي کړی روایت د حدیث پوهني په معیارونو پوره دئ که نه؟ څو چي د یو روایت سند، ماخذ او متن نه وي معلوم پر هغه څرنګه بحث کېدای شي؟ عمدة القاري خو د صحیح البخاري شرحه ده ، د حدیثو متن نه دئ ، علامه عیني به هم هرو – مرو له بل چا نقل کړی وي چي پر تا د هغه د اصل ماخذ معلومول لازمي دي .

له نبی کریم صلی الله علیه وسلم نه حکما هم د عمامي د تړلو ثبوت شته لکه په یو روایت کی راځی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اعتموا تزدادو حلما. دا حدیث الطبرانی فی الکبیر ج ا ص 194 کی مرفوعا ذکر کړیده او
امام حاکم رحمة اللہ علیه تصحیح کړیده. ( فتح البار ج 10 ص 335 )۔ که تاسی ددی حدیث په صحت کی انتقاد لری نو مهربانی وکړی د امام حاکم صیب رحمه الله تصحیح هم وڅیړی.

ددی روایت په متعلق علامه بیجوری رحمة اللہ علیه په مواهب لدنیه کی لیکی: واشارہ بذالک الی انه سنة مؤکدہ محفوظة لم یترکھا الصلحا “(مواهب لدنیه ص 101)

والسلام[/quote:032504634c]
پورتنی روایت په معجم الکبیر کي په دې الفاظو نقل کړی :
حدثنا عبيد العجلي و عبدان بن أحمد قالا ثنا الحسن بن الصباح البزار ثنا أبو المنذر إسماعيل بن عمر ثنا يونس بن أبي إسحاق حدثني إبني عيسى عن عبيد الله بن أبي حميد عن أبي المليح بن أسامة عن أبيه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ( اعتموا تزدادوا حلما )( المعجم الکبیر لومړی ټوک، ص : ۱۹۴، د حدیث شمېره : ۵۲۰، معجم اسامة بن عمیر الهذلي بن عامر بن الاشتر، چاپ : مکتبة العلوم والحکم – موصل د چاپ کال : ۱۴۰۴هق ، ۱۹۸۲م ، د حمدي بن عبد الحمید السلفي تحقیق د چاپ وار : دویم)
خو اوس به په دې اړه امام ترمذي ته غوږ شو چي څرنګه یې ارزوي؟ :
فصل حدثنا الحسن بن الصباح البزار حدثنا إسماعيل بن عمر الواسطي حدثنا يونس بن أبي إسحاق قال حدثني ابني عيسى عن عبيد الله بن أبي حميد عن أبي المليح عن أبيه قال قال رسول الله ( اعتموا تزدادوا حلما
سألت مُحمدًا عن هذا الحديث فقال عبيد الله بن أبي حميد ضعيف ذاهب الحديث لا أروي عنه شيئا( ترتیب علل ترمذي الکبیر،)
پر دې حدیث د علامه جلال الدین سیوطي په کتاب جامع الحدیث کي شوي تبصره هم ګټوره ده ، دی لیکي :
3691 - اعتموا تزدادوا حلمًا (ابن حبان ، والطبرانى ، وابن عدى ، والحاكم فى الكنى ، وابن قانع ، والبيهقى فى شعب الإيمان عن أبى المليح عن أبيه . الطبرانى ، والحاكم وتعقب عن ابن عباس . وأورده ابن الجوزى فى الموضوعات)
حديث أبى المليح عن أبيه : أخرجه الطبرانى (1/194 ، رقم 517) . قال الهيثمى (5/119) : فيه عبيد الله بن أبى حميد وهو متروك . وأخرجه ابن عدى (6/61 ، ترجمة 1599 كثير بن عبد الله بن عمرو بن عوف) ، وابن قانع (1/12) ، والبيهقى فى شعب الإيمان (5/175 ، رقم 6260) . وابن حبان كتاب الضعفاء (2/66 ترجمة 611 عبيد الله بن أبى حميد الهذلى) وقال : كان ممن يقلب الأسانيد ويأتى بالأشياء التى لا يشك مَنْ الحديث صناعته أنها مقلوبة ، فاستحق الترك . وأورده الحافظ فى إتحاف المهرة (1/339 ، رقم 226) وعزاه للطبرانى فقط .
په درناوي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more