د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د قطر په خبرو کې څه مهم دي ؟

ډاکتر څپاند
06.01.2012

محترم عادل صيب او درنو لوستونکو سلامونه ومنئ'
د قطر د خبرو په اړه مهمې پوښتنې ډيرې دي، چې بايد مطرح شي، خو زه يوه عادي پوښتنه له عادل صيب څخه لرم :
فرضاً كه كرزى وكړى شي چې يو سوچه اسلامي نظم رامنځ ته او حق او عدالت تامين كړيي خو بياهم اشغالگرو ته دايمي هډى وركري نو ايا داسى يو نظام تاسوته دمنلو وړ دى؟
كه جواب هو وي نو بس نور د بحث حاجت نشته٠

خو كه جواب نه وي نو اوس داسى فرض كره چى طالبان په دولتي واك كى د شراكت او په هيواد كى داسلامي نظام دى تطبيق په شرط اشغالگرو ته د دايمي نظامي هدو دلرلو اجازه وركري، ستا سو جواب به څه وي، داسې شرايط منىئ او كه نه؟


عادل عادل
07.01.2012

السلام علیکم

[quote:c70379fc0a]محترم عادل صيب سلامونه ومنه'
يوه پوښتنه
فرضاً كه كرزى وكړى شي چې يو سوچه اسلامي نظم رامنځ ته او حق او عدالت تامين كړيي خو بياهم اشغالگرو ته دايمي هډى وركري نو ايا داسى يو نظام تاسوته دمنلو وړ دى؟
كه جواب هو وي نو بس نور د بحث حاجت نشته٠

خو كه جواب نه وي نو اوس داسى فرض كره چى طالبان په دولتي واك كى د شراكت او په هيواد كى داسلامي نظام دى تطبيق په شرط اشغالگرو ته د دايمي نظامي هدو دلرلو اجازه وركري، ستا سو جواب به څه وي، داسې شرايط منىئ او كه نه؟[/quote:c70379fc0a]

محترم ډاکټر صاحب څپاند

په سوچه اسلامي نظام کې کافرانو ته په اسلامي ځمکه کې د موقتو او دایمي اډو جواز اصلا وجود نلري،،، په تېره بیا چې د ناروا یرغل په نتیجه کې وي.

زمونږ او تاسو دا ګومان هم ډېر بې ځایه او خام دی چې د قطر د مذاکراتو په نتیجه کې به طالبان د کرزي په فاسد حکومت کې شاملیژي ي او له غلو او فاسدو کړیو سره به واک ویشي،،،،

زما په نظر د مذاکراتو موضوع نباید چې بین الافغاني او د افغانستان د نننه مسایل وي،،، دا ځکه چې مذاکرات خو څه بین الافغاني نه دي بلکه اطراف یې یوې خواته افغانان او بلې خوا ته پردي یرغلګر دي،،، امریکایان دې خپل ټول هغه څه چې له افغانانو یې غواړي لست کړي،،، د مخدره موادو څخه که غرب او نړی سر ټکوي،،، دا پر ځای او منطقي غوښتنه ده،،، د افغانستان له خاورې څخه نورو ته د خطر او امنیتي ګواښ د نه پېښېدو تضمین پر ځای او د غور وړ ده،، او داسې نورې په متقابل احترام او نړیوالو قوانینو بنا مسایل ټول د غور او اورېدلو وړ دي،،،،، خو که وایي چې طالبه زما د نصب کړل شوې شنډې ډم-او-کرسی خیال به ساتې،،، او یا به د فلان توکم دومره او د فلان توکم دومره ونډه او مزې وي،،،، یا دا چې بربنډو ښځو ته به زما د خوښې د بربنډتوب حق ورکوې،،، دا نو پدې مانا ده چې دوی نه غواړي زمونږ غصب کړل شوې خاوره او وطن مونږ افغانانو ته بیرته وسپاري بلکه غواړي مونږ ورته مزدوران ونیسي،،،،

طالبان دې په نره توګه له ښاغلي کرزي نیولي تر عادي پنچیرمین پنجشیري پورې د ټولو عامو او خاصو افغانانو د سر او مال عام و تام تضمین ورکړي،،، خو په څنګ کې دې له امریکا او نړیوالې ټولنې او ټولو حقوقي سازمانونو څخه دا ژمنه او تضمین هم واخلي چې چا ته به سیاسي او کوسمادري پناه نه ورکوي،، علني او په عدالت ولاړه افغاني محکمه به د نړیوالو تر نږدې څارنې او نړیوالې میډیا تر ژوندی شعاع لاندې په فساد، ملي خیانت او جنګي جنایاتو تورن کسان علنا او عادلا محاکمه کوي،،، که پدې محکمه کې یو نیم طالب وګړی هم راته نو زر ځلې خو دې راشي،،، نړیوالو ته دې چلینج ورکړل شي چې راشی تاسو د تورنو کسانو په محکمه کې د دوی وکیلان شی،،، خو پناه به نه ورکوی، همدارنګه یرغلګر او نړیواله ټولنه دې د ټولو هغو پیسو درک طالبانو ته په لاس ورکړي چې افغانانو ته یې سپارلې دي،،،،،، هغه ډالر چې یرغلګرو د اافغانستان په بهانه پخپله غلا کړې دي،،، هغه دوی پوه شه او خپل ضمیر یې،،،،،،

د شخړې یا منازعې یا کانفلېکټ تیوري خو داسې وایي چې د شخړې په مذاکراتو کې تر ټولو لومړی پړاو او عملي ګام د ټولو اسیرانو بلا قید او شرط ازداول او ورپسې اوربند قایمول دي،،،،

زما په نظر دا چې د مذاکراتو یو لوری یرغلګر او غاصب دي نو اوربند دې هم یو اړخیز قایم کړل شي پداسې توګه چې یرغلګر به خپل ټول وحشي، فوځي او استخباراتي عملیات په ټپه دروي،،، خو مقاومت ددې تضمین نباید ورکړي او نه یې هم زما په ګومان عملا ورکولای شي چې په یرغلګرو به څوک د دوی تر بشپړ وتلو یا کم تر کمه د وتلو تر مشخص رسمي اعلام پورې حملې نه کوي،،،،

زما په خیال چې طالبان به د مذاکراتو په مهال تر ټولو زیات د خپل صف د استحکام خیال وساتي، ځکه یاد استحکام څه په معمولو حزبي او سیاسي ساختګي پالیسیو منځ ته ندی راغلی بلکه فکري استحکام دی چې ګومان کړم د طالبانو مشرتابه ته به تر ټولو زیات او نهایت پاملرنې او خیال ساتلو وړ وي.

هیله ده چې دروند پتوال صاحب به هم د مذاکراتو د اجنډا په اړه خپل اند او وړاندیزونه شریک کړي.

که غواړی چې دا پورته بحث تر یو مستقل سرلیک/بحث لاندې وټومبل شي نو بهتره به وي.


پتوال
12.01.2012

محترم عادل صاحب اودرنو دوستانو ته سلامونه !

[quote:da748ff0aa]په سوچه اسلامي نظام کې کافرانو ته په اسلامي ځمکه کې د موقتو او دایمي اډو جواز اصلا وجود نلري،،، په تېره بیا چې د ناروا یرغل په نتیجه کې وي. [/quote:da748ff0aa]
د صدام حسين رژيم چپ ډوله او له سعودي عرب سره يې اړيکې ورانې وې او دسعودي په وړاندې يې ګواښونکی پوځي سياست هم درلود .
سعودي عرب له دې او نورو خطرونو له له ويرې د عيسوي امريکا پوځي هډې دخپل امنيت له پاره په هېواد کې ځای پر ځای کړې .
معلودار ددې له پاره به يې د خپل هېواد د علماو فتوا هم اخيستې وي .
د خطر په وخت کې مسلمانانو د رسول اکرم (ص) په وخت کې هم د حبشې مسيحي پادشاه نجاشي ته پناه وړې وه ، نوپه دغسې حالاتو کې ښايي د جواز او نه جواز په اړه د عادل صيب پورتنۍ جمله د اعتبار ړ نه بريښي ، خو
(( په تيره بيا د ناروا يرغل ... )) په حالت کې سمه او د کاڼي کرښه ده !
[quote:da748ff0aa]
زمونږ او تاسو دا ګومان هم ډېر بې ځایه او خام دی چې د قطر د مذاکراتو په نتیجه کې به طالبان د کرزي په فاسد حکومت کې شاملیږي ي او له غلو او فاسدو کړیو سره به واک ویشي،،،، [/quote:da748ff0aa]
خبره په معيار کې ده او هغه مشروعيت دی، که مشروعيت له يوې خوا سره هم نه و او نه وي ، نو ددوه نامشروع ډلو تر منځ د خبرو اترو په نتيجه يې
ګډ حکومت هم نشي مشروع کېدای ، خو که خبرې په دې کيږي چې څنګه کولی شي په ګډه مشروعيت ته په هېواد کې لار پرانيزي نو دغسې خبرو اترو
، ډزبند او ګډ موقتي حکومت ته تعليقي صلحه ويلی شو : که د مشروع حکومت په رامنځته کولو وانجامېدله مشروعيت ته د تياري نيولو په نامه
اړين حکومت دی او چانس بايد ورکړل شي او د مشروع منتخب حکومت په رامنځته کولو سره به دا هم وروسته د مشروعيت د سيوري ټاپه خپله کړي ! او که مشروعيت ته لار پرانيستل يې هدف نه وي صلحه ، موقتي حکومت او آن داسې جعلي انتخابات يې هم لکه دا څو ځلې چې تکرار شول له
مشروعيت څخه به برخمن نه وي !
د افغانستان مؤمن او مظلوم ولس ته بايد اختيار ورکړل شي چې که وغواړي له موجوده متخاصمو ډءو څخه دواړه ډلې چليپه او د بذلان کرښه پرې
چراکش کړي نور اسازي په قدرت وګوماري ، يوه او يا دواړه ډلې تايید کړي او هغوی بيا يو اتلافي حکومت جوړ کړي !
[quote:da748ff0aa]زما په نظر د مذاکراتو موضوع نباید چې بین الافغاني او د افغانستان د نننه مسایل وي،،، دا ځکه چې مذاکرات خو څه بین الافغاني نه دي بلکه اطراف یې یوې خواته افغانان او بلې خوا ته پردي یرغلګر دي،،، [/quote:da748ff0aa]
هو ، که خبرې يواځې د جنګي بنديانو اوالقاعدې په اړه کيږي او د افغانستان په برخليک ، حکومت او نور افغانشموله مسايل په کې نه مطرح کيږي
لکه موقت يا انتقالي حکومت، اساسي قانون ، ملي خپلواکي، اسلام او ولسواکي او نور نو بيا په کې بين الافغاني خبرو ته اړتيا نشته !
او که مطرح کيږي نو بيا به ټول افغاني اړخونه د حکومت څخه نيولې د ټولو سياسي ډلوتر و پورې ټول بايد په کې برخه واخلي !
[quote:da748ff0aa]طالبان دې په نره توګه له ښاغلي کرزي نیولي تر عادي پنچیرمین پنجشیري پورې د ټولو عامو او خاصو افغانانو د سر او مال عام و تام تضمین ورکړي،،، [/quote:da748ff0aa]
آيا طالبان قصابان او افغانان ور سره يرغمل دي چې افغانانو ته هم نه ، بلکې امريکا ته د يوې معاملې له پاره د عام و خاص افغانانو د سر ومال
عام و تام تضمين ورکوي ؟؟؟؟
غيور افغان ملت خو د چا کونډه نه ده چې يا به يې طالب د ليورۀ غوندې د سرو مال ادعا او ساتنه کوي او يا به يې
امريکايا ن د سرو مال او ساتنې ادعا کوي ، که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

[quote:da748ff0aa]خو په څنګ کې دې له امریکا او نړیوالې ټولنې او ټولو حقوقي سازمانونو څخه دا ژمنه او تضمین هم واخلي چې چا ته به سیاسي او کوسمادري پناه نه ورکوي،، علني او په عدالت ولاړه افغاني محکمه به د نړیوالو تر نږدې څارنې او نړیوالې میډیا تر ژوندی شعاع لاندې په فساد، ملي خیانت او جنګي جنایاتو تورن کسان علنا او عادلا محاکمه کوي،،، که پدې محکمه کې یو نیم طالب وګړی هم راته نو زر ځلې خو دې راشي،،، نړیوالو ته دې چلینج ورکړل شي چې راشی تاسو د تورنو کسانو په محکمه کې د دوی وکیلان شی،،، خو پناه به نه ورکوی، همدارنګه یرغلګر او نړیواله ټولنه دې د ټولو هغو پیسو درک طالبانو ته په لاس ورکړي چې افغانانو ته یې سپارلې دي،،،،،، هغه ډالر چې یرغلګرو د اافغانستان په بهانه پخپله غلا کړې دي،،، هغه دوی پوه شه او خپل ضمیر یې،،،،،، [/quote:da748ff0aa]

دا غوښتنې سمې او پر ځای غوښتنې دي خو داد هغه آزاد او مشروع حکومت دنده چې د موقتي حکومت نه وروسته
د آزادو انتخاباتو له لارې ټاکل کيږي ! په مقدماتي او نامشروع يا نيمه مشروع پړاوونو کې يې څوک د تصميم نيولو حق نه لري !
سمه خبره تر ټولو همدا ده چې :
[color=blue:da748ff0aa]د شخړې په مذاکراتو کې تر ټولو لومړی په دې توافق + (( عملي ګام د ټولو اسیرانو بلا قید او شرط ازادول او ورپسې اوربند قایمول دي)) [/color:da748ff0aa]


عادل عادل
12.01.2012

السلام علیکم

[quote:d71b29c71e]آيا طالبان قصابان او افغانان ور سره يرغمل دي چې افغانانو ته هم نه ، بلکې امريکا ته د يوې معاملې له پاره د عام و خاص افغانانو د سر ومال
عام و تام تضمين ورکوي ؟؟؟؟
غيور افغان ملت خو د چا کونډه نه ده چې يا به يې طالب د ليورۀ غوندې د سرو مال ادعا او ساتنه کوي او يا به يې
امريکايا ن د سرو مال او ساتنې ادعا کوي ، که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:d71b29c71e]

پتوال صاحب ماته مو خندا راوسته،،، دا زما ادعا نه ده،،، بلکه د هغو خلکو وهم، وېره او ګومان دی چې د اشغال تر څنګ یا خو فکر یا خو ډالر یا خو تعصب، یا خو سیمې،،، یا خو مسلک،،، او یا خو مصلحت درولي دي،،،، چې په شکل د اشکالو د وولس یوه برخه جوړوي،،، هر چاته د ځان ګومان مکوی، زه او ته خو بې له خدایه له هیچا هم نه ویریژو ځکه نه غله یو،، نه بې دینه یو،، ،،، دا رسنی یې چې تیره اوونی په رپوټونو ډکې وې،،، چې عطا،،، دوستم،،، څوک او څوک هاااا دي جرمني ته ورسیدل ،،،، غونډه یې وکړه،،، تجزیه غواړي،،، فدرالي نظام غواړې او ،،او،،داسې نور،،،، وروره هیڅ هم نه غواړي د ځان او خپلو سرونو غم اخستي،،،، د قطر په هنګامو نیم قبض او نیم اسهال دي،،،،،،رښتیا ده چې وایي ،،، نام رستم به از رستم،،، دا منډې ټول د چا له ډاره؟ خدای خبر که به اوس د شپې خوب هم لري همدا یو غږ به یې تر غوږ غوږ کیژي،،، چې ،،، هله که طالیب امد !!!

خدای ج دې یې یو ځل بیا حتما او د ټولو افغانانو په خیر سره آمد کړي،،،، تر څو دا لنډغر جارو او ځمکه عامو او اهلو افغانانو ته سړه کړي،،، آمین


پتوال
12.01.2012

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
پښتانه په عامه او طالبان په خاصه توګه بايد ددرې ناروغيو په وړاندې ځانونه وقايه کړي :

١- نړيواله وقايه : د القاعدې څخه فاصله او وقايه

٢- ملي وقايه : عموما د پاکستان او خصوصا د ISI د لاسپوڅيتوب پر ضد وقايه !

٣- ولسواکه وقايه : دديکتاتورۍ پر ضد ځان ته د ملي اسلامي ولسواکۍ وقايه
يعنې ددين له پاره اسلام (ايت + حديث ) او ددنيا له پاره د شورايت
اسلامي اصل په پراخه ابعادو سره پلي کول چې د اولسواکۍ ټول مثبت اړخونه په لمن کې رانغا ړي او د منفي اړخونو پر ضد يې
له بل هرڅه نه ښه مقابله کولی شي !! طالبان بآيد د شورايت پر اصولو تکيه وکړي او ځانونه پرې غښتلي او پياوړي کړي که نه له اولس څخه به ګوښي
پاتې شي او هېڅ يوه ستونزه به حل نه کاندي !!


طالب ISI
15.01.2012

ډاکتر صاحب ښه موضوع مو مطر کړي. اول به د پتنګ صاحب پوښتنه وکړم چې دا پته یې ونه لګیده، جوړ دی، روغ دی؟ بیخې درک یې نه شته.

دویم به راشم ستا موضوع ته.

که طالب ډیر ضعیفه توګه له دغه دولت سره مدغم شي، نو کومې هیلي چې د افغانانو دي هغه نه تر سره کیږي. غله به له غلا نه شي منعه کولای، خاین له خیانته، شر او فساد به خپلو غلو، قبضو د ځمکو...ته ادامه ورکوي. غرب او جنوب کې به امنیت ښه شي، دوی خو هسې هم اکثریت میلونر د ډالرو دي، نو په یوه بله توګه به سم راج چلوي په ټولو افغانانو.

نو هدف دا شو چې طالب باید په قوي شکل را داخل شي.
اول خبره د جنایت کارانو د محاکمې ده. دلته زه د عادل صاحب د نظر طرف دار یم چې ټول جنایت کاران باید د نړیوالې محکمې د نماینده ګانو په حظور کې محاکمه شي. د فهیم څخه نیولي تر محقق. خو خبره داده چې بیخې لږ یې قبول هم کړو په تیرو لسو کالو کې طالبانو په خپلو حملو کې ۱۵۰۰(هر کال) کسه ملکي افغانان شهیدان کړي. چې اوس دا شول ۱۵ زره نفره، آیا طالب به حاظر شي چې ملا صاحب عمر هم محاکمه کړي، ځکه دا ۱۵ زره خو پسونه نه و خلک و. دلته خبره مشکله کیږي.

زما په اند که طالب یو څو وزارته ومني، او په جریان د دوه کلو کې داسې کار کردګي پکې وښيې چې دوست او دښمن ورته حیران شي. په څنګ کې یې یو پراخ سیاسي تنظیم جوړ کړي او د اخوا المسلمین په تګ لاره عمل وکړي، تر څو په دوه کاله وروسته ټولټاکنو کې نورو ټولو ته چلنج ورکړي او د پارلمان اکثریت تر څنګ ریاست جمهوري وګټي. بیا چې پارلمان ددوی شو، حکومت ددوی شو، ځینې ناشونې کاروني به شوني شي ! لکه د مجرمینو محاکمه ، حساب او کتاب. البته که اول له خپلو مجرمینو پیل وکړي ، ښه به وي. د لغماني ځوانانو لپاره چې دوی کوم کمیسیون ټاکلی و تر اوسه یې پایله معلومه نه شوه!...خو څو موده مخکې افغان دولت هغه قاتل داسې وقت کې ونیو چې بیا یې فعالیت پیل کړی و. که څوک عمري عدالت کوي، نو عمري عدالت خو داسې نه وي.

بل دا چې طالب باید د مذاکراتو په وقت کې د ښځو د حقوقو، ښونځي، پوهنتون، ټولټاکنو، ګیري، ویښتو..تلویزیون..په هکله خپل دریځ قطر کې واضح کړي، داسې نه چې بیا د نړیوالې ټولني او طالبان د سر او تخرګ په ویښتو جنګ وي.

او زما په اند امریکایې اډي باید موجودي وي. که سعودي که د امریکایې اډو موجودیت کې حج کیږي نو مونږ هم که خدای کول نه ګناه ګاریږو. طالب باید پدې ځآن پوه کړي چې همدا پاکستان یې یو ځل بیا کولای شي بولی کړي.

او پریږدی چې له همدي افغانستان څخه ایران هم ووهي، چې د ددغه شعیه ګورګینیانو له شره خلاص شو.


Naeem sadat
16.01.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

شهیر جانه نوری خبری دی پریږدم دا د یوی خبری ځواب دی داسی درکوم

که طالبان چیری د امریکا د پوځی اډو په شتون کی د افغانستان په دولت کی مدغم شی نو بیا به د خلکو له منځه او یا د همدی طالبانو له منځه یوبل غورځنګ را جوړ شی او د همعغه دولت په مقابل کی چی طالبان پکی مدغم شوی وی جهاد به کوی

چی بیا به ستا په شان خلکو ته ښه زمینه برابره وی او ناری به وهی چی اوس خو اسلامی دولت دی نو ولی دا ډله له دی دولت سره جنګیږی دا دی ای اس ای مزدوران دی او د ای اس ای لپاره جنګیږی

دا دازادی جنګ دی دا جنګ هغه وخت ختمیږی چی وطن ازاد شی


عادل عادل
18.01.2012

السلام علیکم

[quote:2e5ed35067]او پریږدی چې له همدي افغانستان څخه ایران هم ووهي، چې د ددغه شعیه ګورګینیانو له شره خلاص شو[/quote:2e5ed35067]

شهیر صاحب که ستاسو دا پورته خبره سمه وي،،، نو دا لس کاله دې خوله په همدې یوه خبره بې ځایه تڼاکې کړه چې ولې عرب نړیوالو مجاهدینو له همدې افغانستان څخه غرب او غربي اهداف په نښه او یا ستاسو په قول له همدې ځایه ووهل؟

هسې نه چې خدای مکړه غربیان به درته تر ګاونډیانو، د سیمې له هیوادونو، او عرب مجاهدینو ډېر سکني او دیني وروڼه ښکاري:)


طالب ISI
19.01.2012

عادل صاحب ته زما یوه لیکنه راوښیه چې د عربو مجاهدینو یا ددوی دفعالیتو په ضد وي. یا ددې په ضد وي چې ولې طالبانو ځای ورکړی و. زما اختلاف صرف پدې کې دی چې طرز د جهاد د طالبانو باید د حزب اسلامې د اوسنې جهاد په شکل وي . او د پاکستان د مرستې سره مخالف یم. ځکه دوی د خدای د رضا په خاطر مرسته نه کوي. زه د پله الوځول، د ښونځې تړل، د مامور ، معلم، وژل، چې ډیره اړینه نه وي، د ملي اردو او پولیسو وژل....مخالف یم. د ۲۷ لغماني ځوانانو او هغه چې ځان مرګو بریدو کې د سړک په سر تیریږي مري، فکر نه کوم چې عادل صاحب ته به هم هغوی ته چکچک وهي!

او دا چې د طالبانو زړې پالیسی ددې باعث کیږي چې پښتون او افغانستان شا ته لاړ شي.
پاتې شوي د طالب د مقاومت خبره، طالب خو بله چاره نه درلوده، یا به ګوانتامو ته تلو یا خو به یې د شمالي ټلوالې بابولاي آوریدلې.
البته دا اوسنی خبرې یې د امریکایانو سره تر ټولو هوښیا کار دی. چې تر یوه حده ددوی په استقلال دلالت کوي. نور خو چې مهدی علیه سلام هم د پنجاب وي خلکو ته به یې منل یو څه زیات مشکل وي.


..Ahmadzai
19.01.2012

د شهیر صاحب خبرې یو څه د مثبت خواته روانې دي
خدای دې وکړي چې نور کوشش هم وکړي، چې ترڅو واقعیت ښه درک کړي


پتوال
12.02.2012

[quote:7e7cab1762]دا دازادی جنګ دی دا جنګ هغه وخت ختمیږی چی وطن ازاد شی[/quote:7e7cab1762]

د ملتوال صیب پورتنۍ جمله زه هم تایيدوم خو په لاندې بڼه او بشپړاوي سره :

دا دازادی جنګ دی دا جنګ په دې نه ختمیږی چی وطن له یو (غربي)اشغال څخه ازاد او د بل (پنجابي) اشغال
په لومه کې ښکېل شی ! د پنجاب د غلامۍ له پاره جګړه نه ملي جهاد دی او نه اسلامي ! خو که د پنجابیانو له لومې څخه آزاد شي
بیا به هم ملی او هم اسلامي جهاد وګرځي او ۸۰٪ افغانان به یې ملاتړ ته ورودانګي !
مونږ د پنجاب پر ضد جنګ نه غواړو ! ، خو له ISI څخه د طالبانو او له پنجاب څخه د خپل ملی اسلامی
مقاومت آزادي حتماً غواړو ! ملتوال صیب او ګرانو لوستونکو تاسو په دې کې څه وایئ ؟؟؟؟


M Tahir
19.02.2012

پټوال صاحب
دملاعبيدالله اخوند تر شهادت وروسته هم ستاسواحساساتواوروحياتو تغير ونه کړ؟
طاهر د خپل قلمي طهارت پۀ لوښي (Capacity) کې يوازې همدومره پوښتلای شي!


پتوال
21.02.2012

[quote:0fff620b81="M Tahir"]پټوال صاحب
دملاعبيدالله اخوند تر شهادت وروسته هم ستاسواحساساتواوروحياتو تغير ونه کړ؟
طاهر د خپل قلمي طهارت پۀ لوښي (Capacity) کې يوازې همدومره پوښتلای شي![/quote:0fff620b81]

وعلیکم محمد طاهره وروره !
داسې ښکاري چې په قلمی طهارت کې خو مو د بل چا دنوم دورانولو چټلي پوره بوره ځای لري!

په یوه ګل خو نه پسرلی کیږي نو د ملا عبید الله شهادت باید د هغو ټولو له پاره د پند درس وګرځي چې
د هغه په لاره نه درومي او د هغه قاتلانو ته اوس هم تسلیم پاتې دي !

متباقي خو د نوموړي شهادت زما په نظر اواندتوګه د تایید ټاپه ولګوله چې څوک د ISI په چوپړ کې نه وي د ملا عبید الله
او ملا برادر په برخلیک يې اخته کوي! څه فکر کوې همدغه شرط به يې حتماً د مشر ملا صیب د ژوندانه له پاره هم معیار
نه وي ټاکلی ؟؟؟؟
والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more