د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

تعصب چا پيل کړ؟

محمود سعيد
09.01.2012

په ۱۹۷۱ زېږديز کال کې د ولسي جرګې په غونډه کې د ملکي مامورينو د ګمارنې په قانون کې د ېوې داسې مادي د زياتولو وړانديز وشو: (هر څوک چې د دولت د مامور په توګه ګمارل کيږي نو بايد په پښتو او دري ژبو وپوهيږي). له دې وړانديز سره دري ژبو وکيلانو مخالفت وکړ او شپږ مياشتې د ولسي جرګې غونډو ته حاضر نه شول. د دوی د ژبنيز، ټبريز او سيمه ايز تعصب جرړې له پخوا څخه پيل شوې دي او اوس ېې د افغانستان د وېش په اړه د خپلو شومو پلانونو د عملي کولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
ای پښتنو! نور د خپل ولس، دين، هېواد او وګړو لپاره سره يو شئ. نور يو بل په ډول ډول نومونو او د پرديو په اشارو خپل د وجود ټوټې له ځانه مه بېلوئ. راځئ همدا وخت دی چې لاسونه سره ورکړو او د يو سراسري سوله ايز او پرګنيز انقلاب په رامنځته کولو سره خپل حقونه لاس ته راوړو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more