د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د لوبې اړخ / ډول بدلون مومي!

محمود سعيد
28.12.2011

داسې ښکاري چې امريکا د لوبې اړخ ته بدلون ورکوي!
په داسې حال کې چې امريکا او افغان دولت د ستراتيژيک تړون په اړه وروستيو خبرو ته رسېدلي دي او امريکا په سيمه کې د خپلو هډو په اړه ډاډ تر لاسه کړی دی نو له طالبانو او ناپاکستان سره ېې په چلند کې پوره توپيرونه رامنځته شوي دي.
طالبان خپل دوستان بلل، په قطر کې د هغوی لپاره دفتر پرانستل او په دې وروستيو کې له تور لست نه د ملاعمر د نوم لرې کول له طالبانو سره او:
دوه درجنه ناپاک پوځيان وژل، په هغوی د اووه سوه ميليونه ښکاره مرستې بندول، د شمسي هوايي اډې تړل، د پوځيانو او ملکيانو تر منځ شخړو ته لمن وهل ېې له پاکستان سره د چلند د بدلون نښې دي.
دا به وروسته ښکاره شي چې هغوی اوس څه کول غواړي!


وصيل پېروز
29.12.2011

ښاغلی محمود سعيد صاحب !
په اوسنيو حالاتو کي زموږ راتلونکی او برخليک مو ډېر ډېر ناڅرګند دی .!!!

نه پوهېږو چي څه وکړو او څه کېږي؟؟؟.

له يوه صحابي يو چا د مسلمانانو د اختلاف يعني علي رضی الله عنه د خلافت پر مهال پوښتنه وکړه چي حالات څرنګه ارزوې؟.
نوموړي ځواب ورکړ چي کله موږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو نو کله چي به ستونزې را منځ ته شوې موږ به يې د حل لپاره مټې را بډ وهې نو بيا يې هواری ډېر اسانه وو خو اوس مهال چي کوم سوری تړو درې نورو سوري پيدا شوي وي .

ننني حالات هم همداسي دي ، د يوه سوري په تړلو درې - څلور نور پرانيستل کېږي او نوې ستونزې زېږوي .


طالب ISI
31.12.2011

زه هیله لرم چې نور مثبت پرختنګونه هم وشي. طالبان جنګ بس کړي. امریکایان او نور بهرنیان ووځي. یواځې د ضرورت مطابق په خپلو نظامي اډو کې پاتې شي.

لکه په عربي او نورو ملکو کې باید په عام محضر کې ونه لیدل شي.

د افغانستان پوځ په پاتې یو نیم لک کسانو کې ټول پښتانه داخل شي. هغه طالبان چې د ای،اس،ای سره نور ارتباط نه لري ، ښه جنګي روحیه لري ، له وطن سره مینه لري، پاتې ملي پوځ اکثریت له دوی څخه جوړ شي.

د حامد کرزي په پاتې دوه کاله موده کې طالبان ځان په یو مکلمل سیاسي تنظیم بدل کړي، خلکو کې کار وکړي، خدمات وړاندې کړي. له مکروحاتو، مستحباتو څخه فرض او واجب جوړ نه کړي، او دوه کاله وروسته بیا لکه د پاکستان اسلامي تنظیمونه، د مصر ، تونس اخوانیان ټولټاکنو کې ګډون وکړي بیا خلک پوه شه چې طالب ته رایه ورکوي، د کرزي مربوط کس ته، حزب اسلامي ته، شمالي ټلوالي ته....

که طالبان لږ له نرمی کار واخلي تر ټولو دوی زیات چانس د وړلو لري.
بیا نو طالب پوه شه او حکومت یې. له یوې خوا به د نړی مرستي او ژمني وي، د رسمیتوب مشکل به نه وي، طالب به پاکستا او ایران ته مجبوره نه وي، طالب مشران به د نړی له سیالانو سره د سیالانو په شکل په کنفرانسو، غونډو کې برخه اخلي، او د افغانستان د لا پرخمتګ لپاره وینې نه بلکې خولې تویوي.

پښتنه مور به نور خپل بچی د طالب او ملي اردو او پولیس په نامه له لاسه نه ورکوي او ټول به په ګډه د ګران وطن دفاع کوي.

که حالات همداسې مخکې لاړل، لرې نه ده چې څو کاله وروسته پاکستان تجزیه شي او د افغانستا پاتې برخه هم له مونږ سره یوځآی شي.


محمود سعيد
01.01.2012

د طالبانو د فکري استقلاليت په اړه فکر بيخي غلط دی. دوی به په غير شعوري ډول په سياسي ډګر کې هم د پوځي هغه په شان کارول کيږي. اوس داسې ښکاري چې طالبانو خپله دنده په ښه توګه تر سره کړې ده. وخت د دې دی چې نور ېې بلې لارې ته سوق کړي.
له دې سره داسې ګونګوسې هم شته چې د پاکستان د کويټې په ښار کې د افغان يتيمانو په نوم خلک هڅول کيږي او د منظم کولو هڅې ېې روانې دي.
دا بايد هېر نه کړو چې تر څو لوېديځ ښکېلاکګر خپل دريځ بدل نه کړي نو په افغانستان کې سوله نشي راتلای.


پتوال
05.01.2012

د سولې خبرې يو مهم ګام دی خو نه د امريکا او پاکستان يا CIA او ISI تر ګډ سيورې لاندې !
که د رسمي افغاني لوري پرته له طالبانو سره امريکايان او پاکستانيان خپلې ګډې طرحې جوړوي نو معلومه ده چې دا به د چا په ګډه وي :
په قطر کې د امريکا ډېره ستره پوځي اډه وجود لري او همدارنګه د قطر پوځيان هم له سېلمې پاکستانيان دي (!).
نو په ډآګه ده چې امريکا طالب او پاکستانيانو ولې په قطر ټينګار کاوه .
د طالبانو پاکستانيانو اوامريکايانو تر منځ د پټو خبرو دوام د افغانستان له پاره ښه زيری نشي راوړای ! عجيبه خو داده چې
افغانستان په کې نه وي خو پاکستان په کې له پيله برخه ولري ، پوښتنه داده چې آيا د امريکا او طالب ترمنځ دا خبرې د افغانستان
په اړه تر سره کيږي او که د پاکستان په اړه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
په حقيقت کې دا د پاکستان او امريکا ترمنځ پټې خبرې دي چې دافغانستان په اړه تر سره کيږي چې هر يو يې خپل خپل پلويانو( طالب او دکابل حکومت )
ته رسوي ، د امريکايانو پلويان په کابل کې سياسي دفتر لري ، خو د پاکستان پلويانو ته يې اوس په قطر کې دفتر ورکړ .
داچې پاکستان د کابل د ادارې په نسبت امريکا يانو ته ډير نږدې دی، نو خبره به هم لومړی د پاکستانيانو او طالبانو سره پخوي او وروسته به
يې په کابل مني ، که نه په قطر کې خبرو او بيا [color=red:0d6e1a0b82]پټو[/color:0d6e1a0b82] خبرو ته له افغان لوري پرته د پاکستان طالبانو اوامريکا ترمنځ څه ضرورت دی ؟؟؟؟
څرګنده ده چې ددې درېواړو د کاسې لاندې نيمکاسې شته چې د کابل حکومت
ته يې نشي په پيل کې نشي ښودلای !


Naeem sadat
05.01.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب که چیری دا خبری د پاکستان او د امریکا تر منځ وایی نو بیا طالبانو ته د دفتر د ورکولو ضرورت څه وو په هغه حال کی به پاکستانی او امریکایی جنرالان په پټه چیرته سره غږیدلی وو او پخپل منځ کی به یی تفاهم سره کړی وو او وروسته به یی عمل پری کاوه

ت


..Ahmadzai
07.01.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

پتوال صاحب هیڅ نه مني!

په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانستل د دې لپاره چې د پاکستان د أثر أو رسوخ څخه أزاد وي،أو پاکستان ګوتې په کې ونه وهي، أو نه هم له جزيئاتو خبرسي, أو توافق هم د قضیې د أصلي أړخونو ترمنځ وسي، چې هغه غرب أو طالبان دي، د کرزي اداره خو هسې هم د غرب د دخل یو جز ء ده أو په غربي طرف کې شمیرل کیږي، ځکه چې خودمختاره أو خپلواکه اداره نده، أو پاکستان چې پرته له تخریب بل څه د أفغانستان لپاره نلري، نو باید له دغو ناستو پاستو لیرې وساتل سي، أو د طالبانو غوښتنه ده


پتوال
07.01.2012

احمد ځی صيب څنګه ښه ليکي :
[quote:8fb8e61e6d]په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانستل د دې لپاره چې د پاکستان د أثر أو رسوخ څخه أزاد وي،أو پاکستان ګوتې په کې ونه وهي، أو نه هم له جزيئاتو خبرسي, أو توافق هم د قضیې د أصلي أړخونو ترمنځ وسي، چې هغه غرب أو طالبان دي، د کرزي اداره خو هسې هم د غرب د دخل یو جز ء ده أو په غربي طرف کې شمیرل کیږي، ځکه چې خودمختاره أو خپلواکه اداره نده، أو پاکستان چې پرته له تخریب بل څه د أفغانستان لپاره نلري، نو باید له دغو ناستو پاستو لیرې وساتل سي،[/quote:8fb8e61e6d]
وروره تر دې ځايه خو زما اوستا او ټول ملت غوښتنه ده ، چې تر اوسه يواړخ هم نه ده منلې ، خو ته له يو ثبوت پرته وايې چې :
[code:1:8fb8e61e6d]أو دا د طالبانو غوښتنه ده[/code:1:8fb8e61e6d]
که دا دطالبانو غوښتنه وای نو بيا يې په قطر کې چې پوځ يې ټول پاکستانيان دي څۀ غوښتل او په قطر به يې ولې ټينګار کاوۀ ؟؟؟؟؟؟
کاش چې طالبان په دې پوهېدلای چې
[quote:8fb8e61e6d]پاکستان... پرته له تخریب بل څه د أفغانستان لپاره نلري، نو باید له دغو ناستو پاستو لیرې وساتل سي،[/quote:8fb8e61e6d]، نو د هيواد سرنوشت به يې د پنجاب د تمساح په خوله کې نه ورکولای ، اوس هر چاته معلوميږي چې
له امريکا سره په روغه اودوستۍ کې زمونږ ډيرې ملي ګټې هم خوندي کېدای شي، خو د پاکستان سره دوستي زمونږ د هرې او ټولو ملي ګټو پر ضد تماميږي !
د مريکا يانو دوښمني له مونږ سره عارضي او موقتي ده خو د پنجابيانو دوښمني له لر او بر افغان سره اساسي ستراتيژيکي او د پاکستان له موجوديت
سره تړلې دوښمني ده ! دا ځکه چې پاکستان دلوی تاريخي افغانستان په نيمګړي کولو بشپړ شوی او د افغانستان په بشپړېدو نيمګړی کيږي !
نو پاکوستان د خپلې نيمګړتيا او د افغانستان د بشپړتيا دوښمن دی او افغانستان د خپلې نيمګړتيا او پاکستان د بشپړتيا دوښمن دی ، خو په دې کې
يو برحقه او بل په ناحقه دی، دواړه په حقه کېدای نشي !
په ناحقه او ظالم پنجابي پاکوستان دی او په حقه او مظلوم افغانستان دی ، ځکه پاکوستانيانو زمونږ خاوره ( لر افغانستان ) لاندې کړې ، افغانستان د پاکوستان خاوره نه ده لاندې کړې ، نوکله چې حق حقدار ته سپارل کيږي ،
نو پاکوستان به لر افغانستان بيرته بر افغانستان ته سپاري ! ولې له غوښتلو او ګټلو پرته هېڅ حق چاته نه سپارل کيږي، او ددې له پاره چې مونږ هېڅکله خپل حق و نشو غوښتلای پاکوستان هڅه کوي چې د افغانانو د پرمختګ ، ژوندي کېدو
په خپلو پښو د درېدلو مخه ونيسي ، ځکه يواځې په خپلو پښو درېدلي افغانان کولی شي چې خپل حق ( لر افغانستان) د پنجابي پاکوستان د تمساح له خېټې بيرته راوباسي ! دا دافغان ملت تاريخي رسالت دی او له دې پرته
نه ژوند ته ژوند،نه وطن ته وطن اونه ملت ته ملت ويلای شي! نو اوس تاسې قضاوت وکړئ چې خدای مکړه که طالبان چيرې د تاريخي دوښمن پاکوستان سره
د ISI پواسطه داسې غاړه په غاړه خوله په خوله او کونه په کونه خنجک شوي وي
چې د ISI په بازو له پاکوستان سره باڼيچق تَودَوي ،نو د امريکا يانو او پنجابيانو له معامله ګرۍ څخه په قطر کې به سبا څه وزېږوي ، معلومدار ملي خيانت او پنجابي ارموني ، نور څه !!؟؟؟؟


م . ق
07.01.2012

سلامونه او احترامونه،

زما په اند پنجابیان او امریکايان پدې پوه شوي چې نور یې په دې توګه دیوبل څخه نه شي ګټلاي او دې ته مجبور دي چې د یوبل ستراتیژیکو ګټوته غاړه کیږدي او پدې توګه هغه جنګ پاي ته ورسوي چې دواړو لورو ته ستر اقتصادي زیان رسوي.
امریکایان او پنجابیان باالاخره دې توافق ته ورسیدل چې د افغانستان واک د خپلو ګوډاګیانو ترمینځ وویشي ددې فارمولې مطابق چې نصف لي ونصف لک انهم قوم جاهلون.
ددې لپار ه پنجابیان هم یوه فارموله لري چې کچ لو اور کچ دو یعنې څه ورکړه او څه واخله.
اوس نو پنجابیان پدې ډرامې سره دطالبانو په څیرو او څرمن کې یوځل بیا افغانان او طالبان دواړه غولوي، طالبانو ته د اوړو یوه پوزه جوړوي چې په نړیواله توګه ددوي د استقلال یو خودساخته تصور پيدا کړل شي.
وروسته لدې چې ایی ایس ایی پوه شوه چې پدې توګه یې نشي ګټلاي او نشي کولاي دغسي مقاومت جاري وساتي، ښايي له دې ویرې چې مصارف او سرمایه ګزاري یې یوځل بیا عبث لاړه نشي، نو غواړي چې طالبان له بلې لارې حاکم کړي، او هغه د امریکایانو سره د معامله ګرۍ لار ده.
نو په میډیا کې دغه ډنډوره صرف د همدې لپاره ده چې وښودل شي ګواګې طالبان په مستقلانه ډول راځي او د پاکستان پکې هیڅ اثر او نفوذ نشته او کچیرې دغه غرض پکې نه واي نو امریکایانو او پنجابیانو دغه خبرې پټې هم کولاي شوي، خو په میډیا کې ورته دومره کوریج ورکول ددې خبرې ښکاره ثبوت دی چې پاکستان نه غواړي د طالبانو سترګې خپل ملت ته ټیټې وي بلکه د ساده افغانانو په سترګو کې په خاورو اچولو سره د خپل پست فطرت او رزیل قومیت له مخې په منافقانه او مکارانه توګه خپلو شومو شیطاني موخو ته ځان رسوي.
خو په افغانستان کې به روسي، ایراني او هندي کړۍ دې معامله ګرۍ ته تر هغه غاړه کښېنږدي ترڅو د هغوي سرمایه ګزاري او ګټې هم محفوظې شوې نه وي.

[color=blue:2645402c1f]تبصره تغیر شوه، یوځل یې بیا وګورﺉ.[/color:2645402c1f]
مننه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more