د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

سوله ، صلحه ، روغه ، جوړه !

ډاکتر څپاند
25.10.2011

سوله ، صلحه ، روغه ، جوړه !

معلم عبدالقیوم امریکا.

توربه سپین او سپین به تورکړئ

( آی،اس،ای) والله که ورورکړئ

آیا پاکستانی ملت دافغانانوپه وژنه،زورونه اوخرابۍ چي ددوي دحکومت دچارواکو لخوا زموږ دزوریدلي ملت په وړاندي ترسره کیږي، خبرنه دي ؟ اوکه ځانونه نه خبروي.که يې ویني اویا خبروي ،نوپدې څلويښتوکلو کي دوی ولي دخپل حکومت غیري انساني اوغیري اخلاقي کړونو پرضد آوازاوچت نه کړی؟اوکه خبر نه دي اوس دي ځان خبر کړي. موږ خود پاکستان ملت خپل وروربولو،آیا دوي موږڅه بولي؟.ماچي پاکستان لیدلئ دي،ماچي پاکستانیان لیدلي دي ، اوهلته مي څوکاله تیر کړیدي .پوره اکثریت ددوي په پیسو خبري کوي. اوزموږ په زورونه اوخرابۍ کي دوي خپلي ګټي لټولې.اصلاً دپاکستان حکومت خپلو خلګوته دافغانانو په باب سخت بد ذهنیت ورکړی دئ.هوڅّه کم پښتانه ،لږبلوڅ به وي چي دافغانوسره خواخوږي لري.اشخاصواوافرادوبه څه دافغانانو په ګټه لیکلي اوویلي وي ،خوداکافي ندي. بله خبره داده چي موږافغانان په پاکستان کي میلمانه نه وو. موږ افغانان دجنګ افزار، اسیراوګرووو. دپاکستانیانوسره نه داسلام غم وو او نه دافغانانو،پرځان بیریدل موږيې داوردلمبو مخته سپرکړي وو.کرزی صاحب دپاکستان حکومتي چاواکي به ستا سره وروڼه وي ،خوزموږ(افغانانو) سره دښمن دي.

ددوه زرهيولسم میلادي کال داکتوبر دمیاشتي پر ۲۳ تاریخ دیکشنبي په ورځ مي دطلوع تلویزون پر پرده دښاغلې مختار سره پر ګردي میزراجمع میلمانه هریومحترم محمدیونس فکور، ښاغلې مطیع الله خروټی،محترم مهمند او ښاغلې عبدالجبار قهرما ن ولیدل چي دښاغلې حامد کرزي پرهغه تلویزوني خبروتبصرې کولې چي کرزي صاحب دپاکستاني تلویزون دخبریال سره يې کړي وې .ما ددوي نظرونه واوریدل دمختارصاحب په ګډون دري میلمانه پردې خبره په یوه خوله وه چي کرزي صاحب په واضح ډول دافغان ولس دارادې خلاف دپاکستان په ګټه خبري کړیدي(که امریکاپرپاکستان حمله وکړي،افغانستان به دپاکستان سره وي) ،اوپه خپله عقیده اوتصمیم کي کرزی صاحب متزلزل دئ . مګردګردي میز له ګډون والوڅخه محترم خروټي صاحب وویل چي دبې،بې ،سي يې واوریدل ،خوبیا يې هم کوم چاته تلیفون کړیدي چي دیوه سیاسې کارپوه په حیث دي سبا میډیا ته څه ووايي. نوداخودامعنی لري چي دی محترم ددولت په نماینده ګي په مجلس کي ګډون کوي. کوښښ يې دادي چي دکرزي دویاند په شیان کرزي ته يې داوړو پزه جوړول.
[color=white:5cc22398ae]بل مجددي صاحب دعمر له وجهې سپین ږیرئ دئ،خو د ملت دمشرپه حیث يې زموږ نه منوځکه زموږ مشران داسي نه وه.[/color:5cc22398ae]
[color=red:5cc22398ae]محترم احسان الله «مایار» په خپله یوه تبصره کي ۷،۱۰،۲۰۱۱م کال دافغاجرمن په ویب پاڼه کي خپره سول دخپلوسترګولیدلئ حال داسي بیانوي:(( بنده سالها در پهلوی عدۀ از کسانیکه امروز در افغانستان قدرت را به خود چاپیده اند و یا اینکه برایشان بخشیده شده در پشاور گذشتانده ام. من شاهدم که روزی در یکی از جلسات در ببو، مرکز رهبری عبدالرسول سیاف که غیر از مولوی خالص همه رهبران جهاد در یک قطار نشسته بودند( به عوض مولوی خالص، حاجی دین محمد از وی نمایندگی می کرد) جنرال حمید گل، رئیس آی اس آی، به لسان انگلیسی و اردو بیانه ای ایراد و کرنیل پاچا، نمایندۀ آی اس آی حاکم امرای مجاهدین در پشاور، بیانات وی را به پشتو ترجمه میکرد، حمیدگل اشاره به قطار رهبران نموده و گفت: " این احمق ها کاری از دست شان پوره نیست، شما نمایندگان هفت تنظیم مسئولیت آیندۀ حل معضلۀ افغانستان را ... ." باور کنید که صدای یکی ازاین رهبران بالاشده باشد، تنها مولوی ارسلاء از لوگر، یکی از نمایندگان، با عصبانیت از چوکی بلند شد و در برابر گفتار فضولانۀ حمید گل احتجاج کرد که لحظۀ بعد از مجلس اخراج گردید)).[/color:5cc22398ae]
بل داچي دکرزي صاحب دپلاراووروروژنې سیاسي نه وې .
خروټي صاحب داحترام وړشخص دئ ، څه وکړم چي دده په شان فکر نه سم کولای. موږهم دخبروحق لرو چي واقیعتونه لڅ کړو.نن ورځ جهان ،جهانیان ټول پدې خبره پوه دي،چي دغه(قاتلان ،وژونکي ،قاچاقبران ، رشوت خواره چي دکرزي دحکومت ستون فقرات يې جوړکړیدي اوهغه چي لا (ګل سر سبد) دي خارجي شبکو اخستې دي). دپارلمان د اوسنی وکیل امیر لا لي په وینا هغوچي پردي پړي يې غاړي ته اچولي دي تراوسه يې له غاړوکښلي نه دي.هغه نه دملت نماینده ګان اونه زموږ مشران اوسپین ږیري دي چي پردي پړې يې په غاړه کي وي . محترم عبدالجبار قهرمان ښه خبره وکړل (( وايې خدای دي دا سي حیران که لکه زه چي دي حیران کړم .موږ خودکرزي صاحب دغه خبره واوریدل ،دکرزي خبري دپاکستان په ګټه بولو موږيې ټول حیران کړو دا چي دده په زړه کي به څه وي دزړو مالک نو خداي ج دئ)). [color=blue:5cc22398ae]رښتیا ایمان اقرا په خوله اوتصدیق په زړه دئ . خوپدې خبره هم باید پوه سو،چي واقعي ایمان هغه دي چي عمل يې دخولې دویلوسره سمون ولري .
چي متاسفانه دکرزي په دولت اوحکومت کي دټولو راټول په خوله کي کلمه ده.مګر لږبه وي چي (رشوتخواره ،غله ،درواغجن،وژونکي ،چورکونکي ،بې ابروګراوپردوته جاسوسان دي نه وي) .که يې کلمې ویلو ،ږیرو ،لمنځونوته وګورې سړی وايې مسلمانان دي .مګر که يې اعمالوته وګورې نوبیا يې له اسلامه اومسلمانه سره فاصله ډیره ده. مسلمان په عمل سره مسلمان کیداې[/color:5cc22398ae] سي،مګرله خروټي صاحب څخه ګیله په کارده چي دیوه کارپوه اواګاه په صفت داسي اشخاصو ته دښه شخصیتو اومشرانو القاب نه داچي خپله کاروي بلکي له نورو هم هیله لري چي دده په شان فکر وکړي .موږ وایووخت يې دي راځئ دجهان دروڼ اندوپشان ټول روڼ اندي سره یوسو،دډلو، تنظیمو،حزبو اوګروپو راووزو،په پراخه ټنډه ټول سره په غیږه کي ونیسو .پدي ډلو، تنظمو ،ګروپو،بیاچي دخارجي شبکو نوکران هم وي څه نه جوړیږي.
[color=white:5cc22398ae] بله خبره داده چې دجهاد مشرانو دبل وینې توي کړیدي ،ورسره يې ډالرزخیره کړیدي ،ولس قربانۍ ورکړیدي خپله وینه يې توی کړیده،شهادت ،معیوب توب اوفقر يې په برخه سویدي نه ډالر.راځي وګوري چي کلونه مخکي لیکوالو څه ډول درک کړی ؤ.دشیطان تر وزر لاندی دبلال بری لیکنه ده چي په (۱۳۷۴) لمریز کال.په یوه برخه کي ددي موضوع وضاحت داسي کوي اوداسي لیکي:«زمادتوقع اندازه:زه دهیڅ افغان،مخصوصاً دپښتانه څخه داهیله اوتوقع نلرم چي زماسره په دي لیکنه کي شریک شي اوبیا دي زما مله سي .زه دالیکنه دخپل ضمیرداقناع دپاره کوم اوهم زما دتاریخ اوهدیرې په خاطر.ڼوټ :داخبره ماته دافغانانو اوپښتنو تاریخ راښودلې ده». په دوام يې بلال بری لیکې:«دایوبل تریخ حقیت دي چي باید دافغانستان ملت سترګي پر پټي نکړي(.......)چي زموږاوستاسي (جهاد) سی،آی ،ای اداره کاوه.افغانان باید وپوهیږي چي دافغانستان دکال ۱۹۷۹څخه تر اوسه پوري دافغانستان دمجاهدینو اوټول جهادټولی ادارې، سیاسی،جنګی اومطبوعاتی چاری اوبین المللی اړیکی دامریکې دملک یوې ادارې چي دوی ورته سی،آی ،ای یا داامریکې دمرکزی استخباراتو اداره وايې پر غاړه درلوده. دایوحقیقت دی که دچاخوا په بدیږی،اوښه کیږی اوکه افغان په دې ټکی افتخارکوی اویا سرټیټئ کیږی . که دافغانستان مجاهدین ،قومندانان،جهادی رهبران اواوسنی دافغانستان پر تخت ناست پاچاهان اوجمهورئیسان اودهغوی مخاف مجاهدین په راضی وی یانه وی راضی».
پدي ډول بلال بری په بل ځای کي بیا دوام ورکوي«اوس باید دافغانستان ټول مسلمان ملت داتریخ حقیت ومنی چي دافغانستان دټول جهادمادی،اسلحواوسیاسی اوپرپاګندی کارونه،ټول دامریکې ددولت دسی،آی ،ای ادارې اجرآکول. اودروس وتل له افغانستان څخه دهمدغه سي،آی،ای یوه ټیکه اوقراردادؤ،نه اخلاقی اوبین المللی تعهداو احسانی مرسته دافغانستان له خلګوسره .نودغه وجه ده چې نن زموږ اوستاسی دملی ژوند اوحکومت دادارې تناونه شکیدلی دی اوورځ موخرابه ده».زه وایم چي داپاکستانی آی،اس،ای دئ ،موږافغانان نه پریږدي چي دیوه پرمختللې افغانستان په هکله فکروکړو.هر مملکت زموږپه ټولنه اوحکومت کي جاسوسان لرل اولري خودپاکستان په تناسب نه٠[/color:5cc22398ae] .اودوهم هیوادچي زموږسره زیاته دښمني لري اوپدي وروستیو کي يې دکرزي تر دفتره هم جواسیس رسیدلې دي هغه ایران دئ.اودي خبري ته هم باید روڼ اندي سخت متوجی وي،ځکه ایران مودژبي،کلتور،خاوري اومذهب سره هم دښمن دي. [color=red:5cc22398ae]راځئ وګورې چي دا اسلام پال چا دکوم هدف لپاره جوړ اوڅنګه استعمال کړل.« دسردار داودخان دجمهوریت ددوهم کال په آخر کي ، لیونی سردارمحمد داؤد خان وږی سو،نوی ځوان چي په پوهنتون کښي يې د اسلامي نهضت مشری کول (حبیب الرحمن )نیسي اواعداموي.اويو شمير ځوانان زندان ته دشکنجې اوعذاب سره دداؤدخان ميلما نه سول.
دداودخان دي کړونودپاکستان شیطانې ادارې ته چانس ورکړئ څو په افغانستان کي داسلامي بنیادګرۍ دیوسازمان دجوړیدو تاداب کښیږدي .ددې وظیفې لپاره يې خپل جاسوس قاضي حسین احمد په تقلوبې تجارتې پاسپورت کابل ته راوستوي، قاضي حسین احمدته يې په کابل کي د خپل بل جاسوس(دیما رستورانت مینجر غلام حضرت) ادرس ورکول سوي ؤ.قاضي حسین احمد کابل ته راغلې دغلاحضرت پرلاس يې په کوټه سنګي کي دذوالفقارکورپه کرایه ونیوی هلته اوسیدئ.بل پاکستاني ای،اس،ای دکابل په پوهنتون کي دالاحضردپوهنتون دفارغانو لیست قاضي حسین احمد ته ورکړی ؤ.لکه :منهاج الدین ګهیځ،استاد غلام محمد نیازی،استاد برهان الدین ،استاد سیاف.دکابل دپوهنتون دمحصلیونو لیست:عبدالرحیم نیازي ،ګلبدین حکمتیار،حبیب الرحمن،سیف الدین اوډاکتر عمر.قاضي حسین احمد لمړي داستادبرهان الدین سره ولیدل ،بیايې په پغمان کي دغلام ربانې «عطیش» په کورکي دقاضي حسین احمد تر مشري لاندي غونډه وکړل ،په غونډ کي احمد شاه احمدزي ،یوبل سړي چي په ترجمان مشهورؤ،اوعطیش هم برخه لرل.همدلته ؤ چي دبنیاد ګیرۍ خښته قاضي حسین احمد کښیښوول اوولاړی.سیاف بندي سوو ،رباني وتښتیدي اوقاضي حسین احمد ته يې ځان ورسوئ. دداؤد خان دوحشيانه کړونو په نتیجه کي یوشمير کسان دځان دخوندي توب په اُميد پاکستان ته وتښتیدل. پاکستاني نصرالله بابر لمړی ددې بنیاد ګرو مسؤل ؤ،نصرالله بابر له افغانستانه خپل یوبل جاسوس (مولانا فضل هادي شنواري ) هم ځان ته وروغوښت چي دبنیا ګرو په تنظیم کي ورسره مرسته وکړي .اومولانا هم دنوکرپه حیث هلته حاضر سو.هلته دافغان دښمنوذوالفقار او ضیا الحق پردسترخان کښينول سول. د ذوالفقاراو ضیاالحق ميلمانه ، برهان الدېن،احمدشاه مسعود ،مولافضل هادي شنواري،پیرسیداحمد کیلانې،صبغت الله مجددي،مولوي محمد نبي محمدي،یونس خالص ،ګلبدېن اونور. دداؤد خان لخوا وپاکستان ته په لاس کي ورکړل سول. ددي فساد زمينه اصلاً پاکستان ،دقاضي حسین احمد پکار اوزیاراوپه داخل کي نا بکاره دولتي اداره او خپله داؤدخان مساعده کړل.[/color:5cc22398ae] دپښتو متل دي چي وایي :( شرمښ دخدایه څه غواړې ؟ جواب با د اوباران) . ذوالفقار ، ضیا الحق اونصرالله بابر نو نورڅه غوښتل، هغه چي پکار يې وه هغه داؤد خان ورکړل.پردۍ ډوډۍهیڅ وخت، دهميشه لپاره بیا مفته نده.پاکستان دغه نابللی ميلمانه لمړی دافغانستان دهغه وخت د نابکاره حکومت(داؤدخان) پرضد تبلیغاتي جنګ اوډېرژر(ټراینینګ)او مُسلحانه جګړې ته اماه ده کړل. هغه وچي په پنجشير کي يې حمله وکړل اوهغه پړي دپورته اشخاصو له غاړي تر اوسه هم ندي ختلي . همدا علت دئ چي داپه نوم مشران خپل بادار (پاکستان) ته پورته نه ګوري.

[color=yellow:5cc22398ae] راسئ وګورئ چي ارواښاد علامه عبدالحي «حبیبې» ((رح)) له نن ورځي څخه څه کم (۵۰) کاله مخکي و محمدظا هرشاه (پاچا) ته دپاکستان ددښمنۍ په باب څه لیکلي دي.

ولأ حضرته!

((خطری که مي آید:چون والاحضرت معظم حین تشرف من اشاره فرمودند که درموردپښتونستان چيزیکه ميدانم بګويم.اینک علاوه برمضامين جراید که نوشته ام برخي معروضات خاصی را باین وسيله با احترام تقدېم ميدارم:از مهمترین خطراتیکه این شیر نهضت مارا متوقف مي سازد،وباکمال دهشت وخطرناکي،اینک په پشتیبانی دالر امريکا په سوي ما روان است،خطری است که من آنرا (خطر پاکستان)مي ګويم.زیرادرمدت ۱۱سال مطالعات نزدېک آن کشورومذاکرات مفصل بارجال آن دریافته ام ،که این خطر زندګانی ملی مارا تهدېد ميکند،وحتي وقتی لیاقت علی خان صدراعظم نخستین پاکستان،باصراحت ووضاحت تام بمن ميګفت: که بعدازفیصله پرابلم سرخ پوشان سرحد(دخان عبدالغفارخان خزب) حتماً افغانستان رابا پاکستان ضم ميکنیم،وبرای ما کارآسانی است.... په دوام لیکي: این سخن است که ۱۱سال قبل،ازآن شاګرد معتمد جناح ودسيسه کار هوښیار استعمار شنیده ام.ولی پنج سال بعد هنګاميکه حکومت پاکستان با افغانستان وسرخپوشان درآويخت،خواجه شهاب الدېن ګورنر سرحد بمن ميګفت:مقاومت عبدالغفارخان وحل نشدن درپاکستان،عمر افغانستان را دراز ساخت زیرا اګر این مقاومت دربین نبودې،مافرصت کامل مي یافتیم که کار افغانستان را یکسره کنیم.بهرصورت:من بعد از مطا لعات دقیق دریافته ام ،وصدفیصد بمن ثابت است،که امريکا وپاکستان حتماً بعد از تحلیل قبائل واحزاب سياسي سرحدبا ینطرف خط دېورین کارخود راعلناً آغاز ميکند،وحتی بسااز امريکائیان باینعقیده اند که افغانستان باید یک ستلآئت پاکستان باشد،نه ستلائت خود امريکا!)). که داخبره نوره وڅیړو کتابونه پرلیکل کیږي ،دونه آسناد سته چي ترحد زیات ،دپاکستان دښمني زموږدهیواد سره پټه خبره نده.ماپه پاکستان کي دهجرت ډیرکلونه تیر کړیدي،زموږدهیوادوالوپه وینواوخولو يې خپل ښارونه ،کورونه،سړکونه اوباغونه جوړکړل .دافغانانوپه نوم دخارجي مرستو زیاته برخه يې غلا کړل،فوځ اواټومي سلاح يې جوړه کړل. زموږ په منځ کي يې دسلونورو کلونو لپاره خپل جاسوسان ځای پرځای کړل.[/color:5cc22398ae]
چي دمحکمې رئیس ،څارنوال ،دامنیت مسؤلین ،دپارلمان رئیس ،درئیس جمهور څلورخواوي ټول جاسوسان وي نودې ملت ته دي خداي خیر ورپيښ کړي.څوک (امیرصاحب،قوماندان صاحب،حاجي صاحب ،پیرصاحب ،حضرت صاحب ،آغا صاحب،خواجه صاحب، میرصاحب،مولانا صاحب ،ملا اومولوي صاحب ،شهید اوغازي صاحب ) اوپه لسها ونور ونومونو يې جاسوسانوته سته.دوی به فکرکوي چي افغانان دوست اودښمن نسي سره جلأ کولای،نه موږيې پیژنو که یوځل افغانان یوسول،خارجي یرغلګر اودقاتلانوحمایت ګر ولاړل،بیا ددوی همت موږته معلوم دئ.داوس لپاره يې موږ په ډیرسخت غضب اخته کړي یوخداي (ج) دي دوی تردې هم په سخت عذا ب مبتلأ کړي امین یا رب العلمین .

رااخیستنې له:

( مکاتیب افغانی دریم کتاب ۱۳۰ صفحه دداکتر محمود حبیبی لیکنه ).

له محبسه تر قفسه زما خپل ناچاپ أثر

دشیطان تر وزرلاندي دبلال بری أثر

دجنګ ورځپاڼه ،دقاضي حسین احمد لیکنه.

ژباړونکې:مسیح الله(عصام) ،سپرغې ویب پاڼه.

دمحترم احسان الله «مایار» دسترګولیدلئ حال په افغان جرمن انلأین کي.

معلم عبدالقیوم امریکا.


Naeem sadat
07.01.2012

دی ته وایی پوچ یا لڼد تفکر، [color=white:97f614c2dc]ځکه[/color:97f614c2dc] :

١ . . .

٢. . .

٣. . .
.
.
.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more