د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

مشرانو! حجره مو ولې خالي پریښې ده؟

م . ق
23.12.2011

السلام علیکم ورحمة الله،

اوه!! ولا دلته خو هیڅوک هم نشته، د ونو لاندې کټونه همداسې خالي پراته دي، بالختونه او تکیه ګانې هم ګډې وډې پرتې دي.
په میز باندې شین چاي هم سوړ شوی دی، ګوړې ته ګوره چې مچان پرې راټول دي.
ادم خانه چرسي چرته یې؟ چلم خو دې دلته پریښې دی او ته نه یې.
ځه ورک یې کړه ددې منګي نه به پدې کنډول لږې اوبه وڅکو.....هممممم ولا ډیرې زنګیني اوبه دي، زړې شوې دي یره.
راځه دلته به پدې کټ کې کښیم نو.....کیداي شي تندر صاحب یا پښتون صاحب او یا هم کوم بل میلمه راپیښ شي،،،اوه ولا رباب خو هم پروت دی خو ځه ملا سړی یم دتسبو نه به کار واخلم.
۰
۰
۰
۰
۰
۰
ټوخه ټوخه ټوخه
۰
۰
۰
۰
۰
۰
کرې کرې کرې،،،سپي ته ګوره چې د چاټۍ سره یې په څنګ کې اړولي.
۰
۰
۰
۰
۰
یاره څوک خو رانغلل ترهغې به ورته ډډه واچوم او دا څادر به په سر راکش کړم که څوک راغلل نو راویښ به مې کړي.
۰
۰
۰
۰
۰
خررررررررررررس،،، خوررررررررررررررررر س
خررررررررررررس،،، خورررررررررررررررررس
خرررررررررررس ،،،خوررررررررررررررررررس :lol:


سلامونه

tandar
24.12.2011

سلامونه په خير راغلي
زمونږ خورګانو او مورګانو په ميلمنو غږ کړي دي چه وروره ديره کي کښينه سړي مي دنورو ميلمنو سره وتلي او لږ ورسته راځي او بچي به مي چاي درته راوړي
نو قراني صيب تاسي داسي وخت کي راپيښ شوي ياستي چه کوربه دانارو دباغو خواته حتمي اودس ماتي ته تير شوي وهههههههههههههههههها
خو خير بيا هم په خير راغلي او ستړي مشي خو دا راته ووايه چه کالج ،پوهنتون، دي تر کومه ځايه رسولي؟
کله په خير سر ته رسيږي؟
کله کله چه ستا په ليکنو کي چه سورتونه ووينم په وړکتوب کي دخپل جوميت دملا صيب هغه شنه لښته راپه ياد شې زر پري تير شم ههههههههها
تربيا


م . ق
24.12.2011

ممممممممممممم آآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآ
مه، مه، خوب نه مې مه خرابوه، ایله مې سترګې ورغلې اوس مې ته راویښوې.
څوک دی؟ اووووووووووووو ولا داخو پښتون دی کنه
صبر چې درجګ شم.
جـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوړ تازه،پخیرونه، صحتونه،مزاجونه،طبیعتونه،
غټ واړه، ، ځوانان زاړه، ګرم ساړه،اوږي ماړه، ټول ښه دي؟
ښه ډیر ښه شکردی
خه نور ته څنګه یې خپله، طبیعت شریف، مزاج لطیف، صحت نظیف،شخصیت عفیف هرڅه ښه دي؟
والکه داچرته ورک یې خوار نشې،زه ښه شوه چې راغلې.
انډیواله حجره خو دې دننه ده خو ماته دې دیرې خوند راکه، ځکه چې ښایسته پیتاوی وو، دا یو کټ مې لمر ته راکش کړو.
او دا دیره لږه پاکه ساته کنه چې ډیر مچان ورته نه راځي.
خوار نشې داښایسته خاورین کنډول چې د منګي په سر پروت دي نو میلمه به ړوند وي چې د سپی په کټوري پسې ګرځي ها ها هاه اها اهاه
نه چای څه کی، خیروسې، حاجت نشته ځان مه تکلیفوه، بس دایخې اوبه مې وڅکلې دابس دي، هسې ستاسو د مشرانو پوښتنې ته مې لږ سر راښکاره کړو، اخر تاسو هم راباندې حق لرﺉ کنه، مال چې داڅنګه مو درک نه لګي.
خه زه به درنه اوس لاړ شم..............اوووووو ولا دا خو تندر صیب هم راغلو،،،،پخیرونه پخیرونه مشره، لکه چې د کلي جرګو او مرکو ډیر مصروف کړی یې،............خیر اوسې کور دې ودان،،،،نه داخو ستاسې حق دی باید چې یوه پوښتنه خو مو وکړو کنه،
خه نو زه ولا خبر نه وم چې څوک پاتحې ته تللي دي او څوک بیا د انارو خواته رفع حاجت کوي،،،،خه په هرصورت مقصد ښه شوه چې تاسو مې ولیدلئ.
نووووووو ولا که د پوهنتون باره کې درته ووایم نو خداي مې دې غاړه نه بندوي چې دیوې اسلامي جامعې نه فارغ یم او هم د پښتونخوا د یو پرایویټ سکول اوکالج نه د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې،،،په اسلامي قانون او شریعت کې د څوارلسم سند مې هم حاصل کړی او غواړم چې په اینده کې په همدې مسلک کې ماسټري او بیا دوکتورا هم وکړم، خداي دې توفیق راکړي. تاسو واﺉ امین.
او فی الحال د کمپیوټرونو ، نیټ ورک او انټرنټ په برخه کې پریکټس کوم،،،ګورو چې څه تې جوړیږي نو....
ښه نو اوس تاسو واﺉ چې مصروفیات مو څنګه دي، ورځې شپې مو څنګه تیریږي؟؟
او رښتیا د باوري په نوم مې یو ډیر نزدي دوست دی چې د ننګرهار د روداتو دی،،......هغه وايي چې په جرمني کې مې ماما دی،،،،نو هسې نه چې هغه ته یې،،،، ځکه د نوم او ځاي نه خو داسې معلومیږي که څنګه؟؟؟


خیریوسی
25.12.2011

اوهو ! دا زه مو ولی نه وم خبر کړی چي تاسو په حجره سره راغونډ سوی یاست
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خدای دې وکی چي ټول جوړاو روغ یاست دا څه کوئ موږ خو دودو داسراف څخه ژړل تاسو دفاتا څخه واده جوړکړی خدای مو خیراتونه او دعا وی قبولی کړه خدای دې ټول وبخښی دخدای بنده ګانو سړی دونه اسراف په فاتا کي کوی
بس ده نور دغم غبری پریږدی نوی غوری وکړۍ شنه تنباکو می هم د ځان سره راوړی دی چلم تازه کوئ
په سګ لیټ کي خو هاسی مزه نسته تنباکو نه دی لرګی دی او بیا تاوان یی نوم څخه دورایه معلومیږی
سګ لیټ هههههههههههه
خیریوسئ


سلامونه

tandar
25.12.2011

سلامونه وروڼو ستړي مشي په خير راغلي
وه هلکه، هغه کاکا دي بالښت کيږده ، او بيا چټک لاړ شه دا توپداني په وياله کي پاکه ومينځه چه بوي ې خلک ليونيان کړل هههههههها
وه هلکه ميرسبګيه خبر شوم چه دپل مټک جوهردار نسوار دي راوړي؟
مونږ خو هم په ووله ههههههها
سګ ليټ او نسوار څه کوي ،مشاګي مازديګر په زيارت کي بنګاو جوړي ههههههها چه سم دي داسمان شنه در با ندي وويني ههههههها
ګل حسنه داد رباب نه خو ټنګ تيرکړه
هرچاته خپل وطن کشمير دي
......................................زما ياديږي دننګرهار شينکي باغونه
قراني صيب هر چاچه سپينه لونګي وتړله هغه ملا شاګل يعني ،،باوري،، کيدلاي نه شي ههههها يعني نه ي پيژنم ههههههههها
خداي پاک دي په راتلونکي کي دخپلي خاوري او ملت يو ځلانده ستوري کړه دتحصيل او تلاش نه دي ډير خوښښ شوم ځکه چه په مونږ اوس تيره ده نو زمونږ سترګي تاسو غوندي ځوانانو ته اوړي
دغيرت مثال ې نشته ...............دزمرو وطن دي
.........................................په خوګ ې ننګ کړيدي
حجري ې ډکي ميلمنو نه ......شاه ځلمو وطن دي
......................................... په خوګ ې ننګ کړيدي
باوري کله هيريږي اخر به مړ شي په خفګان کي
خوګياڼي مي ډير ياديږي عمر تير شو په هجران کي
تربيا


هیښ
25.12.2011

السلام علیکم!
پښتون صاحب ستړئ مه شي ،ښه ئې جوړئې ،په خیرئې،خدائ دغم مه راښکاروه ،
تندرصاحب سلامونه په خیر ،څه حال دئ ،صحت دښه دئ ،په کورکې کراري ده ،الله دخوشحاله لره،
خیریوسې صاحب راسره غیږه شه،پس له ډیرې مودې مو هیله په هیله ولیدې ،ښه ئې جوړئې ،طبع دښه ده ،په کور کلي کې کراري ،خیرونه دنصیب شه،
وروره ته هم ستړئ مه شې ،ښه ئې ،جوړئې ،په خیر ئې ،مزاج شریف مو ښه دئ ،کوردې اباد اوسه ،ژوندئ دې وې.
ځه شکردئ ،چې ټول مې جوړ ،روغ ولیدئ .څوورځې مخکې هغه پورته کلي ته تللم ،نو خدائ (ج)حاضر وحضوردئ دحجرې لوري ته راغلم ،ماوې ځه یوه دمه به هم وکړم او پښتون صاحب او تندرصاحب سره به هم یوه خوله مجلس وکړم ،مګر چې راغلم په حجره کې څوک نه وو،منګۍ هم داوبو نه خالي وو ،سپۍ هم هلته ویده وو او که ځان ئې په ویدو اچولۍ وو او په دې پوهیده چې دا مسافر نه په غپیدو ارزي او نه دلکۍ په ښورولو ،نو ماهم خپله لاره ونیوله او خپل کا ر پسې لاړم ،خو نن شکر دئ حجره کې بڼډارجوړدئ.
رښتیا پښتون صاحب ! داورور خو مې ونه پيژانده ،خدای پاک ئې دځواني نصیب کړي،داڅوک دئ؟
مبارز قراني صاحب نومیږي ،ماشاءالله دا خو ښه شوه چې دیدن مو سره وشو ،بارک الله دا خو څومره جذابه او نوراني څیره لري ،که رښتیا درته ووایم دمبارز قراني صاحب په برخه کې مې ډیرې کیسې اوریدلې وې ،خو اوس مودنږدې نه لیده کاته سره وشول ،دا خو ډیر ګلالۍ ځوان دئ ،زموږ خلک دهم خدای(ج) ژوندي لري ،په غیبت او پس ګویئ کې بې جوړې دي ،دخلکو دخولې خو ما داسې فکر کاوه چې مبارز صاحب ،نه دمشر پروا لري او نه دکشر ،دسینې ډیر توند دئ او که څوک ورسره په مباحثه کې مخامخ شي ،نو څووارې ئې په اوبو کې غوټه کوی او ښه سم ئې مینځي.نو خدای شته ،زه هم ترې ویریدم ،ځکه یووار ډیر پخوا ئې بل نوم درلود او زه پخپله ئې هم په اوبو کې غوټه کړم اوتل مې دا دعا کوله چې : الله تعالی دې موږ دده دنښیځلو نه ساتي.
تردې مینځلو او نښیځلو پورې یوه کیسه راياده شوه ،چې سر مو په درد رانه ولم ،زه هم لکه ماته ژرنده چې یووار شروع وکړم ،بیانو ارامیدل مې نشته ،خیریوسې صاحب ،دا ګوړه درواخله ،خوله خوږه کړه ،هسې هم ستا ددې خوراکې شیانو سره ډیره جوړه ده .نو کیسه داسې وه چې یو سړئ داوبو دغاړې ناست وو،غنګۍ وهي او یوه مرغۍ ئې په لاس کې وه او په اوبو کې به ئې ننه کړه او بیا به ئې راوایستله .دڅنګ سره ئې یو بل سړئ په لاره تیریده او دده دا کار ئې ولید ،نو پوښتنه ئې ترې وکړه چې دا څه کوې ،ولې دا مرغۍ په اوبوکې لاندې باندې کوې؟
سړي ځواب ورکړچې : مینخم ئې .دې بل سړي ورته وویل ،چې اې سرزوریه داسې مه کوه مړه به ئې کړې ،ده په ځواب کې ورته وویل چې زه په خپل کار ښه پوهیږم ،خپله لاره وهه او زما په کا ر کې مداخله مه کوه.
سړی ځنې لاړ .وروسته له څوساعته هغه سړی بیا په دې لاره تیریده ،که ګوري چې همغه سړئ چې مرغۍ ئې مینځله ،په نارو دئ او ژاړي .ده پوښتنه ترې وکړه چې ولې ژاړې ؟
ویل ئې مرغۍ مې مړه شوه او ورته ژاړم.
لاروي ورته وویل چې : مادرته ویل چې داسې مه کوه مړه به ئې کړې.
دمرغۍ څښتن ورته وویل چې اوس هم ستا خبره سمه نه ده او مرغۍ په مینځلومړه نه شوه ،کله چې مې نښیځله مړه شوه.
خبره راڅخه اوږده شوه ،نوما فکر کاوه چې مبارز صاحب که په مینځلو کې سړی فیصله نه کړی ،نو په نښیځلو کې ئې حتمي دهدیرې میلمه کوي،خو داسې نه ده .داچې په حجره کې دچلم دتورلوګي او نصوارو دتفداني په موجودیت کې دخپلو پښتنو وروڼو سره خپلې تسبیح اړوي ،زه ئې په نیک شاګوم ګنم.ځکه اول واردئ چې ملا،مکتبي او امي (زه )په حجره کې دچلم په تازه کولو کې برخه اخلي.
نن ډیره ښه ورځ ده اوتندر صاحب یو کار وکړه چې هغه کلنګی چرګ د راونیسه او سر ئې کټ کړه ،چې ماښام ته ښه زنګي او تونده ښوروا برابره شي ،مبایل دې هم راکړه ،زما خو کریدت په کې نشته ،هسې د ډول دپاره ئې په جیب ګرزوم . زه به حلیمي صاحب ، پتنګ صاحب ،عادل صاحب ،ریښتنی صاحب ، پتوال صاحب ،محمود سعید صاحب ا و ډاکتر څپاند ته هم تیلفون وکړم او حجرې ته ئې راوغواړم چې ننئ بنډار نور هم ګرم کړي،دچپرهاري صاحب ،کلیوال صاحب اوملت وال صاحب ادرس راته نه دئ معلوم ،پښتون صاحب هغوئ ته راپیداکړه .
خیردئ ،دیوه چرګ غوښه بس ده ،دوردګو یو متل دئ ،وائې دګازرې په خرپ یم په خوراک ئې نه یم .غوښې به پیداشی ،خودیارانو دیوځائ کیدو او میلې چانس کله کله وي،بياهم که زړه دارام نه نيسي نو پسه په ګونډوکړه،
اوه, د لمانځه وخت راورسید ،زه به دا اودس تازه کړم او بیا به په ګډه په مبارز صاحب پسې دجماعت دلمانځه دپاره اقتدا وکړواودعا به وکړو چې دپښتنو حجرې چې زموږ دټولنې دمینې ،ورورولئ ،عزت،همدردۍ ،خوښۍ او میلمه پالنې سمبول دئ همیشه ابادې او دپښتنو نه ډکې ولرې .

مننه


خیریوسی
04.01.2012

هیښ صاحب او دحجرې وټولو یارانو ته سلام وړاندی کوم
السلام علیکم ورحمة الله
وروره یو بل کولنګی چرګ نسته ته ومنه چي دهغه مجلس او ښوروا خوند به بیا ووینو
ډییییییییییییییر خوند یی وکړی .
خدای دې دتندر او پښتون صاحب دحجری مجلسونه ستاسو په ګډون همیشه ښایسته کړی او هو دبلا دې هیر سی عبدالسلام لکه چې په هغه شپه نه ؤ .
خیریوسئ


سلامونه

tandar
04.01.2012

سلامونه ټول ستړي مشي
خير يوسي صيب کولنګي چرګ پريږده نن درباندي دمړزانو ښوروا انشاالله خورم سهر وختي مو په خپلو دغنمو په پټيو کي په جال کي ونيول
دمړز ښوروا هر وخت کي نه وي فقط په همدي پسرلي کي چه غنم خيد او لږ ورسيږي راپيدا کيږي
کولنګي چرګ به بل بنډار ته وساتو
وه هلکه کوزه او چلمچي راواخله چه ميلمانه لاسونه ومينځي او ډوډي تياره ده
بسم الله ښه اشتها ټولو ته غواړم
ته وګوره چه په ترو کي ې نانا اچولي ده؟
وه هلکه منډه کړه دپټي نه تازه پياز راوباسه چه دښوروا سره ډيره مزه کوي
تربيا


سلامونه

tandar
04.01.2012

سلامونه
دا د ديري مجلس ماته دخپل کلي ديو ځوان قيصه رايادوي
دغرمي په ډوډې به ناست ودشوتلو سابه سره له ترو او تازه پيازه او دتناره پياڅه به ورسره وه
نو دي هلک به يوه کپله پياڅه راواخيسته مخکي له دي چه سابه پري واخلي نو داغږ به ې وکړو
داکپله پياڅه دي دظاهر شاه دښوروا په کاسه کي چوکه وي ههههههههههها
اوبيابه ې خولې ته کړه :oops: :oops:
تربيا


هیښ
06.01.2012

السلام وعلیکم،
مه خوځیږئ ،مه خوځیږئ، زه به په داپخواني ځائ دخیریوسې صاحب څنګ ته کینم .
اوهو تندرصاحب ،دا څه دکوزې اوچلمچي کړنګارۍ دئ،ته پریږده دا ډوډۍ به لږ وروسته چې نور یاران هم راورسیږي په ګډه نوشې جان کړو.
ما خو تیلفونونه وکړل .اول مې حلیمي صاحب ته وویل چې راځه میله تیاره ده ،خو بانه ئې وکړه چې ګونډې مې خوښیږي . خو دبل چا نه مې چې تپوس وکړ ویل ئې ټوکې مه کوه څوشیبې مخکې زه ورسره وغږیدلم او ویل ئې چې ببګا ته دکرزیانو دکورنۍ دکوم یوه واده دئ او دئ ئې دنکاح دتړلو دپاره ورغوښتئ دئ ،ماوې ځه خدای پاک ئې دجوړ لري ،خیر دئ که زموږ بلنې ته ئې بانه جوړه کړه.
مبارز صاحب ! ماته ښکاري دچلم دود دې سروګرزاوه،ته صبر وکړه . ها دا په تاخچه کې خو انار ایښي دي ،خیریوسې صاحب ! ته واخله ددې نه یو ښه شربت ورته جوړ که،چې دا ګنګسیت ئې لیرې شي او زړه ئې تازه شي.سره ددې چې په انارو کې دبدن دپاره ډیرې ګټې دي ، اوریدلې مې دي چې جګر ته ډیره فائده لري ،خودالله حکمت ته ګوره چې ټوټې ئې کړي سرې اوبه او دمرواریدو په شان دانې ئې څومره ښکلې دي او که همداسې ورته ګورې نو لکه ته به وائې چې خاندي،دابیت مې خولې ته راغۍ چې وائې:
باغ ته ولاړشه دانارنه واخله پند
له سرو وینو ئې زړه ډک دئ خو په خوله لري لبخند
په کارده چې موږ هم په خپل ژوند کې دانار په شان خاصیت پیدا کړو،که هرڅومره مو زړونه دغمونو ډک وي ،خو دنورو سره باید په خندا او خوشحالۍ رویه وکړو.خیریوسې صاحب ! واخله دا چاړه درواخله ،مبارز صاحب ته ئې مات کړ ه.
پښتون صاحب !سر دې په درد نه شي ،نو بیا مې پتنګ صاحب ته هر څومره زنګونه ووهل ،همدا یو ځواب ئې راکوه چې دساحې نه خارج دئ ،وروسته تماس ونیسئ.
دپتوال صاحب نمبر مې دایر کړ،د جوړ تازه نه وروسته مې په حجره کې دبڼډار یادون ورته وکړ،سمدستي راته وویل چې آی ،اس ،ای خوبه څه چل نه وي جوړ کړی ،ماوې نه ټول درانه سپیڅلې پښتانه دي ،اول خو ئې ځان هغه خوا دې خوا کړ ،مګر کله مې چې دغوړې او زنګي ښوروا و رته وویل ،خدای شته حالت ئې سمدستي تغیر وکړ او ویل ئې زوئ مې سیکل بوولئ دئ چې راشي فوراً درځم .
څنګه شوې مبارز صاحب ؟زه خو دې چې رنګ ته ګورم یوڅه سرخې اوسېک درکې پیدا شو ،خیریوسې صاحب ! دا بل هم ورته مات کړه انشاء الله تعالی رابیدارشو.
ډاکترصاحب څپاند ته مې زنګ وواهه .په عملیات خانه کې وو.ډیرخسته معلومیده،ویل ئې درځم ،خو د داسې یوه مریض سره په جنجال کې یم چې نه جوړیږي او نه مړکیږي،دا څووم واردئ چې خیټه مې ورته څیرې اووګڼډله،نورنوئې زما هم نفس راوایست ،برخلیک به ئې تقدیر ته حواله کړو چې څنګه ئې کوي .دراتلو وعده ئې وکړه ،فقط چې نرسه راشي او هدایت ورته ورکړی.
عادل صاحب وویل چې زړه په زړه ائنه دئ او زه پخپله دحجرې خواته در روان یم او ژر به په خیر سره در ورسیږم .
وار د حامد صاحب راغئ،هغه هم لکه ددوو میرمنو خاوند ډیر سرګردانه وو یوه پښه ئې په ټول افغان کې وی او بله ئې په (ن.اسیا) کې ،خو په حجره کې مې چې دغونډیدو ورته وویل ،دومره خوشحاله شو لکه دنوي واده زیرۍ مې چې پرې کړئ وي ،شکرونه ئې وایستل اوویل ئې چې محمود سعید صاحب به پیدا کړي او دواړه به ځانونه راورسوي.
ښه پښتون صاحب ! تا څه وکړل ،پاتې یاران او انډیوالان دې خبر کړل که نه .اوس ته خپل ګذارش وړاندې کړه.
خیریوسې صاحب ! رښتیا چې دخیر سړی ئې ،دادې دمبارز صاحب سترګې راوغړیدې ،
زما په ګومان تندرصاحب هم دچلم نشې خمار کړئ دئ ،یوه ټوته انار ورته ورکړه چې نشه ئې والوزي او په خبرو راشي.
زما هم حلق داسې وچ وچ کیږي ، څو چې یاران رارسیږي زه به یوه پیاله چای دګوړې سره وڅښم.انار خو پاته نه شول.

مننه


خیریوسی
07.01.2012

هيښ صاحب او ټولو یارانو السلام علیکم
ښوروا ډیره خوندوره وه چاچی پخه کړی وه کور یی ودان .
وروره دا چلم په باغچه کی وڅکوه والله چي دود یی ډیر تاثیرراباندی وکړی

هیښ صاحب ماته غوږ یی که نه دغه په بامیان کي دبند امیر اوبه خو به تیل نه وی ته ومنه چي ډیر یی تیل لږ یی اوبه دی ما خو دا بند هم نه دی لیدلی زړه مې دی چي دنزدې څخه یی وګورم هههههههههه


هیښ
12.02.2012

وعلیکم والسلام ،
ته ئې خیر یوسې صاحب ،ما خو ویل چې کوم نوئ څوک حجرې ته راننوت .
يره خدای تعالی دهمداسې دخیر دکارونو توفیق درکړي،دا خو دپه حجره کې انقلاب راووست ،چې چلم دې باغچې ته کړ.ددې توفداني هم غم وخوره ،چې داسې معتبره را ته ولاړه ده ،ته به وائې دقیمتي جواهراتو نه ډکه ده،دا هم په چلم پسې ورولیږه .خو خیر یوسې صاحب ! یوه خبره د رته کوم ،هغه داچې دازموږ خلک ډیر خوشک او نازک طبیعته دي ،که هرڅومره یوکار کې ئې ددنیا او اخرت فائده محسوسه وي ،خوچې په ډاګه او واضح دې ورته وویل ،ښه نه پرې لګیږي،دځان دپاره ئې توهین بولي او په ضد سره هغه کار ته دوام ورکوي،ځکه که پخپله غلطۍ اقرار وکړي ،نو فکر کوي چې میدان ئې بایلولئ دئ اودئ خوداسې فکر کوي چې دازله داسې پیدا شوئ دئ چې هیڅ عیب نه لري .نو بهتره داده چې په چل او هنر سره ئې دیوه ناوړه عادت د پریښودلو او یا حد الاقل پوهولو کوښښ وکړل شي .مخصد مې دادئ چې د حجرې نه دچلم دورکولو له پاره باید ورته ووائې چې یره دا چلم څکول په باغچه کې خوند کوي،چې دا دود ئې دخولې نه پورته وباسې نو ښکلي اسمان ته دسړی خيالونه الوتنې شروع کړی او سړی هم ورسره یوځای پورته شي،که ورځ وی دمارغانو سره یوځائ الوتنه کوي او دمځکې دقید ژوند نه ازادشي او که شپه وي ستوري ئې دخپلو خوږو خوبونو او رویا ګانو کیسې ورسره زمزمه کوي،نو دادي خوندونه ،په دې تنګه حجره کې به څه خوند ځنې واخلې ،بس چې موږ په کې ایسار یو،دا دود څه ګناه کړې ده چې دازاد ژوند مخه ئې نیسې.په هر حال دا زموږ زمانه خو دانقلابونو زمانه ده او که فکر دې وي محمود سعید صاحب هم دپښتنو دپاره دیوه سراسري فکري انقلاب وړاندیز کړئ دئ ،نو دادي له خیره سره د ا پروسه دپښتنو دحجرې نه دچلم او توفداني په ایستلو شروع شوه ،هیله ده چې په نورو برخو کې هم عملي جنبه ونیسي .
دا پښتون صاحب څه شو ؟دحجرې نه د وتلو نه ئې ډیر وخت ووت ،لکه چې دکان ته ولاړ او دا الیکین ته تیل راوړي،ځکه شپې به له خیره سره تر ډیره کیسې کوواو په الیکین کې تیل هم ډیرکم دي.بس نو که دخدای رضا وه دانقلاب په تکاملي دوره کې ددې الیکین غم به هم خورو او د ډیر اوږده خدمت په مقابل کې به ئې که مو خوښه وي تقاعد ته سوق کړو ،نور نو دا زمانه وګوره زموږ دا درنه حجره وګوره او دا دنیا وګوره کوم حالت کې ده او موږ تر اوسه دشپې تیارې په الیکینونو روښانه کوو. اوس خو ډیر ښه وسایل پيدا شوي دي چې دروښنائۍ دپاره ورڅخه کار واخلو .تندرصاحب او پښتون صاحب خو ترکومه چې زه پيژنم دپلار نیکه نه خانان وو او دخدای فضل دئ یوڅه ددنیا خیرۍ هم په لاس کې لري،نوپه کارده چې دا دلمر دښیښو نه دالیکین په ځائ استفاده و کړي

هوهو ،غوږ مې دئ ،ستا فرموده مې واوریدله.یره که رښتیا درته ووایم داد بند امیر په هکله خبرې دې زه هم په چرت کې واچولم.ګومان کوم چې خیر یوسې صاحب په تاسو هم دهغه وږي کیسه شوې ده چې یوچا ځنې پوښتنه کړې وه چې څو بجې دي او ده ورته په ځواب کې ویل چې دوې ډوډۍ.زما خیال دئ چې ډیر وخت دې دعربو په تیل لرونکو شتمنو هیوادونو کې تیر کړئ دئ او اوس د اوبه هم ترنظر تیل درځي.لاکن زه په بند امیر کې دتیلو په موجودیت شکمن یم اودا ځکه :
که دا تیل وائ،نو په کا بل کې چې دا امریکایانو کومه اداره جوړه کړې ده دهغې د سوداګرۍ وزیرچې ډانګتر او که ډارنتر احدي نومیږي او پتنګ صاحب خو دزنچو نوم ورباندې ایښئ دئ، به کله په روسیه ،کله په قزاقستان ،کله په ازبکستان ،ترکمنستان او ایران کې د سوال او ګدائۍ کچکول نه نیولو او زارۍ به ئې نه ورته کولې چې دخدای په رضا راکړئ یو څو ګیلنه تیل ،دهمدې بند امیر دتیلو نه به ئې دتیلو دلوړ نرخ دکنترول دپاره کار اخستۍ وو .
بله داچې یوځای مې په یوه کتاب کې لوستي وو چې دبندامیر شاوخوا زموږ وطنوال دومره په فقر او غریبۍ کې ژوند کوي چې دژمي په موسم کې بیچاره ګان دڅارویو سره یوځای په یوه خونه کې ژوند کوي ،ترڅو دحیواناتو دتودوخې په وسیله ځانونه دژمي دسختې یخنۍ نه وژغوري ،نو که تیل وائ ،دې مسکینانو به دسون دتوکو په شان ورڅخه استفاده کړې وائ.
او دریم دا چې که احتمالاً دا تیل وائ ،نو دحزب وحدت بانډ جنګي جنایتکارانو به لا دوخته ورته اور اچولئ وو ،ځکه دهغوئ خو کار او مسلک وژنه ،وراني او سوځونه ده.دا ځناور خو وائې چې هرڅه باید یوازې ددوئ په لاس کې وي او که ددوئ دملکیت نه خارجیږي ،نو هرڅه باید نیست ونابود شي.هغه ددطالبانو وخت خو به دپه یادوی کله به چې دیوې منطقې نه تښتیدل ،نو ترشا ئې ابادي نه پریښودله ،که پل وو ،که پلچک وو،که بند وو ،که تونل و،که دعامه ګټې اخستنې کوم تعمیر وو ،ټول به ئې منفجرول او ورانول او بیا به تښتیدل ،نو که تیل وائ په همغه وخت کې به ئې داور خوراک کړي وو.
نو محترم خیریوسې صاحب ! زه فکر نه کوم چې تیل به وي اوبل داچې دا یوویشتمه پیړۍ ده او په دې کې دتیلو ذخیرې په ختمیدو دي او تخنیک او تکنالوژي هم دانرژي دنورو او نویو منابعو څخه دګټې پورته کولو په تکل کې ده ،چې دهغې جملي نه اوبه او دلمرروښنائې ده ،چې دا دواړه دخدای(ج) مهرباني ده زموږ په هیواد کې ښه پریمانه دي،البته داویو نه مې مخصد دخوږو او څښاک اوبه دي ،چې اهمیت ئې ورځ په ورځ په ډیریدو دئ او داسې ویل کیږي چې په اینده کې به ډیر جنجالونه د اوبو په سر وي .نو که له خیره دپردیو دیرغل نه خلاص شوو او سم او دکار اهل اشخاص مو دملک درهبرۍ او ادارې دپاره نصیب شول ،بیا نو مزې دي او په حجرو کې به دشکایتونو په ځای دلوکسیت او له نورو نه دترقۍ په سیالیو کې د بهتره مقام دګټلو سوچونه کوو .
بل داچې دبند امیر دلیدلو شوق خو زما سره هم شته دئ ،خو اوس وخت کې هلته ورتګ دځان خطر لري ،ځکه هلته دحزب وحدت د جنایتکارانو او اغا خان ډلې پیت پزي په ایراني تومنونو داسې نشه دي چې هرلوړ پوزي ته ددښمن او شک په سترګه ګوری او دخپل تعصب قرباني ئې ګرزوي ،نولږ صبر وکړه چې په خیر سره دا جنایتکاران ورک شي بیا به په ګډه دبند امیر سیل ته ځو .
اوهو خیریوسې صاحب ! دا خو تیاره را خوریدونکي ده او په حجره کې هم زه او ته پاته یو ، یاران هم لادرکه شول ګومان کوم چې تر سهاره به زه او ته تږي او وږي دمړزانو دښوروا په طمع پاته وو ،درځه چې دمولوي صاحب حلیمي لوري ته ورشو ،کوندې وي چې په کوم واده او یا ختم کې موورسره ملګري کړي ،خولې به مو هم خوږې شي اویوڅه نوي به هم ووینو او واورو.

مننه


سلامونه

tandar
12.02.2012

وروره سلامونه
پس له ډيره وخته ستړي مشي
هيله ده چه عذت دي شوي وي
زه خپله دنورو ميلمنو سره دموټروتر اډي پوري تللي ومه
لکه چه ستا نه مخکي ګران ورور عبدالسلام هم راغلي و يوه ډيره په زړه پوري قيصه ې لکه چه په زړه کي وه دوخت دکموالي له کبله ې له ځانه سره يوړله خير دي چه دي ژوندي وي بيا به راشي قيصي به سره وکړو
زه هم خبر شوي وم چه په امريکا کي په افغاني سفارت کي کوم غوبل تير شوي و غوښتل ې چه د غلو او دډالرو دمزدورانو په هکله دزړه بړس زمونږ سره يو ځاي وباسي ،يار زنده او صحبت باقي
دوطن دازادي او ستاسو دليدو په هيله


هیښ
15.02.2012

وعلیکم والسلام تندر صاحب!
هیله په هیله چې په خیرسره را پیدا شوې ،که نه زه او خیریوسې صاحب نو نور په تلو وو.ډیر وخت دتیر کړ.هو ما هم دښاغلي عبدالسلام غږ واورید ،سترګې مو وره ته په نیولو شخې شوې ،چې کړپ به شو ،نو ماویل دا دئ حجرې ته له خیره راغئ ،خو درک ئې ونه لګید،.ګومان کوم یخنۍ وارخطا کړئ دئ اوکومې ګرمې حجرې ته ئې تشریف وړئ دئ ،سرته ئې دخیروي ،اخر به راشي.
څه کړې تندر صاحب !
بیا جګ شوې ،چیرې ځې؟
ته خو هم ماته ډیرسرګردانه ښکارې ،یاره دومره هم ددنیا په غم کې ځان مه ستړئ کوه .هغه لنډۍ به دې نه وي اوریدلې چې وائې:

غمونه شاته کړه جانانه
غم چې دوړاندې کړ ځواني تباه کوینه

هرڅه به خدای(ج) سم کړي.هغه متل به دې نه وی اوریدلئ چې وائې: روزی په منډه نه ده په ټنډه ده .زموږ پښتنو په ټڼډه کې همدا د ستونزو کرښې دتقدیر په لاس کاږل شوي دي ،چې هرڅومره مڼډې وکړو پښه مو په لو ټه نه لګیږي بې له تیګې نه،نو ډیربه ځانونه نه ستړي کوو ،که څنګه؟

مننه


سلامونه

tandar
15.02.2012

سلامونه
رښتيا واې
تربيا


م . ق
16.02.2012

دا پښتون ورور خو د چایو پسې همداسې ورک شو، والکه پښتونه، که چاي نه راوړي مه راوړه خو یو ځل خو حجرې ته راشه کنه، ګنې مونږ درنه ځو ګوره، زما خیال دی ژمی دی خشاک په کور کې لامده دي او چیرته بازار ته د خاورو تیلو پسې تللی.
او یا هغه کوم بینر چې د پښتون او تندر صیب په نوم د حجرې په سر لګیدلی وو او وطنمل صیب په غصې راکښته کړو نو ښايي هغې کار پښتون صیب خواشینی کړی وي، خیر دی مړه پښتون صیب، که بینر نه وي نو حجره خو بیا هم ستاده کنه، او مونږ خو پکې لکه د میلمنو غوندې د چایو په انتظار ناست یو.
هغه دې نه دي اوریدلي چې وايي:
لیلو! باغ د باغبان دی، مونږ لکه طوطیان یو نن دلې سبا به ځونه!!

حجره مو تل ښاده اباده او د خړو پښتنو طوطیانو څخه ډکه!!


سلامونه

tandar
04.03.2012

پښتونه سلامونه مي ومنه
او دانځر ګله ستړي مشي
لر او بر ته نشم داخليدي ،بلوکيرين ښکاره کوي چه ولي؟
تربيا


tandar
19.03.2012

سلامونه ياره ايله چه زړه مي لږ ډاډه شو چه غږ مي دي واوريدو
خپله ديره ولاکه په ډزو کي هم خوشي کړم ،زما دهغي مرغاوي قيصه ده چه ټوله دنيا اوبه ونيسي زما به تر پښو پوري وي :oops: :oops:
چيرته چه دانش ،منطق نه وي هغلته به تل جنګ ،ښکنځلي وي
دا کومه تازه خبره نه ده دډير پخوانه داخبري رواني دي
دانټرنيت به بعضو مخو کي فقط او فقط ښکنځلي مخ ته ځي نور څه نشته بلکه liv راديوي ې غږ اوري
ديره مه خوشي کوه چلم ورته ډک کړه که څوک راغلي و ښه او که نه راځي په مخه دي ښه وي
تربيا ستا دښه صحت او خوښي په هيله


پښتون:
12.05.2012

سلامونه!
حجرې ته ګرانو مینه والو ستړي مشئ،هیله لرم چې دا څو شیبې چې زه نه وم په وچو توتانو مو د خولې خوند جوړ کړې وي.
همدا اوس مې نغرې ولګوه او اوبه مې په چینک کې د چی لپاره کېښودې.تر څو چې اوبه پخیږي،زه به دا پورته ستاسو خبرې چې ما په ټیپ کې ریکاټ کړي دي واورم ,چې څه غورې مو سره کړي.
ښه نو دا خو ډیر وخت نیسي،او زه هم ستړې ستومانه،دومره لاړم او راغلم چې په ویلو نه ارځي.
زه به دا فیته واورم او بیا به قصې کوو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more