د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

په حجره کي په هره موضوع بحث کيږي

tandar
01.01.2012

په حجره کي په هره موضوع بحث کيږي يواځي ستار او منګي نه دي د دي ورور په ليکنه هم لږ غور وکړي چه څه ښکلي دليلونه ې سره له واقيعته دجهاني او افغاني اشغالګر په هکله وړاندي کړي دي
ديو سرلوړي او لوي افغانستان دازادي په هيله

د افغان جګړې قیمت

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : نثار احمد صمد
نېټه : ١٠ / ١٠ / ١٣٩٠ | 2011-12-31

بسم الله الرحمن الرحیم ـ افغانستان که د چا خوښه وی یا نه ، که یې ومنی یا نه ، که یې ووایی یا نه ، خپلواک نه بلکی بلواک دی .
پر افغانستان ډیر یرغلګر راغلي دي . غرونه ، غونډۍ ، درې ، دښتونه او سیندونه یې د هغوی له هډوکو ډک دي . د دغو یرغلګرو وروستي یې امریکایان دي . خو هغوی په چالاکۍ او غمازۍ سره نور هېوادونه هم راکش کړي دي چی جمعأ ۴۸ ته رسیږی او دلته یې نن یو نیم لک ( ۱۵۰۰۰۰ ) پوځیان جنګیږی .
خبره خو دا ده چی امریکا د یو څو « تروریسټانو ! » پر ضد د لویو جنګی عملیاتو او بودجو په کارولو سره وژل کوی خو وژل کیږی هم ، زیان اړوی خو زیانمن کیږی هم ، ضایعات پیښوی خو ضایع کیږی هم ، جنګ ترپی خو هغه زغمی هم ، او باالاخره وحشت لوروی خو هغه قبلوی هم . دا ټول ځکه زغمی چی خپله اجندا مخته وړی ، یعنی دا چی افغانستان د هغوی هدف نه بلکی د هدف ذریعه ده . امریکا په افغانستان کی دا خوښوی چی پر هر غره ، هر ځنګله هر دښت او هر میدان د دوی جنډه ورپیږی . همدا نن په افغانستان کی د کابل د رژیم تر بیرغ امریکایی بیرغ ډیر هر ځای پورته دی او رپیږی چی دا د بلواکۍ څرګنده بیلګه او نښانه ده .
په هر صورت ، امریکا د افغان جګړې لپاره خورا دروند قیمت ادا کړی دی ، لکه :

۱ ـ افغان جګړې تر ننه څه باندی ۵۰۰ بلیونه ( یعنی نیم ټریلیون ) ډالره خوړلي دي ؛

۲ ـ افغان جنګ امریکا ته د کاله په ۱۲۰ بلیونو ډالرو تمامیږی چی د میاشتی لس بلیونه ډالره کیږی ؛

۳ ـ تر اوسه یې د ۱۸۶۵ امریکایی پوځیانو ککرۍ خوړلی دي ؛

۴ ـ څه باندی یوولس زره پوځیان یې زخمیان او معیوب سوي دي ؛

۵ ـ امریکایی هیبت ، عزت ، حیثیت او شهرت یې له مځکی وهلی دی ؛
پوښتنه دا ده چی امریکا د دې دومره ستر قیمت په تادیه کولو سره څه حاصل کړل ؟ که عینی پیښی او پرمختیاوی عمیقأ وڅیړو ، نو ثابته به سی چی په دونه ګرانه بیه یې لاندیني خورا ارزانه شیان رانیولي دي :
۱ ـ په ټوله نړۍ کی دوهم نمبر فاسد رژیم ؛

۲ ـ په غربت او فلاکت کی ډوب ملت ؛

۳ ـ یو ناامن ، بې ثباته او په جنګ مبتلا هېواد ؛

۴ ـ د مخدره ییز کاروبار ، جنګسالاریزم ، جُرم او غلیمانو د تولید فابریکه ؛

۵ ـ ځان د یو عقب مانده او نهمی پیړۍ قبایلی سیسټم سره په قفس کی اچول ؛

۶ ـ د یو نامشروع ، نا ګټونکي او غیر اخلاقی اوږده جنګ په غیږ ورتلل ؛
بله خورا مهمه بلکی اساسی پوښتنه دا ده چی آیا واشنګټن لیونی دی چی په « ګټه » سره « زیان » رانیسی ؟ مطلب دا چی د دې چټی جنګ څخه څوک ګټمن کیږی ؟ ځواب دا چی واشنګټن د لیری او دور بُعده ګټو په اسره مجبورأ دا ټول مصیبت او فلاکت قبلوی . همدا اوس اوس دغه اړخونه د افغان جنګ فایده کشوی یا تضمینوی :

۱ ـ د امریکا پوځی ـ صنعتی مجتمع ، بانکی او مالی ستر تشبثات ؛

۲ ـ مابعده نفتی منابعو ، کانی زیرمو او منطقوی جیوستراتیژۍ ته د لاس رسۍ تمه ؛

۳ ـ په څه باندی ۱۳۰ هېوادو کی د امریکایی پوځی اډو د استقرار بقأ ، پایښت او پالل ؛

۴ ـ د نیمه سیالانو یعنی چین ، روسیې ، ( او احیانأ هند ) د محاصره او مهارولو اسره ؛

۵ ـ د منځني ختیځ ( خصوصأ اسراییلو ) د ژغورلو تلوسه ؛

۶ ـ په مجموع کی د یوروشیا د مهمی او حیاتی پراخی سیمی د کنټرول هوس ؛
خو پیښی ، پرمختیاوی او بنسټیز خنډونه ثابتوی چی واشنګټن د ورځی خوب وینی . هغه د تخیل په هوس کی خولۍ څه چی ککرۍ بایلی . هغه د لیری هدفونو لپاره نږدې فرصتونه بایلی . هغه بام ته په زینو کی نه خیژی بلکی ټوپ وهی او د خپلی جیو ستراتیژۍ په لاره کی تاکتیکونه بایلی . دا ځکه چی امریکا نن ۱۵ ټریلیونه ډالره پوروړې ده ، کسر یې ۱٫۷ ټریلیونه ډالره دی ، ۹٫۲٪ وګړی یې بېکاره دي ، پنځوس ملیونه انسانان یې د خوراکي موادو په خیرات سره پایی ، ۴۶٫۲ ملیونه وګړی یې تر فقر لاندی ژوند لری... دا ټول د افغان جګړې برکت دی .
وګورﺉ ، امریکا نه یوازی دا چی د نړۍ تر ټولو غټ پوروړی دی ، بلکی په تاریخ کی هم لومړنی هېواد دی چی تر پورونو لاندی ډوب دی چی مبدأ او منشأ یې همدا افغان جګړه ده او انتها او فنا به یې هم انشاالله همدا جګړه وی .
که امریکایانو په « شلمه » پیړۍ کی ډیر قدرتونه او ځواکونه مات کړي دي ، نو افغانانو بیا په « شلو » پیړیو کی ستر طاقتونه ځپلي دي . نو آیا اوس به وار د امریکا نه وی؟ و ما ذالک علی الله به عزیز ( ن . صمد )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more