د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

دمکي لار ( the road to macca)

رښتینی
28.12.2011

دمکي لار ( the road to macca)

داکتاب د وتلی مستشرق لیوپولډ ویس دیونلیک ( دمکي لار) پښتو ژباړه ده آن څو
کاله مخکي مې ددي کتاب ډیره برخه ژباړلي وه او دوخت منډو او نا ارامیو یې تکمیل ته نه
وم پرې ایښی کتاب څو نړیوالوژبوته ژباړل شوی دی ما یې دژباړي له پاره اردو او عربي ژبې
غوره کړي وي خو په دي دواړو ژباړو کې بیخي زیات توپیر ونو ما اردوټول او دعربي ژباړې هم
ځیني مهمې برخي راخیستې دي .

لیوپولډ ویس یو جرمنی دی د ده دا کتاب اصلا له جرمني څخه عربي نړۍ ته دده یونلیک او
سفرنامه ده خو ددي سفر په پای کې یې خپل دین هم بدل کړ او یهودیت یې پرېښود په اسلام
مشرف شو اویهودی لیوپولډ ویس محمد اسد شو دی په دي سفر کې افغانستان ته هم راغلی دی
او داکیسه به یې تاسوپه یونلیک کې ولولئ په غزني کې یې څه وخت تیر کړی دی او د غزني
د دهزنګي دوخت له ولسوال یا علاقه دار سره یې هم لیدلي او دهغه میلمستیا یې خوړلي ده
ده یوځا ی لیکلې دي : د دهزنګي ولسوال ته ما د اسلام دبرم او لوړ تاریخ په اړه خبري وکړې
او د دوی اوسنی حالت مې د دوی له تاریخ سره پرتله کړ ، نو هغه رآته ویلي چې تا اسلام نلی
دی ؟ ما ورته کړه : نه ، ده راته وویل : ستا زړه د مسلمان دی خو ته په ځان نه پوهیږې هوکي !
ته مسلمان یې ...
محمد اسد وایې : داسلام دمنلو تروخته زما په ذهن کې د دهزنګي دولسوال خبرو ازانګه لرله .

نورستاسو او کتاب ترمنځ لاره لنډوم او داه هم تاسو او د مکي لار :
-----------------------------------------------------------

زما کيسه

ديوې کيسې کيسه
په دې کتاب کې چې کومه کيسه بيانوم هغه په حقيقت کې د يوه داسې چا کيسه نه ده چې هغه د عامو خلکو په منځ کې د خپلو کارنامو په برکت سره لوړ مقام ترلاسه کړى وي.
داد جګړو داستان هم نه دى، ځکه ما په خپل ژوند کې څو جګړې ليدلي دي، خو هغو ته ما دومره اهميت نه ورکاوه،ځکه هغه زما په اند د ځانګړو انقلابي موخو له پاره پيل شوې وې.
اونه دا د ايمان راوړلو د هڅو د ماجرا کيسه ده چې په ارادي توګه ترسره شوي وي ځکه ايمان خو ما ورو ورو پرته له څه هڅو ترلاسه کړى دى.
زما کيسه په حقيقت کې ديوه فرنګي د اسلام موندلو، اوله اسلامي امت سره ديوځاى کېدلو کيسه ده.
زما نيت نه و چې خپله کيسه وليکم، ځکه زما په خيال کې هم دانه راتله چې زما له ژوند سره دې پرته له ما بل څوک دلچسپي ولري. خو کله چې کم اوزيات شل کاله وروسته لويديځې نړۍ ته ولاړم اود کال (١٩٥٢عـ) په لومړيوشپوکې اول پېرس اوبيانيويارک ته راغلم نوخپله اراده مې بدله کړه.
کله چې ماپه ملګرو ملتونوکې د پاکستان د استازي په توګه خپله دنده ترسره کوله هغه مهال طبعاً زه دخلکو دتوجه او پاملرنې وړ وګرځېدمه او اروپايي او امريکايي ملګرو او پېژندګلو خلکو به زما په اړه خبرې کولې.
په پيل کې خودوى فکر کاوه چې زه ديوه اروپايي ماهر او پوهه په توګه له يوه ختيځ وال حکومت سره دکومې ځانګړې موخې له پاره کار کوم او ما يواځې د آسانتيا له پاره دهماغه ختيځ قوم ژوند دود غوره کړى دى.
خوپه ملګرو ملتونو کې زما کارنده ونډې دوى ته دا خبره روښانه کړه چې زه نه يواځې دخپلې دندې په خاطر له اسلامي نړۍ سره يوځاى شوى يم بلکې په فکري اوجذباتي توګه هم د اسلامي نړۍ له سياسي اوتهذيبي موخو سره متحد اويوغږى شوى يم.
نوله ملګرو سره يوډول اندېښنې پيدا شوې اوله مانه زما د تېر ژوند په اړه پوښتنې پيل شوې. د پوښتونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېده خو آخر په لنډ وخت کې هغوى خبر شول چې ماخپل ژوند دنړيوالو ورځپاڼو دباندني خبريال په توګه پيل کړى. د منځني ختيځ په ټولو هيوادونوکې له ډېرو کلونو تېرولو وروسته بالاخر په کال ( ١٩٢٦ عـ ) کې مې د اسلام راوړلو نيکمرغي په برخه شوه، د اسلام له راوړلو وروسته شاوخوا شپږ کاله په عربي هيوادونو کې پاتې شوم اوله باچا ابن سعود سره مې نږدې اړېکې لرلې. بيامې عرب پرېښودل اوهند ته ولاړم ، هورې مې له ستر مسلمان مفکر او شاعر محمد اقبال سره وليدل.
اقبال هغه څوک دى چې د پاکستان د وجود لومړى انځورګر بلل کېږي. ما غوښتل چې له هند نه ختيځ ترکستان، چين او اندونيشيا ته ولاړ شم خو نومړي له مانه وغوښتل چې دا سفر پرېږده اوپه هند کې پاتې شه ! څو ددې اسلامي هيواد په فکري توکيو او ترکيبي عناصرو کې له ده سره مرسته وکړم، هغه فکري توکي چې ترهغه مهاله د نوموړي په ذهن کې د تت خوب په څېر خپ پراته وو خوبياهم زما او اقبال په اند دې تت خوب هغه يواځينۍ لاره راته په نښه کوله چې په هغې باندې په تګ کولو سره مونږ د اسلام ويدې ارزوګانې وېښولى شواى.(1) اويوداسې سياسي ګوند مو جوړولى شواى چې د هغه غړي به دقوم او توکم په مزي نه بلکې د موخو او اهدافو د يووالي په تار سره تړلي وو.
ما ددې کار ترسره کولو او پوره کولو ته اوږه ورکړه اوپه کلونو کلونو مطالعه، ليکنو او ويناوو بوخت وم، تردې پورې چې ما د اسلامي قانون او اسلامي تهذيب د شارح او وياند په توګه شهرت ترلاسه کړ.
کله چې په کال ( ١٩٤٧ عـ ) کې پاکستان جوړ شو ، زه د پاکستان د حکومت له خوا ديوې نوې څانګې په منظم کولو او څارنه وګمارل شوم ، چې هغه ( نوې اسلامي بيا ودانونه )(٢) نومېده او موخه يې د هيواد او ملت په اړه د اسلام د منل شوي تصور تفصيل اوروښانه کول و، چې له هغه نه دى نوي سياسي ګوند ګټه پورته کولى شوى.
په دې څانګه کې له خورا زياتو هڅو وروسته زه د پاکستان خارجه وزارت ته تبديل شوم او هلته دمنځني ختيځ د چارو د مسئول په توګه وټاکل شوم اوما دپاکستان اونورو اسلامي هيوادونو دخپل منځي اړيکو د ټينګولو له پاره هڅې پيل کړې. په آخر کې په نيويارک کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له پلاوي سره يوځاى کړل شوم .
له دې ټولوپېښو نه يواځې داخبرنه څرګنديږي چې اسلامي ملت يوه اروپايي ته په غېږ کې ځاى ورکړى دى اوددې ملت په وګړو کې يو تن زيات شوى دى. بلکې له دې نه داخبره هم څرګنديږي چې دې کس په شعوري توګه اود زړه له کومي خپل ځان له يوه ځانګړي تمدني چاپېريال نه د بل مخالف چاپېريال په لوري لېږدولى دى.
دايوحقيقت و چې زما نږدې لويديځ وال ملګري يې په حيرانتيا کې اچولي وو اوددوى زړونو ته داخبره نه لوېده چې يوداسې څوک چې دهغه پيدايښ او روزنه په نګه لويديځ وال چاپېريال کې شوې وي هغه به څنګه په دومره مينه او ورين تندي سره پرته له څه ستونزو ځان اسلامي نړۍ ته سپاري !؟ اودا څه ډول ممکنه شوه چې خپل پلرنى لويديځ وال تمدن يې په اسلامي تمدن بدل کړ او آخر هغه کوم لاملونه دي چې دى يې ديوه داسې مذهبي او ټولنيزي موخو غوره کولو ته اړ اېست چې هغه دده د لويديځ والو په اند د اروپايي اقدارو اوموخو په نسبت په ډېر ټيټ پوړ کې راځي اوهغوى چندانې په درنه سترګه نه ورته ګوري.
زه به په خپله په دې سوچ کې وم چې ولې زما لويديځ وال ملګري اسلامي اقدار د لويديځ له هغو نه کم ګڼي ؟ آيا په دوى کې کوم يوه هم په مستقيمه توګه د اسلام له ( اصلي روح ) سره د آشنايي پيداکولو زحمت کړى دى ؟ او که ددوى رايې يواځې په هغو زړو او پرسوده نظرياتو ولاړې دي چې له مخکينيو نسلونو نه په تواتر سره دوى ته رارسېدلي دي ؟
په خوا رومي او يوناني اندودونو نړۍ په دوو برخو وېشلې وه: چې ديوې برخې استازيتوب روميانو اويو نانيانو کاوه اوپاتې برخه يې د وحشيانو او بې تهذيبه خلکو نړۍ بلله.
اوس هم دلويديځوالو په ذهنونو کې هماغه زړه نقشه پرته ده ، دنړۍ په کومه برخه کې چې څوک دلويديځوالو له تهذيبي کړۍ نه د باندې وي هغوى ته دوى په ښه سترګه نه ګوري.
د روميانو بلکې آن د يونانيانو له زمانې نه اروپايي تاريخپوهان او مفکرين په دې عادت شوي دي چې دنړۍ تاريخ ته يواځې د اروپا د تاريخ اود لويديځ د تمدني تجرباتو په سترګه ګوري.
لويديځ وال دنړۍ نورو تهذيبونو ته هغه مهال اهميت ورکوي چې د هغو داخلي لاملونه دکوم غربي په څټ کې غوټه کړي.ځکه خو دلويديځ والو په اند دنړۍ تاريخ اوګڼ شمېر تهذيبونه دلويديځ د پراخوالي په معنا دي اود ټولو سرچينه لويديځ بولي.
ښکاره خبره ده چې د نظر دومره تنګوالى پرته له يوې غلطې خاکې او نيمګړي سوچ نه نور هېڅ نه شي کېداى. ځکه هغوى په پيل کې لا دداسې کتابونو او ليکنو دمطالعې عادت شوي دي چې په هغو کې ددوى د تهذيب په اړه معلومات په ښه تفصيل سره بيان شوي وي اود نورې نړۍ د معلوماتو له پاره له سطحي مطالعې نه کاراخلي.
بناءً په فطري توګه اوپه ډېره آسانۍ سره يو اروپايي يا امريکايي په دې غلطي کې راګېر کېږي چې دلويديځ تمدني تجربات نه يواځې دنورې نړۍ له هغو نه لوړ دي بلکې پراخه هم دي. اوفکر کوي چې يواځې لويديځ وال ژوند دژوند ښه لاره ده، ياپه بل عبارت : کومه علمي نظريه يا ټولنيز او اخلاقي اقدار چې په لويديځ وال معيار پوره نه وي يقيناً چې هغه د لويديځوالو په اند ټيټ مقام لري.
د يوناني او رومي اندود په پيروي سره يو لويديځوال طبعاً داسې سوچ ته تمايل لري چې دنړۍ نور ټول تهذيبونه د پرمختګ په هغه لاره کې چې لويديځوالو په ډېر برياليتوب سره پر مخ بيولې ده، خنډونه پيدا کوي اودې ټولو تهذيبونو ته ديوې ناقصې اونيمګړې تجربې په سترګه ګوري، اوکه زيات شي بيا دې تهذيبونو ته يواځې په دومره مقام ورکولو سره قانع کېږي لکه په توکميزه توګه يې چې دموجوده لويديځوال تهذيب په مقابله کې دهغه مخکنيو تهذيبونو ته ورکړى و.
يعنې زمونږ د ژوندانه په کتاب کې دنړۍ نور ټول تهذيبونه يوپه بل پسې د مختلفو څپرکو اوبابونو په څېر دي. چې په وروستي څپرکي اوباب کې يې پايله څرګنديږي اوددې وروستي څپرکي استازيتوب نوى لويديځوال تهذيب کوي.
ګواکې د ارتقا او پرمختګ په لاره کې دانور تهذيبونه دخپو او زړو نښو په څېر دي چې دې وروستۍ موخې ( نوي لويديځوال تهذيب ) ته د رسېدو په لاره کې پاتې شوى دى او اوس ګټه نه لري.

نوربیا


اکرم
29.12.2011

The Road to M[color=red:7bd91fdd71]e[/color:7bd91fdd71]cca
پخوانی لیک دود!
چې دځینو ملحوظاتو له امله په Makkah واوښت ، ما تر ننه هڅکله هم په انګریزۍ
کې [color=brown:7bd91fdd71]macca[/color:7bd91fdd71] نده اوریدلې ! اوبل داچې اسم په انګریزۍ کې هر کله په غټ حرف لیکل کیږي ، دپاتې ترجمې په دقت کې څه نه وایم ځکه دادژبالړې څخه ژباړه ده!!! خو ادبی زیار مو دقدر وړ دی .

[quote:7bd91fdd71]دمکي لار ( the road to macca) [/quote:7bd91fdd71]


رښتینی
29.12.2011

[quote:237c29a6ce="اکرم"]The Road to M[color=red:237c29a6ce]e[/color:237c29a6ce]cca
پخوانی لیک دود!
چې دځینو ملحوظاتو له امله په Makkah واوښت ، ما تر ننه هڅکله هم په انګریزۍ
کې [color=brown:237c29a6ce]macca[/color:237c29a6ce] نده اوریدلې ! اوبل داچې اسم په انګریزۍ کې هر کله په غټ حرف لیکل کیږي ، دپاتې ترجمې په دقت کې څه نه وایم ځکه دادژبالړې څخه ژباړه ده!!! خو ادبی زیار مو دقدر وړ دی .

[quote:237c29a6ce]دمکي لار ( the road to macca) [/quote:237c29a6ce][/quote:237c29a6ce]

بنده په خپل وس پړ دی
منندوی مو یم


Sangar Watan
30.12.2011

ياره ريښتينی صيب،چې خفه نشې او "خداې ج مې دې غاړه نه بندوي"
داسړی را ته سوچه انګريز ښکاري٠

انګريز دې پاکستان په رامنځ ته کولواو هغه ته دې افغاني خاورې دبخشش اساسي اوبنسټيز ځواک وو٠
داسې يو بااستعداده او باتجربې شخص چې په ټوله اسلامي نړۍ ګرزېدلی،دهغو دين ئي منلی او دهغو ژبه ئي زده کړی،واضحا،دانګريز
دپلانونو دتطبيق لپاره ستره او بيمثاله شتمنۍ وه٠
هغه دې السعود دوست وو،هغه په ملل متحد کې د پاکستان نمايندګي کوله،ټول هغه شواهد دي چې دده انګريزيت ثابتوي٠

انګريزي متل دی:

If it looks like a Duck and walks like a Duck,it will be a Duck٠


ahmad bilal
30.12.2011

ټولو ورونو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!

ریښتینې صیب مننه، مننه چې د مشهور اسلامي لیکوال محمد اسد دغه کتاب ژباړۍ ته مو ملا وتړله، الله دې درته اجر درکړي.....

سنګر وطن صیب لطفاً که نه خفه کیږئ نو یوه خبر کوم، تل دا هڅه کوئ که د کوم چا په متعلق څه معلومات نه لرئ او نه مو د هغه کتابونه لوستي وي نو د هغوي په متعلق داسې غلط څیزونه مه لیکئ.....

لکه څرنګه چې ریښتیني صیب لیکلي چې محمد اسد د جرمني یو یهودۍ مستشرق و، او په همدې هڅه اسلامي نړۍ ته راغلې و او د اسلام متعلق يې ډیر څه زده ول، افغانستان ته هم راغلې و او یو ځوان ګورنر ورته ویلي ول چې ستا خو کړه وړه هر څه د مسلمانانو دي خو ته پرې نه پوهیږې!!!!! دا و چې هغه بیرته اروپاء ته ستون شو او هلته یې بیا د سره غور او فکر شروع کړ او اسلام مبارک دین یې راوړ....

پاکستان ته ځکه راغلې و ترڅو د هغه په مطابق او د یو څو پاکستاني حکومتي کسانو په ټینګار دغه نوي د اسلام په نوم جوړ شوې اسلامي هیواد ته خدمت وکړي او هغه د دغه هڅۍ لپاره راغلې و چې پاکستان کې یوازې اسلامي حکومت راشي خو د هغه د خواهش خلاف پاکستان کې هم غربي ډیموکراسي راغله او بیا وروسته له دې ځای څخه هم ولاړ!!!

ستاسو څخه هیله کوم چې تاسو یې مختلف کتابونه ولولئ ، هر کتاب یې ځانګړۍ خصوصیت لري که څه هم یو ځای په خپل یو کتاب کې د مهدي په بحث کې تیر وتلې که څه هم هغه حدیث د سنت ماخذ ګڼي............

د محمد اسد Islam at the cross roads کتاب ډیر ښه ده هیله لرم چې ویې لولئ، دغه کتاب کې هغه اسلامي ځوانانو ته وايي ولې مونږ د غرب نقل وکړو، هغه په غربي ډيموکراسي تنقید کوي، هغه د غرب ماده پرسته تهذیب پسې خپل قلم راپورته کړې، او اسلامي ځوانان یې په دغه پوه کړي چې اروپاء کې راغلې رینیسانس د مسلمانانو له امله و! هغه وخت چې هغوي د تیرو وختونو څخه تیریده نو مونږ پخپل زرین دور کې و!!(شاید اوس مو یقین راغلې وي چې د هغه کړۍ وړۍ د کوم انګریز نه وې؛ انګریز د سیکولار، لیبرال ، غربي ډیموکرات او ناسونال افکارو څخه پيژنه،!!)

نوموړۍ مکه کې وخت تیر کړې په ډیرو سختو شرائطو کې يې د عمر مختار لپاره د مدد هڅې کړي، بلکه د هغه د جهاد لپاره یې د مصر ګرمې صحراګانې او د مصر سیم خاردار پخپلو پښو او لاسونو تیر کړي ترڅو د سنوسي تحریک سره کومه مرسته وکړي.....

سعودي ته ځکه تللې و ترڅو د اسلام مرکز او اسلامي علوم او ماحول په خپل اصل روح کې زده کړي او وپیژني (د هغه مطابق!!)

محمد اسد نه انګریز و او نه څه بل څه... بلکه یو مسلمان عالم او تکړه لیکوال و ترڅو اسلامي نړۍ نوره هم راویښه کړي.......

انګریزي کې یو بل متل ده:
Don't die before a bullet!

د ریښتینی صیب ژباړۍ لړۍ ګوره، او محمد اسد صیب پیژنه...

په درنښت


Akash
09.02.2015

هذا هو لائق للغاية وظيفة جيدة ..[url=http://www.examsheets.com]70-413[/url]
.. أنت هز نشرها .... شكرا على قدر كبير لنشرها .... !! :roll:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more