د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

دغه ليکني دپتوال صيب خبره راياده کړه

tandar
14.12.2011

ددغي لانديني ليکني سرخط ماته دپتوال صيب خبره راياده کړه چه په باطن کي امريکا،انګليس ،ايران او پنجابيان asi سره ډير خواږه دوستان دي
ديو لوي او ازاد افغانستان په هيله

,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

[color=red:d5b048eeb5]مونږ بن ته نه ځو، کابل په وینو لړو! [/color:d5b048eeb5]
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : نبي حبیبی- کاناډا
نېټه : ١٧ / ٩ / ١٣٩٠ | 2011-12-08

افغان حکومت پدی اوسنی شطرنج کی پاکستان په خپله لوبه پاتی راوست. بلاخره د پنجاب حکومت دنیا ته ځان په رسمیت ور وپیژانده. پدی اخرو ورځو کی د افغانستان په خاوره د پاکستان دظالم فوج ناځوانمردانه بریدونو او پس د ثبوته د ایساف لخوا د بی وزله افغانانو د قاتلو پوستو د مینځه وړلو، د پاکستان اصلی څیره نوره هم دنیا ته ښه روښانه کړه. په بن کی نه شرکت ددوی د پلرنی پالیسی کی د نه بدلون روښانه نښانه وه. د ټول افغان د یومقاله لیکونکی په وینا چې د افغانستان په مشرۍ او د المان په کوربه توب او د وزیرانو په کچه د ۶۸ هیوادونو او ۲۵ سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو په ګډون جوړشوی،افغانستان او نړیوالې ټولنې په رسمي توګه موافقه وکړه چې خپله تاریخي ملګرتیا له له لیږده د بشپړې ودې تر لسیږې پورې ) ۱۱۲۵ - ۱۱۱۴ ( لا ژوره او پرمختللې کړي. مګر دبلی خو د پاکستان بایکاټ د نړیوالو سازمانونو په خلاف بی وزله افغانانو سره خپله رسمی دښمنی اعلان کړه.
د پنجاب حکمرانان خپل ملت ته ډیر شرمنده دي چی د خپل اتومی بم سره سره دوی خپل حاکمیت بالکل د لاسه ورکړی. لکه څرنګه چی د ناتو ځواکونه په افغانستان کی په خپل سر حملی کوی، نن د امریکی خارجه وزارت په ډاګه اعلان وکړ چی په پاکستان کی به ددوی د بی پیلوټه طیارو حملی دوام ولري او د پاکستان د حکومت اجازی ته هم کوم ضرورت نلري.
د پاکستان حکمرانانو او فوځ دا تفاهم د سالانه ۸۰۰ میلونو ډلرو په مقابل کی د تیرو لسو کالو راهسی امضا‌ء کړی وو. تر هغه چی امریکی اسامه د ابیټ اباد کی د فوځی اډو سره نزدی پیدا او ویی واژه. بالاخره په نتیجه کی امریکی په پاکستان خپل سالانه ۸۰۰ میلونه راشن کوپون بند کړ. اوس پاکستان او ددوی استخباراتی اجنټان رسوا شول، نه فقط خپل ملت ته بلکه نړیوالی ټولنی ته هم په دوه پیسو او دا په ډاګه ثابته شوه چی پاکستان ولی او څه غواړی؟.
بن کانفرانس ته نه تګ ددوی څلورویشت فوځیانوته دمرګ ژوبلی په خاطر نه بلکه د امریکی کوم راشن کوپون چی قطعه شوی وو سخت زور ورکاوه. سیاست مدارانو جیبونه خالی شوي وو مګر دا اوسنی واقعه د پاکستان لپاره د احتجاج بهترینه موقع وه. کنه د سوات په جنګ، او نورو پیښو کی د پنجاب تر دوه زرو زیات فوجیان ددوی په وینا له مینځه تللی وو، مګر هغه وخت کی راشن کوپون جاري وو نو د پاکستانی فوځ قتل یا مرګ ژوبله کومه خاصه خبره نوه.
که د بن کانفرانس ته دوی تللی وای نو نړیواله ټولنه به په پاکستان نور هم فشار زیات کړی، نو ښه به داوه چی دوی نه ولاړل. او خپل ستم یی د کابل اوسنی بریدونوکی چۍ سنی او شیعه به بیا په یو بل راپورته کولوهسی وکړی. په پنجابی حکومت باندی د افغان خاوری لخوا همله شوی، نو موږ(پنجاب) به هم افغانانوته دبم ګذاریو په واسطه درس ورکوو. او بالاخره د عاشورا په ورځ په کابل کی دری سوه کسانوته مرګ ژوبله چی پاکستانی اورپکو په ښکاره په غاړه واخيسته. نو سوال دای دی چی افغانان څه وکړي؟ کرزي خپل سفر اوروپا ته لغوه کړ او ډاګه یی وویل چی ددۍ قتال په باب به پنجاب سره خبرۍ وکړي.
د افغانستان شپږکلن ماشوم هم پوهیږی چی په افغانستان کی د همسایه ګانو شوم نیتونه څه دی او د بیوزله افغانانو څه غواړی! د کرزي صاحب خبره موږ خو هسی هم ډیر څه نلرو، خو څوک یی چی وراني کوي ځان به موږ سره خاوری کړي.
افغان حکمرانان به په اداري فساد لاهو وي، مګرکه چپیان دی او ښی، راضی دی او که ناراضي، طالب دی او که مطلوب یو هم پدی خوښ ندی چی خپل بی ګناه افغانان ووژنی او یایی څوک کور تالاشي کړي. او هر افغان پوهیږی چی بی ګنه افغانان، افغانان نه وژني.
افغان حکومت که نړیوال یا سیمه ایز قراردا دونه امضاء کړي نو په ډاګه توګه خپل راضی او ناراضو که غوږ نه نیسی اعلان خو ورته کوي. مثبت یامنفی، موافق یا غیر موافق، کامیابه یا ناکامه خوملت خبر وی. او د ملت نور انتقادات او غبرګونونه په خپل ځای چی دا ددوی دیموکراتیک حق دی او باید ورته احترام وشی او ورته غوږ ونیول شي، خو اوسنی افغان حکومت په پټه د خپل ملت په سر چاسره په پټه کومه معامله نده کړی. او ښه مثال یی د ۲۰۱۱ د زمری کال د عنعنوی جرګی راغونډیدل او د جرګی استازوته غوږ نیول وو. دا دپاکستان د حکومت د فارن پالیسی او دافغان حکومت د فارن پالیسی ته د مقارنی په توګه یوه وړوکی مثال دی. پاکستان د غرب مقابل کی د افغانانو په وینه د هرچاسره هر قسم دسیسه کی برخه اخیستۍ مګر د بی وزله افغانانو په مقابل کی هماغه د انګلیس جوړه شوۍ پالیسي څخه کار اخلي. نو دکابل اوسنی قتل عام ددوی د فارن پالیسي یوه کلکه برخه ګڼل کیږي


م . ق
15.12.2011

سلامونه احترامونه او نیکې هیلې:

د ټول افغان په لومړۍ پاڼه کې دا لاندې لیکنه وګورﺉ، تاسو پکې څه وایاست چې دغه کس څومره رښتیا وایي ، سیاسي او علمي نظر مو څه دی؟ خپله تبصره ولیکئ.
[url]http://www.tolafghan.com/posts/23425[/url]

زه یې ددغې لاندې خبرې سره موافق نه یم:

[color=white:1d9d6ef2fc]داچې د امریکا او افغانستان د ستراتیژک تړون سره د سیمي ډیری هیوادونه مخالفت لري،برطانیا، جرمني، چین، روسیه، داروپا ځیني هیوادونه، پاکستان، ایران، هند، او عربي ممالک، ټول به په ګډه د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره پاکستان وهڅوي چې د امریکا په مقابل کې دا ډول سخت دریځ خپل کړي، او نوموړي هیوادونه به د وخت په تیریدو سره په پټه د مقاومت کوونکو سره مرستي پیل کړي.[/color:1d9d6ef2fc]

زما په اند جرمني، اروپایي هیوادونه او هند د امریکا په بلاک کې دي، همدارنګه روسیه هم د طالبانو څخه خطره محسوسوي ځکه د شمالي ټلوالې ملا تړي او د همدې خطر په مقابل کې یې دشنګهايي سازمان جوړ کړاي وو.
په همدې توګه ایران هم د طالبانو دومره حمایت نه کوي چې په ټول افغانستان حاکم شي بلکه صرف د امریکایانو د ایستلو پورې به یې نسبي حمایت وکړي.
او زیادتره عربي ممالک هم د امریکایانو لاسپوڅي دي.

مننه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more