د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د برهان الدین رباني په نوم سره پوهنتون !

محمود سعيد
15.12.2011

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
ویل کیږي چې درباني دجمیعت دډلې ځینوغړوله حامد کرزي سره په لیدنه کې له کرزي څخه ځینې غوښتنې درلودې. یوه په کې دا وه چې په کابل کې دې دښوونې اوروزنې دپوهنتون نوم واړول شي اودرباني په نامه دې ونومول شي.
کرزي هم دا غوښتنه بې قید او شرطه منلې ده او د خپلو مصلحتي کړنو لړ ته ېې ور زیاته کړې ده.
دې کرزي خو په مصلحتونو محصلحتونو زموږ بیخ وویست. الله دې ورسره پوه شي.


عادل عادل
15.12.2011

السلام علیکم

زما وړاندیز دی چې دولسمشر کرزی صیب دې په افغانستان کې د بلک-واټر سیکیورټي کمپنی نوم، د برهان الدین رباني نامه ته واړوي،، ځکه چې له یوې خوا د رباني له نیت، وروستي شل کلن سیرت او خاتمې سره سر خوري او له بلې خوا به د د رباني په حرمت کې دده د ټلوالې لنډغر ټول د بلک-واټر په چوکاټ کې تنظیم او د اشغال له حتمي پای سره جوخت به زمونږ له پاکې خاورې څخه د تل لپاره ورک شي.

دولسمشر = 12 مشر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more