د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پښتني اسلامي انقلاب

م . ق
03.12.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

لکه څرنګه چې ګورو د ډیرو هیوادوالو،لیکونکو او لوستونکو تنده ده چې یو سوچه پښتني او اسلامي افغاني حکومت ولري چې د پښتون او مسلمان ولس رښتیني او حقیقي نمایندګي وکړي، داسې چې د خپل ولس د مینځ څخه راپورته شوې وي او د هیڅ بهرنیو کړیو سره تړاو هم ونه لري او په هیواد کې پښتني او اسلامي اقدار او کلتور ټینګ وساتي، همدارنګه د پښتني اسلامي تمدن او پرمختګ لپار ه په شریکه یو مبتکرانه میکانیزم جوړ کړي ترڅو پښتون مسلمان ولس وکړاي شي بغیر د بهرني کلتور د اغیز او نفوذ څخه د خپلو کلتوري او اسلامي ارزښتونو په ساتلو سره د نړیوالو سیال او همکنار شي.
ترټولو مهم یې داچې داسې یو خپلواک او متحد غورځنګ وي چې په ټول هیواد کې پښتني اسلامي انقلاب راپورته کړي او ټول اشغالګر او د هغوي د لوبې لوبغاړي حیله ګر له مینځه یوسي.
زه پوهیږم چې داسې یو انقلاب ته چې پښتني او اسلامي ارزښتونه په پام کې نیسي سخته اړتیاده او دټولو پښتنو هیله ده او هم پدې کې ټول مسلمان پښتونپال او وطنپال راجمع کیداي شي.
د ټولو پښتنو مسلمانانو اکثریت همداسې خلک جوړوي چې د کلکې مسلمانۍ ترڅنګ کلک پښتانه دي.
نو راځئ چې دا کلکه مسلماني او کلکه پښتو سره یوځاي کړو او داسي یو کلک، مصمم، باعزمه، په خپل دریځ ولاړ نه په شاکیدونکی بنسټپال خو سیاستوال تحریک رامینځ ته کړو چې ټول پښتانه مسلمانان پکې ځاي شي او د ټول پښتون مسلمان ولس قوت مجتمع کړي او ټولې نړۍ ته خپل پخوانی حیثیت، وقار او مجد بیا راژوندی کړي.
نو ستاسو په نظر د داسې یو پښتنې اسلامي انقلاب او تحریک امکان شته؟ ایا داسې کیداي شي؟ داسې کیدو ته د کومو شیانو اړتیاده؟ او که نه شي کیداي نو وجه یې څه ده؟ او حل به یې څه وي؟
خپل قابل قدر نظر راڅخه مه سپموﺉ.

په درنښتونو او احترامونو

لویه خدایه لویه خدایه
پښتني اسلامي انقلابي تحریک درنه غواړو، رحم وفرمایه.


پتوال
03.12.2011

[color=white:bd85afccfd]قراني صيب السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته ! [/color:bd85afccfd]
بالکل خبره مو د کاڼي کرښه ده ، انقلاب ته د ټولو افغانانو اړتيا شته ، يو سرتاسري افغان پاڅون او سرتاسري ټولنيز بدلون ته ،
خو دا لاندې ټکی به د معيار په توګه په کې اړين وي او د همدې معيار له مخې به يې نور ټول مشخصات او معيارونه هم ټاکل کيږي :

[color=blue:bd85afccfd]اسلام نه وېشي افغان په ډلو ډلو
..................................................... په پښتون تاجک ازبک او په مغلو

که دا يو وجود تار تار شي دانګې دانګې
................................................... ټول افغان به شي د وچې ونې څانګې

انقلاب د لوی افغان په نوم په کار دی
............................................ نه پښتون ، نه د تاجک د مور يا پلار دی[/color:bd85afccfd]


م . ق
03.12.2011

[quote:3491e0d294="پتوال"][color=white:3491e0d294]قراني صيب السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته ! [/color:3491e0d294]
بالکل خبره مو د کاڼي کرښه ده ، انقلاب ته د ټولو افغانانو اړتيا شته ، يو سرتاسري افغان پاڅون او سرتاسري ټولنيز بدلون ته ،
خو دا لاندې ټکی به د معيار په توګه په کې اړين وي او د همدې معيار له مخې به يې نور ټول مشخصات او معيارونه هم ټاکل کيږي :

[color=blue:3491e0d294]اسلام نه وېشي افغان په ډلو ډلو
..................................................... په پښتون تاجک ازبک او په مغلو

که دا يو وجود تار تار شي دانګې دانګې
................................................... ټول افغان به شي د وچې ونې څانګې

انقلاب د لوی افغان په نوم په کار دی
............................................ نه پښتون ، نه د تاجک د مور يا پلار دی[/color:3491e0d294][/quote:3491e0d294]
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته، دروند مشر ښاغلی پتوال صاحب،

اسلام یواځې افغانان نه بلکه انسانان سره ویشي لکه چې قرآن مجید فرمایي: وجعلناکم شعبا وقبایل لتعارفوا. الایة . خو بیاهمدغه قبایل او ډلې سره په یودین کې راغونډوي نو بیا ددې معنی داشوه چې اسلام یواځې افغانان نه بلکه ټول انسانان په یو دین کې راغونډوي چې هلته بیا افغان، ایرانی، پنجابی، عرب او ترکی نشته.
نو که خبره د اسلامي سیاست وي نو بیا باید دا یو ملک هم نه وي، نه افغانستان، نه ایران، نه پاکستان، نه سعودي نه بل او نه بل بلکه ټول به یو اسلامي خلافت وي، دا د اسلام سیاست دی.
او که خبره د حدودو او خاصې ژبې او کلتور شي نو بیا دلته ملیت راغلو نو اوس یواځې ملي سیاست پلي کیدل شونی دی او بس.
نو دغه ملیت مونږ ته هم دا جواز راکوي چې یواځې د خپل قوم د اصلاح، هدایت، او خپلواکۍ او د حقوقو د دفاع لپاره کار وکړو البته د هغه اسلامي اقدارو او ارزښتونو په رڼا کې چې یوه اسلامي ټولنه یې لري.
د افغان په هکله باید ووایم چې دا ټکی هم لومړی د پښتون قوم لپاره کارول شوی دی او دنن تاجکان هم ځان ته افغانان نه بکله افغانستانیان واي نو چې دوي خپله ځان ته افغانان نه وايي نو مونږ یې څه کوو.
افغانیت د یو خاص نژاد، ژبې کلتور او عنعناتو نوم دی چې هغه یواځې په پښتنو صدق کوي، د افغان په کلمه کې چې کوم خلک ځایږي د پښتون په کلمه کې هم هماغه خلک ځایږي.
ددې خبرې مطلب دادی هغه څوک چې د پښتون غوندې کلک غیرت، شهامت، ننګ. وفا، کلتورپالنه او مسلماني ونه لري هغه افغان نه دی.
د پښتنو نه پرته دې نورو ټولو خپل عزت، کلتور، حیا، دین، وطن او...........خرڅ کړي دي ځکه نو دافغانیت په نوم څه نه دي ورپاتي.
نو خلاصه داده چې د افغان په جامه کې صرف هغه څوک ځايږي چې پښتني ارزښتونه ولري.
ځکه نو اوس صرف هغه پښتني انقلاب ته اړتیا ده چې د خاینو او غدارو افغانستانیانو لخواد افغان په سپڅلې لمن کوم تور داغونه لګیدلي هغه صفا کړي او بیا نړۍ ته اصلي او سوچه افغان ورمعرفي کړي ترڅو نړۍ د افغان او افغانستاني ترمینځ فرق وپیژني.

لوي خداي دې پښتني اسلامي انقلاب راولي. اللهم آمین

په خورا درنښت


پتوال
03.12.2011

دروند قراني صاحب او ګرانو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله !

ستاسې ليکنه سمه او ارزښتمنه ده ، اجرونه مو نصيب شه !
د ټولګړو ، بيلګړو او يوګړو يا په بله وينا د عام خاص او يواځينيو پيښو او تړاوونو په سلسه کې ملي انقلاب خاص يا بيلګړې کړۍ ده چې
د ټولګړی ( عام ) اسلامي انقلاب کړۍ له يو ګړي پښتنې ، تاجکي يا ازبکي انقلاب سره وصلوي . نو له ملي پرته پښتنې له اسلامي
انقلاب سره وصلول ټوپ اچول او سم نه بريښي !

له شک پرته پښتون د افغان او افغان د ملت په نامه يادول له جز څخه د کل په لوري ارتقا ده ، په کوم کل او کليت کې چې پښتون
د سترې برخې په نامه ټاکونکی دی ! ددې له پاره چې دغه ستر رول ولوبوو او بايد يې هم ولوبوو او دا يواځې په افغاني کليت په چوکاټ کې
دننه لوبولی شو ، او ددې له پاره چې هيڅوک ونشي کړای مونږ د ملي افغاني
کليت له رول څخه وباسي نو دغه کليت بايد وساتو دفاع يې کړو
او د افغان ملت په ټولو اجزاو يې تطبيق کړو . په دې ډول که د پښتون پر ځای د ملت او ملي يا افغان او افغاني ويوني کاروو
هم به مو خپل او هم د نورو ورونو قومونو رسالت رسا په ګوته کړی وي . په تيره بيا هغه وخت چې
ټول لر او بر پښتون د افغان افغانيت او ملت په پوهيزي کې له پامه ونه غورځوو نو لږ تر لږۀ په سلو کې تر ٨٥ پورې د افغان او افغان ملت
يا ملت او ملي انقلاب معنی له پښتون او پښتونولۍ سره تړاو نيسي ! په همدې ډول الحمد لله اسلام او مسلماني هغه شريکه وجه ده چې
نور ورونه د پښتنو سره په کلکو اړيکو، آړاوونو اوتړاوونو سره تړلي دي . نو دې ته هېڅ اړتيا نه پيدا کيږي چې يو سراري افغاني ملي او اسلامي
انقلاب دې د يو قوم په نامه ياد شي که هغه پښتون هم وي !
لهخ بله پلوه دوښمنان بهرني ، بهرني سيمه ييز او که نړيوال دی او که کورنی دوښمن دی غواړي پښتانه له نورو ورونو قومونو څخه
ګوښه ، تضعيف او له ګډ تاريخ څخه ريښه کن او له دې لارې څخه له ماتې سره مخامخ کړي ، که پداسې شرايطو کې مونږ
سلامت يو ملي اسلامي انقلاب يواځې پښتنو ته محدود کړو نو دچا خبره دوښمن به مو پخپله خپل هدف ته رسولی او خپله پښه به مو په تبرګی وهلې وي !
لهذآ د ملي اسلامي انقلاب د روښانه ، منل شويو او علمي پوهيزونو
په موجوديت کې پښتنې اسلامي انقلاب د هغوی ځايناستی کول به په ملي کچه د ځانځانۍ او د سيمې او نړۍ په کچه د بهرنيو دوښمنانو
په لومه کې د نښتلو لار وي ، هسې هم د افغانستان د ويشلو پلانونه او دسيسې مو ددوښمنانو په سرونو کې تر دې دمه چکرې وهي ،
نوځکه زما وړانديز ستاسې د موخې له پاره دادی چې د پښتنې اسلامي پر ځای هماغه د ملي اسلامي انقلاب کره اصطلاحات غوره کړو والسلام .


larghonay laraway
04.12.2011

السلام عليکم!
ډېر په زړه پورې او جدي بحث دی. نه پوهېږم چې زما مداخله به څومره ګټوره شي خو بيا هم ما تر دې دمه د ښاغلي مبارز قراني او دروند پتوال صيب له خبرو دوه موضوعات ترلاسه کړل چې يوه د دواړو شريکه او بله سره بېله ده.
شريکه خو د بدلون ده چې دواړه په دې موافق دي چې افغانستان يو بدلون ته اړتيا لري چې په دې کې زه هم ورسره يم.
بېله موضوع يې دا ده چې قرآني پښتني انقلاب غواړي او پتوال صيب يو رسمي افغاني انقلاب.
په افغانستان کې پښتانه د پاڼ او پړانګ تر منځ دي. که د ټول افغانستان غم کوي، او غير افغانان يا په اصطلاح رسمي افغانان ټول سره يو کول غواړي نو له ادمه تر دې دمه سره يو نه شول. که څه هم په رسمي توګه تاجيک، ازبيک، هزاره او ... ټولو ته په تذکره کې افغان ليکل کېږي خو دا د زور کلي دی چې جوړ شوې دي. د زړه له کومي تر دې دمه پورې هيڅ غير افغان نه دی افغان شوی. اوس هم هزاره هزاره دی او اوغو اوغو دی.
غټ قومونه خو پرېږده چې سادات هم تر دې دمه نه دي افغانان شوي. په داسې حال کې چې په ټول کلي کې يو کور وي خو بيا هم پاچا صاحب دی او تر نورو ځان لوړ او بېل ګڼي.
په همدې ترتيب د افغانيت نامه چې تر پښتونولۍ او پټان نوی دی له پښتنو هم پښتونولي اخيستې او دې سرکاري نامه دوه نومي کړي دي. عام ولس ځانونه پښتانه بولي خو سرکاري نوم يې افغان دی؟!
له بلې خوا که پښتانه اوس له افغانيته تېرېږي نو هيواد به يې تجزيه کېږي. ځکه چې اوس افغانستان د پښتنو، تاجيکو، ازبيکو، هزاره وو او ... ګډ وطن دی چې اوس يې ټول تابعيت لري او يو هم نه شي ويلی چې هغه بل د دې وطن نه دی.

زما نظر دا دی چې د افغانستان نور قومونه خپل سياست، تشکل او سياسي ګوندونه لري چې خپلو توکمونو ته په پراخ مټ کار کوي. زه به يې د بېلګې په توګه يوازې هزاره دروښيم چې يو سياسي مثلث يې جوړ کړی دی. کريم خليلي په حکومت کې دي، محقق په ولس کې دی او سيما سمر له نړيوالې ټولنې سره په اړيکه کې ده چې درې واړه په رډو سترګو يو بل پاس کوي او يکي يوازې خپل قوم هزاره ته کار کوي.
نور قومونه هم همداسې درواخله خو مور په کې د پښتنو بوره ده!
پښتون نه خپل هويت لري، نه سياست لري، نه سياسي ګوند لري او نه هم قومي تشکل لري. که د کلونو په اوږدو کې يې څه ناڅه قومي شعور او تشکل رامنځته کړی ؤ هغه د ځينو بدمرغه پښتنو له لاسه په (خېل، زي، سيمې، لهجې او کوز کلي او بر کلي) ووېشل شو چې اوس ترې د موزيګي کټ جوړ دی نو که لنګه يې ټينګوې بازو يې ځينه.
پښتانه يو پښتني انقلاب ته اړتيا لري چې هغه د بېل هيواد په هدف نه بلکې د پښتنو د يو والي، تشکل او سياسي شعور ترلاسه کولو په هدف وي. کله چې پښتنو يو ملي پښتون مشر پيدا کړ نو په افغانستان کې نور قومونه مجبور دي چې د دوی تر اغېز لاندې ژوند وکړي. ځکه چې ډېر ډېر وي. خو که د دوی قومي تشکل نه وي، قومي ملي مشر ونه لري نو په حکومت او سياست کې به يې مشري د کرزي، احدي، فاروق وردګ، کريم خرم، زاخېلوال، شالالای، ظاهر قدير او ... په څېر بې شرمه خلک کوي چې نه پښتانه دي او نه ديګانان. بلکې د څو پيسو هغه دي او په څو پيسو هر څه خرڅوي. يا به ګلبدينيان کېږي چې ټول عمر د ګيدړو غوندې غارمېشتي شي او کله کله په چرګو پسې سمې ته راځي.
بله دا چې له پښتني انقلاب سره د (اسلامي) کلمې يادولو ته اړتيا نشته. ځکه چې پښتانه مسلمانان دي او اسلام ورسره لازم او ملزوم خبره ده. حتی که سليمان لايق ته هم ووايې چې کافر يې نو حيران به شي . په داسې حال کې چې ټکی اسلام هم ورپکې نشته.


م . ق
04.12.2011

سلامونه، احترامونه او نیکې هیلې د ټولو محترمو لوستونکو او لیکونکو په درانه حضور کې وړاندې کوم.
د دروند مشر پتوال صاحب نظر د قدر وړ او په خپل ځاي کې معقول او پیاوړی دی خو زما هدف هغه دی چې ښاغلي لرغوني صاحب یې ښه وضاحت کړی دی:

[quote:39e8e1e0fb]پښتانه يو پښتني انقلاب ته اړتيا لري چې هغه د بېل هيواد په هدف نه بلکې د پښتنو د يو والي، تشکل او سياسي شعور ترلاسه کولو په هدف وي[/quote:39e8e1e0fb]
او همدغه مطلب ما په خپلو دې خبرو کې هم څرګند کړی وو:
[quote:39e8e1e0fb]نو دغه ملیت مونږ ته هم دا جواز راکوي چې یواځې د خپل قوم د اصلاح، هدایت، او خپلواکۍ او د حقوقو د دفاع لپاره کار وکړو البته د هغه اسلامي اقدارو او ارزښتونو په رڼا کې چې یوه اسلامي ټولنه یې لري[/quote:39e8e1e0fb].

پښتني انقلاب ته اړتیا ځکه ده لکه ښاغلی لرغونی صاحب چې وایي:
[quote:39e8e1e0fb]د افغانستان نور قومونه خپل سياست، تشکل او سياسي ګوندونه لري چې خپلو توکمونو ته په پراخ مټ کار کوي.
پښتون نه خپل هويت لري، نه سياست لري، نه سياسي ګوند لري او نه هم قومي تشکل لري. که د کلونو په اوږدو کې يې څه ناڅه قومي شعور او تشکل رامنځته کړی ؤ هغه د ځينو بدمرغه پښتنو له لاسه په (خېل، زي، سيمې، لهجې او کوز کلي او بر کلي) ووېشل شو.[/quote:39e8e1e0fb]
نو د پښتني انقلاب معنی دانه ده چې ګواګې د نورو قومونو په مقابل کې به سنګر نیسي او ځان ته به بیل هیواد غواړي، بلکه په همدغه هیواد کې به دپښتنو حقیقي نمایندګي کوي او د پښتنو خپلواکي، حقوق او اتحاد به تامینوي.
د پښتني نوم ورکول ځکه ضرور دی چې د افغان نوم خپل اصلي کیفیت او ماهیت له لاسه ورکړی دی او نورو کلتورونو یې اصلي شکل مسخ کړی دی، اوس نو په ټول هیواد کې د افغان اصلي کلتور او عنعنات رایجول پکار دي او ددغې اصلي کلتور حقیقي تمثیل یواځې پښتون کلتور کولاي شي.
[color=blue:39e8e1e0fb]بل داچې دپښتني په نوم ټول پښتانه رایوځاي کیداي شي خو د ملي په نوم ډیر ګوندونه او حرکتونه شته چې خلک پرې باور نه لري، نو د پښتني ټکی زمونږ اهداف او مسیر مشخص کوي چې پدې سره دغه انقلاب یو خاص امتیاز ترلاسه کوي او نورو څخه یې ځانګړی کوي ترڅو د خلکود توجه او دلچسپۍ وړ وګرځي.[/color:39e8e1e0fb]
سپینه خبره داده چې کلک پښتانه چې کلک مسلمانان دي کولاي شي د اصلي افغانیت نمایندګي وکړي او هم په ټول هیواد واک ولري.
د اسلامي ټکی ولې ضرور دی؟
ترڅو د سرو انقلابیانو یعنې خلقیانو او سرو نشنلستانو سره فرق راشي، مونږ سور نشنلزم نه غواړو بلکه د اسلام په رڼا کې دخپلو حقوقو او کلتور څخه ننګه او دفاع کوو چې دا زمونږ مسلم حق دی.
دوهم زمونږ د انقلاب بنسټ اسلامي دی یعنې ټول اسلامي ارزښتونه او اساسات به په پام کې نیول کیږي، په غربي یا شرقي دیموکراتیکو اصولو به بناء نه وي البته د اسلامي اصولو سره په مطابقت کې په یوه منتخبه شوری او امیر عقیده او باور لرو.

والله هو الموفق والمستعان.

مبارز قرآني


پتوال
04.12.2011

دروند قراني او منلي لاروي صاحبانو او ټولو دوستانو السلام عليکم و رحمة الله !

تاسو دواړو چې څه ليکلي ماته خپل ښکاري او زه په کې له خپل اند سره کوم اختلاف نه وينم ، صرف د اندونو بشپړاوی دی چې ترلاسه کيږي . نو دا ځل هم د بشپړاوي له پاره پرې يو څه ورزياتوم :

په دې سره هوک انده يو چې پښتانه يو انقلابي بدلون ته اړتيا لري !
په دې هم هوکی لرو چې انقلابي بدلون به مو اجتماعي (هم) وي !( دا لومړی معيار دی)
له دې هم سترګې نشو پټولای چې په جامعه کې په پښتنو سربېره نور ورونه قومونه ژوند کوي او بدلون به يې پر هغوی هم مستقيماً اغيز شيندي نو په وړاندې يې بېتفاوته نشي پاتې کېدلای او برخه به په کې اخلي او يا لږ تر لږه ملاتړ به يې کوي که نه پر ضد به يې راپورته کيږي !
لهذا د پښتنو په انقلاب کې بايد د هغوی ګټې هم خوندي وي ، د پښتنو خوځښت د هغوی او د هغوی خوځښت د پښتنو پر ضد نه اوسي !( دويم معيار) .
دد همدې دواړو عيني معيارونو په اساس نور قومونه يو هم نشي کولای چې خپلو سياسي جوړښتونو او خوځښتونو ته قومي نوم ورکړي او اړ دي چې د خپلو قومي
ګټو قومي سازمانونو ته عام ملي، اسلامي ، دموکراتيک او داسې نور نومونه ورکړي ! دا ولې ؟ ددې ولې ځواب به ددې پوښتنو په ځواب کې له ما نه زيات تاسو په نه سره ځ،اب کړئ چې :
آيا دوی له پښتنو څخه زيات ملي دي ؟ نه هېڅکله نه !
آيا دوی له پښتنو زيات اسلامي دي ؟ نه هېڅکله نه ! آيا دوی له پښتنو زيات دملي وحدت پلويان دي ؟ نه هېڅکله نه ؟ آيا دوی تر پښتنو زيات په وطن سر ورکوي ؟
نآ آ آ آ آ هېڅکله نآ آ آ آ !
هغوی او هر معقول خوځښت د خپلو قومي موخو له پاره ټول افغان شموله پوښښ ته اړتيا لري او افغانشموله پوښښونه اسلام دی، ملت دی او دموکراسي ده !
هر افغان حق لري چې ددوی په قومي خوځښتونو نيوکه وکړو چې په نوم کې يې اسلام دی خو کار يې اسلامي نه دی ، په نوم کې يې ملي شته خو دغه اوهغه کار يې ملي نه صرف قومي دی او همدا رنګه په نوم ولسواک دی خو دغه او هغه او يا هغه حرکت ، هدف يا تبليغ يې زهرجن او د ولسواکۍ پر ضد دی !
ددوستم سازمان د ملي اسلامي انقلاب په نامه ياديږي ، خو کارونه يې تر اوسه پورې نه ملي ، نه اسلامي او نه هم انقلابي کړي دي ، ټول تنګ نظره قومي انحرافات دي ! خو د سياسي مشروعيت له پاره دېته اړ دي چې دخپل قومي سازمان له اسلامي توب، ملي توب او انقلابي توب څخه دفاع وکړي او کوي يې !
که نه نشي کولای خپل غړي د جمهورې رياست ټاکنو ته کانديد کړي او يا پارلمان ته د ازبکيزم او ترکمنيزم په نامه کانديد وړاندې کړي !
همدا شرطونه او همدا هدفونه بالاخره قومي سازمانونه هم دېته اړباسي چې په ملي اسلامي او دموکراتيکو سياليو کې واقعا ملي، واقعا اسلامي او واقعا ولسواک دريځونه خپل کړي او د سرتاسري افغان ملت استازيتوب وکړي ، هله که يې ذهنا غواړي او که نه په عيني ډول قومونه يو بل ته سره نږدې کيږي ، يو پر بل باور او اعتماد پيدا کوي او د ملي وحدت په لوري ګامونه پورته کوي !
که تر هغې پورې قومي سازمانونه او تنظيمونه کارونه وران هم کوي خو خوله سمه خوځوي او داسمه خوله يې په سياسي تعاملاتو کې د سم کار مسوليت ورپه غاړه کوي او د سم (= ملي، اسلامي او ولسواک) عمل ګامونو ته يې اړباسي ، که نه په ملي کچه تجريد او محوه کيږي !
نو که تاسو غواړئ چې پښتانه په خپلو کې يو موټی شي او د پښتون ، پښتو او پښتنې کلتور او هويت څخه دفاع وکړي نو کولای شئ
( د پښتنو اسلامي او افغاني انقلاب ) نوم پرې کيږدئ چې هم عام افغاني اسلامي وي او هم له خاص پښتون قام سره تړلی وي ، په کوم سره چې پښتانه
دغسې عام سراسري افغاني اسلامي انقلاب ته ښه هڅېدلای شي ! دلته به انقلاب عام وي او د نورو ورونو قومونو ملاتړ هم غوښتلای شي خو حامل او عامل انقلابيون به يې په خاصه توګه پښتون قوم وي . بيا به
وګورې چې د پښتون د يوموټې کيدو او برياو ته په کتو سره به هر تاجک ، هر ازبک هر تکمن ، هزاره او نورستانی او بلوڅ به درته رامنډې وهي اوپه دې عام انقلاب کې به د پښتون سره اوږه په اوږه دريږي او د پښتون هزاره تاجک او نو رو قومونو محض توپير به هم له منځه ځي او واقعي ورورولي به پيليږي انشا الله !
هيله لرم ټول اسلامي، ملي او ولسواک ليکوال د خپل اند څرګندونه له مونږ څخه ونسپموي . والسلام


larghonay laraway
05.12.2011

بښنه غواړم چې ځوابونه ليکم خو د درانه پتوال صيب خبره د اندونو بشپړاوی به يې وبولو!
قرآني صيب ليکلي:
[quote:8d1f27cfb5]دوهم زمونږ د انقلاب بنسټ اسلامي دی یعنې ټول اسلامي ارزښتونه او اساسات به په پام کې نیول کیږي، په غربي یا شرقي دیموکراتیکو اصولو به بناء نه وي البته د اسلامي اصولو سره په مطابقت کې په یوه منتخبه شوری او امیر عقیده او باور لرو.[/quote:8d1f27cfb5]
راځئ چې په زوره ځان له نړيوال کلي ونه باسو. دا خو روښانه خبره ده چې پښتانه مسلمانان دي او له پښتني انقلاب څخه زمونږ هدف هيڅکله هم دا نه دی چې مونږ خدای مکړه د پښتون له نامه څخه د نورمحمد تره کي غوندې غلطه يا د انورالحق احدي غوندې يوازې د ځان په ګټه استفاده کوو! خو د امارت چورتونه نن سبا مثمر نه دي. ځکه په نړۍ کې يوازې مونږ مسلمانان نه يو نور ښه تکړه مسلمانان هم شته چې هغوی په خپلو هيوادونو چارواکي دي، مسلمانان دي او د نړۍ له اوسنيو سيسټمونو څخه ګټه اخلي. مونږ خو حتی اسلام هم د مدينې،الازهر، ديوبند، حقانيه، سرحد او نورو څخه زده کوو او تر دې دمه به مو نه وي اوريدلي چې د کوم بل وطن خلک دې مونږ ته د اسلام زده کړې لپاره راغلي وي نو ايا هغه ټول کافر دي؟ نه هيڅکله نه خو هغوی غواړي چې د نننۍ نړۍ سره سم شي او په دې هيڅوک هم نه کافر کېږي!
نو د پښتني انقلاب موضوع ته راځم. مونږ دا منلې چې پښتانه مسلمانان دي خو په خپل وطن کې له ادمه تر دې دمه له خپلو حقونو محروم دي او حتی د پښتون په توګه يې سپکاوی شوی او کېږي.
د انقلاب يا بدلون هدف په ريښتونې معنی بدلون راوستل وي او بس! دا چې پښتانه مسلمانان دي نو د څه شي بدلون په کې راولئ؟ چې انقلاب ته اړ شي؟
په دې خو سره پوهېږو چې د يو هدف هم دا نه دی. نو راځئ د هغه بدلون لپاره پاڅون وکړو چې ورته اړتيا لرو. اسلامي اړتيا مو پوره ده، له اسلامه چا محروم کړي نه يو او پښتني – سياسي او حقوقي اړتيا مو رانه غصب شوې ده راځئ د پښتانه په نوم د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره انقلاب راولو. اسلامي انقلاب ته هغه وخت اړتيا ده چې له مونږ څخه چا جومات، مدرسه او دين غصب کړی وي خو داسې نه ده!
بله دا چې بهر به هم نه ځو او په همدې افغانستان کې به يې له نورو غير پښتنو زده کړو! د جمعيت اسلامي، وحدت اسلامي او جنبش اسلامي په نامه ګوندونه دي چې مطلق د خپلو قومي حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او ټول سره يو دي هغه که په عقيدوي لحاظ سره يو دي او کنه خو په قومي لحاظ سره يو دي نو ځکه خو يې خپل حقونه څه چې ترلاسه کړې يې دي حتی زمونږ يې هم د ځان کړي دي. باور وکړئ د جهاد او مسلمانۍ ستر دعوه داران هم همدوی دي او د اسلام په نامه حتی له عربي نړۍ څخه هم باج اخلي او د حج او اوقافو وزارت له خوا چې څومره امتيازونه دي هغه د دوی دي. همدسږ کال زمونږ د حاجيانو اکثره معلمان ازبيکان وو!

همدا راز ښاغلي پتوال صيب ليکلي چې :

[quote:8d1f27cfb5]لهذا د پښتنو په انقلاب کې بايد د هغوی ګټې هم خوندي وي!
دغسې عام سراسري افغاني اسلامي انقلاب ته ښه هڅېدلای شي ! دلته به انقلاب عام وي او د نورو ورونو قومونو ملاتړ هم غوښتلای شي خو حامل او عامل انقلابيون به يې په خاصه توګه پښتون قوم وي[/quote:8d1f27cfb5]
دا خو بيا کوم انقلاب نه شو بلکې د کرزي صيب حکومت شو او يا د ګلبدين تنظيم!
زما په نظر غير پښتانه هيڅ اړتيا نه لري چې د پښتنو په حشر ورګډ شي. ځکه ما مخکې هم وويل چې دوی تر خپلې اندازې هم ډېر څه ترلاسه کړي او په واک کې دي. ما خو په يو پښتني ولايت کې هم کوم ځوان ونه ليدو چې له تاجيک، ازبيک، هزاره او يا بل څخه يې يو شکيدلی پکول هم اخيستی وي خو په افغانستان کې همدغه غيرپښتانه دا لس کال د پښتنو د ځمکو، منقولې او غير منقولې شتمنۍ په غصب بوخت دي حتی کله کله خو د بې ناموسۍ او جنسي تېريو ډنډورې هم تر غوږو کېږي. باور وکړه د کرزي په دوره کې د پښتنو دومره سپکاوی شوی چې حد يې نشته خو پښتانه د خپلې پښتنو له امله په خوله لاس ږدي او چاته نه وايي. نو اوس تاسو قضاوت وکړئ چې غير پښتانه ولې خپل سياسي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي ګټلي موقفونه له لاسه ورکړي او زمونږ په انقلاب راګډ شي؟
هيڅ کله به هم داسې ونه کړي او داسې تمه هم بايد ونه شي!
مونږ له غير پښتنو څخه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو انقلاب راولو انقلاب ته اړتيا لرو او بس!
يوه بله خبره چې غلط فهمي ونه شي هغه دا ده چې زه د اسلامي انقلاب او اسلامي نظام مخالف نه يم خو په دې بحث کې د انقلاب څخه زما هدف پښتني انقلاب دی چې بايد دا زاړه دودونه نور په بل مخ ور واړوي چې پښتون مجبور دی چې خامخا بايد په پاړسي پوه شي ځکه چې بيا يې نه څوک په ښار او بازار کې پرېږدي اونه په دفتر کې.


سلامونه

tandar
05.12.2011

دريواړو پتوال صيب،قراني صيب او لاروي صيب ته سلامونه
لکه دازه چه ستاسو ليکنو ته متوجه شوي يم داسي به ډير نور خلک هم ورته متوجه شوي وي
په ډيره اساسي موضوع مو بحث روان کړي دي دلوستلو وړ دي خو چه دعمل په صحنه کي پياده شي
دلاروي صيب ورستي ليکنه چه ژوندي مثالونه لري دقدر وړ ده
اوس څه بايد وشي ؟
له چا او له کوم ځايه او په کوم ترتيب او تنظيم سره دا ځپل شوي قوم سره يو ځاي او په يوه خوله شي؟
زما په نظر دقراني صيب ،پتوال صيب او لاروي صيب په نظرونو کوم اخطلاف نه وينم ،هدف ټول يو دي
دخپلو نظرنو دعملي صحني په هکله بايد څه وړاندي شي ځکه ډيري خبري خو سر ې يو دي ،چه اخر ترينه دبسوګي واده جوړ نه شي هههها خبري به وي عمل به نه وي
خبره ميدان ته کړي او دعمل جامه ورواغوندي
مننه


پتوال
05.12.2011

السلام عليکم و رحمة الله !

که د لاروي صيب هدف د پښتنو تشکل او داسې يو ګوند وي چې ددوی د هر رنځ دارو لټوي که هغه ستونزې سياسي وي که اجتماعي او که کلتوري
نو دا ډېره ښه خبره ده ، ډيره پرځای ، حياتي ، اړينه او مشروع خبره . باور لرم که د پښتنو تشه يوه حق غوښتونکې اتحاديه هم جوړه شي
پښتانه به پرې راټول شي او خپلې ټولې روا هيلې به ورپورې وتړي او د مبارزې ډګر به تود کړي ! نو بيا ښه همدا ده چې دغسې يو حقوقي
محراق جوړ شي او پښتانه پرې لکه پتنګان راوڅرخي ! د انقلاب ، اسلام ، ملت اوولسواکۍ نوم مه ورکوئ ، ځکه چې دا هر کميس په دوی
ډير لوی او ډېر اوږود دی، نو صرف يو سوله ييز جوړښت وي چې

[color=blue:d4788fc368]د ټول پښتون د حق پوښتنې او حق غوښتنې سازمان ![/color:d4788fc368]
وي او بس !
له ټول پښتون څخه مې مطلب پرې د ټول پښتون يوموټی کول دی،
که لر دي او که بر حقوق د ټولو پايمال دي او د پير روښان غوندې يو واحد غورځنګ ته ضرورت لري چې ټول پښتانه سره يو کړي !
که د حق پوښتنه او غوښتنه وي نو دا حق هم د اسلام له پلوه ، هم د ملي زاويې څخه او هم د دموکراسۍ او بشري حقوقو له مخې له هر ممکن اړخ څخه
روښانه کېدای او غوښتل کېدای شي . نو راځئ چې په همدې نامه يې راپيل کړو ، درې پښتانه چې سره راغونډ شي يو په کې مشر ټاکي
او دا اسلامي او شرعي لار هم ده چې حتی په لاره درې تنه مسلمانان سره يو ځای کيږي يو به په لاره مخکې کوي ! مهمه داده چې دا مشري
د معلوم فرصت او محدودې دورې له پاره وي او د غورځنګ يا سازمان د پياوړتيا له پاره بيا بيا انتخاب شي ، نور نو د باوري صاحب
خبره له عملي ګام څخه يې بايد راپيل کړو او په لوی خدای تکل وکړو ! ومن الله التوفيق !


م . ق
05.12.2011

[quote:d7cd4e8a55="larghonay laraway"]د انقلاب يا بدلون هدف په ريښتونې معنی بدلون راوستل وي او بس! دا چې پښتانه مسلمانان دي نو د څه شي بدلون په کې راولئ؟ چې انقلاب ته اړ شي؟
په دې خو سره پوهېږو چې د يو هدف هم دا نه دی. نو راځئ د هغه بدلون لپاره پاڅون وکړو چې ورته اړتيا لرو. اسلامي اړتيا مو پوره ده، له اسلامه چا محروم کړي نه يو او پښتني – سياسي او حقوقي اړتيا مو رانه غصب شوې ده راځئ د پښتانه په نوم د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره انقلاب راولو. اسلامي انقلاب ته هغه وخت اړتيا ده چې له مونږ څخه چا جومات، مدرسه او دين غصب کړی وي خو داسې نه ده!
[/quote:d7cd4e8a55]

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
ډیره بخښنه غواړم، خبرې اوږدول نه غواړم ځکه ستاسو خبرې هراړخیزې او بشپړې دي چې نورې بخۍ پرې دپاسه نه کیږي خو خپل اند درسره شریکوم.
منو چې پښتانه مسلمانان دي او د دین بدلون یې مونږ نه غواړو، خو د اسلامي انقلاب هدف په پښتنو کې د اسلام نظام حاکمول او د یوې اسلامي ټولنې ټولې غوښتنې پوره کول دي.
اسلامي اړتیا زمونږ داده چې پښتانه د خپلو دیني ارزښتونو څخه لېرې شوي دي ځکه خو په یو مرکز راټولیدل یې ناشوني شوي دي، په پښتنو کې غربي تمدن نمو کړې ده چې مونږ غواړو پښتانه بیرته اسلامي تمدن ته راوګرځي، او پښتني ټولنې څخه ټول فسق و فجور، بې دیني او نورې اسلامي سرغړونې له مینځه لاړې شي.
کچیرته زمونږ انقلاب هم لکه د ایران غوندې اسلامي وي، نو نه یواځې داچې د ملي ارزښتونو څخه به برخمن وي بلکه دټولو پښتنو او مسلمانانو دستاینې، تاید او همکارۍ وړ به وي، حساسیتونه به هم نه راپاروي او په ضمن کې به د پښتنو د ټولو حقوقو تضمین هم کوي، نو مونږ باید یو جامع هدف وټاکو چې په هغې کې ټول جزئیات شامل وي، او که مونږ دغه انقلاب وړوکی او محدود کړو نو نه یواځې داچې غیر موثر به وي بلکه نور ډیر حساسیتونه او منفي عکس العملونه به راوپاروي.
د پښتو او پښتنو لپاره ډیر دیموکراتیک او نشنلست تحریکونه جوړ شوي دي لکه د ډاکټر کبیر ستوري ګوند، د شمس الهدی شمس ملي مترقی ګوند، پښتونخوا ملي عوامي او داسې نور،،،، خو د هغوﺉ د ناکامۍ باعث څه شی دی؟ همدا چې د پښتنو هغه اسلامي ارزښتونه یې په پام کې نه دي نیولي چې په پښتنو کې ژورې ریښې او اثر لري.
کچیرته انقلاب ملي او اسلامي وي نو د اسلامي نقطه نظر نه جمهوري ارزښتونه هم پکې رانغاړل کیږي ځکه نو تاسو د ولسواکۍ په هکله فکرمند مه اوسئ، اسلامي منتخبه شوري یعنې پارلمان او منتخب امیر یعنې جمهور رئیس په اسلامي او اصولي ، متفقه توګه د ولسواکۍ تضمین او تامین کوي.
نو راځئ ددې لپاره چې په یوه جامعه، مکمله او هراړخیزه نقطه باندې متفق شو او هم تر ټولو زیات موثر او عملي وي نو دا انقلاب د [color=blue:d7cd4e8a55](ټول افغان ملي اسلامي انقلاب)[/color:d7cd4e8a55] په نوم ونوموو او په همدې بسم الله کړو،،،که څوک ددې سره متفق نه وي نو بیا به ددې لپاره رایې واچوو او د هغې نه وروسته به بیا د مؤقت امیر ټاکلو لپاره رایې واچوو انشاء الله تعالی.

وما توفیقي الا باالله.

ورور مو مبارز قرآني


پتوال
05.12.2011

درنو ليکونکو او لوستونکو
پر تاسې سلامونه سلامونه او بيا هم سلامونه !

قراني صيب خو نام خدی خبره له پښتون نه افغان ته څه چې ټول افغان ته ورسوله او لاروي صيب له مقابلې خوا له افغانستان څخه افغان او له افغان نه
بيرته پښتون ته راورسوله !
ددې ګټې هر يو پخپله او زيانونه يې بل ور بيان کړل . او دا حقيقت دی چې څه شی ګټه لري زيان به هم ور سره ملګری وي او هېڅ زيان به هم
بې ګټې نه وي ، خو ! او دا [color=orange:a3d4584bd9]خو[/color:a3d4584bd9] يې ډيره مهمه ده :
ځکه چې بي بي زيانه ګټه او بې ګټې زيان هم نشته . نو

[color=blue:a3d4584bd9]چې ګټه يې څومره ډيره او زيان يې څومره لږ وي هغه به ټاکو ![/color:a3d4584bd9]

د اسلام له نامه څخه ډيرې ناوړه استفادې شوي دي او د خلق له ګوند پرته بل داسې تنظيم او سياسي ګوند نه دی جوړ شوی چې د اسلام نوم يې
په نامه کې نه دی ځآی شوی او دې ټولو ترې سؤ استفاده کړې ده ، نه يواځې د ګوند او تنظيمونو مشرتابه ، بلکې د هغوی بهرنيو حاميانو
يې ترې لا ډيره ناوړه سياسي ګټه پورته کړې ده او د همدې ناوړو ګټو په کچه دوی ضد ملي ، خاين او جنايتکار ګوندونه او تنظيمونه ثابت شوي دي !
سره لدې هغه مزايا، ځواک او انرژي چې په اسلام کې شته په بل هېڅ معنوي سيستم کې نشته ! نو د اسلام په نامه هېڅکله د ګوند يا غورځنګ
په نوم ، موخو اوهدفونو کې صرف نظر نشو کولای او د ګوند لومړی هدف ، معيار او نچوړ به اسلامي وي !
کله چې خبره افغان او افغانيت ته هم رسيږي او صرف نظر پرې نشي کېدای نو د افغان افغانانو يا افغانيت کلمی په
يوه کلمه [color=blue:a3d4584bd9]ملي[/color:a3d4584bd9] کې خلاصه کيږي . د ملي يا ملت له کلمې څخه دومره ناوړه ګټه نه ده پورته شوې لکه څومره چې
په تيرو ٣٠ -٤٠ کالو کې د اسلام له سپېڅلې کلمې څخه شوې ده ، صرف همدومره چې ملي ملي ويل شوي خو پلي شوي نه دي
او په عمل کې يې چا پروا نه ده ساتلې !
هو ، هغو په خپل نامه کې ملي هم درلود دنورو په نسبت ترې بهرنيانو سؤ استفاده نه ده کړې ، افراطي نه وو او نسبتا معتدل پاتې شوي دي
خو له همدې کبله د دوښمن د پام وړ هم نه وو، ولې هغوی چې د اسلام په نامه څوره افراطي وو همغومره د ملي او ملت د کلماتو پر ضد هم وو او همغومره
ددوښمن په چوپړ کې ښکېل هم شول !
نو له اسلام وروسته ملي ارزښتونه مطرح دي بايد د اسلام تر څنګ د ملي کلمه د دويم معيار په توګه ور سره مل اوسي !
همدارنګه انتخابي ولسمشر ، انتخابي شورا او شورايت هم يو اسلامي اصل دی او زمونږ غوښتنه له ولسواکۍ نه هم همدغه انتخابيت
د ولسمشر ، ملي ، ولايتي او محلي شورا ګانو دی ، چې د جمهوري په کلمه کې خلاصه کيږي . نو د ټول پښتون له پاره لازمه ده چې د پښتنو غورځنګ
بايداو بايد

[color=blue:a3d4584bd9]د لوی افغان ملي اسلامي جمهوري غورځنګ ! [/color:a3d4584bd9]

په نامه ونومول شي، څو د ټول لر او بر افغان د يو والي، آزادۍ او نورې اوسنۍ او راتلونکي ستونزې ټولې پرې کاندي !
[color=red:a3d4584bd9]دا نو د بر او لر افغانستان آزادي غواړي او له دې ځايه به له طالبانو سره سر له اوسه اتلاف ته چمتو اوسي ![/color:a3d4584bd9]
[color=blue:a3d4584bd9]ستاسو د نظر په هيله ![/color:a3d4584bd9]
[color=yellow:a3d4584bd9]والسلام[/color:a3d4584bd9]


م . ق
06.12.2011

[quote:1e609b1abc="پتوال"]
[color=blue:1e609b1abc]د لوی افغان ملي اسلامي جمهوري غورځنګ ! [/color:1e609b1abc]
په نامه ونومول شي، څو د ټول لر او بر افغان د يو والي، آزادۍ او نورې اوسنۍ او راتلونکي ستونزې ټولې پرې کاندي ![/quote:1e609b1abc]

سلامونو ته مو وعلیکم السلامونه او زمونږ سلامونه، احترامونه او نیکې هیلې هم ومنئ.

وبخښئ دلته یوه ملاحظه لرم او هغه ده د لوی افغان ټکی او د هغې ټکي لاندېنۍ شرحه.
دا خو ښکاره ده چې هر کار چې مخکینی بنیاد ونه لري نو د هغې اساس باید له صفر څخه شروع شي او د بنیاد د بریالیتوب په صورت کې ورته نوره پراختیا ورکړل شي چې هغه پراختیا به د حالاتو او شرایطو په نظر کې نیولو سره مرحله وار او ګام په ګام پرمختګ وي.
اوس مونږ د افغانستان په سطحه داسې یو واقعي ملي او اسلامي غورځنګ څه چې یوه وړه اداره هم نه لرو نو څرنګه کولاي شو چې د بنیاد کیښودلو نه مخکې داسې یوه لویه نقشه جوړه کړو چې په خپل هیواد کې د پلي کیدو نه لا دمخه د ټولې سیمي سیاست لوبوي او لوي سیاسي دښمن قوتونو ته ګواښ پیښوي ترڅو هغوي په خپل وخت اقدام کولو سره دا نقشه په کاغذ کې هم له مینځه یوسي.
نو زما په اند د عملي سیاست تقاضا دا ده چې باید لومړی پیل له خپل هیواد څخه وکړو نو داسې به بین المللي غبرګونونه هم راونه پاروي او حقوقي ارزښت به هم ولري، فلهذا زه له پیله د لوي افغان ټکی نه تایدوم البته په وروستني پړاو کې دا کار مناسب دی.
که د ټول افغان د لفظ په اړه کومه ستونزه موجوده وي نو ټول پښتون ورته وټاکئ، اګرچې د جمهوري ټکي ته هم اړتیا نشته ځکه هسې اوږودوالی دی او دغه معنی په ملي او اسلامي کې رانغاړل کیږي،،، خو بیاهم زه ورسره مخالفت نه کوم.
نور محترم ورونه دې هم خپل نظر څرګند کړي.

[quote:1e609b1abc="پتوال"]
[color=red:1e609b1abc]دا نو د بر او لر افغانستان آزادي غواړي او له دې ځايه به له طالبانو سره سر له اوسه اتلاف ته چمتو اوسي ![/color:1e609b1abc]
[/quote:1e609b1abc]
دا به څرنګه ائتلاف وي یعنې په کومه برخه کې؟ پداسې حال کې چې مونږ خپل نوم جمهوري او ملي ټاکلی دی او هغوي جمهوري او ملي سیاست ردوي بلکه پداسې امارت باور لري چې هغه د سلطنت او آمریت یو شکل دی نو دلته زمونږ او دهغوي ترمینځ اساسي نظریاتي او فکري اختلاف دی البته دغه ائتلاف د حزب اسلامي سره شونی دی ځکه هغوي په جمهوري ارزښتونو باور لري چې زمونږ سره په فکر او نظریه کې یوڅه ورته والی لري.

ستاسو د درنو او ارزښتمنو اندونو په هیله.

په درنښت
ورور مو مبارز قرآني


سلامونه

tandar
06.12.2011

سلامونه
که واقعا خپل ملت او خاوري ته له ايمانه او وجدانه خدمت موهدف وي نو په يوه مدور ميز سره کښيني او دخپل افغاني او غيرتي ملي اخلاص نه يو نوي تاريخ خپل راتلونکي نسل پريږدي بيا نو په کي ډيري خبري په کار نه دي
راټول شي او خپل غږ په نره سره پورته کړي
هغه خپله وجداني وظيفه خو به مو په عمل کي دخپل ملت او خاوري لپاره اجرا کړي وي
چه مونږه هم خپلي خړي څپلي په پښو کړو او شاته درپسي روان شو
ديو واحد لو ي او ازاد افغانستان په هيله
تندر


Re: سلامونه

م . ق
07.12.2011

[quote:3c15e241fd="tandar"]سلامونه
که واقعا خپل ملت او خاوري ته له ايمانه او وجدانه خدمت موهدف وي نو په يوه مدور ميز سره کښيني او دخپل افغاني او غيرتي ملي اخلاص نه يو نوي تاريخ خپل راتلونکي نسل پريږدي بيا نو په کي ډيري خبري په کار نه دي
راټول شي او خپل غږ په نره سره پورته کړي
هغه خپله وجداني وظيفه خو به مو په عمل کي دخپل ملت او خاوري لپاره اجرا کړي وي
چه مونږه هم خپلي خړي څپلي په پښو کړو او شاته درپسي روان شو
ديو واحد لو ي او ازاد افغانستان په هيله
تندر[/quote:3c15e241fd]
سلامونه او احترامونه،
بس تندر صیب ته مو مشر شوې، اوس ستا کار دی چې څرنګه مو په یو میز سره کښینوې، د کوم ځاي څخه یې راپیلوې او څنګه یې راپیلوې؟
زه عملي ګام پورته کولو ته چمتو یم خو اوس ستاسو د مشرانو کار دی چې مونږ څنګه رهبري کوﺉ، زما عمر خوکم دی او ستاسو هومره عملي تجربه نه لرم، ښایي ستاسو د ۲۶ یا ۲۷ کلنو ځامنو په عمر وم ځکه نو زه د لومړي ګام پورته کولو جوګه نه یم.
ستاسې د بریالیتوب او مشرۍ په هیله

په درنښت
قرآني


سلامونه

tandar
07.12.2011

سلامونه او احترامونه ټولو ازاديخواهانو خصوصا قراني صيب پتوال صيب او لاروي صيب ته
د نظر څخه مو مننه ،بيا واې چه عقل نه به ريش است نه به سال
زه چه ستاسو ، پتوال صيب او لاروي صيب غوندي پوهان په سياسي ،علمي،اسلامي او کلتوري برخو کي چه ټول افغان ته ثابته ده ولرم نو زه ځان دمشري وړ نه بولم
ستاسو پوه او نظر سره د احساسه، خپل مذهب ته ،خپلي خاوري ته او خپل ملت ته نه زما له نظره بلکه دواقيعت له رويه او ستاسو دتحريري اسنادو له رويه چه هره ورځ په ټول افغان کي ثبت کيږي او په راتلونکي کي يو چا ته قناعت بخش دلائل وړاندي کولاي شي نو په دي به زه او داځپلي ملت افتخار وکړي چه يو ځان مشر او دا دغيرت غږ پورته کړي
نيلسن مانديلا،، جنوبي افريقا،، ٢٨ کاله په زندان کي تير کړه مګر دتورپوستو حق ې غوښتلو او بريالي شو
مونږ خو تر اوسه ازاد ګرځيږو تر اوسه دasi اوياcai اجينټانو او يا دساختګي مارشال فهيم سګباز بدماشانو نه يو نيولي ،بيا داسي يو نابغه کارته اقدام چه په هغي کي دټول ملت افتخار پروت وي که سړي پري مړ هم شي هغه تر ابده ژوندي دي
په ټول افغان کي دياسين پخول زمونږ څخه چا نه دي وړي مګر دعملي صحني لپاره فداکاري او قوي عذم په کاردي که واقعا دسړي په وينه کي دااحساس وي؟
زما له خوانه پتوال صيب، لاروي صيب او تاسو ٣ واړه مشران ې ځکه دغه پروګرام او ،نظر او دځپلي ملت ددردو په خاطر ،،ملي يااسلامي انقلاب او قيام،، تاسو ورته خاص عنوان ورکړي دي ،ډير عالي ، زما غوندي په زرهاو رنجيدلي انسان ددغسي حرکت هرکلي کوي
زه په دغه غږ پورته کولو سره هم افتخار کوم ،يو احساس د انسان دحق او واقعي هيلي سره راپيدا کيږي ، داچه دوطن په اشغال اودملت د بدبختي په خاطر يواځي زه نه کړيږم داسي نور ازاديخواهان هم شته چه له مانه زيات رنج وړي
اوس راشي دعمل صحني ته ،تر څو به دزړه ويني خورو؟
زما خړي څپلي په پښو او دخمتا څادر مي په اوږو دي تر مرګه هم درسره ولاړ يم
ديو با ننګه تاريخ ژوندي کونه او جوړونه دخپلي خاوري او ملت په نوم جهان ته او راتلونکي نسل ته فداکاري غواړي ولو که دسر په قيمت هم وي
دابه د ځان او دملت افتخار وي
ما خو دپتوال صيب په کابينه کي ديو کم وخت لپاره د وزارت دفاع خواست کړي و فقط چه دپنجابي نه لنګ لري کړم او سم انساني کالي ورواغوندم
ديو ازاد او لوي افغانستان په هيله


پتوال
07.12.2011

[quote:55eeb8d37d]وبخښئ دلته یوه ملاحظه لرم او هغه ده د لوی افغان ټکی او د هغې ټکي لاندېنۍ شرحه.
دا خو ښکاره ده چې هر کار چې مخکینی بنیاد ونه لري نو د هغې اساس باید له صفر څخه شروع شي او د بنیاد د بریالیتوب په صورت کې ورته نوره پراختیا ورکړل شي چې هغه پراختیا به د حالاتو او شرایطو په نظر کې نیولو سره مرحله وار او ګام په ګام پرمختګ وي.
اوس مونږ د افغانستان په سطحه داسې یو واقعي ملي او اسلامي غورځنګ څه چې یوه وړه اداره هم نه لرو نو څرنګه کولاي شو چې د بنیاد کیښودلو نه مخکې داسې یوه لویه نقشه جوړه کړو چې په خپل هیواد کې د پلي کیدو نه لا دمخه د ټولې سیمي سیاست لوبوي او لوي سیاسي دښمن قوتونو ته ګواښ پیښوي ترڅو هغوي په خپل وخت اقدام کولو سره دا نقشه په کاغذ کې هم له مینځه یوسي. [/quote:55eeb8d37d]
د افغان له نوم نه خو دوښمن هم انکار نه کوي آن تر دې چې د پښتونخوا پر ځای يې افغانيه نوم هم پښتونخوا ته ورکولو . نو له دې نه څ،ک هم انکار نه کوي چې تر آباسينه پورې اوسېدونکي افغانان (پښتانه) دي اوتر آباسينه پورې د پښتنو وطن هم بولي ! نو له قوم او خاورې نه يې دوښمنان هم انکار نه کوي ، چې له امو تر آباسينه د افغانانو ټاټوبی دی .
داچې ټول افغانستان نه دی او يوه برخه افغانان او د هغوی افغاني ټاټوبی په پاکستان کې پروت دی دا بيله خبره ده !
مونږ اوس ددولت يا مملکت د يووالی ادعا نه کوو ، مونږ د قام او خاورې يووالی د افغانانو د طبيعي ټاټوبي ، وطن او ميهن په توګه غواړو
نه دسياسي قلمرو په حيث ! د سياسي يووالی خبره بله او بيله ده او هغه د شرايطو پورې اړه لري ! لکه پاکوستان چې ملي ايديالوژي نه لري د اسلامي ايديالوژۍ په پلمه وايي چې مونږ به افغانستان مدغموو ، ولې سياسي عمل خو په دغه اساس نشي کولی، مونږ ملي ايديالوژي لرو او وايو چې لره پښتونخوا د افغانستان برخه وه او بيرته هم بآيد شي ، ولې سياسي عمل پرې نشو کولای ، ځکه چې پښتونخوا د پاکستان په دولتي ساحه کې ښکېل ده ، البته سياسي اړيکې مو ددولتونو ترمنځ عادي دي ، خو ايديالوژيکي تضاد سره لرو او دا به دوام کوي تر څو چې مو خپله خاوره ترې په دولتي کچه نه وي تر لاسه کړي !
په ايديالوژيکي مبارزه کې نو اختر پټ مېړۀ نه دی ، په ښکاره نارې وهو چې تر آباسينه پورې زمونږ افغانانو خپله وطنيخاوره ده
او زمونږ ورونه افغانان (پښتانه) په کې هسوګن دي ! له دې نه خو هېڅوک هم انکار نشي کولای ، ملل متحد ترې انکار نشي کولی
ناتو روس او امريکا هم ترې انکار نشي کولای ، نو مونږ به ترې ولې انکار کوو ؟؟؟؟ له څه نه چې انکار کيږي هغه د افغانستان ددولتي حاکميت
څخه انکار دی چې په لره پښتونخوا او ددډيورن له منڅوسې کرښې کښته يې نه مني !
نو کله چې مونږ د لوی افغان دغورځنګ خبره کوو مطلب يې اوس دافغانستان ددولتي حاکميت يادول نه دي ! بلکې د لوی افغان ولس
د پيوستون او همبستګۍ يادونه ده ! لوی افغان يو شی دی او لوی افغانستان بل شی دی ! ملت د لوی افغان يووالی غواړي او دولت د لوی افغانستان
يووالی ، تر څو چې دولتي قدرت نه وي تر لاسه شوی د لوی افغان اسلامي جمهوري غورځنګ له پاکوستان څخه د لوی افغانستان د يووالی ادعا نشي کولای او که يې وکړي سياسي ادعا نه بلل کيږي !
ستاسو دا خبره ډېره سمه او په زړه پورې ده چې :
[quote:55eeb8d37d]دا خو ښکاره ده چې هر کار چې مخکینی بنیاد ونه لري نو د هغې اساس باید له صفر څخه شروع شي او د بنیاد د بریالیتوب په صورت کې
ورته نوره پراختیا ورکړل شي چې هغه پراختیا به د حالاتو او شرایطو په نظر کې نیولو سره مرحله وار او ګام په ګام پرمختګ وي.[/quote:55eeb8d37d]

زمونږ او ستاسې هدف بايد همدغه اساس رامنځته کول وي چې ستاسو په وينا د حالاتو او شرایطو په نظر کې نیولو سره مرحله وار
او ګام په ګام پرمختګ کوي ، خو په عين وخت کې به اشغالګرو پر ضد پراخه سوله ييزه ملي او اسلامي مبارزه هم پر مخ وړي !

له طالبانو او هر بل وسلوال اپوزيسيون سره اتلاف :
[quote:55eeb8d37d]
دا به څرنګه ائتلاف وي یعنې په کومه برخه کې؟ پداسې حال کې چې مونږ خپل نوم جمهوري او ملي ټاکلی دی او هغوي جمهوري او ملي سیاست ردوي بلکه پداسې امارت باور لري چې هغه د سلطنت او آمریت یو شکل دی نو دلته زمونږ او دهغوي ترمینځ اساسي نظریاتي او فکري اختلاف دی[/quote:55eeb8d37d]
دا اختلاف به افغان ولس ته روښانه شي ، چې ISI په ځينو افغانانو کې څومره کار کړی دی او يو هدف هم همدغه وضاحت دی او بس !
د اتلاف غوښتنه به مونږ کوو هم له طالبانو او هم اسلامي کوند او نورو اسلامي جهادي تنظيمونو څخه ، نو د اتلاف شرايط به هم مونږ ورته ټاکو ،
په کوم کې چې هم ملي هم اسلامي او هم جمهوري معيارونه ځای په ځای شوي وي !، دا چې دوی افغانان سره يوموټی نکړل او نه يې يوموټی کولی شي
بيا که دا يو هم راسره اتلاف ونکړي څه پروا نه لري !
خو مونږ به يې حتما اتلاف ته رابولو که رښتيا افغانان يو موټی کول غواړو ، او دا په هر قيمت غواړو حتی که د خپلې او هغوی د ا محا په قيمت هم وي !

دا يواځينۍ سمه سياسي لار ده، او که د سياسي بهرني او داخلي دوښمنانو څخه ويره لرئ نو بيا هماغه دلاروي صيب خبره غير سياسي لار چې
د پښتنو د حقوقو د اعادې او يووالی غورځنګ رامنځته کړو که غټ او څپاند شو او قدرت ته ورسيدۀ هله به بيا مجبور وي چې سياست
هم وکړي او سياسي هدفونه هم ځان ته وټاکي ! بيا نو ((هغه ساعت او هغه مصلحت ))!

د تندر صيب دغوښتنې په تړاو دومره ويلی شم چې هو مونږ په ټ،ل افغان کې خپل ياسين پوخ کړی، ددې له پاره چې عمل ته وړاندې شو بايد
يوه مصممه پاکه او پوه کسان سره لاسونه ورکړو ، د افغانستان د ستونزې د حل په اړه کنفرانسونه جوړ کړو او په تلويزيونونو کې يې نشر ته وسپارو،
عملي لاريونونه تنظيم کړو او په داخل او خارج کې يې رهبري کړو او غور حنګ ترې جوړ کړو انشا الله !
والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more