د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

ټوقې ،موقې

پښتون.
05.12.2011

تاسي لیکئ ،زه ئی لولم.


سلامونه

tandar
05.12.2011

سلامونه
ياره پرون راته يو موالماني مو ټروان مي د بيلداخبار راکړو چه دا وګوره
يعني نن دافغانو ښځي له چادر ي وتلي حتي موډل ګرځيدلي
ورور ه په اخبار کي موډل افغاني چه په دوسولدورف کي ژوند کوي د زوهره اسمائيلي په نوم ياديږي چه اول ې دوطن قيصي دچادري سره کړي او بيا د چکوسلواکيا له لاري المان ته او نن ې دځان په تجارت سره ٦٠٠٠٠ يورو بالاپوش او الماس په ګوته او نور لوڅ عکسونه چه وګوري ،بس لاتري ې ختلي ده هههها
ګوګل ته دغه نوم ورکړه په خپله ې ويني
مامي ځوي ته وويل چه داعکسونه او ليکنه راته سکن کړه او دلته ې راوړه خو هغه وخت نه لرلو ، موضوع دکتلو وړ ده اندام وګوره ياره
خلکو ميلي وکړي مونږ هسي زاړه شو ههههها
داکه اشغالګر پاتي شول ټول وطن ته به دغه حالات راشي
خداي مودي نوره پرده وکړي
تربيا


پښتون.
05.12.2011

تندر صیب سلامونه!
ههههههههههههههههه ځه، خداي پاک دې ترینه ساته،هم د ایمان نقصان او هم د روغ ځان نقصان. څه مزې به ئی کړی وي،هغه څنګه وائی چې هسې د ،،،سرګرداني ده.نو د کتلو نه ئي پرهیز کول پکار دي.
نو تندر صیب!
یره ما خو وویل چې دا به ټوقې موقې وي،،،خو تاسو هغه د پروفیسر رباني پشان ټوقه وکړه.
رباني کوم ځاي وینا کوله(وینا چیرته وه ) ،او د ښځود ارایش او د کالو اغوستلو په هکله ئي د ښځو په ځای سړو ته نصیحتونه کول ،چې دا ښځې داسې سرخي ګانې وهي ،او دا شونډې داسې سرې کوی او د لاس په ګوته به ئی لبسرین تمثیله وه،او داسې غربي موډونه کوي چې صیب غاړه ئي تر نامه بیرته ئی او دا غولانځې ملانځې ئی پکښې بوټی موټی راوتی يي او دا چسپ مسپ پتلونونه به اغوندي چې مخ ته قیچي او شاته هندواڼې ئی پکښې داسې داسې ښکاري،او د لاسو په اشاره ئی، چې دواړه لاسونه ئی د هندواڼو په اندازه خوزول،خو هلته ښځې ناستې نه وی ،ټول سړي ناست و،نویو د ظالم ځوی کوم پکولي ور غږ کړ چې پروفیسر صیب ته مونږ ته نصیحت کوی که دا زمونږه ډنډه پنج جګوی.هههههههههههههههه

نو پاتې شوه د اشغالګرو خبره ،دا د کابل د ښځو د اویا کالو پخوا انځور وګوره.
[img:f9e93552a5]http://www.bravenewwave.com/wp-content/uploads/2009/12/AfghanWomen_40s.jpg[/img:f9e93552a5]
پورته انځور د ۱۹۴۰ عیسوﺉی کال د کابل د عصري ښځو انځور دی.

تندر صیب ښه ورته وګوره کومه یوه ﺉي نه پیژنې ،ښه شوخه ځواني دې تیره کړه او لا خو ځوان ﺉی چې زړه ونه غورځوی.
خداي پاک مو دې پرده کوي ،بعضې دهغوی په وینا(افغانستانیان) البته په خارج کې اکثره ډیر زر ځانونه بربنډه وي او حتې فامیلي سره ډرینکونه هم اوچته وي.
نور به بس کړم چې ځنګه دې له اروپا زړه تور دې داسې مې له ټولې غربي نړۍ زړه تور او بد دې.


پښتون.
30.12.2011

سلامونه!
دا ډیره موده اوشوه چې هیچا دیخوا سر ښکاره نکړ ،دا دې زه بیا پخپله راغلم چې وګورم څه خبرې دي او څوک دلته راغلي دي ،خو خیر هیڅ څوک ندې راغلي او دا چې اوس راغلې یم دا هم زه پخپله یم. هاهاهاهاها
نو درنو ووو نه پوهیږم چې اوس ټول ښاغلي دي او اغلي هم راځي .
وايي چې یوه ښځه د پولیسوحوزې ته لاړه او د پولیسو آمر ته ئی ګیله وکړه چې آمر صیب ،میړه مې دا درې ورځې کیږي چې د کچالوانو پسې لیږلې دی. او تر اوسه کورته ندې راغلی.نو آمر صیب ورته وویلې چې : خیر دې خورې ، خو یوبل څه پاخه کړه کنه.هاهاهاهاهاهاها

دا نو اوس ښه بې عقله د پولیسو آمر و ههههههه د ښځې نه میړه ورک دې او دا ئی د خوراک په غم کې و،
خو په هر صورت ،اوس وخت چې ګورم ډیر غټ ِغټ ژورنالیستان او سیاستپوهان د بیکارۍ له امله د فیسبوک په مخونو او یا نورو مخونو د نورو اړینو تبصرو په ځاي انځورونه نخلوي او بیا پرې یو کرخه تبصره لیکي .
او تبصره هم داسي لیکی : دا وګورئ ،دا څه کوی،دا او دا او هغه خو په اخره کې ئی ههههههههههههههههههه
نو روره بیکاري ده ،چې تاسو ولې دومره په کارونو کې بوخت یاست.؟؟؟
نو تربیا له خیره ،د الله په امان


پښتون:
09.07.2012

دا وګورئ !!
دا کوم روغتون دې!
او یا د آنځورونو آلبوم دې!
او په خوا کې یې د راډیو ګانو او ټیپونو روغتون هم شته!
په لمړي پوړ کې د عقلي او عصبي څانګه ده چې د یو لیوني آنځور پرې لګیدلې دی.(سردرد داودجان-دارالمجانین)!!
او پورته پورته پوړ کې بیا د نسائی څانګه ده چې د مخصوص لفټ یا برقي زینې په واسطه نسائي ناروغان پورته رسوي.
د روغتون د هرې څانګې لابراتوار او درملتون هم په لمړۍ پوړ کې موندلې شئ.او د روغتون سوپرمارکیټ هم په لمړې پوړ کې موجود دی چې هر رنګه مواد پکې موندلې شئ،حتی د رسمیاتو وروسته د ډانګټرصیبانو لخوا درکړل شوی د درملو نقصه په همدې سوپره مارکیټ کې په درملو بدلولې شئ.
د دې سوپره مارکیټ د خرڅونکو بل دا کمال دې چې د کمپوډر او نرس دنده هم مخ ته بیايي.
د غوښې پیچکاري درله په رګ کې وهي او د رګ درله په غوښه کې وهي او دا کار خو هر څوک نشي کولې.
په سبا یې بیا ناروغ جوړ او تکړه په تابوت کې پروت وي.(اوس ورته خانده)

[img:4e8edd9f68]https://fbcdn-sphotos-a.akamaihd.net/hphotos-ak-snc6/40414_143440865686746_7740206_n.jpg[/img:4e8edd9f68]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more