د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

وې ویشتل دوی وینه د ولس له زړونو داره وهي

khoshalkhan
30.11.2011

وې ویشتل دوی وینه د ولس له زړونو داره وهي

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : محمد نقیب تره خیل - بلجيم
نېټه : ٦ / ٩ / ١٣٩٠ | 2011-11-27

د وېشتلو نوم چې د هر چا تر غوږ شی.ذهن یې د مېړانې،ننګ،غیرت او اتلولۍ په احساس خړوب شی. ځکه ویشتل د سر،مال او د عزت ګټلو بدیل ده.ممکن وېشتو نکي ته به ګذار د ژوند په درنده بیه پریوځي لیکن د غرور د ژوندي ساتلو د حق او انصاف د استقرار په خاطر یې پله تر هغې درنه وي.

خو د ثروت او قدرت په نړۍ کې د ويشتلو پايله سرچپه وي. پدې چې دلته د زر او زور په وړاندې ننګ،غېرت اوغرور ته ځاې نه وي،دېته ورته د حق او عدالت کډه هم جعل او دوکه ورپه شاه کوي.

د مادیت په نړۍ کې د ویشتلو آر توپیر دادي چې کس ذهني غلام وي.نفس یې د قدرت او ثروت په موندو پسې سرګردانه سوړې لټوي.د ذهني او فزیکي مشروع کار په اجورې یې قناعت نه کېږي.په مفته خو څوک څه ډېرشی چاته نه ورکوي.نو د ژر او ډېرې ګټې هوس یې فزیکي غلامي ته اړباسې.دلته ده چې کس پخپله بیا له واکمن څخه د ویشتلو غوښتنه پدې ټکو کوې.داغلام به دې څه وخت د واک په څوکۍ وولې؟ د ویشتلو معامله به خپ او چوپ د دواړو ترمینځ په ډېر لږ وخت کې وشي خو درنده بیه به ولس دپښتنو په شان تر ډېره وخته پرې کوي.

د لس کلن غربي وارداتي حاکم حکومت د لوړپوړو چارواکو ذهنو نه له پخوانه غلامي منلې وه.د غرضمنو هېوادو د څارګرو څانګو په پټ مالې او پوځې ملاتړ یې ۵ کاله خپل زور وه ازمایه تر څو د بادارانو د مسقیم ملاتړ نه بغېر د واک په ګدۍ میخ شی . خو وسه یې ونشوه،د واکمنېدو نشه پرې دومره غالبه وه،څه د منډه وي د لالانو په څېر یې چنې وهلو ته اړ اېستل. په بن کې یی په لوړ کومي بغارۍ وهلې چې موږ خو وفادار مریان یو، باید چې د بهرنیو، کورنیو، دفاع او ولسمشرۍ په څوکېو مو وولې .

دوي لا په څوکېو ناست نه وه چې په کندوز،مزارشریف،لیلې دښته او څټوکڼډو کې د پښتنو له زړونو وینې دارۍ ووهلې.د تقرر له ټينګښت او دوام سره سم پښتون وژنه د سرکاري کار يوه برخه شوه.د رسنېو له لارې به د ټولو ترغوږه شوي وي چې ۹ شلې تنه په دېراؤت کې ۸شلې تنه د شندنډ په عزېزاباد کلي کې ۶ شلې تنه په شینواروکې په همد ومره شمېره د نورستان په برګې مټال ولسوالۍ کې نر او ښځه واړه او زاړه پښتانه د حکومت ملاتړو قواوو په بمونو ووژل.

د حکومت له پیل نه تر نن ورځې د رسنېو د سر خبر د ۲۰تنو د ټپيکېدو د ۱۵تنو وژنې او د ۱۰تنو د نېولو په اړه وي.نړۍ واله ټولنه بیا په کلني راپور کې ټپیان او بندیان په تش یاده ولو هم نه آرزه وي يوازي دوژل شوو شمېرنه د ملکي وګړو د وژنې په نامه چې د امنیتي او تخنیکي ستنونزو لامله پوره نیمګړې وي له ۱۸۰۰ نه تر ۲۶۰۰ تنو پوري ښیي.د راپورد نیمګړتیا سربېره لوستونکي او اورېدونکي ترې دا پيغام اخلي چې څوکيدارو په روان کال کې د۲۶۰۰ تنه پښتانه نوش جان کړې.

پښتانه مقرر شوو حاکمانو ته وایي چې یاران مو مېلمانه،نه غله دي. دوستان، نه غلیمان دي. ساتونکي،نه وژونکي دي.ازادۍ راوړونکي نه، غلامي راوړونکي دي. جوړه ونکي نه، ورانونکي دي.هغوی وایي نه،تاسې طالبان یې او طالب القاېده ده او هاغه ترهګردی نو ځکه مو سر وهلي مال تالا ده.

ژبه پسته او لمده ده په ډېره اسانۍ سره هره خوا تاويږي. د څوکيدارو چې اصلې مطلب ثروت او قدرت ده.په ډېرهنر یې پښتون وژنه د هېواد،اسلام او ولس پالنې په ښکلو نوموکې د تعویض په شان په څو پو ښونو کې پېچلې،د هغوی ژبه له ولس او زړونه یې له بادارانو سره دي. ترپرونه اشرار اوکمونست د پښتنو د وژنې پلمه وه، نن القاېده او ترهګري ده.

غلامي دانسان لپاره ډېر د شرم او سپک صفت دی.خو که چېرې د چا دین،خاوره او ولس دغلیم په اسارت کې وې یا د مخامخ غلیم سره د ټکر په وخت کې یی کوم پیاوړې قوت ملاتړ کوي پدې حالت کې به د ژغورنې په موخه د تکتیک په بڼه د يو وخت لپاره مرئتوب جائز وي.پښتانه عینې خطره کې ګیردی له بده مرغه موږ وینو چې څوکيدارو پښتنوغلامي د دین،هېواد او ولس لپاره نه بلکې يوازې د نفس په خاطر منلې ده. شمالي ټلواله عیناً د پښتنو څوکيدارو په څیر بادارانو یې په مقام کښېنولي خو هغوې د غلامۍ په بدل کې د قوم لپاره ډېر څه وکړل.د ملي راډیو تلوېزون څانګه چې د حکومت ژبه ده نژدې ۷۰سلنه یې ولکه کړې.د محبوسینو ریسان،مامورین او ساتونکی ۸۵سلنه دوي راځي خو بندیان یې ټول پښتانه دي.پولیس،ملي اردو او ملې امنیت له ۶۵ تر ۷۵سلنې له ټلوالې جوړه شوې،په ټوله کې ۷۲سلنه دولتي تشکېل یې پخپلو کسانوډک کړي. دزده کونکو اومحصلینو سلنه یې هم همداسې بې پرتليزه لوړه ده. په سیمو کې یې۲۰ سلنه نوي روغتیا يې او ښوونیزي څانکې ودانې شوي، پدې لسو کالو د هغوی د یوه تن په کور بم څه چې ساچمه هم نده لږېدلي،هیڅ یو یې تر اوسه نه بندي شوي،نه په سپیو داړل شوی، او نه یې په کورو چاپه لوېدلې، تر ننه یی له مېرمنو بهرنیوعسکرو تلاشي نده اخستی،امنیت یې د پښتنو له سیمو سره د پرتلې وړ نده.د ټلوالې هر غړې چې نوې دنده اخلې ټبر یې ورسره مصؤن کېږي برعکس هر پښتون چې پرڅوکۍ نوي ووېشتل کېږي،هم له قوم نه بېزاريږي.اوهم ورسره د ټبر له زړونو د وینو دارۍ پيليږي. که څوک مې نظر دروغ ګڼي په اوسني دولت کې دې دپښتنو څوکیدارو تېره لس کلنه کړنه په ذهن کې انځوره کړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more