د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د اشرم به چېرې وړئ،

ډاکتر څپاند
05.11.2011

د اشرم به چېرې وړئ،
دا دی دکرزي او دده دې جهاديانو د وطنپرستئ بل مثال:

افغانستان موافقه وکړه چې پاکستاني روزونکي افغان ځواکونه وروزي
Saturday, 11.05.2011, 02:22am (GMT)

تاند(شنبه/نومبر۵۴) پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هیواد چارواکو د ترکیې په درې اړخیزه سرمشریزه کې د افغانستان موافقه ترلاسه کړې چې پاکستاني پوځي روزونکي افغانستان ته واستول شي څو د افغان ځواکونو د روزنې په پروسه کې برخه واخلي.

افغانستان تر دې مخکې د پاکستاني روزونکو له لوري په پاکستان یا افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو په باب د پاکستان له وړاندیز سره بیا بیا مخالفت کړی وو.

د پاکستان مطبوعاتو ولیکل چې د پاکستاني او هندي پوځیانو له لوري د افغان ځواکونو د روزنې موافقه د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ښه کېدو وروسته کېږي.

د دغو دوو هیوادونو ترمنځ په وروستیو کې اړیکې ډېرې ښه شوي او په ځانګړي ډول دواړو په خپل منځ کې د سوداګري راکړو ورکړو په برخه کې مهم ګامونه اخیستي دي.

د پاکستان تریبیون ورځپاڼې د جمعې د ګڼې له راپور سره سم د پاکستاني روزونکو له خوا د افغان ځواکونو د روزنې مسله د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په بهرنیوچارو وزارت کې مطرح شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تهمینه جنجوعه دې پوښتنې ته چې ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغان ځواکونو د روزنې په اړه کومه رسمي موافقه شوې او کنه ده شوې، مستقیم ځواب ونه وایه خو د استانبول په کنفرانس کې یې د دوو موافقو یادونه وکړه.

دې وویل:«که د سرمشریزې پایلو ته توجه وشي، د شپږمې سرمشریزې د ګډې اعلامیې په ځانګړي ډول شپږم نمبر پراګراف، د خپل منځي اړیکو او د تریننګ په برخه کې د همکارۍ یادونه کوي.دوه جلا جلا پروتوکولونه تصویب شوي چې یو د پولیسو او مخدرو موادو ضد ځواکونو د روزلو په برخه کې دی او بل د پوځي پرسونل د روزلو په باب دی.نو ویلی شم چې درو هیوادونو د افغان ځواکونو د روزنې سند لاسلیک کړی دی.»

له یوه یادښت سره سم، چې د افغانستان او پاکستان لوی درستیزانو لاسلیک کړی، دواړه هیوادونه به ګډ پوځي تطبیقات کوي او د پولیسو او اردو د ځواکونو د روزنې په برخه کې به همکاري کوي.


ډاکتر څپاند
23.11.2011

پوځ پر زرداري زورور شو، حقاني یې لېري کړ او شیري رحمان یې واشنګټن ته ولېږله
Wednesday, 11.23.2011, 11:19am (GMT)

تاند(چهارشنبه/نومبر۲۳) د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ د اختلافاتو په نتیجه کې په واشنګټن کې د حسن حقاني د سفارت پای ته رسېدا تثبیت شوه او پر ځای یې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني نن د دغه هیواد د اطلاعاتو او نشریاتو پخوانۍ وزیره شیري رحمان په امریکا کې د پاکستان نوې سفیره وټاکله.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیرحسین حقاني د هغه لیک له امله، چې د امریکا د پوځ پخوانې مشر مایک مولن ته یې دپاکستان د ملکي حکومت په چارو کې د پوځ د لاسوهنو دمخنیوي لپاره لیکلي و، له خپلې دندې استعفا کړې او د پاکستان د حکومت له خوا هم پرون ومنل شوه.

حسین حقاني د لیک لیکلو یا استولو په اړه بې خبري څرګنده کړې وه او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع دروغ بللې ده.

دا لانجه هغه مهال راپورته شوه چې سږ په ۲۰۱۱م کال د اکتوبر پر لسمه نيټه د برتانيا په یوه مشهوره ورځپاڼه کې د پاکستاني الاصل امريکايي لیکوال منصور اعجاز یوه لیکنه خپره شوه.

منصور اعجاز ادعا کړې وه چې په واشنګټن کې د پاکستان سفير حسین حقاني د امريکا د ګډو ځواکونو د هغه وخت د لوی درستیز امير البحر مایک مولن په نوم د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري یولیک ورته سپارلی چې پکې له نوموړي څخه د سمدستي مرستې غوښتنه شوې.

د لیکوال په خبره زرداري مایک مولن ته لیکلي، داسې نښې نښانې شته چې د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق پرويز کیاني غواړي د ده حکومت د یوې پوځي کودتا له لارې وپرزوي.

زرداري په دې مشکوک لیک کې له مایک مولن څخه مرسته غوښتې چې د کیاني د دې ګام په مخنیوي کې چټک اقدامات وکړي.

په دې لیک کې د دغو شپږو ټکو یادونه شوې وه: ۱- د پاکستان د پوځ او استخباراتو اوسني مشران به لیرې او پرځای به یې امریکا پلوي کسان راولي .۲- په پاکستان کې به د پوځ او استخباراتو واک کم او د ملکي حکومت واک زیاتوي . ۳- د پاکستان د پوځ او څارګرې ادارې هغه اړیکي چې له القاعدې او وسله والو طالبانو سره یې لري له منځه وړي ،اود افغانستان سره به اړیکي ښې او په دغه هېواد کې به موجوده ستونزې لیرې کوي .۴- د ترهګرو هغه مشران چې په پاکستان کې دي امریکا ته به یې سپاري .۵- د پاکستان د اټومي تاسیساتو په اړه به د امریکا اندیښنه لیرې کوي او څارنه به پرې زیاتوي .۶- له هندوستان سره به د امریکا په خوښه اړیکي ښې کوي او په دې برخه کې به د امریکا غوښتنې په پام کې نیسي .

په پاکستان کې ددې لیک تر رسوایی وروسته داسې ویل کیږي چې ددغه هېواد پوځ به د پاکستان د پیپلزپارټۍ حکومت ړنګ او ټاکنې به له وخت څخه مخکې وشي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more