د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ملا ضعیف ته غاښ ماتونکی ځواب

حلیم
11.11.2011

سلام،
لدې لیکنې او ددې له هدف او مطلب په اړه زه څه نظر نلرم.
ماته یې یوازې استدلال خوند راکړ.

هیله کوم د ټول افغان پر مخ ېې ولولئ:
http://www.tolafghan.com/posts/23142

ځنې مهم ټکي ېې دادي:

که د ضعيف صاحب سرليک ته وګورو نو په ټوله معنی دموکرات دی. ځکه چې د ملت اراده يا پرېکړه خو د دموکراسۍ په معنی ده، بل څه نه دي. دلته داسې اټکل کولای شو چې:
۱ - کېدلی شي د ملا صاحب په فکر کې تغير راغلی وی او د زړه له کومي يې همدا غوښتنه وي.
۲ – دغه کليمه يې لکه د ځينو نورو سياستوالو په شان د خلکو د غولولو لپاره استعمال کړې وې.

همدلته له ملا ضعيف نه دا څو پوښتنې لرم، که راځواب يې کړې خوشحاله به شم.
• که کرزی امريکايانو راوستلی وي، نو تاسې چا راوستلي وئ؟
• ايا تاسې د خپل ۶ کلن حکومت په دوره کې د خپلو کارونو په باب له ولس نه پوښتنه کړې وه؟
• کله چې تاسې عرب بن لادن راوستلی و، تاسې د ملت نه پوښتنه کړې وه؟
• کله چې بن لادن له دغه مشاع (ګډ) کور نه په امريکا بريدونه کول، ايا دا د افغانانو غوښتنه وه؟
• کله چې امريکا ستاسې نه د بن لادن غوښتنه وکړه، تاسې په دې هکله د ملت رايه وغوښته؟
• افغانستان ته د امريکايانو د راتګ لپاره چا دا زمينه مساعده کړه، کرزي که تاسو؟
• که تاسو اسامه امريکا ته سپارلی وی، نو په هغه صورت کې ټلوالې يا کرزي دوی راوستلای شول؟
• کله چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ له پېښې وروسته په ملګرو ملتونو کې په افغانستان د حملې فيصله کېده کوم هيواد يې مخالفت کړی دي؟ همدغه ستا دوست (بادار) پاکستان په روغ لاس امريکا ته ونه سپارلې؟

(د ملا ضعیف صیب د خبرو دوهمه ماده.)

ملا ضعيف دلته (دویمه ماده کې) بېرته لاره خپله کړې ده او وايي دا چې د اسلامي احکامو په اساس دا کار ناروا دی، نو د خلکو اکثريت او اراده بې معنی ده، هېڅ مفهوم نلري او پرېکړې يې هم باطلې دي. دوی چې منطقي حواب پيدا نکړي نو سمدستي فتوا کوي.
اوس پوښتنه داده چې د خلکو ارادې بې معنی دې نو بيا دې ولې د خلکو د دوکې لپاره د دې سر ليک «واکمنان دې دملت پریکړې ملت ته پریږدي» لاندې دا دومره اوږده مقاله په ۷ مادو کې ليکلې ده؟ ستا خو به وخت وي، خو د نورو وخت دې پرې هم ونيوه. زما دې پرې څومره سر حوږ کړ. کله چې اسلامي احکامو دا کار ناروا وګاڼه خو خبره خلاصه ده. دې دومره بې ځايه منطق ته څه حاجت و؟

نور هملته ولولئ


رښتینی
11.11.2011

ما خو دسورګل اخونزاده لیکنه یوڅه وکتله موضوع د سترایژیک
تړون ده او ده ددې تړون په اړه یوه جمله هم نده لیکلې بلکې په طالبانو
یې خپل زړه تش کړی دی او هغه دطالب .پنجاب او آی اس آی سندره
یې توده لرلې ده .
اوبل دې اخونزاده صاحب لکه چې سبقونه ډیر قضا کړې دې متضاد ته مترادف وایې :D :D

حلیم صاحب د دوو معلومو سیاسي لوریو اندونه دې اودیوه بل پرخلاف خبره یې هغه څوک
منطقي اوښه بولي چې له یوې خواسره تړلی وې

او ضعیف صاحب اوس په عملي توګه له سیاسته
لاس اخیستی دی هغه اوس تعلیمي اوښوونیز کارونه پیل کړې دې اویوآخې دځینې اساسي
موضوعاتوپه اړه خو نظر ورکولی شې څه په ګوانتانامو کې خو نده پروت او ستا اخونزاده صاحب
خو هغه ته داسې خبرې لیکلې دې لکه فعلا چې ضعیف صاحب د طالبانو ویاند وې !!

په مینه


حلیم
12.11.2011

ریښتینی صیب مننه،
که څه هم زه ملا ضعیف یوازې د هغه د لیکنو له لارې پیژنم، او هغه څه چې په امارت کې تیر شوي، یا د امارت پالیسي او سیاست و؛ هغه سل په سلو کې دده نظر نشم بللی.
د ملا ضعیف صیب لیکنې د امارت د موقف سره ماته له توپیر ډکې ښکاري، که څه هم دی په خپلو لیکنو کې پښتنو ته په قدرت کې د زیاتې ونډې طرفدار دی. تر ټولو ښه، زما او دده د نظرونو د عطف ټکی د تعلیم او اسلامي تربیې لاره خپلول او پدې لاره زیار ایستل دي، چې پرون په اسلامي امارت کې ورته پام نه کیده او نن دادی ملا صیب په خپله ددغه ډګر یو فعال لوبغاړی دی.
الله پاک د نور توفیق هم ورکړي.

پاتې شوه د اخندزاده خبره، لدې جناب سره خو له سره نه پیژنم. دا ېې لمړی لیکنه ده چې زه ېې لولم. نور ېې نه په سیاسي دریځ، او نه په علمي درجه در خبر یم.
والسلام


عادل عادل
12.11.2011

السلام علیکم

[quote:b5b3d092c3]کله چې تاسې عرب بن لادن راوستلی و، تاسې د ملت نه پوښتنه کړې وه؟ [/quote:b5b3d092c3]

مخ دې سپین شه اخوند ګله،،، چې بن لادن دوی راوستلی وو،،، بن لادن خو د اسلامي نړی په خوښه او د کفري نړی په مصلحت د اسبقو جهادي رهبرانو مېلمه وو،،، طالبانو ته له وران ویجاړ، زبېښلي، پاشلي او بې سرپوښه افغانستان سره یو ځای وردې غاړې شو.


حلیم
12.11.2011

عادل صیب درسره موافق یم،

مولوي متوکل صیب هم په خپله یوه مرکه کې هم دې ټکي ته اشاره کړې وه، ویلي و چې مرحوم لادن د برهانالدین په وخت کې د یوې ځانګړې الوتکې په وسیله له سوډان (که سومالیا) څخه افغانستان ته را وړل شو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more