د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

پر ملکیانو رحم په کار دی!

حلیم
12.11.2011

د وسلوالو څخه مې دا غوښتنه ده چې د خدای پار دی، د ملکیانو د وژلو څخه لاس واخلئ، مه ېې خپله وژنئ او مه ېې هم په اشغالګرو وژنئ.
تاسو د هغوی په جامو کې پر خپل دوښمن برید کوئ، ځکه نو هغوی وحشي صفته تل د شک په صورت کې په ملکیانو هم ستاسو ګمان کوي او وژني ېې. چې ښکاره خبره ده ددې هلاکت پړه هم ستاسو په غاړه ده.

د سپوږمۍ نیوز څخه:
چاودنې څلور ماشومان ووژل
31 October 2011 | نور خبرونه

په ميدان ښار کې څلور ماشومان د يوه ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد وايي، چې د دې ولايت د مرکز ميدان ښار اړوند د خواجه ګانو په سيمه کې، نن (د لړم ٩مه) د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله د سيمې څلور ماشومان ووژل شول.
نوموړي رسنيو ته وويل، چې دغه ماين د کروندې په يوه پټي کې د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى وو، چې پر دغو ماشومانو د لوبو پر مهال وچاودېد.
هغه زياته کړه، چې په دغې سيمه کې افغان او بهرني ځواکونه د شپې له خوا پلې ګزمې کوي، چې ښايي موخه يې هغوى وو.
شاهد وويل، چې په وژل شويو کې درې هلکان او يوه نجلۍ ده.
د سيمې يوه اوسېدونکي عين الله رسنيو ته وويل، چې دغه ماشومان په همدې پټيو کې لوبېدل، چې دا پېښه رامنځ ته شوه.
هغه زياته کړه، چې ماشومانو دغه ماين رااخيستى وو او لوبې يې پرې کولې، چې په لاسونو کې پرې وچاودېد.
د نوموړي په خبره، ټول ماشومان ځاى پر ځاى ووژل شول.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې دوه اونۍ مخکې هم په همدې سيمه کې په يوه پټي کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله درې کوچيان وژل شوي وو.
http://spogmainews.com/?p=8286


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more