د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دملامحمدعمر د اختر مبارکی په ځواب کښی

حلیم
10.11.2011

بینوا

http://www.benawa.com/fullstory.php?id=45725

دملامحمدعمر د اختر مبارکی په ځواب کښی

دا دری لسیزی کیږی چه د افغانستان ویرجن ولس ته اخترونه راځی او تیریږی او د اخترونو مبارکی هم د پادشاهانو، ولس مشرانو، او خپل سرو پادشاهانو، جنګ سالارانو له خوا په ډیره بیړه سره یوه دوی ورځی مخکی د اختر نه ورکول کیږی خو دا وروستی مبارکی چی د ملامحمدعمر لخوا افغان ولس ته ویل شوی اصلآ په زخمونو د مالګی اچول دی نو ځکه د پام وړ یوه مبارکی ده
ځکه چی ده خپلو انډیوالانو ته لارښوونه کړیده چی امریکا ولس نور جنګ نه غواړی او موږ بریالی یو ملکی خلک مه وژنی او که چا ووژل نو هغه ته به یی جزا ورکړل شی او همدارنګه ملکی خلک هم باید د خارجی نظامی کاروانونو څخه لیری وګرځی
ملکی خلک خو به له نظامی کاروانونو څخه لیری وګرځی خو له بانکونو، پلورنځیو، مسجدونو، هوټلونو، او بالاخره له ښارونو څخه به څنګه لیری وګرځی چی په پورته ذکر شویو ځایونو کی عملآ ځانمرګی بریدونه کیږی او خلک پکښی وژل کیږی باید د خپل عمل سره سم خلکو ته امر کړای وای چی ټول خلک له ابادی، تمدن، کاراوبار څخه غرونو ته ولاړ شی روزی که خدای ج درکوی او که یی نه درکوی زما غرض نشته
دوهم د داسی ملکی وژنو په باب اینجینر، ډاکتر، دریور، مزدورکار، ګلکار، بزګر او نورو ملامحمدعمرهیڅ یادونه نه ده کړی چی وروسته له دی به یی وژنی او که نه دا ډول خلک خو تر نن پوری د ملامحمدعمر انډیوالان بی له کوم دلیل څخه په خپله خوښه چی زړه یی غواړی نیسی او بیایی تښتوی چی وروسته یی په وهلو وهلو وژنی او یایی د چړی په واسطه حلالوی او یایی د ټوپک په ګولی ولی او وژنی یی په داسی حال کی چی د دوی دا جنایتونه کلیوال خلک په سترګو وینی او څه نه شی ویلای ځکه دوی خلکو ته وایی چه که چا وویل چه دا قتل طالبانو کړی نو د هغه به هم همدا حال وی کلیوال خو لا پریږده چی د خبری رسنیو او د بشر د حقوقو مدافعینو ژبی یی هم بندی کړیدی او ددی مظلومو شهیدانو یادونه هم نه کوی او ددوی دوحشت تر تاثیر لاندی راغلی دی
بیا هم سوال پیداکیږی چی ایا ملامحمدعمر به ددی ډول جنایتونو له مسوولیت څخه خلاص شی او د امریکایی عسکرو له وتلو څخه به بیا ددی مظلومو شهیدانو په خاوره امیرالمومنین وی
دده دا جنایی عمل د نورمحمد ترکی له عمل سره دیر شباهت لری چی امر یی کړی وو چی هر خلقی قومندان دی او دهر چا د وژلو حق لری ده هم دا حق د طالب په نامه څه کسانو ته ورکړیدی خو الله ج هر څه وینی او له ده څخه هیڅ شی پټ نه دی د نور محمد ترکی اخری سرنوشت دده د وفادار شاګرد لخوا د یوه بالښت په واسطه و ټاکل شو او له دنیا څخه ولاړ د ملامحمدعمر د ژوند پای به هم د هغه په شان وی
نور نو الله ج نهایت عالم او انتقام اخیستونکی دی
د وردگو ولایت څخه

ا.غ.ح.م
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ای کاش په ټولو پښتنو کې داسې احساس را پیدا وی، خو نیم ېې (د لینتوب یا دوښمنۍ او یا هم غریبۍ نه) په کونه ور ننوتي او نیم نور یې یو بل پرې سره وژني.

[color=white:d1dcc79b43]ښاغلی حلیم صاحب

ستاسو ټولې هغه بېخونده خپلې چې د بینوا او د لیکنې د لیکوال په نوم مو په پورته لیکنه کې ور ټومبلې وې،،،، ړنګې شوې،،، سرلیک هم د بینوا د لینک سره مطابق اصلاح شو،،، هیله ده چې له غش او تزویر څخه پرهېز وکړی،، تر څو مو خدای مکړه شخصي اعتبار زیانمن نشي. په درنښت - اداره [/color:d1dcc79b43]


..Ahmadzai
11.11.2011

ښه ده چې الله تعالی په همدې ځای وشرمولې ، پردي مضمونونه په خپل نامه نشروې


حلیم
12.11.2011

سلام،
د ناندرۍ او ناندریزه موضوګانې د ډلګۍ له چلونکو څخه مننه،
ستاسو اصلاح زما د پورته پوسټ په اړوند پرځای ده،

ما ددغه پورته لیکنې لپاره په مقدمه کې د ملا عمر د نوم پرځای ناسم الفاظ کارولي و نور څه مې له لیکنې کم یا ورزیات کړي ندي.

او احمد زی وروره، تاسو سره سؤتفاهم منځ ته راغلی دی. زه د چا لیکنې په خپل نوم نه خپروم، بلکه همدغه د بینوا لینک او همدا لیکنه د لیکوال د مستعار سره مې دلته راوړې ده.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more