د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

سیاف په افغانستان کې دری سریلانکایی وګړي مسلمان کړل

موفق افغان
11.11.2011

د احمد سلمان فارسی لیکنه
په افغانستان کې ددې څو وروستیو کلونو په اوږدو کې دبهرنیو وګړو او کار کوونکو دمسلمانیدو خبرونه درسنیو لخوا خپریږي او دا وروستی هغه یې چې داکتوبر په ۲۰ نیټه خپور شو په کندهار کې دری تنه سریلانکایي وګړي په اسلام مشرف شول. مخکې لدې په غزني کې دایساف قوماندان تورن کورمایکل، ضابط ویللسنیلسن په کنړ، چینایی وګړی شینولین، نیپالی ارون او نیپالی میر بهادر پندی په کابل، عیسوی افریقایی جیدا لمیدا په خوست او یو افسر په بغلان او څه نور کسان چې دنومونو یادونه یې اوږدیږي په اسلام مشرف شوی وو.
د۲۰۰۱ میلادی کال دسبتمبر دیوولسمې او دامریکا او دهغې دټلوالې لخوا دافغانستان دنیواک او دملیاردونو ډالرو له رابهیدلو سره یوې ډلې مسلمانانو ونشوای کولای چې دامریکایي ډالرو، وعد او وعید په وړاندې ټینګ شي، خپلې ږیرې یې وخریلې، پګړۍ یې وغورځولې پرتوګونه یې وایستل او په ځای یې پتلونونه واغوستل او دهغوی په صف کې ورګډ شول.
یوه ډله خلک چې پخوا دمجاهدینو په صف کې وو او هجرت یې هم کړی وو او تل به یې ویل چې یوه لمړۍ وچه ډوډۍ دغربی مؤسساتو په ډالرو غوره بولو سره لدې چې دوی له بهرنیو ژبو سره آشنایي هم درلوده، ولې په اوسني حالت کې نور ټینګ نه شول بلکه ویې ویل چې (نخشى أن تصيبنا دائرة) پخپله یې هم ږیرې ورته وخریلې او زامن او لوڼې یې هم دډالرو دلاسته راوړنو لپاره دامریکا صف ته په ورننوتلو تشویق کړل.
پداسې حالاتو کې یوه ډله خلک پخپله دامریکا په لمن کې وغورځیدل او داسې کسان هم شته چې دډالرو او پانګو دلاسته راوړلو او یاهم بهرنیو ملکونو ته دوتلو په خاطر یې اسلام هم پریښود، هغه رهبران داسلامی حکومت او عمری عدالت نارې به یې وهلی نه یوازې چې داشغال په وړاندې دجهاد جنډه پورته نه کړه بلکه دجهاد صف یې تروریزم ونومولو او مجاهدین یې ددین او وطن دښمنان او جاسوسان وبلل او دخپلو ځانونو لپاره یې ښکلی او زړه اوښکونکې مانۍ جوړې کړې او خپل کسان یې په لوړپوړو دندو وزارتونو، ولایتونو او ریاستونو په چوکیو وګومارل. له ډیرې مودې مې په ذهن کې دا سوال راګرځید چې څه لامل دی چې دا بهرنی سرتیري او کارکوونکي په اسلام مشرف کیږی او په ځواب یې نه پوهیدم تر څو مې دسریلانکایي وګړو داسلام راوړلو خبر واورید او دا راته جوته شوه چې له اسلام سره ددې مینې ترشا څه راز نغښتی دی.
پدې کې شک نشته دا ډله خلک داسلام په هکله وروسته له ډیر غور او فکر څخه اسلام راوړي او داهم ضروري نده چې دمسلمانانو نیک عملونه دې ددوی دهدایت او اسلام راوړنې لامل ګرځیدلي وي بلکه کله هم دبعضی مسلمانانو داسلام او شریعت ضد عمل هم دنورو لپاره دعبرت سبب ګرځي او په نتیجه کې اسلام ته لار مومي.
دې کسانو چې کله لیدلي وی چې هر څوک له اسلام نه پرته به بله لار کې خپل عزت ولټوی هغوی خوار او ذلیل کیږي او دهغې ژوندي مثالونه یې په افغانستان کې دخپلو سر په سترګو وکتل نو هغه وو چې په اسلام مشرف شول.
کله چې دوی ولیدل هغه افغانان چې داسلام او جهاد لاره یې غوره کړې وه په ټوله نړۍ کې یې نوم لوړ وو او ټولو ته دقدر وړ خلک وو مګر نن یې چې هغه لار پرښوده او دڅو ډالرو لپاره دامریکایانو په پښو کې وغورځیدل خوار او ذلیله شول او نوم او نشان یې له خاورو سره خاورې شول.
هغوی ولیدل چې سیاف شل کاله مخکې له اوسني سیاف سره څومره توپیر لري. دوي ولیدل چې سیاف شل کاله مخکې په ظاهره داسلام په صف کې ولاړ او سیافی (توره وهنه) به یې کوله او نن دامریکا او نیواک په صف کې ولاړ دي. دوی ولیدل چې هغه سیاف چې شل کاله مخکې یې په ټوله نړۍ کې یې دجهاد له وجهې دنوم هیبت خپور وو او خلکو به قدر کولو نن ورځ خوار او ذلیل ګرځیدلی آن تردې چې یوه کوڅه ډبه ښځه یې هم په مخ کې راولاړیږي او له خره سره یې تشبیه کوي، دوی ولیدل چې دسیاف هغه ږیره چې دعزت او شرافت نښه بلل کیده نن ورځ په قلابی پارلمان کې ورباندې ملنډې او مسخرې کیږي، دوی ولیدل چې هغه سیاف چې چا به بده ورته کتلای نشوای نن ورځ یې کور او حتی دخوب بستر هم دامریکایی سپیو په واسطه تلاشي کیږي، نو دسیاف دپخواني شان او شوکت او نني ذلت او خوارۍ له لیدو وروسته دوی پدې باور شول چې ریښتیا هم حقیقی عزت، شان او شوکت او دبدبه په اسلام کې نغښتي دي او هر څوک چې له اسلام څخه مخ واړوي خوار، ذلیل او شرمنده او رسوا به ګرځي همدا وو چې دوی داسلام حقیقت درک کړ او طیبه کلمه یې په ژبه راوړه او په اسلام مشرف شول.
بل سوال دادی چې دې کسانو ولې دسیاف اعمالو ته وکتل حال دا چې پدې صف کې په سلګونو نور داسې دعوتګران!!، رهبران!! او مجاهدین!! هم شتون لري؟ ځواب یې ډیر ساده دی.
دوی دسیاف هغه په عربي ژبه د (اخی المسلم) په نوم کتاب چې د (مرکز البنیان للاعلام الاسلامی) لخوا چاپ شوی ولوست چې سیاف دهغې په ۵۸ او ۵۹ مخ کې مجاهدینو ته خطاب کوی او وایي: «امریکا او روس هیڅکله هم نه غواړي په افغانستان کې اسلامي حکومت نافذ کړي او له همدې کبله دوی هڅه کوي چې ظاهر شاه راولي او په افغانستان یې حاکم وګرځوي .... دامریکا او روس په برنامه کې له ناپیلو (بې طرفانو) څخه دظاهر شاه او داوود خان دحکومتونو غړي او ارکان دي هغه کسان چې افغانستان ته یې دروس دراتګ لپاره لاره اواره کړه، هغو چې کمونستي ګوندونو لکه خلق او پرچم او داسې نورو ته یې دفعالیت زمینه برابره کړه او ورته دجوړیدو اجازه یې ورکړه او خلک یې کفر او الحاد ته وهڅول ... او له مونږ سره ددې حکومتونو چې افغانستان یې خرڅ کړ دکفر پوره دلایل موجود دي او په افغانستان کې دحکومت دتشکيل لپاره دا بې طرفان له ملت څخه وتلي خلک دي او اصلا دوی کافر دي، او قدرت ته ددوی رسیدل به حقیقت کې دروسانو ارمانونه پوره کیدل دي ځکه چې کفر یو ملت دی».
دوی ولیدل چې سیاف لدې خبرو وروسته داسې ذلیل شوی چې دا هر څه یې هیر کړي او هماغه دده په اند کافر ظاهر شاه او ډلې ته یې په زرګونو ډالر مصرفوی او ورته میلمستیا کوي.
ددې کتاب په ۴۰ مخ کې یې لیکلي: «خپل جهاد ته ادامه ورکړی او خپله وسله ټینګه ونیسی او دخپل اسلامي قیادت اوامرو ته غوږ ونیسی، او خپل جهاد ته داسلامي عدالت تر نافذیدو او دکفر او الحاد دریښو تر ایستلو پورې ادامه ورکړي، او دروس تر وتو دهیچا خبرو ته غوږ مه نیسۍ [color=darkblue:fb7e712df7]او که داسې ورځ راشي – خدای مکړه – چې په هغه ورځو کې زه کمزوری او ګمراه شوی وم او تاسې دکفر تر وتلو او اسلامی حکومت له ټینګښت مخکې اوربند ته رابولم په هغه ورځ زما اطاعت مه کوی ځکه زه به ګمراه شوی وم [/color:fb7e712df7]او دالله تعالی او درسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړی او دامت ارزوګانو ته چې تاسې ته په تمه دي په احترام ټینګ واوسی».
هغه سرتیرو او کسانو چې په افغانستان کې په اسلام مشرف شوي دسیاف دکتاب په ۴۳ او ۴۴ مخ کې په افغانستان او اسلامي نړۍ کې دامریکا او روس دمداخلی په هکله لوستي چې وایي: «مسلمانه ورور! خپل دین ته رجوع وکړه او خپل ایمان ته راوګرځه او وګوره چې پدې حالت کې دسکوت حکم څه دی؟ آیا لدې حالته خوښ یې؟ که دې ولیدل چې دا دردوونکی او ذلیل کوونکی حالت دی او باید بدل شي او ددې دبدلون لپاره دې ګام پورته کړ نو ډیر غټ دخیر کار دې تر سره کړي او الله تعالی به ستا هرو مرو مرسته کوي او ستا په عمل کې به برکت اچوي او الله تعالی دهغه چا مرستندوی دی څوک چې دالله تعالی مرسته کوي. او که چیرې پدې حالت او وضعه خوښ او راضي وې نو هیله ده چې خپل دا کار اسلام ته منسوب نکړې».
لکه څنګه چې دوی دکتاب په ۷ مخ کې لوستي: «دجهاد دسختیو او مشکلاتو پر وخت تصفیه او چڼ ترسره کیږي، او هغه کسان چې دجهاد بچیان ندي او دجهاد دصف لپاره پیټی دي په شا ځي او په صف کې یوازې هغه کوچینۍ او مخلصه او پاک نفسه ډله پاتې کیږي او پدې وخت کې دالله تعالی تایید او نصرت رانازلیږي».
دوی حتما دکرزی دمفتي او دسیاف دنژدې کس قیام الدین کشاف هغه وینا اوریدلی چې وایي: «یو ځل دجهاد په شپو کې دحج د ادا کولو او له سعودي مشرانو سره دلیدو لپاره ریاض ته ولاړو، الوتکه کیناسته او مسافرین دکوزیدو په حالت کې وو او زه او سیاف لږ ځنډ شوو تر څو لږ آرامی شي، پدې وخت کې مو وکتل چې دعلماوو او مشرانو یوه غټه ډله له الوتکې بهر زمونږ په انتظار کې ولاړ دي کله چې سیاف دوی ولیدل په سترګو کې یې اوښکې راغلې او ماته یې وویل: کشاف صاحب زه ویریږم چې دا کسان دهغې مینې له کبله چې دجهاد په خاطر یې له مونږ سره لري جنت ته ننوزي او مونږ دخپلو اعمال له کبله جهنم ته وغورځیږو».
دوی دافغانستان پنځلس کاله مخکې تاریخ هم لوستي او لیدلي یې وو چې سیاف او دهغه کسانو شیعه ګان کافر ګڼل او دهغوی په ضد یې جهاد فرض بللو، دکابل افشار یې په وینو ولړلو او له خاورو سره یې خاورې کړ، دشیعه ګانو مالونه چور او چپاول کړل، دهغوی ښځې او نجونې یې بې عفته کړې او شیعه ګان یې هم دې ته اړ کړل چې همداسې عمل لاس پورې کړي او دسنیانو په سرونو کې میخونه وټکوي، دښحو سینې یې پرې کړي او په ځوانانو یې دمړي دګډا تماشې جوړې کړي. اووروسته دې کسانو دا هم ولیدل چې سیاف او محقق په یوه پارلمان کې یو دبل تر څنګ ناست وو او سیاف ویل: «محقق صاحب زما ورور وو، ورور مې دی او ورور به مې وي».
دا ټول څه چې ذکر شول او دسیاف ورځنۍ کړې او اعمال ددې لامل شول چې داډله خلک واقعیت درک کړي او پوه شي چې په حقه سره عزت او شرافت داسلام په دین کې دی کنه نو سیاف ولې وروسته له عزت، شهرت او دبدبې څخه نن ورځ خوار او ذلیل شوي او لږ ترلږه په اونۍ کې یو ځل دامریکا سفارت ته حاضری ورکوي امریکایان دده کور او جومات دسپیانو په واسطه تلاشي کوي، کوڅه ډبې ښځې او نور خلک پده استهزا کوي او حتی هغه ظاهري روښنایی چې دجهاد په صف کې دودریدو له کبله یې په مخ کې موجوده وه نن یې هغه څیره مسخ شوي او دکرکې وړ ګرځیدلې.
اللهم احسن خواتم امورنا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more