د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

خدايه نور مي اه واخله

tandar
02.11.2011

خدايه نور مي اه واخله او وطن راته ازاد کړه؟
دټول افغان مخ مي خلاص کړي نه پوهيږم چه څه وليکم ،څوک خفه دي خداي په اماني اخلي ،چاخپل نومونه وران کړي،څوک سياست مخ کي ليکني کوي ،څوک دخپلو ليکنو سره حديث شريف او يا ايته شريف ورزياتوي خوماته مي خپل وطن خوګياڼي راياديږي دبا م په سر په توره شپه کي به مي دسپين غر خواته کتل چه په غره کي به اور لګيده نو چابه راته وويل چه زاوه وال دغره خلک چه هلته اوسيدل سکاره کوي
او دغه سکاره بيا خرڅوي او خپل ژوند پري اعاشه کوي
نن په خيټه موړ په تن پټ مګر روحا په سل مرض اخته او دخپل قوم او خاوري په ارمان يم ،خړي څپلي خړ څادر او سپيڅلي ځيږه پوښتانه او ځيږي پښتني چه بعضو به ې خپلي سترګي حتي په سره رنګ هم توري کړي وي او دمازديګر په خواو کي منګي په سر يا دنري ملا په څنګ کي نيولې و لکه د ښاپيريو غوندي به ښکاريدي دکلي څخه راووتلي او دګدر په لور به رواني وي
نن هغه وخت، هغه صحنه ،هغه سپڅلي خلک، هغه اسماني او انساني ښاپيري راته خوب او خيال ګرځيدلي
خدايه نور ورحميږي زه هغه وطن او هغه سپيڅلي خلک له تانه بيرته غواړم دخپل بنده اواز دي واوره
ته قادر او رحيم ي او زه عاجز يم
او دلته حوجره هم را ته سړه ښکاري ياران بيرته راټول کړي
تربيا


خیریوسی
03.11.2011

Tandar صاحب دپښتو او پښتنو دهجری دروازه دې همیشه خلاصه وی تر څو چي تاسو په هجره کي یاست بانډار به هم تود وی.
که څوک نن ته ځی یا سبا ته ځی ولاړ دي سي خو پرون ته دې نه ځي هاههههههههههههها
په درنښت


رښتینی
03.11.2011

دروند مشر ورور تندر صاحب الله دې ستا ټول سپیڅلې ارمانونه
ترسره او الله دې زموږ ګران هیواد ارام اوموږ ته دې خوږ ژوند پکې
راپه برخه کړې

رښتیا ستا وروستی ارزو ته یوڅه توجه په کار ده ښاغلي وطنمل اوس یوڅه
ناسم چلند پیل کړی دی شکایتونه خوند نه راکوې خو ددې له پاره وایم چې
دا وتلي پاڼه باید پرمخ ولاړه شې او دشاته تګ لاملونه یې باید په لوی لاس
رامنځته نکړل شې .
زه شخصا داسې ملګرې لرم چې له هغوی سره ژور سیاسي مخالفتونه هم لرم
خو دا سیاسي مخالفتونه زموږ او هغوی دملګرتیا دخرابولو خنډ نشي کیدلی
وطنمل صاحب دلته خپلو سیاسي مخالفینو ته عجیبي لومي ایښې دې او له
هغو لومو نه دویرې له کبله ډیر خلک ولاړل اودا کار د ویب سایټ دیوه مشر او
پوهه اډمین له پاره بیخی نامناسب او یوحقدیی عمل ده .
او دي موضوع ته باید ډاکآر صاحب وطنمل ځکه متوجه شي چې دلته دټول افغان
دپرمختګ او شاته تګ سوال پروت ده ......


م . ق
03.11.2011

[quote:1397c4a843="رښتینی"]
ښاغلي وطنمل اوس یوڅه
ناسم چلند پیل کړی دی شکایتونه خوند نه راکوې خو ددې له پاره وایم چې
دا وتلي پاڼه باید پرمخ ولاړه شې او دشاته تګ لاملونه یې باید په لوی لاس
رامنځته نکړل شې .
زه شخصا داسې ملګرې لرم چې له هغوی سره ژور سیاسي مخالفتونه هم لرم
خو دا سیاسي مخالفتونه زموږ او هغوی دملګرتیا دخرابولو خنډ نشي کیدلی
وطنمل صاحب دلته خپلو سیاسي مخالفینو ته عجیبي لومي ایښې دې او له
هغو لومو نه دویرې له کبله ډیر خلک ولاړل اودا کار د ویب سایټ دیوه مشر او
پوهه اډمین له پاره بیخی نامناسب او یوحقدیی عمل ده .
او دي موضوع ته باید ډاکآر صاحب وطنمل ځکه متوجه شي چې دلته دټول افغان
دپرمختګ او شاته تګ سوال پروت ده ......[/quote:1397c4a843]

وبخښه وروره رښتیني صاحب، د ښاغلي ډاکټرصاحب وطنمل ناسم چلند څه شی دی؟ زه پوه نه شوم، او هم که دا راته ووایاست چې هغه عجیبې لومې څه دي؟؟
ډاکټر صاحب وطمنل خو تا اوستا همنظر عادل عادل ته زما هومره د ډیرو خونو مدیریت درکړی دی حالانکه تاد نن ټکي پاکستان په بحث فورمونو کې چې ته یې آډمن او مدیراتور یې یو کس ته هم د کومې خونې مدیریت نه دی ورکړی، خدای مکړه داسې خو به نه وي چې په لوي لاس او پټو لومو سره د ټول افغان ګډونوال تورې کول کیږي او نن ټکي پاکستان ته جلبیږي.

آفرین د وطنمل صاحب په زغم، حوصلې او انصاف


سلامونه

tandar
04.11.2011

ښايسته جانه وروره سلامونه
هيله ده چه زمانه خفه نه شي ستا ليکنه مي امانت اصلي ځاي ته ،،ګيلو اوناندرو،، مخ ته انتقال کړه
بعضي کلمي ې راته ډيري سختي ښکاره شوي
دلته به سره دصلحي خبري وکړو او يوبل به لکه وروڼه په غيږ کي ونيسو
په درنښت سره
ستاسو تندر


رښتینی
04.11.2011

[quote:209169ffc2="مبارز قرآني"][quote:209169ffc2="رښتینی"]
ښاغلي وطنمل اوس یوڅه
ناسم چلند پیل کړی دی شکایتونه خوند نه راکوې خو ددې له پاره وایم چې
دا وتلي پاڼه باید پرمخ ولاړه شې او دشاته تګ لاملونه یې باید په لوی لاس
رامنځته نکړل شې .
زه شخصا داسې ملګرې لرم چې له هغوی سره ژور سیاسي مخالفتونه هم لرم
خو دا سیاسي مخالفتونه زموږ او هغوی دملګرتیا دخرابولو خنډ نشي کیدلی
وطنمل صاحب دلته خپلو سیاسي مخالفینو ته عجیبي لومي ایښې دې او له
هغو لومو نه دویرې له کبله ډیر خلک ولاړل اودا کار د ویب سایټ دیوه مشر او
پوهه اډمین له پاره بیخی نامناسب او یوحقدیی عمل ده .
او دي موضوع ته باید ډاکآر صاحب وطنمل ځکه متوجه شي چې دلته دټول افغان
دپرمختګ او شاته تګ سوال پروت ده ......[/quote:209169ffc2]

وبخښه وروره رښتیني صاحب، د ښاغلي ډاکټرصاحب وطنمل ناسم چلند څه شی دی؟ زه پوه نه شوم، او هم که دا راته ووایاست چې هغه عجیبې لومې څه دي؟؟
ډاکټر صاحب وطمنل خو تا اوستا همنظر عادل عادل ته زما هومره د ډیرو خونو مدیریت درکړی دی حالانکه تاد نن ټکي پاکستان په بحث فورمونو کې چې ته یې آډمن او مدیراتور یې یو کس ته هم د کومې خونې مدیریت نه دی ورکړی، خدای مکړه داسې خو به نه وي چې په لوي لاس او پټو لومو سره د ټول افغان ګډونوال تورې کول کیږي او نن ټکي پاکستان ته جلبیږي.

آفرین د وطنمل صاحب په زغم، حوصلې او انصاف[/quote:209169ffc2]

ښاغلی مبارز زه چې له تاسره څومره اتیات کوم لطفا له تاسو نه
هم دمتقابل ورته چلند هیله کوم ته چې نن بحثفورمونه پاکستاني
یادوې نو ماته دې هم پاکستانی وویلې !! اولطفا زما اوستا ملګرتیا
باید دلته په بحثونو خرابه نکړو ځکه ښکاره خبره ده چې زه اوته
نظری مخالفتونه لرواو دا مخالفتونه په بحثونونه حل کیږې نولطفا
همداسي په پرده کې باید خبره پاته شې


عادل عادل
08.11.2011

السلام علیکم

مبارزصیب ویلي:-

[quote:81a58e4c5a]ډاکټر صاحب وطمنل خو تا اوستا همنظر عادل عادل ته زما هومره د ډیرو خونو مدیریت درکړی دی حالانکه تاد نن ټکي پاکستان په بحث فورمونو کې چې ته یې آډمن او مدیراتور یې یو کس ته هم د کومې خونې مدیریت نه دی ورکړی، خدای مکړه داسې خو به نه وي چې په لوي لاس او پټو لومو سره د ټول افغان ګډونوال تورې کول کیږي او نن ټکي پاکستان ته جلبیږي. [/quote:81a58e4c5a]

فرقاني صیب خدای دې خیرونه درکړي چې زه مو د ګران او محترم ورور حامد صیب همنظره ګڼلی یم،،، دا ستاسو لورینه حسن نیت او زما نیکمرغي ده.

فرقاني صیب،،،، تاسو ته خدای خبر ولې اسیا پاکستان برېښي،،، هغه پاڼه خو نن ټکی اسیا ده،،، خو تاسو نن ټکی پاکستان یاده کړې ده،،، هسې نه چې په ټوله اسیا باندې خدای مکړه د پاکستان د حاکمیت تمه کوی،،،

او رښتیا مبارز صاحب د ټول افغان بحثفورمونو څخه و نن بحثفورمونو ته د وروڼو په کوچېدلو کې ستاسو رول ماشاالله تر ټولو ډېر او څرګند دی،،، که له یوې خوا مو له دې ځایه نن ته خلک پسې اخستي،،، نو له کومې بلې خوا خو ټول افغان ته هم یو څه خلک راپه مخه کړی،،، هسې نه چې خدای مکړه دلته د ګډونوالو د شمېر له مخې په ډنګې دیوال ولګو:)


پښتون.
11.11.2011

سلامونه!
خداي تعالې دې زمونږه په ګران هیواد افغانستان کې سوله راولی او همداسې سوله او ورورولۍ دې د ټول افغان د درنو ملګرو په منځ کې هم ټینګه کړي چې دمینی او خوښیو لیکنې په مونږه ولوري.

دا شعر چې د هر چا دې خو زما خوښ شو.

ســــــــــــوله ژوند او هم آرزودمــلتونو
ســـــــوله فخـــــــــــردهيواداودقومونو
ســــــــــوله نـــښه ديووالې په نړۍ کې
ســــــــوله سوله،ښه لګيږې په غوږونو
ســــوله مينه ده دامينه مې خوښيږې
بې له مينې ژوندون ډک له کړاوونو
پا که ربه دغه سوله رانصـيب کـــــړې
هم مو خلاص کړې نورله جنګ اوجدلونو
دامـــان په زړه کې سوله ده بس سوله
ســــــــــــــــولــــه لاره دبريااودننــــګونـــــو
(نورستانى)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more