د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په افغانستان کی دنوی غربی استعمارکړنی

Naeem sadat
10.11.2011

786
ګراڼو وروڼو السلام علیکم ، دا مضمون تر اخره ولولی او خپل نظر پری ولیکی

په افغانستان کی د مځکو او کورونو بیی بی حده لوړی دی ، عادی افغانان نشی کولای چی ځانته د کور دجوړولو لپاره مځکه په بیه واخلی
دافغانستان په ټولو ښارونو کی د څلور بیسوی مځکی نرخ ۲۰۰۰۰ امریکایی ډالرو څخه تر ۱۵۰۰۰۰ امریکایی ډالرو پوری ده
او بیا یی دجوړولو لپاره هم ډیرو زیاتو پیسو ته ضرورت ده خلاصه دیوه ډیر عادی کور دجوړولو لپاره له ۵۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰ امریکایی ډالرو ته ضرورت ده چی د افغانستان د تقریباً ۸۵ فیصده خلکو سره دا پیسی نشته
دافغانستان اقتصاد ډیر ضعیف ده د افغانستان تقریباً ۸۰ فیصده خلګ د ورځی په دوه ډالره ژوند کوی
نو بیا یوه پوښتنه را پیدا کیږی
کله چی دافغانستان او دافغانستان د خلکو اقتصاد دومره ضعیف ده ، نو بیا دا مځکی په افغانستان کی ولی دومره ګرانی دی ؟
ځکه چی په هر ځای کی مځکه دهغه ځای داوسیدونکو د اقتصاد سره سم نرخ باید ولری
خو دافغانستان دخلکو اقتصاد ډیر ضعیف ده خو مځکی پکی د اروپا او امریکا په نرخ دی ، دا ډیره مهمه پوښتنه ده
او ددی پوښتنی ځواب داسی دی
دا پوښتنه داشغالګرو یا د غربی استعمار پوری تړلی ده او دنوی غربی استعمار یوه برخه ده
ددی لپاره چی موږ دی پوښتنی ته ځواب ورکړو ، باید لیږ نوی غربی استعمار وڅیړو

دا خو هرچاته معلومه ده چی غرب ټوله نړی استسماروی او د همدی استسمار له درکه په غربی نړی کی دژوند سطحه دومره جګه ده
اوس به راشو دیته چی څنګه غرب کولای شی دا ټول ملتونه استسمار کړی او څنګه یو اقلیت کولای شی چی اکثریت استسمار کړی

غرب او ددوی استعمارګر تیوریسنان ددی لپاره پنځه ډوله اسلحه لری چی هغه په لاندی ډول ده

اوله اسلحه :
نظامی قوت یا نظامی اسلحه لکه توپ ، ټانک ، راکټ ، په عموم کی نظامی قوت چی په یوه ملت د نظامی قوت په واسطه یرغل کوی او دا ملت لاندی کوی ، خو دا اسلحه دومره موثره نه ده ځکه چی تاثیر یی زر له منځه ځی او دهغه ملت خلګ ورو ورو پسی را پورته کیږی او ورسره په جنګ شروع کوی
دا اوله اسلحه ډیر زر تاثیر کوی ددوی ددښمن ټول تاسیسات ډیر زر له منځه وړی ، او دڅه وخت لپاره دوی پدی دښمن حاکموی خو تاثیر یی لڼډ مهاله دی ، نو له دی اسلحی څخه دوی صرف د ډیر ضرورت په حالت کی کار اخلی
دوهمه اسلحه :
د نوی غربی استعمار دوهمه اسلحه په یوه ملت باندی د فساد او فحش تحمیلول او فرهنګی یرغل کول ده
یعنی په یوه ملت د پوډرو، چرسو، شرابو، قیمار خانو ، او فحش تحمیلول او داسی فرهنګی یرغل پری کول چی هره ځوانه جلی او هر ځوان هلک یی په غربی فرهنګ داسی مین شی چی هر څه چی له غربه راځی په پټو سترګو یی ومنی
نوی غربی استعمار پدی اسلحه یو ملت دومره ګوډ او مات کړی او دسالم عقل څخه یی دومره لری کړی چی دا خلک بیا په پټو سترګو پخپله غربی استعمار منی او افتخار پری کوی
ددی اسلحی داستعمال لپاره لیږ ډیر وخت پکار ده خو تاثیر یی هم اوږد مهاله ده ، یو ملت چی کله دوی پدی اسلحه وواهه نو هغه ملت بیا ۱۰۰یا ۱۵۰ کالو لپاره دوی ته په ګونډو وی
نن صبا دوی دا اسلحه په شرقی اروپا او روسیی استعمالوی په موږ مسلمانانو یی هم لیږ لیږ استعمالوی خو په اسلامی هیوادو کی یی تاثیر لیږ دی

دریمه اسلحه :

دنوی غربی استعمار دریمه اسلحه پیسی او دسود ګټه ده ،یعنی یو ملت د سود په قرض کی داسی غرق کړی ، چی هغه ملت صرف وکولای شی چی دوی ته دسود ګټه ورکړی او اصلی قرض ورباندی دایم پاتی وی
هغه داسی چی په یوه مملکت کی دوی په مصنوعی ډول د مځکی او کور جوړولو نرخ تر اسمانه قیمته کړی چون دانسانی ژوندانه د کولو لپاره يوه انسان ته د کور ضرورت ده ، یعنی که خلګ ډودی ونلری نو یو څه به وخوری خو که کور ونلری دا نو بیا ډیره مشکله ده
نو دوی په نوموړی مملکت کی دکورونو بیی دومره جګی کړی چی باید تقریباً ۸۰٪ خلګ یی د ټول ژوند په کار سره داخیستو توان ونلری
او پدی حالت کی خلګ د ډیر سخت مشکل سره لاس او ګریوان وی ، ځکه چی ماشومان یی را لوی شی او هغوی خپلو کورونو ته ضرورت پیدا کړی خو داچی د کورونو بیی ډیری جګی وی نو دوی یی نشی اخستلای
نو بیا پدی وخت کی ددوی له پیسو ډک بانکونه راشی او دسود دګټی په سر دکورنو دجوړولو لپاره دقرضی په ورکولو شروع وکړی
او پدی شکل ټول ملت په قرض کی غرق کړی بیا نو ددی ملت تقریباً ټول وګړی تقریباً ټول عمر ددوی دسود دګټی په ادا کولو کی اخته وی
او دمجبوریت له رویه له سالم عقل نه لری وی ملی مسایلوته خویی هیڅ پام نه وی او وخت هم نه ورته لری
یعنی دا نوی غربی استعمار ستا پخپل مملکت کی ستا خپله خاوره داسی درباندی خرڅه کړی چی ټول عمر به ددوی مزدوریی او سود به ورکوی
کله چی دوی یو ملت په قرض کی غرق کړی نو بیا چی دا ملت ځان د سود له ناروا باره خلاصوی ددی لپاره له ۱۵۰تر۲۰۰کالو وخت پکار ده

څلورمه اسلحه :
ددوی څلورمه اسلحه ایډیالوژی ده ، نوی غربی استعمار پخپل لاس داسی جوړی شوی ایډيالوژی ګانی چی ددوی اوږد مهاله ګټی پکی خوندی وی په یوه ملت ورتپی او پدی شکل دهغه ملت کلتور، فرهنګ ،دین ، اوملی غرور له منځه وړی ،او تاریخ یی ورته محوه کوی ، ددی شیانو په نه شتون کی یو ملت ډیرښه غلام وی
او ددی لپاره چی دا ملت خپل دین ، کلتور بیرته را وګرځوی نو څو سو کلونو ته ضرورت دی
دمثال په ډول چی دا رنګه اسلحه پری استعمال شوی د منځنی اسیا هیوادونه دی
او ایډیا لوژی ګانی لکه کمونیزم ، ماویزم ، لیبرالیزم ، جعلی نشنلیزم ، شووینیزم او داسی نور

پنځمه اسلحه :
پنځمه اسلحه له ټولو خطرناکه اسلحه ده چی هغه عبارت ده له جهانبینی له بد لولو څخه ، یعنی غربی استعمار د ملتونو جهان بینی یا جهان دید بدلوی او داصلی جهان دید پر ځای خپل نقلی جهان دید پری قبلوی یا یی دینی جهان دید په مادی یا ماټریالیستی جهان دید بدلوی چی خپل استعماری کفر پری وچلوی

چی دا کار دمطبوعاتو ، مکتبونو ، تعلیمی موسوساتو ، کتابونو ، فلمونو ، د بعضی شاعرانو ، نقاشانو ، او عکاسانو او حتی د دروغجنو علمی څیړنو په واسطه تر سره کیږی
دماشومانو افکار له ماشومتوبه تحت الروحی د کارتونی فلمونو او نورو نشراتو چی د ماشومانو لپاره کیږی په مادی او ماټریالیستی افکارو بدلوی
په مکتبونو کی هم دوی د بیولوژی او نورو مضامینو کی خپلی دروغجنی علمی څیړنی ځای کړی لکه د داروین درغجنه تیوری چی د ټولی نړی د بیولوژی تهداب ګڼل کیږی یا د بشریت دروغجن تاریخ چی په مکتبونو کی تدریس کیږی
او په مطبوعاتو کی د بشقاب پرنده په نوم تبلیغات کول او یا په مریخ یا نورو سیارو کی د عاقلو موجوداتو شتون تبلیغول چی تبلیغ یی په فلمونو کی هم کیږی
او داسی نور ټول تبلیغات په مختلفو ساحو کی کیږی چی د جهان د خلکو د جهان بینی د بدلولو په خاطر کیږی چی د جهان دخلکو معنوی جهانبینی په مادی جهانبینی بدله کړی
لکه موږ ته چی د اسلام مبارک دین اسلامی جهانبینی راکړی ده نو دوی غواړی چی دا جهانبینی په ماټریالیستی جهانبینی بدله کړی
او د هغو خلکو چی دا جهانبینی بدله شی یا دهغه ملت چی دا جهانبینی یی په مادی جهانبینی بدله شی نو دا ملت بیا تر ابده غلام پاتی کیدای شی او همیشه به داستعمار د استسمار لاندی وی
او ددوی اخری مطلب هم همدا دی چی د ټول جهان جهانبینی په مادی یا ماتریالیستی جهانبینی بدله کړی

نو اوس تاسی پخپله نظر ورکړی چی کومی اسلحی یی زموږ په ملت استعمال کړی او کومی داستعمال په درشل کی دی او څنګه داسلام مبارک دین ددی اسلحو په مقابل کی زموږ دفاع کوی

ستاسو دنظریاتو په هیله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more