د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

زوی غواړې که لور، پخپله خوښه ېې وټاکه

حلیم
10.11.2011

سلام،
که څه هم دغه موضوع مې مخکې د فیس-بک له لارې د ځنو افغان ملګرو سره چې لږ څه دیني پوهه ېې تر ما ښه وه شریکه کړه، خو کومه کره او سوچه نتیجه مې ترې وانخیستله.
موضوع داسې ده چې، نن د نړۍ طبیبان ادعا کوي چې دوی د والدینو لپاره د دوی په خوښه (او د دولت په اجازه) دوی ته د دوی د راتلونکي اولاد جنس ټاکي (زوی یا لور).
تر کومه چې ماته پته ده دغه موضوع د اسلامي ارشاداتو او همدارنګه د بایبل سره په ټکر کې ده.
چې د وطني ملا نه ېې پوښتم هغه یو دم ددې واقعیت څخه انکار کوي، او د قران کریم په ایتونو یا احادیثو ددغه ادعا رد وایي، چې دا ماته د منلو نده. ځکه هغه څه چې په سترګو ولیدل شي، او هیڅوک ترې انکار ونشي کړای څنګه په یو دم هغه دروغ و بلل شي.
اوس داسې راته ښکاره شوه چې دلته ډیر ښاغلي او تکړه (په عصري او دیني علومو خبر) کسان شته چې زما د تشویش د دغه موضوع په اړه لرې کړي.

درنو، که څوک پدې اړه پوهیږی - مهرباني وکړئ زما سره مو خپله پوهه شریکه کړئ چې زه دې موضوع او ورسره یوه بله هم ده چې هغه به وروسته درسره شریکه کړم، ډیر په تشویش کې اچولی یم؛ آن چې کله کله مې د عقیدې په اړه تشویش راته پیدا شي.


عادل عادل
10.11.2011

السلام علیکم

[quote:a49ccff967]موضوع داسې ده چې، نن د نړۍ طبیبان ادعا کوي چې دوی د والدینو لپاره د دوی په خوښه (او د دولت په اجازه) دوی ته د دوی د راتلونکي اولاد جنس ټاکي (زوی یا لور).[/quote:a49ccff967]

وروره مخکې لدې چې خپله خط خط عقیده نوره هم پسې خط خط کړې،،، یو ځل دا پورته ادعا په ثبوت ورسوه،،، کوم طبیب،،، د کومو والدینو په خوښه،،، په کوم ځای او څه وخت داسې کار کړی دی؟



ع کريم حليمي
11.11.2011

درنو وړونو ، السلام علیکم و رحمة الله
عادل صاحب لمړئ د تېر اختر مبارکي درته وایم ، خدای دي وکړي چه جوړ یاست ، دغه سیکسټی مینټ کښېکاږي او وایېورئ
http://www.fertility-docs.com/fertility_gender.phtml

درنښت



ع کريم حليمي
12.11.2011

[quote:88d5caec0f]اسلامي ارشاداتو او همدارنګه د بایبل سره په ټکر کې ده.[/quote:88d5caec0f]
ممکن ده چه د نن ورځي د بایبل (په لاس تغیر شوئ ) سره تکر وي!!!
خو د محمدي شریعت سر ټکر نشته ، داسي نده ! لکه تاسو چه فکر کوئ ، او تاسو یوازي نه یاست ، ډېر طلاب علم
فکر کوي چه د اولاد د جنس ټاکل د شریعت سره ټکر دی ،
شرعاً او قانوناً زموږ دکړونو نتیجه اصلاً قضاء ده ، چه قضاء شوه ! نو د د ذالجلال و اکرام حکم شو !!!!
بسم تعالی : مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
ترجمه : هيچ مصيبتى نه در زمين و نه در نفسهاى شما [ به شما] نرسد مگر آنكه پيش از آنكه آن را پديد آوريم در كتابى است اين [كار] بر خدا آسان است (۲۲)

درنښت


محمود سعيد
13.11.2011

حلیم صیب د فیسبوک پر وال راته لیکلي وو چې په دې سکالو کې زما دا ځواب ولیکه.
که څه هم نه پوهیږم چې سم او که ناسم کار کوم خو دا دی دلته ېې ځواب راوړم:

تبصره مې داده:
حلیمي صیب، تاسو چې کوم ایت دلیل راوړی دی هغه لدې موضوع سره سر نخوري. بلکه هغه د خدای پاک د غیبي علم په اړه دي.

زما په پوښتنه کې ننی ساینس او د قران کریم دغه آیت په ټکر کې دي. بښنه غواړم یا به زه مکمل مفهوم نشم ترې اخیستلای.
خدای ج فرمایي:

لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ الذُّكُورَ

“To Allah alone belongs the skies and the earth. He creates whatever He wishes. He grants to whomsoever he desires female offspring and he grants to whomsoever he wishes male offspring” ( Surah ash-Shura, Verse: 49)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د تبصري اړوند نده:
ددې په خاطر چې دلته بیا بمبار نشم، ملګرو ته دومره ویلی شم چې ننی ساینس دا دعوه کوي چې که مور او پلار خپل راتلونکی ماشوم هلک یا نجلی غواړي دوی ېې ورته همغسې په لاس برابروي - نو ایا دا خو به خدای مکړه د قران کریم له مبارکه آیت سره په ټکر کې نه وي؟
والسلام

[color=white:56f094a6f2]سعید صاحب،، ستاسو د "سل په سلو کې ټکر" افاده مو سوالیې ته واړوله،،، همدارنګه د الله ج له کتاب سره د تکریم په خاطر د "عظیم الشان" یا " کریم" ټکي مه هېروی،،، د همدې بحث سرلیک چې حلیم صاحب پرانستی وو هم اصلاح شو،،، په درنښت - اداره[/color:56f094a6f2]



ع کريم حليمي
13.11.2011

[quote:a962629430]خدای مکړه د قران کریم له مبارکه آیت سره په ټکر کې نه وي؟ [/quote:a962629430]
نه ! هیڅ ټکر نـســــــــــــــــــــــــــــــته !!!

لِّلَّهِ مُلْك السمَوَتِ وَ الاَرْضِ يخْلُقُ مَا يَشاءُ يهَب لِمَن يَشاءُ إِنَثاً وَ يَهَب لِمَن يَشاءُ الذُّكُورَ(49)
آیت شریف درېٖٖٖٖٖٖ نقطې لري
۱) مالکیت او حاکمیت د ځمکي او اسمانونو د رب ذوالجلال دی .(مطلق )
۲) هر شئ چه وغواړي هغه پیداکوي . (مطلق)
۳) هر چاته چه اراده وکړي لور وکوي ، او هر چاته چه اراده وکړي زوی ورکوي . (مقید و مشروط)

په آیت شریف کښي درې مطلبه نغښتي ، دوه مطلق او یو مشروط دی
او انسان په طبعت کښي نیمه آزاد خلق شوي ، او خپل د ژوند تصمیمونه
پخپله نیسي‌ !!! که چیري داسي پېښه سوه چه انسان یو تصمیم ونیولی ،
او د خالق خوښه نه وي ، نو دالله اراده غالبه ده

او بله مهمه خبره دا ده چه : په آیت شریف کښی (لا ) حرف نشته
(لم تفعلو) چه نهي مطلق ده نشته ، او (لن تفعلو ) هم ندی استعمال شوی

نو دغه
(مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ )

آیت کریمه په نظر کښي ولرئ او د (يخْلُقُ مَا يَشاءُ ) آیه کریمه تقسیر کړي

درته معلومه بشي چه د اولاد د جنس ټاکنه د ًقرآن سره ّهیڅ ټکر نه لري‌
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more