د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په خوښیو کې څه وکړو!؟

حلیم
09.11.2011

سلام،
وايي اختر د مسلمانانو د خوښیو او خوشحالیو ډکه میله یا جشن دی چې د الله پاک له لوري پرې لورول شویدی.

زموږ خلکو به پخوا (چې اسلامي کلتور ډیر پکې نه و رواج شوی) د اختر او نورو ښادیو په وخت کې د ټوپک ډزې کولې، چارمغز به یې ګټل، هګۍ به ېې جنګولې، اتڼونه به ېې کول، پدې را وروسته کې خو آن چې ښځې به یې ګدولې.

دا پورته ټولې هغه کیسې دي چې ځنو اسلامپاله د دوی د مخنیوي لپاره د خوښیو په مراسمو وسلوال برید کړیدی، هغوی ته ېې لاسي بمونه ور ګزار کړیدي، په لسګونو کسان پکې مړه او ټپیان شویدي، ښادي بیخي په بدیو اوښتې ده، له بلې خوا ځنو قومي شخړو لرونکو او تربګنیو هم لدې طلايي فرصت څخه ښه کار اخیستی دی.
خو بالاخره موږ افغانان یا مسلمانان باید د ژوند د خوښیو د لمانځلو لپاره یو تعریف ولرو، د هغوی په چوکاټ کې باید خپلې خوښۍ ولمانځو، تر څو له یوې خوا مو د شته غمونو څخه اوږې سپکې شي، له بلې خوا د خدايي نعمتونو شکرانه ادا کړو.
زما په اند که په اختر کې سړی یوازې (شکر خدایه اختر دی،شکر خدایه اختر دی،شکر خدایه اختر دی) ووایي پدې سره د اختر خوشحالۍ نه لمانځل کیږي. او یا کچیرې سړی یوازې د خپلو دوستانو کره ورشي او غیبتونه سره وکړي، یا دوه مرور سره په خولا کړي هم د اختر خوشحالۍ په ټول کمال نه تر لاسه کیږي. زموږ د خوښیو په نامناسبه توګه لمانځل ددې لامل کیږي چې ځنې بې پروا خلک د پردیو جشنونو او اخترونو ته زړه ښه کړي، او هغوی ته په ورګډیدو سره لا ګنهکار شي. لکه د کریسمس لمانځل ....
زما پوښتنه داده چې د اختر خوشحالۍ باید څنګه ولمانځل شي؟ (د حدیث او سنت کیسې مه راته وایئ، هغه څه راته ووایئ چې په ټولنه کې د عملي کیدو وړ وي)
موخه مې داده چې په ننې ژوند کې اختر څنګه ولمانځو؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more