د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

پتوال صیب درباندې مبارک دي وي

نوروز خان
01.11.2011

پتوال صیب

یاري دزور خبره نه ده
که زړه دې نه وي نور دې نه مجبورومه

دخدای پامان
ملانوروزخان


هوتک
01.11.2011

نوروزخان وروره په خدای ج چه زړه مې ښه شو چه ستا نوم مې له فورمه وتلی ولید ، یقین چه زه به کله هم دوطنمل دې شخصې زندان ته را چکر شوم او ستا نوم به مې ولید ډیر به زهیریدلم ، ماویل چه دافورم وګوره او ددې دروند شخصیت پکې مشرې وګوره ؟
دوطنمل یارې هم دچرسې یارې ده یوه هفته په یوه خیال یوه هفته په بل خیال ،
خو نوروزخان صیب دکاریزوال خبره یو قسم یې دارو دی ، زما یې هم د آبد لپاره ددې فورمه دخدای ج په آمان ملګرو بخښه راته کوۍ؟


Kamil
01.11.2011

زما یې هم دخدای په آمان
چې میوند صیب مې په کې نه وي نو مونږ په کې څه کوو.
ورونو راځﺉ نن ته


۰
01.11.2011

زه که څه هم کوم تکړه لیکونکی نه وم خو لوستونکی حتما وم
او سر له همدا اوسه
په مخه مو ښه
که چاته مي ستوغه سپوره ویلي وي بخښنه غواړم.
مومند چپرهاری


-
01.11.2011

سبحانک اللهم وبحمدک اشهد ان لا اله الا انت استغفرک واتوب الیک


شبيراحمد
03.11.2011

سبحانک اللهم وبحمدک اشهدان لااله الاانت استغفرک واتوب اليک
خوکله کله به راچکرکېږم


ډاکتر وطنمل
03.11.2011

درنو ورونو سلام ، مينه او درناوی!

محترم ورور نوروزخان صيب !

تاسو ډېره پخوا له ټول افغان او لوستونکو سره خدای پاني کړې وه، نوپه دې توګه مو له همغه تاريخه د مسوليت پای هم اعلام کړ، ولې زمونږ زړه نه منله چې د اسې ټول افغان ته شا کړئ، نوله غيابت سره سره مو د مسول دنده درته ځنډولې وه ، متاسفانه تاسو بيرته راستون نشوئ او نه مو د مسول په توګه کوم عمل وليدل شو، نو له اوږدې ناهيلۍ وروسته مو ستا له مبارک نامه سره هم خدای پاماني ومنله ، ځکه چې مسوليت په چا نشو تحميلولای، بيا هم که تاسو په ټول افغان کې پاتې کېدل غواړئ ستاسې خپل کور دی او په هر فوروم کې چې مسوليت ته تن ږدئ په ډيره مننه به يې بيا دروسپارو !

نور نو زما هيله داده چې زما له مسوليت سره زما د کور د بل غړی چې بيل کمپوترونه خو مجبورا يو IP سره لرو لکه پتوال مه شريکوئ !
[color=red:166bd2ccbe]په دې اړه ما د مسولينو شورا ته بشپړ معلومات ورکړی و[/color:166bd2ccbe]
هغه نورو کسان چې له دې کبله يې کلکه خدای پاماني  کړې  پر مخه يې زيړي ګلونه ، مننه چې تر دومره وخته له مونږ سره پاتې شول ، خو ستاسې ليرې او غير فعال  پاتې کېدل موجه نه بولم ، 
که په تصميم مو يوځل بيا له سره  فکر وکړئ  او ميدان پرې نږدئ  ډير زيات  به خوښ  شم  ،  متاسفانه چې ستا خبره  ياري نه د زو او نه زارۍ  خبره ده  ، په مينه او درناوي 
[color=blue:166bd2ccbe]يو ورور مو : وطنمل[/color:166bd2ccbe]
 


سلامونه

tandar
04.11.2011

سلامونه
دنوي او پخواني ورور ليکنه مي دګيلو او ناندرو مخ ته راوړه ځکه چه دپښتنو په ديره کي تل دصلحي جرګي شوي او بايد وشي
زما نه خفه نه شي، دلته سره خپل زړونه ښه تش کړي ،هر کله چه مو جوړيدو او پخلايني ته تبه برابره شوه زه به مو په ډير عذت هرکلي وکړم
دګوړي سره شين چاي او تازه کړي چلم به هم درته مخکي کيږدم
ګذشت ښه شي دي ،صلحه او يوالي برياليتوب دي
تربيا٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ښايسته جان

دغړيتوب نېټه: 04 نومبر 2011
ليکنې: 1

د ليکنې نېټه : جمعه نومبر 04, 2011 1:12 am عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------


عادل عادل
04.11.2011

السلام علیکم

[quote:70c8de69a0]محترم ورور نوروزخان صيب !

تاسو ډېره پخوا له ټول افغان او لوستونکو سره خدای پاني کړې وه، نوپه دې توګه مو له همغه تاريخه د مسوليت پای هم اعلام کړ، ولې زمونږ زړه نه منله چې د اسې ټول افغان ته شا کړئ، نوله غيابت سره سره مو د مسول دنده درته ځنډولې وه ، متاسفانه تاسو بيرته راستون نشوئ او نه مو د مسول په توګه کوم عمل وليدل شو، نو له اوږدې ناهيلۍ وروسته مو ستا له مبارک نامه سره هم خدای پاماني ومنله ، ځکه چې مسوليت په چا نشو تحميلولای، بيا هم که تاسو په ټول افغان کې پاتې کېدل غواړئ ستاسې خپل کور دی او په هر فوروم کې چې مسوليت ته تن ږدئ په ډيره مننه به يې بيا دروسپارو !

نور نو زما هيله داده چې زما له مسوليت سره زما د کور د بل غړی چې بيل کمپوترونه خو مجبورا يو IP سره لرو لکه پتوال مه شريکوئ !
هغه نورو کسان چې له دې کبله يې کلکه خدای پاماني کړې وي پر مخه يې زيړي ګلونه ، مننه چې تر دومره وخته له مونږ سره پاتې شول ، خو ستاسې ليرې او غير فعال پاتې کېدل موجه نه بولم ،
که په تصميم مو يوځل بيا له سره فکر وکړئ او ميدان پرې نږدئ ډير زيات به خوښ شم ٠ متاسفانه چې ستا خبره ياري نه د زو او نه زارۍ خبره ده ، په مينه او درناوي
يو ورور مو : وطنمل[/quote:70c8de69a0]

دروند او محترم ورور ډاکټر صاحب وطنمل

خدای ج مو خیرونه په نصیب کړه چې دا پورته لیکنه او سپیناوی مو کړی،،،، آمین

محترمو،،، ماته اجازه راکړی تاسو ته پدې توګه یو څو د مصلحت څخه ډکې او سپینې خبرې وکړم،،، هیله ده چې راپه غصه نه شی،،، دا ځکه چې ماته دا کار یو ډول نمک-حرامي ښکاري چې یا مو خدای مکړه غیبت وکړم،،، او یا هم دلته په ناشنا توګه نااشنا نوم ثبت او د ګیلو تر څنګ ستوغې هم درته ولیکم،،، ابدا،،

وروره،، ستاسو دا پورته سپیناوی که هر څو هم د قدر وړ دی،،، خو ستاسو مسوولیت ته پام سره لا هم نیمګړی دی،،، تاسو صرف دا سپینه کړې چې تاسو او ښاغلی پتوال صاحب دوه بېل خو یوه ای-پي کاروی،،، نو پدې به د ښاغلي نوروز خان سوال یا ګیله حل او یا هم له منځه ولاړه شي؟؟؟ نه،،، ځکه اوس د تاسو له سپیناوي وروسته د هغوی د ګوت-نیونې مخاطب د پتوال صیب پر ځای تاسو یاست،،، او دا هم محاله ګڼم چې زما په شان عام ګډونوال او نور لوستونکي به د نوروزخان او نورور وروڼو د تګ او خدای پامانی په سبب پوه وي،،، او تاسو دې لا هم نه واست پوه؟؟؟ ،،، په هر حال،، تلوونکو وروڼو ته ښایي چې د خپل تګ اصلي سبب په واضح ټکو کې همدلته ثبت کړي،،، دا به یې فورمونو ته لوی خدمت کړی وي،،،،

وروره

زه د فرقاني صیب علمیت،، پوهه،، تحلیل او استدلال ته احترام لرم،، له ځانه یې پوه ګڼم،،، د دوی له لیکنو مې ډېر څه زده کړي او لایې هم زده کوم،،، خو دوی دې د خپلې مهربانی له مخې نه خپه کیژي،،، د چلوونکي په حیث چې تاسو په ګڼو بحثخونو انتصاب کړی،،، عملا دا دی ښیي چې دا چپنه په دوی ډېېېېېره اوږده ده،،،، مشري،،، مدیریت او د چلولو مسوولیت لپاره علمي درجه، پوهه او سیاسي بصیرت کافي نه دی،،، ورته مشري لوړ ظرفیت او که انګریژي تو ولویژو matured personality ته اړتیا لري،،، چې لدې پلوه،، ښاغلی فرقاني صیب یو څه خام یا په بل عبارت immatured دی، ځکه خو د بحثونو په لړ کې تر عادي ګډونوالو ډېر تود او احساساتي کیژي،،، او په بیړني قضاوت یا Premature توګه د بحث د طرف په وړاند ې د فشار هر ډول وسیلې ته لاس اچوي،،،

نو وروره په داسې حالاتو کې هوښیاران له فرقاني صیب څخه ګیله نه کوي او نه هم ترې خاطر درنوي،،، د ګیلې ځای تاسو یاست چې هغوی مو د چلوونکي په توګه مناسب ګڼلی،،،، هیله ده تاسو او فرقاني صیب دواړه په خپل خپل Part کې په خپلو کړنلارو او له لوستونکو او ګډونوالو سره په تعامل له سره غور او تجدید نظر وکړی،،، تر څو له تشنج نه خالي بحثفورمونه خوږې او د افغاني ورورولی تودې او صمیمانه فضا ته راوګرزي،،،،

په دېر معذرت او مننې سره..... والسلام

ستاسو خواخوږی او ارادتمند


ډاکتر وطنمل
04.11.2011

دروند او قدرمن ورور عادل صاحب ته سلامونه او نېکې هيلې !

نوروز خان يو ښه او قدرمن سړی دی، که په ټول افغان کې پاتې کيږي زه پرې خوښ يم او په وياړ به يې د يو فوروم پر ځای په څو فورمونو کې مسلول وټاکم ،
خو که هر څوک د بل چا په تقرر خفه کيږي ، باور لرم چې داسې به نه وي، نو دا حق چاته نه دی حاصل، مثلآ ً عادل صيب که په فورمونو کې ستاسو د مسوليت
په ګڼوالي که څوک سل ځله تنقيد هم وکړي له خپل حق او صلاحيت
څخه به يې تيری وبلل شي او مراعات به نشي .
سر بېره په دې يو مسول هم غوښتنه نه ده کړې چې مسول دې وټاکل شي ، دا دندې افتخاري ور سپارل کيږي که څوک يې نه کوي د ويستلو غوښتنه کوي
او که څوک هېڅ فعاليت نه کوي کېدای شي په ځينو ګډوډيو د پېښېدو له امله يې پر مسوليت صرف نظر هم وشي . که يو مسول بيکفايتي وښيي
هېڅ ستونزه نشته چې له دندې څخه ګوښه شي، ولې له پيښې اوثبوت مخکې څوک په بيکفايتۍ هم نشي محکوم کېدای !
نورې خبرې په منځ کې نشته خدای دې وکړي چې نوروز صيب د خپلو پاتې کېدو څخه مونږ ته صرف ډاډ راکړي . والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more