د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د(إمرأه اوزوجه)توروپه منځ کې هیښوونکی توپیر (دقرانکریم لغوې اعجاز)

رښتینی
27.10.2011

د(إمرأه اوزوجه)توروپه منځ کې هیښوونکی توپیر
(دقرانکریم لغوې اعجاز)

بسم الله الرحمن الرحيم
السلام عليكم ورحمة الله

راځئ دقران کریم دلغوي اعجاز یوه بیلګه درسره شریکه کړم څو داخبره لاروښانه شي چې
رښتیا قرانکریم الهی کلام ده اوپه انساني کلام داډول باریکی موندل ناشونې دې
دقرانکریم دایتونو لهژورې پلټنې وروسته داخبره روښانه شوې ده چې په قراکریم
کې د (امرآه) او (زوجه) توروپه منځ کې عجیب توپیر پروت دی هسې خو دادواړه
تورې درترنکاح لاندې میرمنې له پاره کارول کیږې خو قرانکریم په دې کې یوه دقیق
توپیرته نغوته کړې ده او هغه داسې چې کله دمیړه او ښځې په منځ کې مکمل توافق
او پوره انسجام موجود وې نو هلته قرانکریم ښځه زوجه یاده کړې ده او که پوره توافق
او انسجام شتون ونلرې بیا یې امراه یاده کړې ده اودا عدم توافق عام ده که په دینې
توګه وې یاپه نفسي اوجنسي توګه وې

راځو بیلګو ته :

"وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْأَزْوَاجًالِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ\" ،
"وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْأَزْوَاجِنَاوَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَالِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا
اوپه دې توګه قرانکریم حواء علیها السلام دادم علیه السلام زوجه یاده کړې ده :
وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ
اوداراز یې درسول الله صلی الله علیه وسلم میرمنې هم ازواج بللې دې :
النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْوَأَزْوَاجُهُأُمَّهَاتُهُمْ

خو کله چې دمیړه اوښځې په منځ کې دڅه خنډ له کبله دیني ، جنسی او عقیدوې توافق او
انسجام نه وې نو هلته یې ښځه امراه یاده کړې ده نه زوجه لکه دنوح او لوط علیهما السلام
میرمنې قران ددوی په اړه وایې :

"ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا
تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا
دلته دا دواړه ښخی دپیغمبرانو میرمني دې خو څرنګه چې دوی کافرانې وې
او له میړنو سره یې عقیدوې توافق نه و زوجه نه بلکی امراه یادې شوې دې
اوله همدې کبله قران دفرعون مسلمانه میرمن هم زوجه نه بلکې امراه یاده کړې ده :

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَفِرْعَوْنَ
ځکه فرعون کافر او میرمن یې مسلمانه وه
او دقرانکریم ددی معجز تعبیرپه لړ کې یوه بله هیښوونکې بیلګه را اخلو هغه داسې چې د
زکریا علیه السلام میرمن چې کله شنډه وه او اولاد یې نه کیده نو هغه دزوجیت مکمل
انسجان شتون نه لاره ځکه دواده اساي موخه یوه هم تناسل او اولاد رامنځته کیدل
دې نو کله چې دا توافق شتون نه لاره هلته دزکریا علیه السلام میرمن قران امراه یاده
کړې ده خو کله یې چې اولاد وشو او مکمل زوجې توافق او انسجان رامنځته شو
نوبیا زوجه یاده کړل شوې ده راځئ بیلګې را اخلو الله جل جلاله د زکریا علیه السلام
په ژبه وایې :
وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا فَهَبْ لِي مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا
اوکله چې الله جل جلاله خبر ورکړ چې اولاد به یې کیږې ده بیا هماغه دامراه توری
وکاراوه چې څنګه به زما دشنډې میرمنې اولاد کیږې :

قَالَ رَبِّ أَنَّىَ يَكُونُ لِي غُلاَمٌ وَقَدْ بَلَغَنِيَ الْكِبَرُ وَامْرَأَتِي عَاقِرٌ قَالَ كَذَلِكَ اللّهُ يَفْعَلُ مَايَشَاء

خو ددې مانع او خنډ له منځه تللو وروسته او دبیولوژی توافق له رامنځته کیدلو وروسته
چې کله الله جل جلاله دوی ته یحی علیه السلام ورکړ نوبیاقرانکریم د هماغه زکریا علیه السلا میرمن امراه نه بلکې زوجه یادوې :
"وَزَكَرِيَّا إِذْ نَادَى رَبَّهُ رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ* فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَى وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ
نو له دې دقیق قرانی تعبیر وروسته داخبره روښانه شوه چې امراه او زوجه تورې مترادف
نه بلکې دلته یوژور او باریک توپیر پروت دی .

بښنه غواړم چې دوخت دکمښت له کبله مې ایتونه ونه ژباړل

ستاسو حامد


۰
27.10.2011

ډیره مننه الله دي اجر درکړي حامد صیب ښي خبري ته مو زمونږ پام واړاوه
رښتیا هم چي قرآنکریم دالله یو معجر کتاب دي الله جل جلاله دي مونږ تاسو ټولو
ته په همدي کتاب د عمل کولو توفیق راکړي آمین
مومند چپرهاری


محمود سعيد
27.10.2011

رښتیني صیب او چپرهاري صیب ته سلامونه وړاندې کوم.
ډیره زیاته مننه چې داسې ښکلې لیکنه مو راسره شریکه کړه.
غواړم په دې اړه یوه خبره وپوښتم، هغه دا چې د عربي ژبې په اوسني ګړدود
کې هم د دې دواړو تورو تر منځ توپیر شته او که نه؟
که وي نو عرب دا ټکي د څه ډول میرمنو لپاره کاروي؟
بل دا چې موږ په پښتو کې هم دا ډول جلا ټکي کاروو او که نه؟


رښتینی
30.10.2011

مومند او سعید صاحبانو سلامونه اونیکې هیلې مې ومنئ
ستاسو له نظرڅرګندونو نه ډیره مننه الله مو ښاد لره

سعید صاحب اوسنيو عربو عربي دوه ډوله کړې ده یوه یې
فصحی بولې او دالکهزمو ږ اوستاسو معیاري پښتو اوبله
یې عامیه بولې اودا لکه زمو اوستاسو ولسي ژبه
ګومان نه كوم چې دوی دې په خپله ژبه کې دا ډول دقیق توپیرونه ولرې
دا موضوع یوې مصری میرمني عائشه بنت عبدالرحمن ډیره ښکلې څیړلې ده
اصلا په عربي ژبه کې امرآه توری د المرء تورې تانیث ده او پښتو معنی یې ښځه
ده لکه د المرء معنی چې سړی دی او زوج یا زوجه چې مناسب یې زوج توری ده
زوج توری دنراوښځې دواړو له پاره کارول کیږې او په پښتوکې یې معنی جوړه ده
او زوج توری دامراه تورې په خلاف یواځې په انسانانوپ،رې ندې خاص بلکې
په هرشې کې راځې لکه وجعلنا من کل شئ زوجین اثنین
یعني موږ هرشی جوړه ګرځولې دې

پاته شوه د پشتو خبره په پښتوکې خو ښځه او میرمن توری عام دې هری ښخې ته
ښځه او میرمن وایې یعنې لازمه نده چې دیوچا منکوحه وې او ګومان کوم (اورته)
توری په منکوحه پورې خاص دی خو دا توری بیا دیوې سیمې یایوه قوم خاصه
لهجه راته ښکارې نو څرنګه چې ښځه اومیرمن تورې عام دې نو زماپه اند ددې
ځانګړې لهجې (اورته)عامول به ښه کار نه وې ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more