د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

دپښتون راتلو ته د زړه له کومي هر کلې وايم

tandar
14.09.2011

دپښتون راتلو ته د زړه له کومي هر کلې وايم
دا ديره درباندي ياره ،وروه ،ملګريه ،انډيواله او زيږ پښتونه ډيره ښکلې ښکاري زه نن ډيره خوښې احساسوم
تربيا

دپښتون ليکنه٠
تندر صیب او له همدی ځایه ټولو ګرانو ملګرو محمدزمان هوتک صیب،قریش صیب،اړم صیب ،کلیوال صیب،مومند افغان صیب،کامل صیب،عادل عادل صیب،عبدالوکیل صیب یا نجیب الله صیب ، وهاج صیب،پتوال صیب ،پتنګ صیب،صادق افغان صیب،حذیفه صیب ،نوروزخان صیب،خیریوسې صیب،هیښ صیب،محمود سعید صیب،څپاند صیب او د کیبورد د ټک نه پاتې ټول د ټول افغان درنو لیکوالانو ته ګیډۍ ګیډۍ سلامونه او نیکې هیلي وړاندی کوم.
هیله لرم تاسو ټول روغ او پخپل ژوند او چارو کې هوسا او بریالي اوسئ.
تندر صیب انشالله تر پایه تاسو سره مل یم. او د تیرو لیکنو او د تیری خوني د ورانولوځوابونه چارواکو لا ندي وړاندي کړي او نه یي کوم دقناعت وړ ځواب لیکلې دي.
زړه کې بړاسونه ډیر دي او کوښښ د پراخی حوصلې کوم.او ټول افغان لکه خپل کور ګڼم.ګنې ټول افغان به وختي لکه بینوا چې نن دی(بینوا هک شوی) .
تر بل ځل پوری انشالله په حجره کې تاسو ټولو ته د الله ج نه ښه وخت او ښه چارې هیله کوم.


محمود سعيد
15.09.2011

تندر صیب او پښتون صیب دواړو ته د زړه له کومې سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم...هیله ده روغ به یاست.
د پښتو د خونې د بیرته رغیدو مبارکي درته وایم، هیله ده ملګري ېې ښکلې او رنګینه وساتي.


عنوان

tandar
23.09.2011

........دژوند په خوند پوه نه شوم ګرځم بی وطنه په المان کی
...........خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په هجران کی
١؛ وینم پسرلی کی دخواران شینکی ډاګونه
........................................چه سترګی پټی کړمه
....تورو کیږدو کی مستی پیغلی شنه خالونه
........................................چه سترګی پټی کړمه
................دسپین غره واورو ته ګورم دخیالونو په جهان کی
...............خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په هجران کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٢؛ کږی نه پاس وزیر زاوه ،کودیخیل او مرکیخیل وګوره
...................................................ښایست طوطوکی پروت دی
...بیار نه لاړشه میملی باغ ته،ګندومک او ممه خیل وګوره
.....................................................ښایست طوطو کی پروت دی
...............پچیر اګام تراسارکه، پروت دی دانارو په بوستان کی
................خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په هجران کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٣؛ شګې باندی ورتاو شه قیلغوته، یخ سوری ددیرو وګوره
...............................................................................اینځر دکيچړی مزه کړی
... سورمی درنه هیر نشی،دمه په کږه کی خوند دپالودو وګوره
...............................................................................اینځر دکيچړی مزه کړی
..........دمیوو صفت ې ډير،نرګس ې خوشبوې کړی ګلستان کی
................خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په هجران کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٤؛ علم او دانش تپوس ې مه کړه،عالمان اوشاعران لری
...................................................ړنګ او قتیل دی سره وروڼه
..........مامور معلم په کی بی حسابه،جنرالان او وزیران لری
....................................................ړنګ او قتیل دی سره وروڼه
پاینده محمد شعرونه واوره،کباب ې خوند کړی په دکان کی
..........خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په هجران کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٥؛ خپلو دیرو کی دعزت شملی په سر ،درانه مشران لری
..................................................................... جرګه ماران لری
..............خربون، شیرزاد،وزیر دی سره وروڼه، ملکان لری
........................................................................جرګه ماران لری
.......... پښتو او ننګ ناموس کی، ساری نه لری جهان کی
...........خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شوپه هجران کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٦ , دغیرت مثال ې نشته دزمرو وطن دی
..................................په خوګ ې ننګ کړی دی
حجری ې ډکی میلمنو نه شاه ځلمو وطن دی
...................................په خوګ ې ننګ کړی دی
باوری کله هيريږی ،اخر به مړ شی په خفګان کی
خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په خفګان کی


پښتون.
05.10.2011

السلام علیکم تندر صیب او سعید صیب!
تندر صیب ډیره مننه چې زما یاد مو کړی دی. زه د یو څه بوختیا له کبله ډیر د لیکلو وخت نلرم ولې ستاسو د لیکنو د لوستلو وخت چې هر څنګه هم بوخت اوسم لرم او په مینه یې لولم.او سعید صیب خو بیا ښه مفکره لیکوال دی او د پښتواو پښتنو سره ډیره ځانګړی مینه لری او ښکلي پښتونپاله شعرونه یي لیکلي دي چې کله کله په خپلو شعرونه دا حجره هم ونازوي نو خوند به یی څو چنده شي.
نو تندر صیب کله کله دا شعر په ترنم کې وایه ،یو خاص غوندی سکون پکښې ماته ښکاری ، د نورو خپل خپل مزاج وي.
په درناوي.

خلقه زما د زړه قرار راولئ
ما له د تورو جامو یار راولئ
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
جانان زما د زړه ټکور دی
هم مې د دواړو سترګو تور دی
ما سوزوي مینه یې اور دی
اوس مې په خیال او فکر خور دی
زما ژوندون ته نوبهار راولئ
ما له د تورو جامو یار راولئ
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
زما جانان زما ارمان دی
هیڅ نه هیریږي په ما ګران دی
زما د مینې قدردان دی
زما په سر لکه اسمان دی
زما خیالونو ته شینګار راولئ
ما له د تورو جامو یار راولئ
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
مینه کوي ډیر مینه وال دی
ځکه ورکړی خدای کمال دی
مئين په حسن په جمال دی
زما ځیګر زما همخیال دی
ما له زما وصال فنکار راولئ
ما له د تورو جامو یار راولئ
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

والسلام.انشاالله تر بیا


سلام

tandar
05.10.2011

وروره پښتونه سلامونه مي ومنه
چه هرچيرته وي ډوډي دي ګرمه او اوبه دي يخي سره له روغ صحته
زما شعر به ډير ژر ديو مشهور هنرمند په اواز کي له tv او يوټوبه واوري او وويني چه خوند لري او که نه دا دزړه اواز دي او له زړه نه راوتلي دي ،خداي شته چه نور پردي خاوره کي ستړي شوي يم
تربيا


Re: سلام

پښتون.
27.10.2011

[quote:7423644a93="tandar"]وروره پښتونه سلامونه مي ومنه
چه هرچيرته وي ډوډي دي ګرمه او اوبه دي يخي سره له روغ صحته
زما شعر به ډير ژر ديو مشهور هنرمند په اواز کي له tv او يوټوبه واوري او وويني چه خوند لري او که نه دا دزړه اواز دي او له زړه نه راوتلي دي ،خداي شته چه نور پردي خاوره کي ستړي شوي يم
تربيا[/quote:7423644a93]
سلامونه او نیکې هیلې تندر صیب!
هیله ده چې روغ رمټ او خوشحالی مو په برخه وي.
ستاسو شعرونه خپل ځای لرې یو خاص د زړه سوز پکښې نغښتې وي او هر څوک چې یې لولې نو حتمې د خپل وطن ارمانجن کیږي.
ستاسو د شعر سندره د چا په غږ کې ویل شوې ده او چیرته یې اوریدلې شم؟
تر بیا له خیره سره.


tandar
27.10.2011

سلامونه او احترامونه
دماستر علي حيدر په اواز کي خو ډير کم نوره وروسته سمه جوړيږي
بيا به ې يوه کاپي دروليږم چه ماته راغله
يوټوب علي حيدر کنسرت بلجيم او دريم نمره
دهغه ټولي بدلي هغلته نيمکله وړاندي شويدي
ښه شو چه اقلا غږ مي دي واوريدو ډير خوښ شوم
تربيا


پښتون.
28.10.2011

وعلیکم السلام تندرصیب ،زما درناوی هم ومنۍ هیله ده چې خوشحالی او پوره روغتیا مو په برخه وي.
تندر صیب همدلته یو ،کله کله وخت یارې نکوی او کله بیا فکر مې دومره هوسا نه یې چې د لیکلو لپاره څه راوړم. او کله بیا داسې هم کیږی چې فورم ته راشم او بیرته وتښتم.
او هغه پخوانی یاران هم ټول د سره ولاړل اعنې څه ښه یاران اوڅه ښه وختونه و څه ښه هغو دا فورمونه تاوده ساتلې و،هر یو د خپلې پوهې په اندازه ګټورې اسلامې،علمی او ټولنیزې لیکنې، شعرونه او لنډۍ او ټوکې ټکالې کولې.او دا ټولې ښکلې شیبې د سترګو د رپ سره تیرشوی.
خدای پاک دی بیرته راولی او په قهر شوې وروڼه دې هم خدای پاک خوشحاله لرې او الله تعالې دی سره روغ کړې.
تربیا انشالله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more