د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دمولا صيب فضل الرحمان په نوم!

خلیل الرحمان
26.10.2011

که څه هم هغه سیاست دکوم بنسټ چی د اسلام د سپیڅلي دین ستر لارښود محمـــــــــــــــــد(ص) په مدینه منوره کښی ایښودی وو، نن تش په نامه بعضي ملا یانو له خوا په دوه مخي سیاست بدل شوی .که یو سیاست ته د اسلامي سیاست له پامه وکتل شي نو پکار ده چي هغه دنړی په هر ګوټ کښي د هر اسلامي هیواد دپاره یو رنګ وی . نه چي بدل بدل
غواړم چي پدې هکله مو دمووولا فضل الرحمان د پروني غنډې هغې وینا ته کومه چي یی پرون په دیر کښي یی ترسره کړې وه، راواړوم
موولا صيب په یو ځاي کښي د غنډې ګډنوالو په وړاندې د افغالنستان جهاد یو منظم جهاد بولي او ملا تړ تر ې اعلانوي . مخکښی ځي او وایی : پاکستانی جهادیان په ډلو ټپلو ویشل شوي دوي ته پکاردي چي دپاکستان د اساسي قانون دسوري لاندې په حکومت کښی سیاسي ونډه واخلي او له وسله وال دریز څخه دي لاس په سرشي.
مخکښي ځي او وایی : دوي ( دپاکسټان ملایان) په پاکستان کښی د هر ډول وسله کوشش ناجایز ګڼي او په کلکه سره يي مخالفت کوي
واه! موولا صيب واه ! څه ښکلې دلیل لرې
آیین!
آیا ته خو دهغه آیین (اساسي قانون) خبره نه کوي ؟
په کوم کښي د مشرف په پاچايی ، داسلام دسپیڅلي دین دحدودوپه قانون کښي بدلون رامنځته شو او تا ورباندي د متحده مجلس عمل په جامه کښی دمنلو او په پارلمان کښي دتصویبولو ټاپه اووهله .
آیا ته دهغي آیین خبره کوي په کوم چي که چیرې هلک او انجلۍ خوا که واده کړي وي او که ناوده کړي ، په خپله خوښه سره زنا وکړي نو حد ورباندي نه پلي کیږي او صرف ددری میاشتو دبند په سزا محکومیږي .

آیا ته دهغي آیین خبره کوي په کوم چي که چیرې یو سړې شراب وڅکي او چاته نقصان ونه رسوي نو دجزا څخه معاف کیږي
آیا ته دهغې آیین او اسلامي هیواد خبره خو نه کوې په کوم کښی چي مرده ګاؤ خانو ته قانوني جواز ورکول کیږي او تری په بدل کښی تیکس ګرزول کیږي . هماغه هیواداو آیین کوم چي د هیرا منډی غندې دزنا لویی اډې ته قانوني جواز ورکوي اوبدل کښې ترې دکال زر لکه کالداری تیکس اخلي او بیا دهمداې ټیکس له پیسو نه تاسی غندي مولایانوته دپارلماني غړو په څیر تنخواه ګاني درکوي.
آیا ته دهغي آیین خبره خو نه کوې کوم چی ۱۹۳۵ کال کښي په هند کښی دانګریزانو لخوا وضع شوې وو، پر بنسټ جوړ شوې دی.
ولې ته وړوند یي چي امریکایان ستا له خاورې څخه ستا په ولس هوایي یرغل کوي
ستا دخپل فوځ سلاکاران څوک دي؟
ستا فوځ بودیجه دچانه اخلي؟
ستا فوځ ته روزنه څوک ورکوي؟ فرښتې او بلیک واټر؟
ته په نړیواله ټولنه کښي دامنتي لنډمحاله ساتندوی جرګګی غړي توب تر لاسه کولو ته خوشحاله یئ او ما او زما اولس ورسره جنګوې
امریکا د وزیر اعظم بوټان هم تالاشي کوي.
واه ! ملا صیب ! واه!څومره غیرت لري په اسلام
ته او قاضي خپل ځامن او لونړه امریکا ته دتحصیل دپاره لیږې او زما دمکتبونو دورانولو فتوه په جیب کښي ګرځی
دصدر مازیګری دی لیدلی او کنه ؟ د اسلام آباد هغو بربنډو سره څه کوې؟

زه د امریکا دشتون پلوي نه یم خو
راشه ملا صیب ما هم وګوره! زما هیواد هم وګوره ! زما پرده هم وګوره! زما جوماتونه هم وګوره ! ماته زما په وطن کښی داسي یوه مردګاو خانه وښایه چي د کرزي ادارې ورته جواز ورکړې وي او ټیکس ترې اخلي؟ را شه زما اساسي قانون وګوره دکوم دریمه ماده چی داسې وایی. : په افغانستان کښی هیچ یو قانون داسلام دسپیڅلي دین دمعتقداتو او احکامو پر ضد نه شي پلي کیدای
دجزا قانون اوله ماده چې داسي وایی : داقانون صرف تعزیري جزا ګانې ټاکي .حدود، قصاص او دیت داسلامي شریعت دحنفي فقهې له مخې مجازات کیږي.
زما موټر په ښی لاس او ته پخپله موټر د انګریز په لاس چلوې
ته د انګریزي آیین دسیوري لاندي لوړه کوې او مونږه یی دقران او حنفي قانون له سیوری لاندي
واه واه ملا صیب! خفه نشې دا خو هسي یو څوبیلګي وي
نورې هم دروشغوم او کنه هم دابه بس وي؟
په درناوي
خلیل الرحمان محــــــــــــــــــــــمد خیل


pattang
26.10.2011

خليل خانه ! ستا په خبروډېر غټ بحث او ناندرۍ وېيل کيدی شي خو
ګټه يې څه !
دابه خوشې دو خت ضائع کېدل وي ، لکه دکرزي بړېڅي يې چې ضايع کوي !
وروره مونږ پا کستان څه کوو ، هر څوک به هره خبره کوي :
[color=darkred:9db9f37b31]قضيه[/color:9db9f37b31] : زمونږ وطن په زور اشغال دی په اولس مو تېری شوی او کېږي ، بې ګناه موواړه او لو يان وژل کېږي .
[color=brown:9db9f37b31]حل[/color:9db9f37b31] : له هېواؤ او ناموس ځخه دفاع په هر پښتون ، افغان
اوسېدونکي فرض ده ، اشغالګر به په زور او ياپه رضا بېله قيد او شرطه زمونږ وطن او خاوره پرېږ دي ٠ که دا نوي نو له دوی او دې دوی له ملګرو سره به جګړه روانه وي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more