د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

چمتووال نيول ؟؟؟؟؟ ها ها ها

پتوال
22.10.2011

د شينوارو ځينو ساده ګرو ځوانانو رسنيو ته لار موندلې او ښې ښې نيولوژي يې موندلي خو ځينې يې بيا د ليدو او کتو نه دي لکه :

چمتووالی نيول،

فيصدي ته سلنه ويل او نور .

آيا دا جمله سمه ده چې رسنۍ يې وايي لکه :
د بن کنفرانس ته چمتووالی نيول کيږي !

د خپلواکۍ جشن ته چمتووالی نه دی نيول شوی ؟؟؟؟؟؟

آيا آمادګي نيول او چمتووالی نيول کټ مټ يوشی دي ؟؟؟؟؟؟
که يوشی نه وي نو فرق به يې څشی وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


محمود سعيد
23.10.2011

چمتو کیدل= تیاریدل، آماده کیدل.
چمتووالی= تیاري نیول، آماده ګي نیول.
چمتووالی نیوال= تیاري نیول نیول؟؟؟
چې غلطه معنی ورکوي.
د سلنې په اړه مو مخکنینۍ بحث په زړه پورې وو خو فکر کوم کومه پایله ترې تر لاسه نه شوه.


ډاکتر څپاند
23.10.2011

سلامونه،
چمتو تيار ،اماده :کرزی تېښتې ته چمتو دی٠

چمتوالې يا چمتو والی تېاری،امادګي:کرزی تېښتې ته چمتو والې لري٠

چمتو والی درلودل/لرل/نيول:کرزې تيښتې ته چمتو والی ؟ (دلته واضحا يوې
تکميلونکې کلمې ته اړتياشته) ،ځکه چې چمتو والی صرف دتېارې معنی لري،
نولازمه بريښي چې د نيول کلمه پرځای استعمال شوې ده٠


پتوال
24.10.2011

په ديالوګ کې :

پ : هلکه اماده يې چې اتڼ وکړو؟
ج : هو چمتو يم !

پ : امادګي لرې؟
ج : نه امادګي نه لرم ، اماده يم !
پ : يعنې امادګي دې نه ده نيولې ؟
ج : هېڅ امادګۍ نيولو ته اړتيا نه لرم ، خو اماده يم ، اتڼ ته هم څوک امادګي نيسي ؟؟؟
پ : ولې نه ؟ نه يې نيسي ؟؟؟؟
ج : څه امادګي نيسي ؟؟؟ اتڼ اوس زده کوي ؟؟؟؟

پ : نو کولی شو اتڼ وکړو ؟؟؟
ج : نه ، ته يې کوه ، زه اماده نه يم چې اتڼ وکړم !

پ : وېلې؟ دا تر اوسه دې څه ويل چې اماده يم اماده يم ، اوس څه وشول ؟
ج : اوس چمتو نه يم، په ډيرو خبرو دې زما طبعه وګرځوله ، نو روحاً اماده او چمتو نه يم چې له تاسره اتڼ وکړم !
اوس پوه شوې ؟؟؟؟؟
پ : په څه پوه شوم ؟؟؟
ج : د چمتووالي او امادګۍ په فرق !!!!
پ : يعنې ؟؟؟؟
ج : يعنې دا چې چمتووالی او امادګي هم يوشی دي او هم يو شی نه دي !

پ : چې يو شی دي په دې خو زه هم پوهيږم ، خو په دې مې پوه کړه چې څنګه يو شی نه دي او فرق يې په څه کې دی ؟
ج : همدا پوښتنه به له ټولو سره وي
پ : ټول څوک دي دلته خو يو زه يم !
ج : ټول هغه کسان چې ددوی په فرق نه پوهيږي ، که تا پشان دلته دي او که دلته نه دي!
مثلا ً که تا د سهار چای نه وي څښلی ، غواړې چای وڅښې ، يعنې :
اماده يې چای وڅښې !
خو که چا درته تريخ چای او ډوډۍ کيښوه شايد ويې نه څښې، په دې صورت کې يې څښلو ته اماده نه يې ! او که د شيدو چای يې له پراټې سره
درته کيښود نو بيا سل په سلو کې د هغې ځښلو ته چمتو او اماده يې !

نو دلته امادګي او چمتووالی سره يوشی دي ، ځکه دواړه ذهني پيښې دي د ارادې ښودل دي چې پراټې له شيد وچي سره وهې ، او سُکړک له تريخ چای سره نه !
نور يې څښل کار او تياری نه غواړي !
دغسې اماده ته چمتو او دغسې ذهني امادګۍ ته چمتووالی وايي !
خو که يوه چاره او هدف د تياري يو عيني کار او پروسه غواړي نوکه هغه سړي سرته رسولي وي په هغه صورت کې ورته امادګي او تياری وايي ، نه چمتو والی ! هغې هدف ته امادګي او تياری نيول شوی وي خو چمتووالی ورته نه نيول کيږي . چمتووالی يا سړی لري او يا يې نه لري صرف ذهني تصميم
، عزم او اراده لرل او ښودل دي !
د پښتو ژورنالستان په فارسي کې (تياري) اورېدلی، خو پښتو شوی (تياری) چې (ی) يې ټکي نلري، هير کړی دی ، تياری کټ مټ د امادګۍ
غوندې نيول کيږي ولې چمتووالی نه نيول کيږي !


pattang
24.10.2011

امادګي لاڅه بلا ده ! ولې (تيار) نه ليکو ،هلته چې پښتووي ، خدای پاک د پښتو
له پاړسنګي څخه خلاصه کړي .
الهي امين


پتوال
24.10.2011

[quote:988da14d5c="pattang"]امادګي لاڅه بلا ده ! ولې (تيار) نه ليکو ،هلته چې پښتووي ، خدای پاک د پښتو
له پاړسنګي څخه خلاصه کړي .
الهي امين[/quote:988da14d5c]
پتنګه ځير شوی نه يې،چې ددې پاسنۍ ليکنې يو هدف هم همدا دی چې په پښتو کی تياری او تياری نيول سم خو چمتووالی نيول سم نه دي ،
دا په داسې حال کې ده چې تيار= چمتو= اماده دي ، او تياري فارسي او تياری پښتو دی !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more