د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د مسلمانانو خلاف، د ناوړه لغاتو او اصطلاح ګانو تاریخ او پرځاې ېې نور لغات او اصطلاح ګانې

ahmad bilal
23.10.2011

لومړۍ د بحث ګډنوالو ته السلام علیکم او نیکې چارې.............

موږ مسلمانانو ته ولې پکار دي چې د غربیانو (لویدیځوالو) نقالي ونه کړو؟ د دغې یوه وجه خو دا ده چې په دغه دوو تهذیبونو کې هیڅ روحاني مطابقت نشته.... او بله وجهې يې دا ده چې هغوي تل موږ سره په دښمنې، سازشونو، د تحریفولو (د مستشرقینو په هیڅو) کې تیر شوې ده.

د ډیر وخته به ما د وحشیانو او ظالمانو قومونو ته د بربر لفظ استعمالوه، او یا
barbar
barbarism
barbarian

خو دا یو څو ورځو څخه د علامه محمد اسد د کتاب، Islam at the cross-roads، په دریم باب کې مې وکتل چې مشهور مستشرق او پخوانې یهودي، چې وروسته بیا د اسلام په دائره کې داخل شو، لیکي:

اسلام سره دښمني د اروپاء پخوانې میراث ده، یونانیانو او رومیانو به یوازې خپل ځان مهذب ګڼه، او نور ډير هیوادونه او په خاصه توګه د بحیره روم اوسیدونکیو ته به یې د بربر* لفظ استعمالوه.

* اروپایانو به د شمالي افریقا بربرانو ته د جګړو له باعثه د تعصب څخه هغوي ته وحشیان (Barbarian) ویلې او د وحشت لپاره هغوي د Barbarianism اصطلاح وکاروله

د دغه لفظونو barbarian, barbar, barbarianism تاریخ مې یو بل ځاې هم وکوت، هلته یو چا لیکلي و، کله چې طارق بن زیاد په هسپانې حمله وکړه ( طارق بن زیاد په قوم یو بربر وه) او هغه هلته کامیاب شو نو صلیبیانو او عیسویانو د تعصب له وجهې دغه لفظ ،کوم چې موږ مسلمانان هم هر وخت د وحشت او حشي اقوامو لپاره کاروو، د وحشت او وحشي اقوامو لپاره د یو اصطلاح په رنګ وکاروه........ږ

پس لهاذا موږ مسلمانانو ته هم پکار دي چې د دغه پر ځاې سربریت ( د مسیحي سربرانو درندګي) په رنګ الفاظ استعمال کړو....

راځئ چې په دغه رنګه الفاظ او ناوړه اصطلاح ګانې خلګو ته وروپيژنو!

په درنښت
احمد بلال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more