د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د ډاکټر زیار دا بی دینه شعرونه څرنګه ارزوئ؟

ahmad bilal
27.08.2011

د ډاکټر زیار دا شعرونه څرنګه ارزوئ؟
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!

د پوهاند ډاکټر احمد زیار دا لاندې شعرونه څرنګه ارزوې: کوم چې ما د هغه په شعري ټولګه، اند و واند، کې وکتل.... داسې بریښي چې هغه هم د هغه ځپل شویو کمونستانو څخه وي چې د نورو په شان خپل درد يې د ډمتوب (ګلکي او هم ګروپ خیالو) په رنګ یا قربان کړې وي... په درست کتاب کې هغه یا په اخوانیزم لګیدلې او یا په سیاسي دین باندې، داسی ښکاري چې هغه یا په افغانستان کې د سیکولریزم کوم بنسټ ایښودونکۍ وي.....او یا له دې پورته د هیومنیزم فلسفۍ کوم مذهبي پیشوا!!!!
----------------
دین و دولت

دین و دولت
-دواړه-
له پاټکیزرغښته
سرچینه اخیستې ده.
------------------------
دین او پرده پوښي
که اسلام
یو ریښتینوالی وي،
نو،
پرده پوښۍ ته
څه اړتیا لري؟
-----------------------------
که لمونځ او توبه نه وای
مسلمان به هم
کافر غوندې
کړای ډډه له ګناؤؤ
-------------------------------
زه بی نیازه له جنته او جهنمه
زما څه دي له ادم او غنمه
هست او نیست مې په همدې نړۍ تړلې
څه پرواه له بل يې نه لرمه
-------------------------------
که دین
له مخه
تریاک ګڼل کیده
خو اوس ترې افغاني بنسټ پالو
هیرویین جوړ کړي
-------------------------------
د فاشیسټ و بنسټپال
یو ګډ اړخ لنډویني ده:
هغه ته له خپل دین پرته
بل دین څه دین نه ښکاري
او ده ته
د خپل توکم پرته
بل توکم څه توکم ښه نه ښکاري
----------------------------------
که دین د زړو او منځنیو پیړیو
زیږنده نه وای
نو ولې
نور،
نه کوم نوی دین
راوزږید
او نه کوم پیغمبر
---------------------------
اوسنۍ اسلامي بنسټپالي
د نړیوالې سولې په وړاندې
تر بله هر دین و آینه
ستر ګواښ بلل کیږي
-----------------------------
په آزاده نړۍ کې
پر تریاکو بندیز شته
او پر دین نه....
او بیا پر داسې دین
چې تر ټولو غوره نمنځ يې
ځانوژنه ده
---------------------------
بنسټپالي
ان په مینه کې هم
یوه بیلاري ده،
ځکه پایله يې
دې ته رسي
چې مین خپله مینه ووژني
---------------------------
بنسټپالي د انسان دښمنۍ
او انسانپالي
د انساندوستۍ
دویم نوم دی
--------------------------
د ضیا په ریبارۍ
ریګن وخوت پر تاچرې
میټنګي ځنې پیدا شول
د اخوان طالب لښکرې
------------------------------
ښځمنې
ځکه تر نارینه وو
ډیرې دینپالې دي،
چې له خدای او پیغمبره نیولې
تر میا ملا، پیروستان
او ان زیارتونو پورې
ټول نارینه دي
------------------------------
بنسټپال
له ښځو نه دا غچ اخلي
چې ولې یې دوی
څوارلس سوه کاله
وروسته زیږولي دي
----------------------------
لکه څنګه چې طالبان وايي،
افغانستان مټې اوس
مسلمان شو،
ځکه چې اسلامي ریښتو يې
د انساني هغو ځای ونیو!
-------------------------------
په وربوزو کې خو
خوګ و ماهي سره
دومره توپیر نه لري
نو ولې مسلمانان......
دا یو ناحلال،
حلال بولي
او دا بل حلال هم
ناحلال؟
---------------------------------
دیني بنسټپال
په دې مانا
چې د خپلو لاسکتووملي بنسټ
له منځه یوسي
او د اسلامي رښتو (حقوقو) په پلمه یې
بنسټیز انساني رښتې
تر پښو لاندې کړي
---------------------------------
د افغاني کمونیستانو
دیارلس کلنه مبارزه
تر دیارلس کلنې واکمنې
ډیره پتمنه او ویاړنه وه
--------------------------------
بنسټپال
په دې هم
تر ځناورو بتر دي
چې ټنګټکور یې
نه خوښیږي
------------------------------
دریيمې زریزې ته
اوښتونکې نړۍ
نور د دیني بنسټپالۍ
زغم نه لري
-------------------------
د دیني بنسټپالو
همدا کفر بس دی
چې جنایت یې
د جنت لپاره وسیله کړی دی
----------------------------
په افغانستان کې
ملا او ملاریا
د هر راز درملو په وړاندې
ټینګار پیدا کړی
او ورکیدل یې نشته!
--------------------------


عتیق الله
29.08.2011

ته نو په شعر څه پوهېږې.
دلته د ډاکټر زيار د اسلام سپېڅلی دين مراد نه دی، بلکې دی د درې لسيزو او په تېره د مجاهدينو د حکومت د دورې خبرې کوي چې دين، جهاد، مسلماني او تقوا ټوله راغونډه شوه او پاټک يې ترې جوړ کړ.
مجاهدينو او طالبانو د اسلام په نامه هغه کانې وکړې چې هيڅکله هم ورته د اسلام سپېڅلی دين نه شو ويلی!
د ډاکټر زيار هم همدغه خلک غندل مراد دي چې د اسلام او دين په نامه تجارت کوي او د خپلو ګټو وټو، پاټک او ټوپک لپاره يې ډال کړی دی.


مومن مهاجر
29.08.2011

دا به درسره ومنو چي د زیار مراد په تېرو درو لسیزو کي هغه نا خوالي دي چي افغانان یې له هره پلوه له سخت زیان او تاوان سره مخ کړل ، خو دلته پوښتنه دا پیدا کېږي چي ستاسو ښاغلو په اند اسلام له څه شي عبارت دئ ؟ یعني موږ به د اسلام حقیقت په څه شي کي ومومو؟ که یې تاسو راته په ګوته کړئ مهرباني به مووي .


عتیق الله
04.09.2011

مومن مهاجر صيب سلامونه او اختر دې مبارک شه!
لومړی خو دا چې تر دې دمه نه په خپله زيار او نه بل چا د زيار په اړه دا دعوه کړې چې ډېر پرهيزګار ملا دی.
مونږ ته د ډاکټر زيار ژبپوهنه ډېره مهمه ده. چې په ژبه کې بل داسې ډاکټر نه لرو.
نور نو تاسو د اسلام حقيقت غوښتی. ښه ده چې د اسلام په بحث خونه کې يې مطرح کړئ! ولې د زيار دغه شعرونه د تېرو درې لسيزو د هغو اکټرانو په اړه دي چې له اسلامه يې ناوړه ګټه اخيستې ده.


پتوال
22.10.2011

د زيار صيب زيار منل يواځې په پښتو ژبپوهنې پورې تړلی دی ، نور يې هر زيار تر اوسه پورې عبث او ناروغه دی !
مطرح شوې پوښتنه يوه لطيفه ده :
وايي د لغمان ملاصيب نه يو ساده سړي پوښتنه وکړه چې : لغمان ملاصيب د کوم ځای يې ؟ هغه ورته وويل : بس نو خلاصه دې کړه زه درته نور څهووايم !
دلته هم دزيار بې دينه شعر بې دينه دی ، ځينې جملې خو يې خپلې هم نه ښکاري بلکې له تورو انګليسي ټوکو څخه يې راخيستي دي .

د زيار ږيره سپينه شوه خو د الله هدايت يې لا نه دی په برخه شوی . بله ورځ به يې خوله وازه پاتې وي او د خپل الحادي (( اند و اند)) په اورين
ځنځيرونو کې به جهنم ته راکښل کيږي ، الله دې پرې رحم وکړي چې تَوبه وباسي او خپل خدای ته سر کيږدي که نه پښتو ته دده ستر او بي ساری خدمت به يې
هم هلته په درد ونه خوري!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more