د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

وردګ به لدې څخه پوره ګټه پورته کړی شي؟!

حلیم
17.10.2011

له بینوا څخه:
«لودين

په ميدان وردګو ولايت کې په بې وخته موسمونو کې د سبو کرلو د 50شنو خونو د جوړولو کار پيل شو.

د دې ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد وويل: دا شنې خونې ددې ولايت په مرکز ميدان ښار او د سيد آباد په ولسوالۍ کې جوړېږي.

هغه زياته کړه چې دغه پنځوس شنې خونې به د ميدان ښار او سيد آباد ولسوالۍ په نیږدې 35 کليو کې د څه د پاسه 4 ميليونه افغانيو په لګښت چې پيسې يې د کرهڼې او مالدارۍ وزارت د پرمختيايي بوديجې له خوا ور کول کېږي، په دوه مياشتو کې جوړې شي.

د شاهد په وينا، د دې شنو خونو له جوړېدو سره د چارو د سمبالښت په موخه به 22 قلمه اړين توکي هم کروندګرو ته ووېشل شي.

د والي وياند وويل: له دې پروژې څخه به د دې سيمو څه باندې 20000زره کروندګر ګټه پورته کړي چې د کروندګرو په اقتصاد کې به د پام وړ مثبت بدلون رامنځ ته شي.

شاهد زياتوي، په دغو شنو خونو کې به هغه سابه کرل کېږي، چې په هغه موسم کې نه وي، خو په بازار کې يې اړتيا ډېره وي، يو به په ښه بيعه پلورل کېږي او کروندګر به هم ترې ښه ګټه پورته کوي.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې په دې ولايت کې يو شمېر نورې سړې خونې هم جوړې شوې دي».
-------------------------------------------------------------------------
د وردګو ولایت چې له تیرو څو کلونو را پدیخوا د سختو ناارامیو ښکیل دی، کیدای شي ددې ولایت د اوسیدونکو د مشکلاتو نه حل کول او یا د وردګ ولایت لپاره د تخصیص شوو پروژو انتقال د بهسودو او هزاره جات ولسوالیو ته ددې اصلي لامل وي.
په هر صورت، دا پروژه ماته لږ څه مهمه او بنیادي ښکاري ( که څه هم لګښت یی کم دی)، خو پدې نه یم ډاډمن چې سیمیز خلک او طالبان به ددې پروژې د عملي کیدو مخالفت وکړي کنه؟. او آیا ددې پروژې لګښت او مدیریت به یې صادقانه وي که به ټولې پیسې هسې د خاینانو جیب ته لاړې شي؟


خیریوسی
19.10.2011

حلیم صاحب کور دې ودان
واه واه واه دغسی ښه زیری کوه دواګانی به درنه کوو .
کاشکی په لیکولو کی غلط سو وای او د دورګ ولایت وڅنګ ته یی ننګرهار ، کندهار او یودوه دری نور ولایتونه هم لیکلای وای .
خیریوسئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more