د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دې دغه څو ټکو په اړه معلومات غواړم

بیلال
18.02.2011

دبیلال سلام ومنې.
دوستانو زه له خپلی پښتو ژبې سره ډیر نابلده یم
دلته ملګرو په لیکنو کې دغه لاندې ټکې ډیر وینم هغه هم ده سیاسیانو په لیکنو کې او زه هیڅ نه پوهزم څه داڅه معنا ورکوې>
(؟) (!) (۰) (،) (:) (;)‏
که څوک یې راته په ورین تندی جواب راکړی خوشحاله به سم.‏
ټوکې نکوم نه هم والله که څه مطلب ترې لرم چپ له ځان پوهاوی
دابه زما دپاره نه بلکې دپاڼې دټولو ګډونوالو په ګټه وې.‏
بیا به انشاءالله که ژوند یارې وکړه نورې پوښتنې به هم کوم‎ ‎


Re: دې دغه څو ټکو په اړه معلومات غواړم

رښتینی
18.02.2011

(؟) :

سواليه نښه ده لكه :

بلال صاحب څنګه يي ؟

(!) :

په قوس کې د تعجب او پې له قوسه د غږ او خطاب نښه ده لكه :

بلال صاحب تاخوخپل نوم هم غلط ليكلي دي(!)

بلال صاحب خپل نوم سم وليكه !

(۰) :

دجملي له پوره كيدلو وروسته ليكل كيږي

(،) :

دمهمو نومونواو مركباتوپه منځ كي ( د [color=red:e6489b3429]او[/color:e6489b3429] په ځای) راځي لکه
احمد، محمود، خوشحال، ميرويس او شيرخان زما انډيوالان دي .

[quote:e6489b3429="بیلال"]دبیلال سلام ومنې.
دوستانو زه له خپلی پښتو ژبې سره ډیر نابلده یم
دلته ملګرو په لیکنو کې دغه لاندې ټکې ډیر وینم هغه هم ده سیاسیانو په لیکنو کې او زه هیڅ نه پوهزم څه داڅه معنا ورکوې>
(؟) (!) (۰) (،) (:) (;)‏
که څوک یې راته په ورین تندی جواب راکړی خوشحاله به سم.‏
ټوکې نکوم نه هم والله که څه مطلب ترې لرم چپ له ځان پوهاوی
دابه زما دپاره نه بلکې دپاڼې دټولو ګډونوالو په ګټه وې.‏
بیا به انشاءالله که ژوند یارې وکړه نورې پوښتنې به هم کوم‎ ‎[/quote:e6489b3429]


عنوان

tandar
18.02.2011

ټولو ته سلامونه.
دحامد صاحب دليکنې په تائيد سره ليکم چه،
١، سواليه ؟٠
٢، ندايه imperativ ده چه زه دا علامه متاسفانه نه لرم ،يعنې الف ترلاندې ټکې٠
٣، کومه ،ياکامه ،،،،، ده٠ چه په جريان دليکلو کې ديو مثال دراوړلو او يا معلوماتو زياتولو په عين موضوع پورې راوړل کيږې٠
٤، او بله نقطه ٠٠٠٠٠ ده چه دجملې ختميدل يا انجام ښکاره کوې٠
٥، داسې ليکنې شته چه ديوه ټکې چپې خواته لاندې دوه ،، او پورته ښې خواته هم دوه ،، ورکول شوې وې ،چه په دې حساب سره ليکونکې ورپسې ددې ټکې معنې ليکې ،يعنې ورپسې ټکې داولې ټکې تشريح کونکې دې٠
اميد دې چه غلط شوې نه وم او دمچ غوندې مې ځان ستاسو په خوږه ليکنه کې نه وې درغورځولې :roll: ٠
مننه٠


اسد مومند
18.02.2011

که د احمد بلال د پوښتنې په مطلب پوه شوی یم نو سوالیه او ندایه علامې کله د جملې په منځ کې هم استعمالیږي.

سوالیه علامه په یو شي د نه باور پروخت هم استعمالیدای شي.
مثلا:
د کرزي اسلامي (؟) اداره........
د افغانستان ولسمشر (؟) حامد کرزی....

ندایه علامه یو شي ته د خلکو توجه د جلبولو په موخه هم استعمالیږي.
مثلا:
پروفیسر برهان الدین رباني (!) د سولې (؟) جرګې مشر دی...
یعنی ډېره د تعجب خبره ده ته برهان الدین رباني ته ګوره چې د سولې د کوترې رول لوبوي.
یا مثلا:
امریکا (!) په افغانستان کې د اسلامي نظام د راوستلو پسې پوځونه رالیږلي.

او دا :) علامه د خندا معنی لري. او :wink: د سترګګ معنی ورکوي.
چې اسانه دې پوه کړم د هرې خندنیزې علامې په مطلب چې نه پوهېدې نو ماوس ورباندې ودروه نو معنی یې پخپله په انګریزي ژبه لیکلې راځي چې smile، یا wink یا very happy.....

ومن الله التوفیق


عنوان

tandar
18.02.2011

ګرم سلامونه وړاندې کوم٠
د ندا يه علامه اصلا امريه علامه ده٠
خو زه ې په خپلو ټکو کې نه لرم چه ولې نشته؟
مننه٠


حلیم
11.10.2011

زه فکر نه کوم پورته ټول ځوابونه سم وي.
مهرباني وکړئ زما اشتباهات را ته سم کړئ.
په ادبي او اثري لیکنو کې:
۱- ؟: یوازې د پوښتنې په آخر کې راځي.
بیلګه: پښتنو ته څنګه د تعلیم زمینه برابره کړو؟

کچیرې همدا پورته پوښتنه د یو پرګراف په منځ کې راشي نو په ټکي سره تعقیبیږي.
بیلګه: د افغانستان جګړه ټوله په پښتون میشتو سمیو کې ده، د پښتنو ماشومان له درس او تعلیم څخه بیخي محرومه دي. دوی ته د تعلیم زمینه څنګه برابرولی شو؟. پداسې حال کې چې خپله سیمیز خلک له مرکزي دولت څخه نا امیده دي.

۲- !: د تعجب کولواو غږ کولو لپاره کارول کیږي.
بیلګه: سلام! (سلام ممم - یوازې د ملګري، یا له ځانه د کمکي سره)
احمده!، دا ته څه کوې؟ (زه لوبې کوم، پلاره)

۳- ، یا کامه: د نومونو د بیلولو لپاره، همدا شان په یوه جمله کې د دوه ورته موضوعاتو (عبارتونو) تړل هم پدې سره کیدای شي.
بیلګه: د کابل او کندهار سرک هره ورځ په ماینونو الوزول کیږي، خلک پرې ځورول کیږي، او له راز راز ستونزو سره مخامخ کیږي.(؛) خو مرکزي دولت پدې اړه هیڅ نه وایي.

۴- ؛ یا ویرګل: پداسې ځای کې کارول کیږي چې دوه موضوع ګانې (عبارتونه) تقریبا لږ سره بیلې وي په یوه جمله کې سره وتړي. همدا راز دوه متضاد تعریفونه (عبارتونه) هم سره تړلی شي.
بیلګه: د وردګ ولایت د مجاهدینو په وخت کې د تعلیم له اړخه ښه وده وکړه، له همدې برکته یې نن ډیر وګړي ښه ژوند او ښه در آمد لري؛ د ښه ژوند بل شرط یې هم ښه طبیعي او زراعتي پیداوار دي.

۵- ( : ): د مساوات معنی لري، پدې مانا چې د ( : ) دواړو خواو ته باید عین مفهوم خو په بیلابیلو الفاظو یا جملو کې پروت وي.
بیلګه: ریاضي: هغه علم دی چې د اعدادو، او پر هغوی باندې د بیلابیلو عملیو د پلي کولو څخه بحث کوي.
یا
موږ په کابل کې ډیر شیان ولیدل: د حاجي عبد الحمن جامع مسجد، د کوټه سنګي هوایې پل، د کانټیننټال هوټل او د پلچرخي زندان.

۶- "...": د یو چا د خبرو د روایت کولو لپاره.
بیلګه: په کندهار کې مې د ځوانانو غونډې ته په خطاب کې وویل "پښتنو!، د هیواد آزادي او د خلکو سوکالي یوازې په تعلیم کې نغښتې ده".

همدا راز د ځنو خاصو نومونو، عبارتونو، او اصطلاحاتو لپاره هم کارول کیږي.
بیلګه: د "سید قطب" لیکلي اثار مې ډیر خوښ دي.
یا "ډیموکراسي" موږ نه منو، کچیرې په اسلام کې وي، نو د اسلام په مکمل تطبیق سره به دیموکراسي خپله تطبیق شي او که نه وي، موږ له سره داسې څه نه غواړو چې په اسلام کې اساس ونلري.

نوربیا


پتوال
18.10.2011

[quote:3f0e26ba19]ډیموکراسي موږ نه منو، کچیرې په اسلام کې وي، نو د اسلام په مکمل تطبیق سره به دیموکراسي خپله تطبیق شي او که نه وي، موږ له سره داسې څه نه غواړو چې په اسلام کې اساس ونلري.[/quote:3f0e26ba19]
حليم صيب تاسې خو د ناخنک د علامو د روښانه کولو په پلمه ظاهرا ً داسې منطقي جمله ليکلې ده چې ګواکې دا د اسلامي ولسواکۍ غوښتونکو ته يو محمک ځواب دی .
خبره لومړی [color=red:3f0e26ba19]د اسلام په مکمل تطبیق [/color:3f0e26ba19]کې ده ، او دويم په اوسنۍ زمانه کې ده ! يعنې :
خبره (١) په اوسنۍ زمانه کې ده ،( ٢) د مکمل اسلام ده (٣) په مکلمل تطبيق کې ده !
١- طالب له اوسنۍ زمانې څه خبر هم نه دی چې اوسنۍ زمانه څشی ده او څشي ته وايي
٢- له مکمل اسلام نه خو حتی نيمګړی معلومات هم نه لري ،
٣- د مکمل تطبيق په چارو هم نه دي اګاه !
لنډه داچې نه يې توان لري او نه استعداد او نه هم پرې خبر دي !
نو دا څوک دي چې دا ټول به هم غواړي او هم به يې تطبيقوي ؟؟؟؟
ISI دخپل مطلبه پورې يار دی ..... تابه مړ کړي دپوډرو په چرتونو !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more