د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تعويذ يوه ساري ناروغي

وصيل پېروز
09.10.2011

بسم الله الرحمن الرحيم
افغانان که له يوې خوا د جګړو او ګڼو نورو بدمرغيو ښکار ګرزېدلي نو له بل پلوه له تعليم ، پوهي او ديني پوهاوي هم دومره بې برخې شوي چي په هيڅ شمېرل کېدای شي .
د همدې بدمرغيو په لړ کي راته ملګري کيسه کوله چي زما مېرمنې ته د يو کوډګر له لوري ويل شوي وو چي ستا خاوند پر يوې بلې نجلۍ عاشق دی او هغې کوډي په کړې دي چي ستا د بقا لپاره خورا زيانمن دي او دې ته ورته نوري اوتې بوتې ...
کله چي دې ښځې د دې شيطان له خولې د شيطان دا رمزونه واورېدل نو په يوه ځل يې خپله پخواني ماضي هېره کړه او په کور کي يې يوه داسي تګلاره خپله کړه چي بالاخره د ښځې او مېړه تر منځ يو ځای ژوند تېرول سخت شول ، لنډه دا چي مېړه هم د خپلې ستونزې د حل په موخه يوه بل ملا ته رجوع وکړه ، ملاګل د موکې په موندلو نوموړي ته په ( ۲۴۰۰۰ ) دوه تعويذونه ور کښلي او ورته ويلي يې دي چي يو په کور او بل د مېرمنې په غاړه وځړوه چي ژر تر ژره به مشکل ختم شي مګر کيسه د دې برعکس شوه او خطر له ( ۵۰ ) فيصده ( ۱۰۰ ) فيصدۍ ته جګ شو.
اوس د نوموړي ژوند خورا په تريخ پړاو کي دی او هيڅ د دې ستونزې په حل نه پوهېږي ، کله چي يې له ما سره اړيکه ټينګه کړه نو هغه څه مي ورته وويل چي زما په اند حق دي او د دې کوډګرانو ، تعويذ کوونکو او شيطاني ملايانو له څېري مي پلو ورته پورته کړ ، نوموړي په خورا زورېدلې لهجه وويل چي دې ملا خو ما ته ويل چي تعويذ په قرآن ثابت دی او په سورة يوسف کي راغلي چي يعقوب عليه السلام يوسف عليه السلام ته تعويذ ور په غاړه کړ.
د نوموړي دې خبرې سخت حيران او هيجاني کړم ، د داسي شيطاني ملايانو په اړه مي د قرآن اياتونه يو په بل پسي د ذهن پر هنداره را څرګند شول .
الهي لارښوونه ده :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ ( التوبه : ۳۴ )
ژباړه : اې مومنانو! بې شکه ډېر پيران او ملايان د خلکو مالونه په باطل يا ناروا ډول خوري او خلک د الله له لارې ګرزوي .
په رښتيا هم نن مي د دې الهي وينا تطبيق په عملي ډګر کي وليد او د دې شيطانانو له نورو نادودو هم خبر شوم .
وپوهېدم چي دې شيطانانو د خپلې خېټې او ... د ډکولو او ساتلو په خاطر کومو دسيسو ته لاس اچولی او غواړي خپلو دسيسو ته په څه ډول اسلامي رنګ ورکړي؟!!! .
دې ټګمارانو تل د تعويذ ، دم ، پيرۍ او مريدۍ په رمزونو هغه کړنې ترسره کړې چي په يوه عيسوي او بې دينه ټولنه کي يې هم د شتون احساس نه شي کېدای مګر دا هر څه زموږ په ټولنه کي د اسلام تر څنګ پېښېږي او نعوذ بالله د اسلام په نوم يې د جواز په لټه دي .
تعويذ يوه داسي ساري ناروغي ده چي له پاچا نيولې تر فقيره ټول په اخته دي او هر يو له دې لارې د خپلې بقا او ساتنې په اړه خورا حيرانوونکي اوهام يا هم عقائد لري يوه بېلګه به يې ولولو :
يو شمېر کانديدانو د تعويذ په وسيله پارلمان ته د تګ هڅه کړې
by محمدمنيرمهربان on Sep 30, 2010 - 12:07
کابل (پژواک د تلې ٧مه ٨٩): د ولسي جرګې ٨٣ کانديدان د کمپاين په دوره کې په کابل ښار کې يوه ملا ته تللي اود پيسو په بدل کې يې له هغه د برياليتوب لپاره د تعويذ غوښتنه کړې ده.
دغه ملا، چې د کابل ښار په تايمني واټ کې اوسېږي، په داسې حال چې د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کانديدانو له ډلې ١٤ ښځې او نور نارينه معمولاً د ورځې په پاى کې هغه ته راتلل.
دغه ملا وويل، ٨٣ کانديدان چې هغه ته راغلي وو، ډېرى يې د کابل کانديدان وو او يو شمېر يې ان درې ځلي په دې موخه ده ته راغلي دي.
دغه ملا په داسې حال کې، چې د کوم ځانګړي کانديد نوم ياد نه کړ، وويل چې دغه کانديدان يواځې ددې لپاره ده ته راتلل، چې هغه د رياضي او روحانيت د علم له لارې لومړى هغوى ته معلومات ورکړي، چې ايا په ټاکنو کې به بريالى شي او که نه؟ او دوهم که وکړاى شي له هغوى سره په برياليتوب کې مرسته وکړي.
همدارنګه دې ملا زياته کړه، چې دى په خپل کور کې هره ورځ له څلور سوو څخه تر پنځو سوو پورې مراجعين لري، چې ډېرى يې ښځې دي. د هغه په وينا، کوم کانديدان چې ده ته راغلي دي، دده په روحاني شخصيت عقيده لري.
همدارنګه د کابل ښار يو بل ملا، چې ددې ښار په څلورمه ناحيه کې اوسېږي، د خپلو مراجعينو د ورځني نوملړ له مخې، پژواک ته وويل چې د ولسي جرګې ٩٢٨ کانديدان له ټول افغانستان څخه د کمپاين په ورځو کې ده ته راغلي او هغه ١٠٨ تنو ته د پيسو په بدل کې د برياليتوب تعويذ ورکړى دى.
دغه ٤٠ کلن ملا له دې امله، چې نه غواړي د کابل په سياسي –حکومتي ټولنه کې مشهور شي، د نوم له ښودلو ډډه وکړه، خو زياته يې کړه، چې هغه يواځې له کابل څخه ولسي جرګې ته له يوې کانديدې څخه ١٣زره ډالر اخيستي دي.
دا دوه ملايان په داسې حال کې پورتنۍ ادعاوې کوي، چې يو شمېر نورو کانديدانو د کمپاين په ورځو کې د خپلو پوسټرونو په خوا کې د هېواد د مذهبي او روحاني شخصيتونو انځورونه چاپ کړي وو.
يو له دې پوسټرونو څخه، چې دکابل په لوېديځ کې د اتحاد اسلامي د وتلي قوماندان زلمي توفان دى، د (مرچ اغا) په نامه د کندهار ولايت د يوه روحاني شخصيت انځور په خپل پوسټر کې کارولى و.
په دې پوسټر کې، مرچ اغا په داسې حال کې، چې سپينې جامې يې پر تن دي، پر جاى نماز ناست دى او لاسونه يې په دعا نيولي دي.
کله چې له زلمي توفان څخه پوښتنه وشوه، چې دى له مرچ اغا سره څه اړيکې لري او ولې يې په خپلو پوسټرونو کې د هغه له انځور څخه کار اخيستى دى؟ وويل: ((هر چند که سکندر زمانى –بى پير زمان مرو به خرابات.))
توفان زياته کړه چې د ملت کور خرابات نه دى، خو د هغه په اند، خرابات هغه څوک دى، چې د يتيم، کونډې او بې وزلو کسانو لاس ونيسي او د مظلومانو غوښتنې پوره کړي.
توفان وويل: ((مرچ اغا يو کاکه پير دى، ما د هغه دعا اخيستې او تردې ځايه رسېدلى يم.))
توفان زياته کړه، چې هغه يواځې د مرچ اغا له دعا څخه کار اخيستى دى، نه د هغه له مذهبي واک څخه.
نوموړي وويل، چې هغه په خپلو شخصي پيسو د کابل ښار په کمپنۍ سيمه کې د مرچ اغا لپاره په نيم جريب ځمکه کې کور او مېلمستون جوړ کړى دى.
دا چې ملايان او روحاني کسان په کابل ښار کې له خپلو مراجعينو سره کومې ژمنې کوي او تر کومه بريده د خپلو ژمنو پر پلي کولو ټينګ دي، بېلابېل نظريات موجود دي.
له کابل ښار څخه ولسي جرګې ته نوماند فهيم کوهدامني، چې مخکې يې په امروز ټلويزيوني شبکه کې د (بيا و ببين) خپرونه پرمخ بېوله، پژواک ته وويل، چې د ټولنې په روحاني او مذهبي کسانو نيوکه لري، چې ولې يې تراوسه د ملا، جادوګر، فالبين او رمال ترمنځ توپير نه دى کړى.
کوهدامني زياته کړه: ((د خواشينۍ ځاى دى، چې زموږ په ټولنه کې جادوګر، فالبين او رمال د ملا په نامه يادېږي.))
کوهدامني د (بيا و ببين) په خپرونه کې د خپلو تجربو له مخې وويل، چې دکابل ښاريان، ډېرى وختونه د بخت د خلاصولو، د درد تسکين، د ورکو شويو کسانو د موندلو، د هلک او نجلۍ دکوژدې کولو او يو شمېرکانديدان ان په ټاکنو کې د برياليتوب لپاره ملا او فالبين ته ورځي.
له کابل څخه ولسي جرګې ته نوماندې روبينا جلالي وويل، چې هغه په نذر او زيارت عقيده لري او له همدې امله دکمپاين په ورځو کې هره چهارشنبه د کابل ښار په مرادخواني کې د (ابوالفضل) زيارت ته تله او دعا يې کوله، څو خداى پاک يې د (ابوالفضل) په روى د خلکو په منځ کې خجالته نه کړي.
جلالي زياته کړه، چې د ملا په وجود کې دا وړتيا نشته، څو د ولسي جرګې يو کانديد په ټاکنو کې بريالى کړي.
روبينا وويل: ((که چېرې ملا دومره توان لري، نو ولې له خپل ځان نه د پارلمان وکيل نه جوړوي.))
کله چې پژواک دغه موضوع له کابل څخه دغې جرګې ته له يوې بلې نوماندې شکريې بارکزۍ سره شريکه کړه، هغې وويل: ((په فردي قضاوتونو باور نه لرم.))
د بارکزۍ په وينا، هغې د کمپاين په ورځو کې څو ځلي هم ختم کړى او هم استخاره؛ خو ددې لپاره يې نه دى کړى، چې د پارلمان څوکۍ ترلاسه کړي.
بارکزۍ زياته کړه: ((زه په جادو او سحر عقيده نه لرم او يواځې مې د خپلو خلکو د نېکمرغۍ لپاره استخاره وکړه. ))
[color=cyan:4a00e14ef5]ديني عالمان، د فال کتلو او تعويذ ليکلو موضوع د اسلام له نظره ناروا بولي او وايي، چې اسلام د خرافاتو او فال ليدلو دين نه دى.
د پرتليزو حقوقو ډاکټر سيد ابوبکر متقي، چې ٢٢ ټوکه کتابونه يې د پرتليزو حقوقو په مسايلو کې ليکلي دي، پژواک ته وويل، چې فال کتل او تعويذ ليکل د شيطان عمل دى او تعويذ ليکونکى او تعويذ اخيستونکى دواړه ګنهکاران دي.
متقي وويل: ((د غيب کيليانې له الله تعالى سره دي او له هغه پرته بل څوک نه پوهېږي.))
متقي زياته کړه، چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايي: ((څوک چې تعويذ ورکوي او څوک چې تعويذ ليکونکي ته ورځي، وېرېږم چې ځاى به يې په دوزخ کې وي.))
متقي ددې پړه، چې ګويا د ولسي جرګې يو شمېر نوماندان د برياليتوب لپاره تعويذ ليکونکيو ته ورځي، د افغانستان په اوسني حکومت واچوله او ويې ويل، که چېرې په يوه ملک کې اسلامي نظام په سمه توګه پلى شي، نو وبه نه شو کړاى چې تعويذ ليکونکى په کې پيدا کړو.[/color:4a00e14ef5]دا له پژواک ډاټ کام څخه اخيستل شوی دی
http://www.pajhwok.com/dr/node/113499
( سرچينه : پژواک ډاټ کام )
دې ساري ناروغۍ ( تعويذ) اوس زموږ په ټولنه کي دومره رېښې کړې چي له ولس مشره نيولې ، تر چارواکي او فقيره ټول په اخته دي ، هر يو له دې لارې غواړي خپل هدف ته ځان ورسوي مګر نه پوهېږي چي دا يوه داسي کرغېړنه او ناروا لاره ده چي نه له شرعي پلوه او نه هم له اخلاقي پلوه د منلو وړ دی بلکي د هغه سراب په شان دی چي له لرې اوبه ښکاري خو تندې اخيستی هيڅکله خپله تنده پرې نه شي خړوبولای او که هر څومره منډې ترړې وکړي نو له ډېري لالهاندۍ پرته به هيڅ ونه مومي . د ژوند د ستونزو مخنيوی عملي لارې چارې غواړي چي د پوهي او واقعي علم پر بنسټ رامنځ ته کېدای شي ، نه د پالونو ، تعويذونو او کوډو په وسيله . دا هغه چارې دي چي له حقيقي علومو لرې په خيالونو او افسانو کي ډوب خلک لاسونه ور اچوي ، نه هغه څوک چي د واقعيتونو په پېژندلو د ژوند د بېلابېلو اړخونو مشکلات او ناخوالې داسي حل کوي چي هم دين اجازه ورکوي او هم بشري علوم .
که مي وخت وموند ان شاء الله د تعويذ د شرعي حيثيت په اړه به هم د اسلامي اساساتو په رڼا کي معلومات سره شريک کړو.
په مينه او درنښت



ع کريم حليمي
16.10.2011

انسانان داسي یو ژوندي مخلوق دي چه د فکر ، ادراک او احساس خاوندان دي ، بعضي وخت له داسي یو کیفیت او د زحمت د حالت سره مخ کیږي ، او علاج ته ضرورت لري ، د انسان رحمتونه درېٖ قسمه وي او دغه دری کلاسه رحمتونوڅخه هر کلاس يې په زرهاوو اقسام لري

اقتصادي
جسماني
روحي

زه تر نورو زحمتونو ګام اړوم ، راځم د جسماني ناروغۍ و زحمت ته
هر وخت چه د ناروغی له پاره يې دوا نه وي نو د جسماني ناروغی د نه علاج په سبب په روحي تشویش هم اخته وي ، کله چه تشویش ورپېښ شي
نو د د جسم دننه دفاعي immune system سیسټم يې هم ، دا امکان سته چه کمزورئ شي ، او self healing سیسټم يې هم برهم او درهم
شي ، په غریب ملکونو کښي خلګ مجبوره دي د دم او چف او تعویذ څخه استفاده وکړي چه self healing دستګاه ئې کمزورئ نه شي

په غربي جهان کښی هم داسي پېښېږي چه ډاکتران د یوه سړي د زحمت
او مرض علاج ته دوا نه لری ، نو ډاکتر و داسي یو مریض ته placebo
ګولۍ ور وفرمائې او اکثره وخت يې د placebo په دوا علاج وشي

تعویذ د placebo په ډول استعمالول روا کار عمل دي
ولي چه په طبي علاج کښي حسابیږي

درنښت


..Ahmadzai
16.10.2011

[quote:b2acd579ec="ع کريم حليمي"]انسانان داسي یو ژوندي مخلوق دي چه د فکر ، ادراک او احساس خاوندان دي ، بعضي وخت له داسي یو کیفیت او د زحمت د حالت سره مخ کیږي ، او علاج ته ضرورت لري ، د انسان رحمتونه درېٖ قسمه وي او دغه دری کلاسه رحمتونوڅخه هر کلاس يې په زرهاوو اقسام لري

اقتصادي
جسماني
روحي

زه تر نورو زحمتونو ګام اړوم ، راځم د جسماني ناروغۍ و زحمت ته
هر وخت چه د ناروغی له پاره يې دوا نه وي نو د جسماني ناروغی د نه علاج په سبب په روحي تشویش هم اخته وي ، کله چه تشویش ورپېښ شي
نو د د جسم دننه دفاعي immune system سیسټم يې هم ، دا امکان سته چه کمزورئ شي ، او self healing سیسټم يې هم برهم او درهم
شي ، په غریب ملکونو کښي خلګ مجبوره دي د دم او چف او تعویذ څخه استفاده وکړي چه self healing دستګاه ئې کمزورئ نه شي

په غربي جهان کښی هم داسي پېښېږي چه ډاکتران د یوه سړي د زحمت
او مرض علاج ته دوا نه لری ، نو ډاکتر و داسي یو مریض ته placebo
ګولۍ ور وفرمائې او اکثره وخت يې د placebo په دوا علاج وشي

تعویذ د placebo په ډول استعمالول روا کار عمل دي
ولي چه په طبي علاج کښي حسابیږي

درنښت[/quote:b2acd579ec]

وصیل صاحب هغوی خو به جاهلان وي، خو حیران دغه متمدن متمرکن مفتی صاحب ته سوم، څومره تیارې فتواګانې لري، د الله تعالی په سپیڅلي دین باندې په پټو سترګو وروان دی، څه چې یې زړه غواړي أو په خپل ناقص منطق ورته برابر ښکاري، هغه ورته دین ښکاري، أو د حلال وحرام ټاپې یې جب کې ساتلي، د Placebo therapy لپاره شرک أو کفر هم جایز ګڼي.

الله تعالی دې نور ورته هدایت وکړي....آمین



ع کريم حليمي
16.10.2011

[quote:dc5fa7dcbe]الله تعالی دې نور ورته هدایت وکړي....آمین[/quote:dc5fa7dcbe]
ثم امین
زه هم دغه یو متمرکن ته په فکر کي ډوب تللی یم ، ولي ؟؟؟؟؟‌ د انتحار او قتل النفس فتوا مي ورکړه کاپر شولم ؟؟؟ بیخي روا ده چه اسما حسنی پر کاغذ ولیکې او په چرم ئې پوښ کړېٖ په غاړه يې کړېٖ ، ایا له فضیلت څخه ئې پښېمانه ئې ؟ نن خلک انتحار روا کوي !!!!!


وصيل پېروز
16.10.2011

د بحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه
روغتيا مو غواړم
[quote:8df9c67ff4="ع کريم حليمي"]
انسانان داسي یو ژوندي مخلوق دي چه د فکر ، ادراک او احساس خاوندان دي ، بعضي وخت له داسي یو کیفیت او د زحمت د حالت سره مخ کیږي ، او علاج ته ضرورت لري ، د انسان رحمتونه درېٖ قسمه وي او دغه دری کلاسه رحمتونوڅخه هر کلاس يې په زرهاوو اقسام لري

اقتصادي
جسماني
روحي
[/quote:8df9c67ff4]
دا چي تاسو د انساني ناروغيو يا انساني ستونزو په اړه يوه لنډه تشرېح ليکلې دا کولای شي چي زموږ د بحث اصل موضوع نوره هم روښانه کړي .
[quote:8df9c67ff4="ع کريم حليمي"]
زه تر نورو زحمتونو ګام اړوم ، راځم د جسماني ناروغۍ و زحمت ته
هر وخت چه د ناروغی له پاره يې دوا نه وي نو د جسماني ناروغی د نه علاج په سبب په روحي تشویش هم اخته وي ، کله چه تشویش ورپېښ شي
نو د د جسم دننه دفاعي immune system سیسټم يې هم ، دا امکان سته چه کمزورئ شي ، او self healing سیسټم يې هم برهم او درهم
شي ، په غریب ملکونو کښي خلګ مجبوره دي د دم او چف او تعویذ څخه استفاده وکړي چه self healing دستګاه ئې کمزورئ نه شي
[/quote:8df9c67ff4]
که په لنډو ووايم له دې اوږدې مقدمې وروسته ستاسو هدف د تعويذ او دم صحيح ثابتول دي په دې اړه بايد زه يو څو پيليزې کرښې وليکم .
تعويذ يو غير اسلامي کار او کړنه ده چي په اسلام کي يې د پيغمبر په خوله منعه راغلې ده ، تعويذ نه يوازي دا چي د ناروغيو درمل نه شي کېدای بلکي د ناروغيو ، مصيبتونو ، کړاوونو او مشکلاتو زېږنده ده ، تعويذ نه يوازي دا چي په ټولنه کي د ستونزو او ناخوالو ور پرانيزي بلکي خلک له توحيد ، صحيح اسلام او سالمې عقيدې شرک ، کفر او بدعت ته وباسي . په لنډو دومره ويلای شم چي تعويذ يو غير اسلامي کار دی چي په اسلام کي هيڅ شرعي ثبوت نه لري دا چي ننۍ مسلمانه ټولنه په دې رنځ اخته شوې يو مهم لامل يې له دينه لرې والی او له قرآ ن و صحيح احاديثو سره نا اشنايي ده .
پاتي شو دم ، دم په صحيح احاديثو ثابت دی مګر نه په دې ډول لکه په نننۍ مسلمانه ټولنه کي چي دود دی ، هر مسلمان کولای شي دم وکړي او په حديثو کي ښودل شوې دعاوې د ښودل شويو ناروغيو لپاره استعمال کړې له دې هاخوا له ځانه دمونه جوړول او د ډول – ډول ناروغيو لپاره يې اختصاص نه دا چي دوکه ، چل او فريب دی بلکي دا خلک په ډېر بې رحمانه ډول د سالمې اسلامي عقيدې د ختمولو هڅه کوي . د دې خلکو دا ډول کړنې نه يوازي چي د اسلام برخه نه شي بلل کېدای بلکي غير اسلامي اعمال او ناثابتې چارې دي .
[quote:8df9c67ff4="ع کريم حليمي"]
په غربي جهان کښی هم داسي پېښېږي چه ډاکتران د یوه سړي د زحمت
او مرض علاج ته دوا نه لری ، نو ډاکتر و داسي یو مریض ته placebo
ګولۍ ور وفرمائې او اکثره وخت يې د placebo په دوا علاج وشي

تعویذ د placebo په ډول استعمالول روا کار عمل دي
ولي چه په طبي علاج کښي حسابیږي

درنښت [/quote:8df9c67ff4]
له الهي لارښوونې سره سم رسول الله صلی الله عليه وسلم زموږ لپاره غوره نمونه او بېلګه ده ، موږ هغه څه کوو او هغه څه منو چي په اسلامي اساساتو کي د جواز سند ولري له دې هاخوا ټولو چارو ته په مردود نظر ګورو او له کولو يې ځان ساتو . تعويذ هم د هغو چارو په نوملړ کي ځاييږي چي نه يوازي له منلو يې ډډه کوو بلکي په کلکه يې غندو او ردوو يې ځکه زموږ لپاره دا نبوي لارښوونه د يوې ډېوې حيثيت لري :
لکل داء دواء . ( صحيح البخاري )
ژباړه : هر مرض دوا لري .
دا نبوي وينا موږ ته په صراحت وايي چي هره ناروغي درمل او علاج لري ، هيڅ داسي ناروغي نه شته چي علاج ونه لري مګر هو له نبوي فرمان سره سم يوازي بوډاتوب هغه ناروغي ده چي هيڅ علاج یې نه شته . له همدې کبله موږ تل د تعويذونو ، بې ځايه چوف او توف پر ځای له نبوي تګلارې سره سم پر دارو درمل اکتفا کوو.
وړاندي تر دې چي د دې نظريې د مخالف لوري خبرو ته راشم بايد واضحه کړم چي تعويذ ولي غير اسلامي عمل او کړنه ده؟.
راشئ په دې اړه يو لړ نبوي ويناوې ولولو او نن د دې حقيقت له مخ پلو پورته کړو ، وپوهېږو چي زموږ په ټولنه کي دا دود عمل تر کومه ځايه د اسلام او پيغمبر له لارښوونو سره سمون خوري؟.
يو څو حديثونو ته مو پام غواړم :
( ان الرقی والتمائم والتولة شرک ) ( مشکوة ، حديث صحيح )
ژباړه : بې شکه دم ، تعويذونه او د مينې تعويذونه شرک دي .
دلته بايد ووايم چي وروسته په ثابتو دعاوو او قرآني اياتونو د دم کولو جواز ورکول شوی دی مګر د تعويذ کولو او ځړولو هیڅ صحيح لاسوند نه شته .
( من تعلق شيئا وکل اليه ) ( ترمذي مع تحفة الاحوذي ۳ / ۱۷۱ ، حديث صحيح )
ژباړه : چا چي يو شی وځړاوی هغه ته به وسپارل شي .
يعني چا چي په هر هدف په ځان پوري يو شی وځړاوی تعويذ وي که هره بلا الله يې له ساتنې لاس اخلي او مرسته يې هماغه شي ته سپاري چي ده باور پرې کړی او په ځان يې ځړولی دی .
په دې اړه نور ګڼ شمېر احاديث هم تر لاسه کېدای شي مګر اوس د وخت د کموالي له کبله نه شم کولای چي ټول راوړم خو له اړتيا سره سم به ان شاء الله په دې اړه مفصله ليکنه وکړم څو حقيقت خلکو ته په حقيقي بڼه څرګند شي .
هغه ښاغلي چي تعويذ يوه اسلامي او روا چاره بولي هغوئ بايد لومړی له قرآن او حديثو څخه په صحيح سند د دوئ د دې فعل لپاره د جواز سند پيش کړي ځکه موږ په دې اړه فيصله يوازي نبي او الله ته سپارو چي د الله نبي موږ له دې کاره منعه کوي ، له همدې لارښوونې سره سم موږ تعويذ يوه غيره اسلامي کړنه او ناجائز عمل بولو.
د تعويذ د چارې مشروع کوونکي بايد په کره لاسوندونو د خپل دې کار لپاره د جواز ثبوت وړاندي کړي مګر هو ! د جواز ثبوت بايد يوازي له قرآن او صحيح حديث څخه وړاندي کړي نه داچي د ملايانو خبرې او خپل خيالي نظريات د دلايلو په توګه وړاندي کړي .


عادل عادل
16.10.2011

السلام علیکم

محترم معزز وصیل پېروز صاحب،،، تاسو لومړی باید تعویذونه تفکیک کړی،،، هغه تعویذات په رښتیا هم ښه نه دي چې د بدوح دایرې پکې کاږي،،، حساب کتاب پکې لیکي،،، یا خو عاشق ته پې خپله معشوقه حاضروي،،،،

دا چې تاسو په مطلق ډول تعویذ شرک ګڼی نو په دې صورت کې د هغو قراني ایاتونو سره زیاتی کوی چې په کاغذ کې لیکل کیژي او بیا خو یا په جیب، مټ یا غاړه کې ټینګیژي او یا هم د څاښت په توګه په اوبو کې څښل کیژي،،، نن سبا خلک ټول قران کریم په چرم پوښ او د یوه نسبتا غټ تعویذ په بڼه په جیبونو کې ګرزوي،،، تقبیل یا ښکلول یې بل غم دی چې تاسو یې بدعت ګڼی.

هدف مې دا دی چې په خپلو فتواوو کې یو څه استثنااتو ته قایل شی،،،

زه مو ټولې لیکنې ښه په مینه لولم خو په خدای چې تاسو کله هم د خپلو خبرو په ترڅ کې چېرته ،،،، والله اعلم،،،، نه لیکی،،، په عقیدتي مسایلو کې په دې کچه ډاډ او استغنا هم ستاسو د ډول وهمي شرکیاتو ته پاتې کیژي.

ګستاخي معاف کړی،،، قربان مو شم



ع کريم حليمي
17.10.2011

هر د سالم عقل خاوند که و جادوګر ، او کوډګر تعویذ ته پناه وړي
جادوګر او کوډګر او پناه ور وړونکئ ټول د کفر په درشل کښي ودرېدل !!!

او هر د سالم عقل خاوند او د ایمان خاوند چه الآية 255 د سورة البقرة
پر کاغذ ولیکي او په چرم کښي ئې پوښ‌ کړي او له ځان سره ئې ګرځوي او یا ئې د صدرۍ په کالر کي وګنډي ، نه ئې بد اخلاقي بللئ شو او نه بدعت

که دغه کار ته کوم څوک بد اخلاقي او بدعت وايي ، نو دئ پخپله د‌ تر پولي‌
اوښتئ دی

زه د هر حسن کار له پاره خلګ هڅوم ، سند مي :
والمؤمنون والمؤمنات بعضهم أولياء بعض يأمرون بالمعروف ......

درنو ترجمانانو ته پر ترجمو سربېره پوهه هم ضرور ده ، نه پوهیږم چه د بعضو ژباړنانو پوهي هیڅ جوش نه وي خوړلي فکر کوي چه عربي او E ئې
زده کړه ، ژباړه کولی شي ، نو فکر کوي چه عالم هم شوو ، اما داسي نده

څه د طب ، څه د نجوم ، څه د کیمیا ، څه د ریاضي ، څه د الجبر ، څه د فزیک ،........... څه درسره شته

احمقه ټولنه: نه شفاخانه لري ، نه دوا لري ، نه علم
او سور خولئ جارچي نعرې وهی چه تعویذونه مکوئ ، او لاد ئې مریض دی
لاس تر زنه نه کښېني ، د تعویذ خیار کښي څشي‌ ورته لریٖٖٖٖٖٖ ؟؟

نبی چه خلکو ته ویل چه په ځان ډبري مه ځړوئ ، که شفاخانه یې نه درلوده
معجزه یې درلودله ، چه څوک به ورته راغله چه مریض یم ، د اوښي متیازي
يې ور فرمایلې ،

داچه معجزه درسره نشته ، شفاخانه او دوا خو مادي شئ باید وېلرې
دا راته وایه : چه دا دوا او طبیب ولي نه لرې ؟؟؟؟

دوا او شفاخنه او طبیبان مدرسې تر هر کلی ور ورسوه ، نو به د کوډګر او جادوګر دوکانداري ور ختم کړې ، او بس

Placebo څخه کار اخستل پناه ور وړل نه دي ، پلسیبو سبب دئ
قال تعالي (وجعلنا لكل شئ سببا )


وزیري
17.10.2011

ټولو وروڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

زه په دی نه پوهیږم چی له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه رانیولی تر ننه پوری دا مذهبی علماء، مفسرین، محدثین او فقهاء نه پوهیدل چی په خپلو کتابونو کی یی دی شیانو ته ځای ورکړی او ستایلي دی او که دا نن سبا ددی حدیث مصداق (یخْرُجُ نَاسٌ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ وَیَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لاَ یُجَاوِزُ تَرَاقِیَهُمْ، یَمْرُقُونَ مِنَ الدِّینِ كَمَا یَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِیَّةِ، ثُمَّ لاَ یَعُودُونَ فِیهِ حَتَّى یَعُودَ السَّهْمُ إِلَى فُوقِهِ) نه پوهیږی.

دا خو یو واضح حقیقت دی چی هغه تعویذ په کوم کی چی شرکیه الفاظ لیکل شوی وی مطلقا ناروا عمل ده. او هغه تعویذ په کوم کی چی اسماء الله الحسنی لیکل شوی وی او په خپله تعویذ حقیقی مؤثر ونه ګڼل شی روا او نیک عمل ده. دا خبره می له خیټي ونه لیکله بلکی دی کتابونو وویلی:
مرقات شرح المشکاة، ص:۳۲۱ او ۳۲۲، ج۸، الترغیب والترهیب، ج۵ ص۲۷۱، ابوداوٴد شریف، ج۲، ص۹۲، الفتاویٰ رد المحتار، ج۵ ص۲۳۲

اوس به راشم دیته چی وصیل پیروز ورور له مشکوة شریف نه یو حدیث را اخیستئ ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:( ان الرقی والتمائم والتولة شرک).
پیروزه وروره! که چیرته دوه حدیث د یو او بل په مقابله کی واقع شی نو څه فکر به کوی چی نعوذباالله رسول الله صلی الله علیه وسلم غلط شوی او که ستا فهم کم دی؟ ستا په ځواب خو نه پوهیږم خو زما فهم دا وایی چی ته به غلط شوی یی.
په کوم حدیث کی چی تا الرقی ناروا شمارلی هغه نه مراد هغه تعویذات دی چی شرکیه الفاظ ولری. له دی نه هغه تعویذات مراد نه دی چی په اسماء الله الحسنی لیکل شوی وی. دلیل یی د ابوداؤد شریف دا حدیث ده:
عن عوف بن مالک قال کنا نرقی فی الجاهلیة فقلنا یا رسول الله صلی الله علیه وسلم کیف تری فی ذلک فقال اعرضوا علی رقاکم لا باس بالرقی ما لم تکن شرکا. (ابوداؤد، جلد دوم، صفحه ۱۸۶)

په حدیث پوه علماء بیا داسی لیکی:

اول: ردالمحتار: صفحه ۳۶۳.
ولا باس بالمعاذات اذا کتب فیها القرآن او اسماء الله تعالی. و انما تکره العوذة اذا کانت بغیر لسان العرب، ولا یدری ما هو و لعله یدخله سحر.
دوهم: وفی شرح المسلم للنوی: اما الرقی بآیات القرآن و باالاذکار المعروفة فلا نهی فیه بل هو السنة ..... و قد نقلوا الاجماع علی جواز الرقی بکتاب الله تعالی و بذکره و منهی عنها اذا کانت باللغة العجمیة او بما لا یدری معنا لجواز ای یکون فیه کفرا. (دوهم جلد، صفحه ۲۱۹)
دریم: و فی فتح الباری: عن ابن مسعود رضی الله عنه ان النبی صلی الله علیه وسلم کان یکره عشر خصال فذکر فیها الرقی الا بالمعوذات و قال بعد اسطر وقد اجمع العلماء علی جواز الرقی عند اجتماع ثلثة شروط ان یکون بکلام الله تعالی او باسمائه وصفاته و باللسان العربی او بما یعرف معناه من غیره وان یعتقد ان الرقیة لا تؤثر بذاتها بل بذات الله تعالی و قال بعدا سطر فی حدیث عوف بن مالک اعرضوا علی رقاکم لاباس بالرقی ما لم یکن فیه شرک. (لسم جلد، صفحه ۲۳۹)
څلورم: و فی المشکوة: عن انس رضی الله عنه قال رخص رسول الله صلی الله علیه وسلم فی الرقیة من العین و الحمة والنمله. (صفحه ۳۸۷)
پنځم: و فی المرقاة: و لا یکره منها ما کان علی خلاف ذالک کالتعوذ بالقرآن و اسماؤ الله تعالی (جلد اتم، صفحه ۳۰۲)

نو پیروز جانه! ستا احادیث او آیاتونه ټول صحیح دی خو ستا فهم کی یوڅه کمی شته، مذهبی عالم ته کینه چی په دین دی پوه کړی او له دی خوارجي عقیدو نه دی وساتی.

والسلام


-
17.10.2011

م . وصیل پېروز صیب د تعویذ په حکم کې به دومره تشدید هم نه وي راغلی لکه تاسو چې یې کوئ. ستاسو د ذکر کړی حدیث (ان الرقی والتمائم والتولة شرک) څخه ځینو علماوو (قرآني تعویذات) مستثنی ګرځولي دي.

خو هغه علماء چې دواړه تعویذات ناروا ګڼي، په هغوی کې هم ټول علماء په پورتني حدیث استدلال نه کوي، بلکې یوه ډله د مذکور حدیث ظاهر ته ګوري او هر تعویذ ناجایز ګڼي خو بله ډله قرآني تعویذات د (سدا للذریعة) له مخې جایز نه بولي، اعني که قرآني تعویذاتو ته جواز ورکول شي بیا به د خلکو پرمخ دوازه خلاصه شي او د جایز او ناجیز توپیر به له منځه لاړ شی. یو دا، او بل دا چې خلک به یې د اودس ماتي په وخت کې له ځانه نه جدا کوي او د قرآني ایتونو بې عزتي به رامنځته شي.
نه دا چې د شرک او بدعت پخاطر یې ناروا کړي لکه څنګه چې تاسو پرې ټینګار کوئ.

وزیري صیب زما او ستا لیکنې همزمان تیرې شوي، زما خبرې تاسو ښې شرحه کړي دي.


وزیري
17.10.2011

کلیوال صیب تاسی لیکلی:
اعني که قرآني تعویذاتو ته جواز ورکول شي بیا به د خلکو پرمخ دوازه خلاصه شي او د جایز او ناجیز توپیر به له منځه لاړ شی. یو دا، او بل دا چې خلک به یې د اودس ماتي په وخت کې له ځانه نه جدا کوي او د قرآني ایتونو بې عزتي به رامنځته شي.

په دی باندی به زه صرف دومره ووایم چی زمونږ په بی باکی باندی باید یو اسلامی امر له منځه ونه باسو. شریعت خپله خبره واضح کړیده.
رقیة في غلاف متجاف لم یکرہ دخول الخلاء بہ والاحتراز أفضل وفي الشامی: الظاھر ان المراد بھا ما یسمونہ الآن بالھیکل والحمائل المشتمل علی الآیات القرآنیة فإذا کان غلافہ منفصلاً عنہ کالمشمع ونحوہ جاز دخول الخلاء بہ․ (شامي: ۱/۳۲۱، ط زکریا دیوبند)

والسلام


-
17.10.2011

وزیري صیب هغه زما نظر نه دی ،د هغې نه زما مطلب دا وه چې هغه څوک چې قرآني تعویذاتو ته په جواز ندي قائل، هم یوه ډله پکې داسې شته چې د (سدا للذریعه) پر بنیاد قرآني تعویذ ته جواز نه ورکوي، او غوښتل مې م . وصیل پېروز صیب ته واضحه کړم چې د هغو خلکو فیصدي څومره لږ ده کوم چې د قرآني تعویذ په تحریم کې (علة) ، شرک ګڼي. نو پېروز صیب پکې باید ډیر تشدد ونکړي.
هیله ده اوس زما په مطلب پوهیدلي وئ.


وزیري
17.10.2011

کلیوال صیب، ستا په مطلب باندی وپوهیدم. بښنه غواړم که د ازار سبب درته ګرځیدلی یم.


وصيل پېروز
17.10.2011

[quote:22f5104709="عادل عادل"]
السلام علیکم

محترم معزز وصیل پېروز صاحب،،، تاسو لومړی باید تعویذونه تفکیک کړی،،، هغه تعویذات په رښتیا هم ښه نه دي چې د بدوح دایرې پکې کاږي،،، حساب کتاب پکې لیکي،،، یا خو عاشق ته پې خپله معشوقه حاضروي،،،،
[/quote:22f5104709]
وعليک السلام
ښاغلی عادل صاحب ! هيله ده روغ ، جوړ او بريالي به ياست
د تعويذ په اړه زما نظر له تاسو سره تر يو څه حده موافقت لري، زه هم په دې اند يم چي ټول تعويذونه شر ک نه دي مګر هر تعويذ په هر حال کي هرومرو بدعت دی .
[quote:22f5104709="عادل عادل"]
دا چې تاسو په مطلق ډول تعویذ شرک ګڼی نو په دې صورت کې د هغو قراني ایاتونو سره زیاتی کوی چې په کاغذ کې لیکل کیژي او بیا خو یا په جیب، مټ یا غاړه کې ټینګیژي او یا هم د څاښت په توګه په اوبو کې څښل کیژي،،، نن سبا خلک ټول قران کریم په چرم پوښ او د یوه نسبتا غټ تعویذ په بڼه په جیبونو کې ګرزوي،،، تقبیل یا ښکلول یې بل غم دی چې تاسو یې بدعت ګڼی.
[/quote:22f5104709]
زه بايد ستاسو له انتقاد سره سم واضحه کړم چي ټولو تعويذونو ته د شرک په سترګه نه ګورم مګر بدعت يې ګڼم ، هغه تعويذونه چي د قرآني اياتونو په مټ پر خلکو تپل کېږي خورا ناوړه او کرغېړن بدعت دی چي نه هيڅ شرعي ثبوت لري او نه يې هم د اثبات لپاره کره دلايل شته .
دلته بايد زياته کړم چي کوم څوک تعويذ يوه روا اسلامي چاره بولي هغوئ بايد په صحيحو لاسوندونو او دلايلو خپل موقف او نظر صحيح ثابت کړي .
[quote:22f5104709="عادل عادل"]
هدف مې دا دی چې په خپلو فتواوو کې یو څه استثنااتو ته قایل شی،،،

زه مو ټولې لیکنې ښه په مینه لولم خو په خدای چې تاسو کله هم د خپلو خبرو په ترڅ کې چېرته ،،،، والله اعلم،،،، نه لیکی،،، په عقیدتي مسایلو کې په دې کچه ډاډ او استغنا هم ستاسو د ډول وهمي شرکیاتو ته پاتې کیژي.

ګستاخي معاف کړی،،، قربان مو شم
[/quote:22f5104709]
ښاغلی عادل عادل !
دا دی ستاسو له مشورې سره سم په دې اړه په خپله ليکنه کي ځيني تغيرات راولم اعنی هر تعويذ د شرک ټاپه نه ګڼم بلکي ځيني يې شرک ، ځيني يې سخت بدعت دی .
زه هيڅکله هم په ثابتو چارو کي شکوکو او شبهاتو ته لاره نه ورکوم بلکي تل پر الهي او نبوي لارښوونو په تکيه کولو د حق په اړه خپل نظر څرګندوم مګر بيا هم ستاسو پورتنۍ خبره د منلو او قبول وړ ده ځکه هيڅوک هم له خطا ، هېري او تېروتنې بري نه دی .
په مينه او درنښت


وصيل پېروز
18.10.2011

[quote:8d0bec3ed9="ع. کريم حليمي"]
هر د سالم عقل خاوند که و جادوګر ، او کوډګر تعویذ ته پناه وړي
جادوګر او کوډګر او پناه ور وړونکئ ټول د کفر په درشل کښي ودرېدل !!!
[/quote:8d0bec3ed9]
ښاغلی حليمي ! ستاسو دا خبره پر ځای ده او زه يې هم تايدوم .
[quote:8d0bec3ed9="ع. کريم حليمي"]
او هر د سالم عقل خاوند او د ایمان خاوند چه الآية 255 د سورة البقرة
پر کاغذ ولیکي او په چرم کښي ئې پوښ‌ کړي او له ځان سره ئې ګرځوي او یا ئې د صدرۍ په کالر کي وګنډي ، نه ئې بد اخلاقي بللئ شو او نه بدعت
[/quote:8d0bec3ed9]
هر د سالم عقل څښتن چي په قرآن پوهېږي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپېڅلي حديث يې لوستي وي هغه ته معلومه ده چي قرآني ايت پر کاغذ ليکل او په پوست کي ګنډل يې خورا ناوړه او کرغېړن عمل دی چي په شريعت کي هيڅ لاسوند نه ورته لرو ، که موږ تعويذ شرعي علاج بولو نو لازمه ده چي په شريعت کي يې ثبوت هم ولرو خو که شرعي علاج نه وي هسي د خلکو خپلې تجربې وي نو موږ يې په منلو مکلف نه يو.
[quote:8d0bec3ed9="ع. کريم حليمي"]
که دغه کار ته کوم څوک بد اخلاقي او بدعت وايي ، نو دئ پخپله د‌ تر پولي‌
اوښتئ دی
[/quote:8d0bec3ed9]
ښاغلی حليمي !
کوم څوک چي تعويذ يو روا عمل بولي هغوئ بايد لومړی خپل موقف د صحيحو دلايلو په رڼا کي کره ثابت کړي مګر که څوک د دې وس او وړتيا نه لري او يا هم د ده دا چاره کوم صحيح لاسوند نه لري هغوئ بايد پوه شي چي له نېغي لارې اوښتي دي .
[quote:8d0bec3ed9="ع. کريم حليمي"]
زه د هر حسن کار له پاره خلګ هڅوم ، سند مي :
والمؤمنون والمؤمنات بعضهم أولياء بعض يأمرون بالمعروف ......
[/quote:8d0bec3ed9]
دلته بيا هم د نېغو خبرو او بحث پر ځای په بې ځايه خبرو ځان له بحثه کاږئ ، تاسو به دا خبره هغه وخت کوله چي تعويذ مو د يو حسن عمل په توګه ثابت کړی وای مګر اوس داسي نه ده تاسو د خپل موقف د صحيح ثابتولو لپاره هيڅ دليل هم نه لرئ بلکي يوازي رسم ، دود ، رواج او عنعنې ته ګورئ چي دا په هيڅ صورت سالم دليل او صحيح لاسوند نه شي کېدلای بلکي ډېری وخت د اسلامي شريعت پر خلاف راځي چي پرېښودل يې اړين دي .
زه هم وايم چي تل حسن يا غوره چارو ته خلک رابولم او له بدو يې منعه کوم ستاسو پورتنی نقل کړی ايت مي دليل دی .
[quote:8d0bec3ed9="ع. کريم حليمي"]
درنو ترجمانانو ته پر ترجمو سربېره پوهه هم ضرور ده ، نه پوهیږم چه د بعضو ژباړنانو پوهي هیڅ جوش نه وي خوړلي فکر کوي چه عربي او E ئې
زده کړه ، ژباړه کولی شي ، نو فکر کوي چه عالم هم شوو ، اما داسي نده
[/quote:8d0bec3ed9]
نه پوهېږم هدف او مقصد مو څوک دی مګر په عام ډول ويلای شو چي د بحث مقابل لوری مو هدف دی نو په دې اړه بايد ووايم :
تاسو نه زما د زده کړو ، استعداد او پوهي په اړه معلومات لرئ او نه مو هم زما ليکنې ته کوم علمي ځواب ويلی دی بلکي د دې بر خلاف له تاسو سره هيڅ داسي دليل نه شته چي خپل ناروا موقف صحيح په ثابت کړئ ځکه حق او حقيقت هماغه دی چي ما يې وړاندي بيان وکړ ، زه الحمدلله کولای شم د صحيحو احاديثو له مخې تعويذ يوه ناروا چاره او بدعت ثابت کړم مګر تاسو د دې کار له کولو عاجزه ياست چي په دې صورت کي ستاسو پورتنۍ خبرې پر تاسو ډېري ښې پيټيږي . !!!
[quote:8d0bec3ed9="ع. کريم حليمي"]
څه د طب ، څه د نجوم ، څه د کیمیا ، څه د ریاضي ، څه د الجبر ، څه د فزیک ،........... څه درسره شته
[/quote:8d0bec3ed9]
ښاغلی حليمي صاحب !
بيا مو هم د سالم بحث لاره خوشي کړې او په خوشي چټي خبرو مو شروع کړې ده ، هر د سالم عقل څښتن انسان پوهېدای شي چي ستاسو خبرې نه کوم وزن لري او نه هم په ځواب ارزي مګر له دې وجې مو پر ځواب وخت ضائع کوم چي خلکو ته د دې رښتني حقيقت په اړه شبهات او شکوک پاتي نه شي .
زه ستاسو فهم او تعقل ته حيران يم نه پوهېږم په کوم فهم او کوم ادراک مو دا پورتنۍ کرښې کښلې دي دا نه يوازي چي د سالم او عاقل سړي ليکنه نه شي کېدای بلکي داسي ترې څرګندېږی لکه يو ماشوم او له هر څه ناخبره سړي چي ليکلې وي .
له تا پوښتم :
ايا پورتني علوم چي تاسو ياد کړي د قرآ ن او سنت په پوهه کي اړين دي ؟.
او ايا ته په علم التفسير ، علم الحديث ، اصول الحديث ، فقه ، اصول الفقه ، الجرح والتعديل ، مختلف و مؤتلف الحديث ، منطق ، فلسفه ، نحو ، صرف ، علم البلاغة ، علم البيان او علم البديع پوهېږې؟.
[quote:8d0bec3ed9="ع. کريم حليمي"]
احمقه ټولنه: نه شفاخانه لري ، نه دوا لري ، نه علم
او سور خولئ جارچي نعرې وهی چه تعویذونه مکوئ ، او لاد ئې مریض دی
لاس تر زنه نه کښېني ، د تعویذ خیار کښي څشي‌ ورته لریٖٖٖٖٖٖ ؟؟

نبی چه خلکو ته ویل چه په ځان ډبري مه ځړوئ ، که شفاخانه یې نه درلوده
معجزه یې درلودله ، چه څوک به ورته راغله چه مریض یم ، د اوښي متیازي
يې ور فرمایلې ،
[/quote:8d0bec3ed9]
زموږ په بې علمه او ناخبره ټولنه کي ستاسو په څېر ناخبره کسان اوسي چي پر ټولنې يې د علم او پوهي دروازې تړلې دي ، تاسو ياست چي په ټولنه کي د بدعتونو ، ناخوالو او مصيبتونو ورونه پرانيزئ او په دې ډول په ټولنه کي د رامنځ ته کېدونکي پرمختګ مخه نيسئ او غواړئ خلک له علم او پوهي ناخبره وساتئ ځکه په دې صورت کي کولای شئ چي د تعويذ ډرامه مو جاري وساتئ . ويلای شم چي نن زموږ ټولنه له کومو ناخوالو سره لاس او ګرېوان ده لامل او عامل يې ستاسو په څېر ناخبره اشخاص او بې علمه څېرې دي چي د خپلو مادي ګټو په خاطر خلک له ګڼو اسانتياوو ، غوره چارو او صحيحو افکارو بې برخې کوي .
نبي کريم صلی الله عليه وسلم تر خپل وفات وړاندي موږ په دې پوهولي يو چي حق او باطل څه دي؟ اوس که څوک پر دې حقيقت سترګې پټوي هغوئ بايد د الله له محاسبې او دوزخونه وېره وکړي .
د الله رسول هر وخت نه معجزې ښودلې او نه يې هم د ټولنې خلک د خپلو معجزو په وسيله له ناروغيو را ګرزول بلکي معجزي يو ځانګړی شی او په ځانګړي حالت کي يې ښودلې ده ، که تاسو په رښتيا هم اسلامي تاريخ او حديث لوستي وي نو ډېري داسي پېښي به ووينئ چي يو ځای تر نبي ويني توييېږي ، په زرګونو او سلګونو ټپيان له زخمونو شهيدانېږي ، تبې او ... نور يې د ژوند له نعمته بې برخې کوي مګر نبي نه يوازي دا چي خپله معجزه نه ښکاروي بلکي د مادي وسائلو استعمال ته يې رابولي .
[quote:8d0bec3ed9="ع. کريم حليمي"]
داچه معجزه درسره نشته ، شفاخانه او دوا خو مادي شئ باید وېلرې
دا راته وایه : چه دا دوا او طبیب ولي نه لرې ؟؟؟؟

دوا او شفاخنه او طبیبان مدرسې تر هر کلی ور ورسوه ، نو به د کوډګر او جادوګر دوکانداري ور ختم کړې ، او بس

Placebo څخه کار اخستل پناه ور وړل نه دي ، پلسیبو سبب دئ
قال تعالي (وجعلنا لكل شئ سببا )
[/quote:8d0bec3ed9]
تاسو بيا هم د بحث ار هدف پرېيښی او په ټولنه پر پېښو ناخوالو خبرې کوئ مګر په لنډو درته ويلای شم چي د دې هر څه عامل او لامل ستاسو په څېر کسان دي چي تل د ښوونځي ، ډاکټر ، سائنس پوه او معاصرو علومو د پوهانو مخنيوی کوي ، هغوئ په ډول – ډول نومونو بدناموي او په ټولنه کي يې د اثر ورسوخ د کمولو هڅې کوي .
تاسو ياست چي کليو او ښارونو ته مو د روغتون او شفاخانې د رسېدو مخنیوی کړی او په مقابل کي مو يې د ناروا تعويذونو او دمونو پراخې اډې پرانيستې چي خپلې مادي اړتياوې ترې پوره کوئ .
وروستيو کرښو ته مو بايد په ځواب کي ووايم :
موږ بايد د خپلو ناروغيو لپاره له هغو اسبابو ګټه واخلو چي په اسلام کي يې جواز تر لاسه کېږي ، که تعويذ تاسو د ناروغيو لپاره يو سبب ګڼئ نو ويلای شم چي د ناروغيو لپاره له دې سوب يا سبب څخه کار اخيستل حرام او ممنوع کار دی .
[/img]


وصيل پېروز
18.10.2011

[quote:4514edb34b="وزیري"]
ټولو وروڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

زه په دی نه پوهیږم چی له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه رانیولی تر ننه پوری دا مذهبی علماء، مفسرین، محدثین او فقهاء نه پوهیدل چی په خپلو کتابونو کی یی دی شیانو ته ځای ورکړی او ستایلي دی او که دا نن سبا ددی حدیث مصداق (یخْرُجُ نَاسٌ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ وَیَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لاَ یُجَاوِزُ تَرَاقِیَهُمْ، یَمْرُقُونَ مِنَ الدِّینِ كَمَا یَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِیَّةِ، ثُمَّ لاَ یَعُودُونَ فِیهِ حَتَّى یَعُودَ السَّهْمُ إِلَى فُوقِهِ) نه پوهیږی.
[/quote:4514edb34b]
زه هم په دې نه پوهېږم چي له نبوي ممانعت سره – سره بيا هم ولي خلک د هغو چارو د جواز فتواوې ورکوي چي اسلامي شريعت يې په کلکه د مخنيوي غوښتنه کوي ان شرک او بدعت يې ګڼي ، وزيري صاحب ! ستاسو راوړی حديث د هغو خلکو پر خلاف يوه لوڅه توره ده چي له نبوي ممانعت سره – سره خپلو ناروا چارو ته په ډول – ډول بانو ، تحريفونو او حقيقت پټونې د جواز فتواوې لټوي ، هغه چي غواړي په حق پټونه خلک تېر باسي او خپلې ناروا چارې ته يوه صحيحه بڼه ورکړي ، د دې يوه لنډه بېلګه ستاسو په همدې ليکنه کي هم ليدلای شو او پورتنی حديث ستاسو د حالت ښه تشرېح کولای شي .
[quote:4514edb34b="وزیري"]
دا خو یو واضح حقیقت دی چی هغه تعویذ په کوم کی چی شرکیه الفاظ لیکل شوی وی مطلقا ناروا عمل ده. او هغه تعویذ په کوم کی چی اسماء الله الحسنی لیکل شوی وی او په خپله تعویذ حقیقی مؤثر ونه ګڼل شی روا او نیک عمل ده. دا خبره می له خیټي ونه لیکله بلکی دی کتابونو وویلی:
مرقات شرح المشکاة، ص:۳۲۱ او ۳۲۲، ج۸، الترغیب والترهیب، ج۵ ص۲۷۱، ابوداوٴد شریف، ج۲، ص۹۲، الفتاویٰ رد المحتار، ج۵ ص۲۳۲
[/quote:4514edb34b]
دا د واضح حقيقت خبره مو زه هم تائيدوم بلکي له راتلونکو کرښو سره مو سل په سل کي مخالف يم ، نه يوازي دا چي تعويذ روا عمل نه دی بلکي د شرک او بدعت تر سرحده رسي ، ستاسو راوړي دلايل اوس درته د حق په تله کي تلم چي څومره صحيح خېژي .
[quote:4514edb34b="وزیري"]
اوس به راشم دیته چی وصیل پیروز ورور له مشکوة شریف نه یو حدیث را اخیستئ ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی ان الرقی والتمائم والتولة شرک).
پیروزه وروره! که چیرته دوه حدیث د یو او بل په مقابله کی واقع شی نو څه فکر به کوی چی نعوذباالله رسول الله صلی الله علیه وسلم غلط شوی او که ستا فهم کم دی؟ ستا په ځواب خو نه پوهیږم خو زما فهم دا وایی چی ته به غلط شوی یی.
[/quote:4514edb34b]
په رښتيا هم په پورتني حديث کي دم ، تعويذ او د مينې تعويذونه شرک ګڼل شوي مګر ما وړاندي يادونه کړې وه چي دلته قيد شته دی او وروسته د دم کولو عمل روا ښودل شوی دی ، نه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم غلط شوی ( نعوذ بالله ) او نه زه تېروتی يم بلکي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قول او فعل يوه غوره تشرېح مي کړې ده .
[quote:4514edb34b="وزیري"]
په کوم حدیث کی چی تا الرقی ناروا شمارلی هغه نه مراد هغه تعویذات دی چی شرکیه الفاظ ولری. له دی نه هغه تعویذات مراد نه دی چی په اسماء الله الحسنی لیکل شوی وی. دلیل یی د ابوداؤد شریف دا حدیث ده:
عن عوف بن مالک قال کنا نرقی فی الجاهلیة فقلنا یا رسول الله صلی الله علیه وسلم کیف تری فی ذلک فقال اعرضوا علی رقاکم لا باس بالرقی ما لم تکن شرکا. (ابوداؤد، جلد دوم، صفحه ۱۸۶)
[/quote:4514edb34b]
په کوم حديث چي تاسو دليل نيسئ په خپله تاسو يې هم په صحيح فهم اخیستنه کي خورا ستره تېروتنه کړې ده او يا هم غواړئ خلک تېر باسئ وړاندي تر دې چي ستاسو پر خبرو تنقيدي تبصره وليکم غواړم لومړی مو په دې پوه کړم چي دم او تعويذ ته په عربي ژبه کي څه وايي او تعريفونه يې څه دي ځکه دلته يو ځل بيا تاسو د (نتوسل) کيسه کړې ده . هههههه
په پښتو کي يو ساده غوندي متل دی وايي ( لومړی يې زده کړه بيا يې کوژده کړه ) اوس هم وزيري صاحب ! ته بايد لومړی په دې ځان پوه کړې چي په عربي ژبدود کي دم او تعويذ ته څه ويل کېږي ، يعني لومړی مو بايد په عربي ژبه ځان پوه کړی وای تر دې وروسته مو د خپل موقف د صحيح ثابتولو لپاره ميدان ته را دانګلي وای .
له اوږده انتظاره دي باسم په لنډو درته وايم چي په عربي ژبه کي تعويذ ته ( الرقية ) نه بلکي (تميمة) وايي چي په دې ډول ستاسو لانديني ټول دلائل غلط ثابتېږي .
غواړم لومړی د الرقية او تميمة تعريفونه وکړم څو خلک د دې دوو تر منځ توپير وکړای شي او ستاسو له ټګيو خوندي پاتي شي .
دم ته په عربي ژبدود کي رقية ، رُقياً ، ورَقيا ويل کېږي ، مضارع يې يرقی ، ماضي يې رقی او رقيت او واحد متکلم يې ارقی راځي ، اسم فاعل يې راق راځي چي د علاج ، درمل کولو ، شفاء او پورته کولو معنا لري . ( تفسير قرطبي لسم ټوک ، ۱۹ جز ، ۷۲ پاڼه ، تفسير کشاف ۴ / ۶۶۳ ، تفسير ابن کثير ۴ / ۵۳۲ د رياض چاپ ، معجم الوسيط ۱ / ۳۱۷ دار الدعوة استانبول ، دمونه او تعويذونه د ښاغلي پوهنمل زاهدي احمدزي ليکنه ص ۳۵ لومړی چاپ )
الله جل جلاله په قران کريم کي همدغه کليمه د اسم فاعل په صيغه استعمال کړې ده لکه چی د مرګوني سړي په اړه وايي :
كَلاَّ إِذَا بَلَغَتْ التَّرَاقِيَ * وَقِيلَ مَنْ رَاقٍ * وَظَنَّ أَنَّهُ الْفِرَاقُ ( القيامة : ۲۷ ، ۲۸ ، ۲۹ )
ژباړه : نه نه کله چي روح تر ستوني ورسېږي او وبه ويل شي چي کوم دم کوونکی شته ؟ او دی پوه شو چي دا د بېلتون وخت دی .
په دغو مبارکو اياتونو کي د من راق معنا ده د ده دم کوونکی څوک ده . تفسير پوهانو يې دويمه معنا دا کړې چي چي کله د زکندن پر مهال د جنت او جهنم ملائکې حاضري شي نو سره وايي به څوک به د ده د روح پورته وړونکی وي د جنت ملائکې او که د جهنم؟.
مګر دا چي معنا يې دم کوونکی او علاج کوونکي زياته موافقه ده ځکه چي په نبوي احاديثو کي هم دم کولو ته رقية ويل شوي دي چي وړاندي به ذکر شي مطلب دادی چي دم کولو ته په عربي ژبدود کي رقيه ويل کېږي عربي ژب پوهان هم د رقيه معنا په دم سره کوي .
د بخاري او مسلم له حديثو هم دا حقيقت په ډاګه څرګندېږي .
ښاغلی وزيري صاحب ! اوس به پوه شوي ياست چي په عربي ژبه کي الرقية دم ته وايي نه تعويذ ته او دم له يو څو شرطونو سره په مطلق ډول جائز دی چي پر دې د صحيحينو حديث شاهدي ورکوي . که ستاسو لپاره پورتنۍ تشرېح بس نه وي نو کولای شم چي په دې اړه نوري په لسګونو حوالې هم درسره شريکې کړم .
اوس به دا وڅېړو چي په عربي ژبه کي تعويذ ته څه ويل کېږي او لغت پوهان يې څرنګه تعريفوي څو د دم او تعويذ تر منځ د توپير په څرګندېدلو حقيقت جوت شي .
تميمة :-
په عربي ژبدود کي متعارف تعويذ ته تميمه ويل کېږي او جمع يې تمائم راځي او په عامه توګه هغه څوک چي تعويذ ليکونکی وي تمام ورته ويل کېږي . د تميمه معنا ده دفع کول او روغتيا بشپړول .
په معجم الوسيط کي ليکي :
التميمة :- ما يعلق فی العنق لدفع العين .
ژباړه : تميمه هغه شي ته ويل کېږي چي د نظر بد د ژغورنې په خاطر په غاړه کي راوځړول شي .
د لسان العرب ليکوال ليکي :
" تميم تعويذ ته ويل کېږي او واحد يې تميمة دی ، مراد ورڅخه هغه توري دانې دي چي سپين – سپين خالونه ور پکې وي په تار کي پېيلی کېږي او بيا د بلاګانو د دفع کولو په عقيده په غاړه کي اچول کېږي .
ابن جني ويلي دي : تميم هغه امېل ته ويل کېږي چي تسمه او منتر پکي وي لکه چي عرب وايي :
تممت المولود ای علقت عليه التمائم . ( لسان العرب ۱۲ / ۷۰ مخ )
ژباړه : د ماشوم په غاړه کي مي تعويذونه وځړول .
همدا راز يو عرب شاعر وايي :
تعوذ بالرقی من غير حبل ... وتعقيد فی قلائدها التميم
ژباړه : له لېونتوب پرته هم د دعاګانو تعويذ جوړلی شي او د هغې په غاړه کي د تعويذونو امېل ځوړند کولای شي .
د لسان العرب ليکوال ابو منصور وايي :
" په عربو کي دود وو چي د برګو دانو اميل به يې جوړ کړ او د ماشومانو په غاړو کي به يې د ناروغۍ او بلاګانو څخه د ژغورنې په تکل او عقيده ځوړندول چي د اسلام په راتګ سره باطل وګرځول شول ."
همدا راز ابو ذؤيب خويلد بن خالد هذلي په خپله هغه قصيده کي چي د خپلو هغو پنځو زامنو په ويرنه کي يې ويلې وه چي په مصر کي د طاعون په ناروغۍ وفات شوي وو داسي ويلي دي :
واذا المنية انشبت اظافرها ... الفيت کل تميمة لاتنفع ( الجامع فی تاريخ الادب لومړی ټوک ص ۴۱۵ مع ذوی القربی ۱۴۲۴ هـ)
ژباړه : او کله چي مرګ خپل نوکان ښخ کړل نو ما هر ډول تعويذ بې ګټې وموند چي هيڅ نفع نه رسوي .
او بل عرب شاعر هم په خپل شعر کي د تعويذونو يادونه په تمائمو سره کړې ده لکه چي وايي :
اذا مات لم تفلح مزينة بعده ... فنوطی عليه يا مزين التمائما
ژباړه : کله چي هغه مړ شو تر هغه وروسته مزينه ته هيڅ شي ګټه ونه رسوله ، اې مزينه ! که تعويذونه پرې وځړوې بيا هم کومه ګټه ورته نه رسوي .
په دغه شعر کي هم تعويذونو ته تمائم ويل شوي دي او په عربو کي له ناروغتيا څخه د روغتيا په تکل هر ځوړند کړل شوي شي ته تمائم ويل کېږي .
امام ابن الاثير ( مبارک بن محمد الجزري ) په خپل کتاب ( النهاية فی غربب الحديث والاثر ) لومړي ټوک کي کاږي :
تميمه له تمم څخه اخيستل شوی دی او تمام او التامات هم ورته ويل کېږي چي دبې عيبه او بشپړ په معنا سره هم را ځي او هغه کلام ته ويل کېږي چي له نيمګړتيا پاک وي او ور پسې وايي :
وقيل : معنی التمائم هاهنا انها تنفع المتعوذ بها وتحفظه من الافات وتکفيه .
ژباړه : او ويل شوي دي چي په ( اعوذ بکلمات التامات) د تمام معنا له افاتو څخه د متعوذ د ساتنې په معنا ده چي هغه لره همدغه دعا بس والی کوي .
ور پسې کاږي :
التمائم جمع تميمة وهی خزرات کانت العرب تعلقها علی اولادهم يتقون بها العين فی زعمهم فابطلها الاسلام . ( النهايه فی غريب الحديث والاثر لومړی ټوک ص ۱۹۷ د ايران چاپ ، ۱۳۶۴ هـ ش )
ژباړه : تمائم د تميمه جمع ده او دا هغه برګي مرۍ دي چي عربو به د خپلو اولادونو په غاړو کي په دې عقيده اميل او ځوړندولې چي د هغوئ په اند له نظر بد څخه يې ژغوري چي بيا اسلام د هغوئ دغه عمل باطل وګرځاوی .
مطلب دا چي په پښتنو کي معروف تعويذ ته په عربي ژبه کي الرقيه نه بلکي تميمه وايي لکه وزيري صاحب چي د الرقيې په اړه دلايل وړاندي کوي ، بلکي وزيري صاحب ! تاسو هغه د پښتنو په ساده ټکو له لويه سره غلط ياست لومړی بايد د الرقية او التميمة تر منځ توپير وکړئ وروسته دلايلو ته مخه کړئ .
اوس به تاسو او هر لوستونکی پوهېدلی وي چي د الرقية او التميمة تر منځ څومره لوی توپير دی ، تر دې وروسته ستاسو لاندي راوړي دلايل له يوې مخې ټول ناسم ثابتېږي ځکه ستاسو لانديني دلايل د التميمة په اړه نه بلکي د الرقية په اړه دي چي په شرعي رقيه يا دم کي زه له چا سره هيڅ اختلاف نه لرم بلکي د يو جائز عمل په سترګه ورته ګورم .
[quote:4514edb34b="وزیري"]
په حدیث پوه علماء بیا داسی لیکی:

اول: ردالمحتار: صفحه ۳۶۳.
ولا باس بالمعاذات اذا کتب فیها القرآن او اسماء الله تعالی. و انما تکره العوذة اذا کانت بغیر لسان العرب، ولا یدری ما هو و لعله یدخله سحر.
دوهم: وفی شرح المسلم للنوی: اما الرقی بآیات القرآن و باالاذکار المعروفة فلا نهی فیه بل هو السنة ..... و قد نقلوا الاجماع علی جواز الرقی بکتاب الله تعالی و بذکره و منهی عنها اذا کانت باللغة العجمیة او بما لا یدری معنا لجواز ای یکون فیه کفرا. (دوهم جلد، صفحه ۲۱۹)
دریم: و فی فتح الباری: عن ابن مسعود رضی الله عنه ان النبی صلی الله علیه وسلم کان یکره عشر خصال فذکر فیها الرقی الا بالمعوذات و قال بعد اسطر وقد اجمع العلماء علی جواز الرقی عند اجتماع ثلثة شروط ان یکون بکلام الله تعالی او باسمائه وصفاته و باللسان العربی او بما یعرف معناه من غیره وان یعتقد ان الرقیة لا تؤثر بذاتها بل بذات الله تعالی و قال بعدا سطر فی حدیث عوف بن مالک اعرضوا علی رقاکم لاباس بالرقی ما لم یکن فیه شرک. (لسم جلد، صفحه ۲۳۹)
څلورم: و فی المشکوة: عن انس رضی الله عنه قال رخص رسول الله صلی الله علیه وسلم فی الرقیة من العین و الحمة والنمله. (صفحه ۳۸۷)
پنځم: و فی المرقاة: و لا یکره منها ما کان علی خلاف ذالک کالتعوذ بالقرآن و اسماؤ الله تعالی (جلد اتم، صفحه ۳۰۲)
[/quote:4514edb34b]
ستاسو دا پورتني دلايل د الرقيې يادم جواز ثابتوي نه د تعويذ يا تميمې ، له همدې کبله يې صحيح ګڼلای شو او په دې پورتنيو دلايلو کي دا هم واضحه شوې چي دم يو لړ شرطونه لري له همدې کبله زه ورسره هيڅ اختلاف نه لرم او په بشپړ ډول يې تائيدوم مګر هو ! تاسو بايد د دم او تعويذ تر منځ توپير وکړئ ، ستاسو دا پورتني دلايل د دم جواز ثابتوي نه د تعويذ.
[quote:4514edb34b="وزیري"]
نو پیروز جانه! ستا احادیث او آیاتونه ټول صحیح دی خو ستا فهم کی یوڅه کمی شته، مذهبی عالم ته کینه چی په دین دی پوه کړی او له دی خوارجي عقیدو نه دی وساتی.

والسلام
[/quote:4514edb34b]
ښاغلی وزيري !
اوس تا او ټولو لوستونکو ته په ډاګه شوې وي چي زما په فهم کي کمی دی او که ستا ؟
تاسو دومره وړتيا هم نه لرئ چي د دم او تعويذ تر منځ تفکيک يا توپير وکړئ ، نو څرنګه په دې ناقص فهم د يو بل سړي پوهه او فهم تر پوښتنې لاندي راولئ؟
دا محاسبه لومړی له ځان سره وکړه چي په فهم کي مو څومره کمی دی ، تاسو ځان يو دين پوه بولئ مګر لياقت مو دومره کمزوری دی چي د دم او تعويذ ساده کليمو تر منځ توپير هم درته څرګند نه دی ، نه پوهېږم په رښتيا هم نه پوهېږئ او که غواړئ حق له خلکو پټ وساتئ . !!!
داچي تاسو ما د خارجي عقايدو څښتن ګڼئ نو خلک په دې حقيقت ښه پوهېږي چي حق او حقيت څه دی؟ په دې اړه بايد ووايم چي زما عقيده هماغه ده چي قرآن او حديث وايي ، له دې پرته ستاسو د مبتدعانه اورادو ، مبتدعانه طريقو او مبتدعانه نظرياتو له منلو په کلکه ډډه کوم بلکي پر ضد يې مبارزه او جهاد يو ستر کار راته ښکاري .
تاسو بايد له ما سره کښېنئ چي له دې بدعي او خرافانه عقايدو دي خلاص کړم ، همدا راز دي په لغت پوهنې او صيغو پوه کړم چي بيا نتوسل ماضي ونه ګڼئ او دم په تعويذ ترجمه نه کړئ ، ځکه ستاسو فهم که له يوې خوا دومره کمزوری دی چي د ساده صيغو او کليمو تر منځ توپير نه شي کولای له بل پلوه د يوې ښې قهقههه خندا وړ دی . !!!



ع کريم حليمي
18.10.2011

درنو وړونو السلام علیکم
[quote:6da18c5d0b] ايا پورتني علوم چي تاسو ياد کړي د قرآ ن او سنت په پوهه کي اړين دي ؟.
او ايا ته په علم التفسير ، علم الحديث ، اصول الحديث ، فقه ، اصول الفقه ، الجرح والتعديل ، مختلف و مؤتلف الحديث ، منطق ، فلسفه ، نحو ، صرف ، علم البلاغة ، علم البيان او علم البديع پوهېږې؟. [/quote:6da18c5d0b]

یوه جمله مي د اصول الفقي سره په ټکر کښي نده ، ماندي ویلي چه : اسماء حسنی دي په غاړه وځروي ، زه فکر کوم زما په لیکنو کښي درېواره د تعویذ
نوم لیکلی ، او يو ځل مي ویلی چه د پلسیبو تعویذ ته اجاره سته

زه ښه پوهیدم چه ستاسو پورته علوم زده ، داچه په پلسیبو پرترفۍ باندي
دی قلم نه ښوري نومعلومه ده چه کیمیا ، بایالوجي ............. نه زده ، علمونه دوه دي ، علم الاديان وعلم الابدان
تر ّڅو چه مي‌ حافظه ملګرېٖٖٖٖٖ وي وبه نوایم ، تعویذ په غاړه ځړول
به ښه اخلاق ونه ګڼم
هو ! آیاتونه پر کاغذ ولیکۍ په چرم کي ئې پوښ کړۍ ، چه حمام ته ئې د داخلېدو اجازه پېداسي . که جسماً کوچنۍ کتابچه يــــــــٰـس شریف په چرم
کي پوښ کړۍ تشناب ته ئې درسره وړل باک نه لري

په قرآن سره سحر باطل کیږي ، فرآن برکت لري چه درسره وي ، دنبي
په عصر لیکلي قرآنونه نه وه چه خلکو له ځان سره ګرځولي وای

صحیح مسلم چاپ دارالکتاب العربي - کتاب الطب - باب لا بأس بالرقي
صفحه ۹۳۱
كُنَّا نَرْقِي فِي الْجَاهِلِيَّةِ فَقُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ كَيْفَ تَرَى فِي ذَلِكَ فَقَالَ اعْرِضُوا عَلَيَّ رُقَاكُمْ لَا بَأْسَ بِالرُّقَى مَا لَمْ يَكُنْ فِيهِ شِرْكٌ

په هرهغو جملو چه دم کوې چه لــــــــــــــــــــم یکن فیه شرک ، هغه پر کاغذ ولیکه او د فلسیبو په خاطر ئې ورکه چه په جېب کښی ور سره وي‌ ، دعلم طب په اجازه ،‌ که په علم طب او که علم دین سره اجازه وه هغه روادي ، که څه هم د میتیازو چښل وي

[quote:6da18c5d0b] بر خلاف له تاسو سره هيڅ داسي دليل نه شته چي خپل ناروا موقف صحيح په ثابت کړئ [/quote:6da18c5d0b]
کومه ناروا جمله ته راته په ګوته که ، زه ناروا جملې نه لیکم ، ما خو پنـــــــاه وروړل غندلي وه اوغندم يې , دادي زما د فهم او فراست توهین کړئ ، توهین ناروا عمل دی تاسو که دي زما یوه ناروا جمله راته راوئستله ، دستي پزه په خاورو کوم ،

[quote:6da18c5d0b]ايا پورتني علوم چي تاسو ياد کړي د قرآ ن او سنت په پوهه کي اړين دي ؟[/quote:6da18c5d0b]
هــــــــــــــــــــو !! علوم الحياة هم بلل کیږي ، فرعي علوم ئــــــــــــــې دي ،
داسي خورکي مواد نن جوړیږي چه کیمیا دي نه وي زده د حلال او حرام
حال ئې نه درمعلومیږي ، داسي رنګونه جوړېږي چه ږیره په رنګ کړي
ږیره په مرداریږي ، تــــخـــــمر باید په وپېژنې ، دصحت د ساتلو علوم دي ، د ځان ساته هم فرض ده داسي وخت راتلونکئ دئ چه له داسي مشکلي کیمیاوي معظلې سره به خلګ مخ وي استنتاج به غواړي ، زماخبري به ئې په سرکښي‌ ورګرځي‌ ،‌ چه ریشتیا ئې راته ویل

زه دا هم درته وایم چه !
نن عصر نوي فقهي ته ضرورت لري ، تاسو یو څه داسي فقه لوستې چه نن
ئې زمانه نېستي ده ، نن د Therapy ، عصر دي

هر هغه څوک چه : پناه نه وړي (تعویذ) و قرآن ته ،داخلک د کفر په درشل کښي ولاړ دي ، ولي قرآن مخلق ندي
ونزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة للمؤمنين ولا يزيد الظالمين إلا خسارا


وزیري
18.10.2011

پیروز صیب، تاسو چی کوم حدیث راوړی وه یعنی (ان الرقی والتمائم والتولة شرک) نو دا الرقی یی اولنی ټکی وه او دیته تاسی شرک ویلی وه کوم چی زما له تشریح نه بعد په ثبوت ورسیده چی هغه الرقی په کوم کی چی شرکی الفاظ وی شرک ده نه ټول. یعنی ښه او بد لری.
نو په دی حدیث کی دوهم شی تمائم، دریم توله دی کوم چی د الرقی په لاره ور روان دی. یعنی که په کی شرکیه الفاظ وی نو شرک او که په کی شرکیه الفاظ نه وی نو لکه الرقی بیا شرک نه ده.

زه خو لکه الرقی چی ښه او بد ولرل همداسی دی نورو دواړو ته هم ګورمه، تاسی مهربانی وکړی هغه تمائم په کوم کی چی شرکی الفاظ نه وی حرام ثابت کړی بیا به سره ګورو.

والسلام


وصيل پېروز
20.10.2011

[quote:90eab9881c="ع کريم حليمي"]
درنو وړونو السلام علیکم

یوه جمله مي د اصول الفقي سره په ټکر کښي نده ، ماندي ویلي چه : اسماء حسنی دي په غاړه وځروي ، زه فکر کوم زما په لیکنو کښي درېواره د تعویذ
نوم لیکلی ، او يو ځل مي ویلی چه د پلسیبو تعویذ ته اجاره سته

زه ښه پوهیدم چه ستاسو پورته علوم زده ، داچه په پلسیبو پرترفۍ باندي
دی قلم نه ښوري نومعلومه ده چه کیمیا ، بایالوجي ............. نه زده ، علمونه دوه دي ، علم الاديان وعلم الابدان
[/quote:90eab9881c]
ښه راغلاست
ښاغلی حليمي تر هر څه وړاندي بايد يوه څرګند حقيقت ته ګوته ونيسم چي ستاسو ليکنه ډېري نيمګړتياوې لري او د صحيح فهم په اخيستنه کي لوستونکي له يو لړ ستونزو سره مخ کوي چي له همدې کبله يې سم ځواب هم ستونزمن وي ، په دې اړه د خواخوږۍ يوه مشوره درکوم چي که ليکنه نه شئ کولای نو بايد دا ستونزه مو هواره کړئ او که وخت نه لرئ نو بايد هرو مرو وخت ورته بېل کړئ ځکه دا يوه مهمه او اړينه ستونزه ده چي حل يې ډېر ضروري دی .
تر دې وروسته :
ما هيڅکله نه دي ويلي چي ستاسو ليکنه د اصول الفقهې اصول ننګوي او د فقهي اصولو سره په ټکر کي ږغېږئ ، فکر کوم دا خبره مو له ځانه کړې مګر هو ! که ستاسو ياد کړي علوم د قرآن او سنت د صحيح فهم لپاره اړين وي نو يو ځل بيا درڅخه زما د تېرو پوښتنو ځواب غواړم .
تاسو د دې پر ځای چي د بحث محوري ټکی تعقيب کړئ پر بېلابېلو شيانو په يوه وخت کي خبرې کوئ چي دا د بحث له اصولو مخالفت دی که غواړئ چي بحث په سالمه توګه مخته ولاړ شي نو وواياست :
پلسيبو تعويذ څه ته وايي او تر تعريف وروسته يې د جواز دلايل هم ذکر کړئ!.
تعويذ په صح
يح سند د شريعت له دوو اصولو قرآ ن او سنت څخه ثابت کړئ!.
[quote:90eab9881c="ع کريم حليمي"]
تر ّڅو چه مي‌ حافظه ملګرېٖٖٖٖٖ وي وبه نوایم ، تعویذ په غاړه ځړول
به ښه اخلاق ونه ګڼم
هو ! آیاتونه پر کاغذ ولیکۍ په چرم کي ئې پوښ کړۍ ، چه حمام ته ئې د داخلېدو اجازه پېداسي . که جسماً کوچنۍ کتابچه يــــــــٰـس شریف په چرم
کي پوښ کړۍ تشناب ته ئې درسره وړل باک نه لري
[/quote:90eab9881c]
نه پوهېږم چي په کوم فهم دا کرښې کاږئ ؟ !!!
زما په اند ستاسو له ليکنې صحيح مفهوم اخيستل يوه ستونزمنه چاره ده ځکه د جملو تر منځ ارتباط ، حکم ، پوښتنه او ... هيڅ نه څرګندېږي بلکي لکه په پټو سترګو چي ليکل شوې وي .
که د تعويذ په غاړه کول ناروا کار وي نو په جيب کي اچول او يا يې پر مټ ګنډل ولي روا کار دی؟.
که يې په غاړه کي ځړول سپکاوی ګڼئ نو پر نامه يې ځړول ، پر مټ يې تړل ، په جيب کي يې ګرځول بيا د کوم لاسوند او دليل له مخې روا بولئ؟.
مفتي صاحب ! تاسو خو اوس فتواوې ورکوئ چي يس شريف په پوښ کي واچوئ او په هر مردار او نا مردار ځای کي يې درسره ساتئ مګر ويلای شئ چي دا خبره د کوم دليل له مخې کوئ ، خلک بايد دا کار په څه هدف وکړي ، که يو څوک يس په پوښ کي وګنډي او له ځان سره يې هر ځای انتقالوي دا به ده ته څه ګټه ولري؟.
هيله لرم هرې پوښتنې ته په مدلل ډول نېغ ځواب وواياست .
[quote:90eab9881c="ع کريم حليمي"]
په قرآن سره سحر باطل کیږي ، فرآن برکت لري چه درسره وي ، دنبي
په عصر لیکلي قرآنونه نه وه چه خلکو له ځان سره ګرځولي وای
[/quote:90eab9881c]
ښاغلی حليمي !
ستاسو د دې کرښو په اړه بايد ووايم چي ما ته په قرآ ن او حديث کي داسي څه نه دي معلوم چي وښيي په قرآن کريم سره سحر باطلېږي ، که تاسو په دې اړه کره لاسوندونه او صحيح دلايل په لاس کي لرئ نو لطفا له موږ سره يې هم شريک کړئ چي تر ارزونې وروسته به يې په اړه پرېکړه کېږي .
تاسو بايد دا هم ثابته کړئ چي قرآن کريم په ليکلې بڼه له ځان سره ګرزول ثواب لري ؟.
مګر هو ! دليل به مو يوازي له قرآ ن او حديث څخه وي له دې پرته د نورو خلکو خبرې او اقوال د منلو نه دي .
ستاسو دا خبره هم په بشپړ ډول غلطه ده چي د صحابه کرامو رضی الله عنهم په وخت کي ليکلي قرآنونه نه وو بلکي کولای شو چي په صحيحو لاسوندونو دې خبرو ته رښتنې بڼه ورکړو چي قرآن له لويه سره ليکل کېدی مګر هو ! د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په وخت کي ټول قرآن پر يوه ځای نه وو ليکل شوی چي دا ستر کار وروسته د ابو بکر صديق رضی الله عنه د خلافت په دوران کي ترسره شو.
[quote:90eab9881c="ع کريم حليمي"]
صحیح مسلم چاپ دارالکتاب العربي - کتاب الطب - باب لا بأس بالرقي
صفحه ۹۳۱
كُنَّا نَرْقِي فِي الْجَاهِلِيَّةِ فَقُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ كَيْفَ تَرَى فِي ذَلِكَ فَقَالَ اعْرِضُوا عَلَيَّ رُقَاكُمْ لَا بَأْسَ بِالرُّقَى مَا لَمْ يَكُنْ فِيهِ شِرْكٌ

په هرهغو جملو چه دم کوې چه لــــــــــــــــــــم یکن فیه شرک ، هغه پر کاغذ ولیکه او د فلسیبو په خاطر ئې ورکه چه په جېب کښی ور سره وي‌ ، دعلم طب په اجازه ،‌ که په علم طب او که علم دین سره اجازه وه هغه روادي ، که څه هم د میتیازو چښل وي
[/quote:90eab9881c]
هيڅ د سالم عقل څښتن به ستاسو دا دليل درسره ونه مني بلکي د فهم او فکر څښتن انسان به ستاسو پر دې دليل په کټ – کټ وخاندي ځکه له دې حديث څخه تعويذ د يو روا کار په توګه ثابتول له حماقت پرته بل څه نه دي .
زموږ اختلاف پر دې دی چي له ناروغيو د روغتيا ، له مصيبتونو د ځان ساتنې او مشکلاتو د ځان ژغورنې په موخه يو څه په ځان ځړول په اسلام کي نه شته مګر تاسو پر دې ږغېږئ چي ماثورې دعاګانې وليکه ، فلان شی وليکه ، را ويې ځړوه ، فلان شی وليکه ، داسي ويې وګنډه حال دا چي د روان بحث موضوع پر دې راڅرخي چي په خپله همدا فعل چي ته یې خلکو ته د کولو امر کوې په اسلام کي ثابت نه دی ، لومړی بايد دا فعل په صحيحو دليلونو ثابت کړئ تر دې وروسته يې خلکو ته د استعمال طريقې او ... ورښيه .
[quote:90eab9881c="ع کريم حليمي"]
کومه ناروا جمله ته راته په ګوته که ، زه ناروا جملې نه لیکم ، ما خو پنـــــــاه وروړل غندلي وه اوغندم يې , دادي زما د فهم او فراست توهین کړئ ، توهین ناروا عمل دی تاسو که دي زما یوه ناروا جمله راته راوئستله ، دستي پزه په خاورو کوم ،
[/quote:90eab9881c]
ښاغلې ! زه پر دې نه ږغېږم چي ستاسو دا او دا جملې ناروا دي بلکي ما درته ويلي چي په دې بحث کي ستاسو اوسنی موقف ناروا دی او په اسلام کي د داسي نظريې درلودلو ته د جواز هيڅ دليل نه شته له همدې کبله ترې تېر شئ که ټينګار پر کوئ د سالمو دلايلو له مخې خپلې ناروا نظريې يا موقف ته د جواز بڼه ورکړئ نو له دې خبرو په ډاګه کېږي چي يو څوک د يوې ممنوعې نظريې څښتن وي او په ملاتړ يې څه ليکي هغه ټول ناروا ګڼل کېږي له همدې کبله د تعويذ په ننګه ستاسو ټولي ليکنې ناروا څه چي په اسلام کي د يوه حرام شوي د حلالولو جسارت کوئ .

[quote:90eab9881c="ع کريم حليمي"]
اقتباس:
ايا پورتني علوم چي تاسو ياد کړي د قرآ ن او سنت په پوهه کي اړين دي ؟

هــــــــــــــــــــو !! علوم الحياة هم بلل کیږي ، فرعي علوم ئــــــــــــــې دي ،
داسي خورکي مواد نن جوړیږي چه کیمیا دي نه وي زده د حلال او حرام
حال ئې نه درمعلومیږي ، داسي رنګونه جوړېږي چه ږیره په رنګ کړي
ږیره په مرداریږي ، تــــخـــــمر باید په وپېژنې ، دصحت د ساتلو علوم دي ، د ځان ساته هم فرض ده داسي وخت راتلونکئ دئ چه له داسي مشکلي کیمیاوي معظلې سره به خلګ مخ وي استنتاج به غواړي ، زماخبري به ئې په سرکښي‌ ورګرځي‌ ،‌ چه ریشتیا ئې راته ویل
[/quote:90eab9881c]
دا چي نجوم ، کېميا ، فزيک او ... د قرآ ن او سنت د لازمې پوهي لپاره ضروري ګنل کېږي که يا ؟ نو په دې اړه اوس هم دا نظر لرم چي د قرآن او سنت د لازمې پوهي په اړه د دې علوم زده کړه ضروري نه ده بلکي دا زائد علوم دي چي زده کړه يې له سړي او عالم شخص سره په بېلابېلو فنونو کي مرسته کولای شي ، زده کړه يې ضروري نه ګڼم مګر له ارزښت ، قدر او اهميت څخه يې هم هيڅوک سترګې نه شي پټولای خو په دې اند يم چي په ټولنه کي بايد داسي څېرې ولرو چي په ديني علومو کي مهارت ولري يعني د يوې داسي ټولنې څښتنان شو چي دين پوهان او دنيا پوهان مو پر يوه ټغر ناست وي او هر يو د يوه بل درناوی کوي ، دين پوه مو په دنيا پوه وي او دنيا پوه مو په دين پوه وي .
که يو عالم شخص فزيک ، کېميا او نور علوم زده کوي نو دا ګټور او خورا د اهميت وړ ګام دی ، زه يې په هيڅ صورت کي مخالفت نه کوم او نه دا وایم چي دا علوم په دې لار کي خنډ دي بلکي په دې اند يم چي هرومرو به ګټه لري خو دا دي هم له ويلو پاتي نه شي چي د قرآن او سنت د لازمي پوهې لپاره د دې علوم زده کړه په هيڅ صورت کي هم نه ده ضروري .
[quote:90eab9881c="ع کريم حليمي"]
زه دا هم درته وایم چه !
نن عصر نوي فقهي ته ضرورت لري ، تاسو یو څه داسي فقه لوستې چه نن
ئې زمانه نېستي ده ، نن د Therapy ، عصر دي
[/quote:90eab9881c]
له دې نظر سره مو تر ډېره حده موافقت کوم .
[quote:90eab9881c="ع کريم حليمي"]
هر هغه څوک چه : پناه نه وړي (تعویذ) و قرآن ته ،داخلک د کفر په درشل کښي ولاړ دي ، ولي قرآن مخلق ندي
ونزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة للمؤمنين ولا يزيد الظالمين إلا خسارا
[/quote:90eab9881c]
دا جملې مو وضاحت غواړي ، هغه هدف چي تاسو غواړئ په پورتنيو ټکو کي يې بيان کړئ په واضحو کرښو يې تشرېح کړئ !.


وصيل پېروز
20.10.2011

[quote:a68cbdd9c0="وزيري"]
پیروز صیب، تاسو چی کوم حدیث راوړی وه یعنی (ان الرقی والتمائم والتولة شرک) نو دا الرقی یی اولنی ټکی وه او دیته تاسی شرک ویلی وه کوم چی زما له تشریح نه بعد په ثبوت ورسیده چی هغه الرقی په کوم کی چی شرکی الفاظ وی شرک ده نه ټول. یعنی ښه او بد لری.
نو په دی حدیث کی دوهم شی تمائم، دریم توله دی کوم چی د الرقی په لاره ور روان دی. یعنی که په کی شرکیه الفاظ وی نو شرک او که په کی شرکیه الفاظ نه وی نو لکه الرقی بیا شرک نه ده.

زه خو لکه الرقی چی ښه او بد ولرل همداسی دی نورو دواړو ته هم ګورمه، تاسی مهربانی وکړی هغه تمائم په کوم کی چی شرکی الفاظ نه وی حرام ثابت کړی بیا به سره ګورو.

والسلام
[/quote:a68cbdd9c0]
ښاغلی وزيري صاحب !
پورتنی حديث په مطلق ډول موږ ته دا راښيي چي دم ، تعويذ او د مينې تعويذونه حرام ، ناروا او شرک دي مګر بل پلو بيرته داسي احاديث راغلي چي دم ته جواز ورکوي تر منځ يې هيڅ تضاد او ټکر نه شته د صحيح مسلم په حديث کي راځي چي هغه دمونه ناروا او شرک دي په کوم کي چي شرکي الفاظ وي ، له همدې کبله په دې حديث کي د راغلو شيانو له کتاره دم وباسو او پر دوه ډوله يې وېشو :
( ۱ ) روا دم
( ۲ ) ناروا دم
په دې اړه وړاندي ښه توضيحات تېر شول او جوته شوه چي کوم -کوم دمونه روا او کوم – کوم ناروا دي اوس د نورو پاتي نمبر راځي مګر وړاندي تر دې چي هغې موضوع ته سر ورښکاره کړو لومړی به پر همدې تعويذ د يو څو شېبو لپاره تم شو.
وزيري صاحب ! د پورتني حديث په څېر نور زيات شمېر احاديث موندل کېدای شي چي دې شيانو ته يې شرک ويلي دي اوس پوښتنه داده چي دم ولي روا شو؟.
ځواب يې دادی چي په دې اړه يو بل حديث وضاحت کوی او له دې کتاره يې دم په يو څو څرګندو لاملونو مستثنی وګرزاوی له همدې کبله شرعي دم يو روا عمل دی .
که اوس موږ تعويذ يو شرعي علاج بولو ورسره په څنګ کي تولې ( تولة ) ته هم په همدې سترګه ګورو نو تاسو څه فکر کوئ د دې استثنا د ثبوت لپاره يو دليل ضروري نه دی؟.
څو وښيي چي تعويذ په دې شرائطو يو روا عمل دی مطلق تعويذ ناروا نه دی بلکي تعويذ هم د دم په څېر پر دوو برخو وېشلای شو؟.
مګر په قرآ ن او حديث کي د دې پوښتنې ځواب نه شته ځکه تعويذ او توله يوه غير شرعي کړنه ده او نه شو کولای په قرآن او حديث کي دې کړنې ته د جواز لاسوند تر لاسه کړو ، که تاسو په دې اړه دلايل لرئ نو لطفا له موږ سره يې هم شريک کړئ چي تر ارزونې وروسته به ورباندي فيصله کېږي .
همدا راز بايد زياته کړم چي په اصول الفقه کي قاعده داده چي که په نص کي پر له پسې څو شيان حرام يا ناروا ګرزول شوي وي نو د مستثنی لپاره يې دليل ته ضرورت شته ، که همدا قاعده دلته تطبيق کړو نو کولای شو چي دم ترې مستثنا کړو مګر د تعويذ او تولې د استثناء لپاره هيڅ شرعي لاسوند نه لرو. له همدې کبله بيرته پخوانۍ خبرې ته ګرزو چي دم په شرعي توګه روا دی خو تعويذ او توله دوه هغه شيان دي چي له نبي کريم صلی الله عليه وسلم ، صحابه کرامو رضی الله عنهم او نورو څخه هيڅ ثبوت نه لري او يو داسي عمل دی چي د رواوالي په موخه يې په قرآ ن او حديث کي هيڅ دليل نه شي موندل کېدای .
د مستثنا د مسئلې د څرنګوالي په خاطر بايد يو څو بېلګو ته ځير شو :
الله جل جلاله په خپل مرګ مړه شوي حيوانات حرام بولي مګر رسول الله صلی الله عليه وسلم مړه ماهيان حلال بولي .
دا پورتنۍ بېلګه د دم او تعويذ پېچلې ستونزه په ښه توګه هوارولای شي ، الله جل جلاله په قرآن کي هر مړ شوی شی حرام وګاڼه له همدې کبله حرام دي مګر که په نصوصو کي لټه وشي داسي صحيح لاسوند تر لاسه کولای شو چي مړ ماهی حلال بولي .
که په ظاهره دې ټکي ته ځير شو نو دا دواړه نصوص د يو بل مخالف ښکاري مګر حقيقت داسي نه دی بلکي له پورتنۍ الهي لارښوونې مړه ماهيان مستثنا وبلل شول ځکه يې نو حلال بللای شو ، اوس که دا لاسوند يا دا دليل نه وای نه مو شوای کولای چي په خپل مرګ مړ شوی ماهی حلال وبولو.
همدا ستونزه دلته روانه ده د پورتني حديث له درو شيانو دم موږ په يوه بل دليل مستثنا ګرزوو او پر دوو ډولونو يې وېشو دا ځکه موږ د دې کار لپاره په شريعت کي دليل لرو ، اوس که يو څوک تعويذ ته هم د دم په سترګه ګوري نو بايد دې ته ځانګړی دليل راوړي ، د دم د حکم له وجې هيڅکله تعويذ نه حلالېږي ځکه که همدا قاعده په پورتني ايت او حديث کي عملي کړو نو هوښيار انسان یې د پايلو او نتايجو څرک لګولای شي؟.
له دې دا هم په ډاګه شوه چي دا نظريه څومره له شرعي نظره غلطه ده چي تعويذ او توله د دم په څېر ګڼي او د دم په استثنا تعويذ او تولې ته هم د جواز سند ورکوي . !!!
د تعويذ او رقی په اړه زيات شمېر صحيح احاديث شته چي په راتلونکي به يې سره شريک کړو ، د اوس لپاره همدومره ...



ع کريم حليمي
21.10.2011

السلام علیکم و رحمة الله
محترم م وصيل پېروز صاحب !!

[quote:ac2d047dfe]پلسيبو تعويذ څه ته وايي او تر تعريف وروسته يې د جواز دلايل هم ذکر کړئ!.
تعويذ په صحيح سند د شريعت له دوو اصولو قرآ ن او سنت څخه ثابت کړئ!. [/quote:ac2d047dfe]
ښه (!) پلسیبو نه پېژنې !؟ داخو بدي‌ په اوله ورځ پښتلای چه : پلسیبو څشي ده ؟، او دا بل ناشولټه امر هم کوېٖٖٖٖٖ چه (د شريعت له دوو اصولو قرآ ن او سنت څخه ثابت کړئ)

د تعویذ او شریعت يې سره څه ؟ خیر دی !‌ته خو یې په جواب بیله هغه هم نه پوهېږېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ ، جواب ئې زه درته لیکم ، بیغمه اوسه
ګوره ! چه په جواب مي‌احساساتی نه سې ، تعویذ د شریعت سره هیڅ تعلق
نه لري !! تعویذ يو therapy ده او بس ، زه مثال درته راوړم ، ته یو ډاکترملګري لرې ، په معاینه خانه کښي ور سره ناست يې ،
ډاکتر ته یو مریض راځي ، او ډاکتر ولاړیږي مریض معاینه کوي پسله معاینې ولاړېږي ، د بورېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ شل کیاپسلونو په لاس ورکوي ، مریض په ډېره خوشحالي د ډاکتر له معاینه خانې نه رهي کیږي ، او ستاسو ملګري (ډاکتر)
تاسو ته مخ در اړوي ، وصيل پېروز صاحب ! دغه ځوان ته مي پلسیبو ګولۍ
ور وفرمایلې ، د ملګري دي خبره ور قطعه کړه او پوښتنه دي ورڅخه وکړه
په پلسیبو څرنګه دوا ده ، ملګر دي درته وايي‌ چه دا دوا نه ده ، تاسو ورته
وایاست ، غاړي دي بندي شولې ، او لکه یو وهابي ملا ورته و چمېدلې
چه دا دي له شرعي شریفي مخالف کار وکړلۍ ، دادي مریض ته درواغ وویل پیسه درته حرامه ده ، نفقه دي حرامه کړه تاچه هر څه وهابي توب ورته وکړۍ ، په آخر کښي ملګري دي درته وویل چه : ملا جانه !
دغه ترپی ده ،دده له پاره ، او زما د تجربې له رویه دغه ، نه دوا د ده علاج کوي ، او ملا ګله ! فکر نه کوم چه:پلسیبو به تاته دروښیم ، ولي چه :
د طب پر علم سربیره رواني علم ته هم ضرورت لري ، تر دغه دمخه رواني
پوهه پېداکوې ، د دماغ : عقل ، فکر ، ادراک ، په باب به زدکړي کوېٖٖٖٖٖ

نتیجه : مسلکي طبیب حق دي چه څنګه آو څرنګه چه يې لازم وبلل هغسي تداوي کړي ، ّهو !!!! مسلمان ډاکتر اخلاق دا اجازه نه لري ، چه مسلمان مریض ته داسي دوا ورکړي ، چه په ترکیب کښي ئې خمر ، د خنځیر چربو وي‌ .

او دوهم استنتاج : دبورېٖٖٖٖٖٖ په ګولیو او تعویذ د خلګو علاجونه کیږي ،
هو ! په تعویذ کښي به مجهول الفاظ ، او شرکي الفاظ نه لیکل کیږي

قرآني تعویذ او په نام تعویذ : دقیقي نده رامعلوم چه تعویذ ،دم او چف به
څومره اوږد تاریخ لري ، دا را معلومه ده ملیون کاله مخ کښی هم انسانانو
د تداوي کوله اسناد سته چه : خالونه ئې وهل د لاس او پښو پر بندونو
یعني د درد علاج او تداوي ئې وه ، او سحر هم هوږد تاریخ لري چه : د سلېمان پاچا په عصر کښی سحر کېدلی ، او د افریکا په دښتونو او ځنګلونو کښي خلک او سېږي ، اسماني ادیانو ته منسوب هم ندي اما تعویذونه ، دَمېدل ، په سترګو کښي تف ، او داسي او هاسي .....

او چه راسو د سردار عالم عصر ته نو ، د سردار عالم په عصر کښي هم په دم او چف او دعا ، تعویذ يې تداوۍ کولې
ماران ئې دم کول لړمان اوده کول ، یهودانو د مار اودې در لودلې د مارانو
چچل شوي يې اوده کول ، او اصحابو کرامو په سورة الفاتحه دمونه کول
او د لړم چیچلي يې هم په سورة الفاتحة دمول

تعویذ خو عبادت ندی ، نه چاویلی چه دومره دثواب کار دي ، یو روحي تداوي ده ، زه پر کاغذ باندي لیکم چه : بسم تعالی ، لا اله الا انت سبحانك انى كنت من الظالمين . او احمد ته ئې ورکوم او ورته وایم چه په چرم کښی ئې پوښ که ، او لاس هم ورته پورته کوم دعا ورته کوم ، او داهم ورته وایم چه: لا اله الا انت سبحانك انى كنت من الظالمين ، ذِِکر هم کوه .‌
احمد ته روحي ارامي راځي‌ ، که یو تقوا داره انسان ته څوک راسي چه :
ماته د دمْلٰا د درد لپاره تعویذ راکه ، لمړي خو دغه تقوا داره
سړي ته لازمه ده چه د طبي تداوۍ توصیه ورته وکړي‌ ، او تعویذ هم ورکړي
او نصیحت هم ورته وکړي چه: خوابدئ مه کوه ، ګروم مه کوه ، تعویذ او
نصیحت چه سره یوځای شي ، د مریضۍ علاج کوي ، د ملا درد یا درد قمر اکثر داسي هم وي چه د depression علامه ده ، ترفۍ ته اشد ضرورت لري ، depression اصلا دوا نه نلري !! ډکتران و داسي مریضانو ته غښتلی او اشد مخدرات ورکوي ، او مخدرات يې دعلاج لاره نده
دتعویذ ترفۍ که ګټه نه درلودلل ، نو تاوان او خساره هم نه لري

د دېٖٖٖٖٖ خبرو څخه دا نتیجې ته رسیږو چه : نه دوا علاج کوي ! ، نه تعویذ !
چه نه کوي حبیب څه به وکړي خوار طبیب
علاج د رب په لاس کښي‌دۍ ، دوا استعمالوه ، دعا کوه ، ځان باندي دم او چف کوه . پر دغه ټولو خبرو سربیره د خدای څخه چا قول و وعده نده اخستې ، څرنګه وعده ؟ د علاج کولو !
ته فکر کوېٖٖٖٖٖٖ چه د عیسوي او یهودي او ملحد او هندو دعا خواست نه قبلیږي ؟؟ یوازي‌ د مسلمان خواستونه قبلېږي ؟؟؟
هیڅ بنده ته دا معلومات نشته په استثنا د انبیا، چه د فلا دعا قبوله ده، فلان کافر دی دعا يې نه قبلېږي ، ته د خپل عبادت په قبلېدولو خبريي ؟؟؟؟ نه ! نه ئې خبر
موږ عقیده داده چه : علاج په سبب دي ،‌ داسبب ممکن دعا وي ، خیرات ، دوا ، ترفۍ ، تعویذ وي ، هو !! شرعا مسلمان ته اجازه نسته ، شرکي
جملې په تعویذ کښي ولیکي ، که ئې ولیکلې ، مرتکب په شرک شو !

[quote:ac2d047dfe] مفتي صاحب ! تاسو خو اوس فتواوې ورکوئ چي يس شريف په پوښ کي واچوئ او په هر مردار او نا مردار ځای کي يې درسره ساتئ مګر ويلای شئ چي دا خبره د کوم دليل له مخې کوئ ، خلک بايد دا کار په څه هدف وکړي ، که يو څوک يس په پوښ کي وګنډي او له ځان سره يې هر ځای انتقالوي دا به ده ته څه ګټه ولري؟.
هيله لرم هرې پوښتنې ته په مدلل ډول نېغ ځواب وواياست [/quote:ac2d047dfe]

رب د استعارېٖٖٖٖٖٖٖ په ډول فرمايي چه : د الله رسۍ ونیسۍ ، دا خو یو جامع
کلام دئ !!! چه جسما مي هر وخت په جېب کښي وي ، نو بدعت کوم ؟؟
نېغ جواب راکه !!
دچرم د پوش پوښتنه دي هم کړېده !! دا نو پوښتنه ده (!)
هغه ستاسو ملایانو خبره قیاس مي کړي ،
زما په سر کښي قرآن سته ، او تشناب ته د ورځی دوه واري ننوځم ،
ستا په کلَّه کښی هم قران سته (!؟)‌ او د حاجت له پاره بیت الخلا ته ځې !
بې ادبي نه ده ؟؟؟ نه ، نده بې ادبي ، دا ولي‌‌؟ سبب يې دا دۍ چه ستا ټول بدن په چمړه پوښ دي ، نو چه: دا عظیم الشأن کتاب په چمړه کښي پوښ کړه شي ، په مثل ستا د کلې شو ، د ځان سره ګرځول يې کومه ستنزه نه لري‌ ، ولي چه ته هره ورځ د خپل سر سره بیت الخلا ته ځې حتا !!!‌
که څوک ناولۍ وې ، په چرم کښی پوښ کتاب مسح کېدل هم ستنزه نده !

[quote:ac2d047dfe] ستاسو د دې کرښو په اړه بايد ووايم چي ما ته په قرآ ن او حديث کي داسي څه نه دي معلوم چي وښيي په قرآن کريم سره سحر باطلېږي [/quote:ac2d047dfe]
ښه دومره ساده پوښتنه هم د کړو ده !؟
له علماوو نه مي اورېدلي چه په سردار عالم سحر شوی ؤ !
دا علما کرامو ویل چه : مبارک به دوه سورتونه ویل ، پر لاس مبارک به چف کړه آو لاسونه مبارکان به ئې پر ځا تیر کړه . د سورتونو نومونه به در پېداکړم که ضرور وي ، خامخا يې در پېداکړم !!!!؟؟؟؟
[quote:ac2d047dfe] ستاسو دا خبره هم په بشپړ ډول غلطه ده چي د صحابه کرامو رضی الله عنهم په وخت کي ليکلي قرآنونه نه وو بلکي کولای شو چي په صحيحو لاسوندونو دې خبرو ته رښتنې بڼه ورکړو چي قرآن له لويه سره ليکل کېدی مګر هو ! د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په وخت کي ټول قرآن پر يوه ځای نه وو ليکل شوی چي دا ستر کار وروسته د ابو بکر صديق رضی الله عنه د خلافت په دوران کي ترسره شو. [/quote:ac2d047dfe]
زه فکر کوم ته کم سنه هلک يي!!! دا زما ګمان دۍ ، پوهېږم چه ګمان درواغ وي

دهغوی نسخې : د چا هغې کاغذي نخسه وه ، د چا هغې څرمن وه ، او د چا هغې هډوکئ ؤ‌ ، او د چا هغې د اوښ څرمن ، د اصحابو اقتصاد دومره نه ؤ قوي چه فاسفورس کاغذ دي ترلاسه کړي ، چا لس ایاتونه ساتلي او چا شل په دغه پوښتنه دي د اصحابو کرامو هوښیاري ، ادراک ، تر سوال لاندی راوستلی !
[quote:ac2d047dfe] هيڅ د سالم عقل څښتن به ستاسو دا دليل درسره ونه مني بلکي د فهم او فکر څښتن انسان به ستاسو پر دې دليل په کټ – کټ وخاندي ځکه له دې حديث څخه تعويذ د يو روا کار په توګه ثابتول له حماقت پرته بل څه نه دي . [/quote:ac2d047dfe]
که دي هدف زه یم ، دا د احمق خبری په ما پوري نه مښلي !!، وپوهېدلې ؟؟ جمله دوه تأویله لري ، چه په بده ترجمه پسې ولاړ نشې

ته خو لکه هغه د پاکستان تبلغیان :) ، چه ټوله خبری يې شاته غورځولي ، ۲۴ ساعته دغه یوه زمزمه او غزل پورته کړېوي : قال شیخ نواقض الاسلام العشرة

داسوال ته جواب نه لیکم

[quote:ac2d047dfe] دا جملې مو وضاحت غواړي ، هغه هدف چي تاسو غواړئ په پورتنيو ټکو کي يې بيان کړئ په واضحو کرښو يې تشرېح کړئ !.[/quote:ac2d047dfe]
قرآن د شفاء کتاب دي زه به هر وخت پناه وړم د الله کتاب ته ، قرآن زما د تداوۍ تعویذ دی او وي به (ما أنزل الله داء إلا أنزل له شفاء وفي.....) ، که ته وائې چه : نه داسي نده
نو سند راوړه ، که سند ښکاره نه کړې ، نو وایم له هر چا نه دي دا علم زده کړئ ، هغه ښویدلئ دئ!! ، که تاسو صحیح سند راوړلۍ بیا زه خپلي خبري اخلم
[quote:ac2d047dfe] دا چي نجوم ، کېميا ، فزيک او ... د قرآ ن او سنت د لازمې پوهي لپاره ضروري ګنل کېږي که يا ؟ نو په دې اړه اوس هم دا نظر لرم چي د قرآن او سنت د لازمې پوهي په اړه د دې علوم زده کړه ضروري نه ده بلکي دا زائد علوم دي چي زده کړه يې له سړي او عالم شخص سره په بېلابېلو فنونو کي مرسته کولای شي ، زده کړه يې ضروري نه ګڼم مګر له ارزښت ، قدر او اهميت څخه يې هم هيڅوک سترګې نه شي پټولای خو په دې اند يم چي په ټولنه کي بايد داسي څېرې ولرو چي په ديني علومو کي مهارت ولري يعني د يوې داسي ټولنې څښتنان شو چي دين پوهان او دنيا پوهان مو پر يوه ټغر ناست وي او هر يو د يوه بل درناوی کوي ، دين پوه مو په دنيا پوه وي او دنيا پوه مو په دين پوه وي .
که يو عالم شخص فزيک ، کېميا او نور علوم زده کوي نو دا ګټور او خورا د اهميت وړ ګام دی ، زه يې په هيڅ صورت کي مخالفت نه کوم او نه دا وایم چي دا علوم په دې لار کي خنډ دي بلکي په دې اند يم چي هرومرو به ګټه لري خو دا دي هم له ويلو پاتي نه شي چي د قرآن او سنت د لازمي پوهې لپاره د دې علوم زده کړه په هيڅ صورت کي هم نه ده ضروري .[/quote:ac2d047dfe]
چه د نجوم او کیمیا ، جغرافیی ، ......... علوم ، د یوه دیني عالم نوي زده
، نو د خمرو پېږندنه به څرنګه وګړي
د ناروې او اوسلو خلکو ته به د پنځه وخته لمونځو وختونه به څرنګه تقسیم کړي‌ ؟؟؟ د روژېٖٖٖٖٖٖٖٖ حکم به څرنګه کوي ، ؟؟؟؟؟‌
پر یوه ټغر به درسره کښېني ، صحیح مشوره نه درکوي ، ته څه پوهېږې !
چه دغه د طبعي علومو پوه تقوا لري او که یا ، تاته پخبله لازمه ده چه: تر یو حده دي طبعي علوم زده کړي ،‌ پر یوه ټغر مغر ناسته سودمنده نه ده
چه پخپله دي هم زده وي ، نو بیا مشاور مفید ، او د یوه ټغر ناسته فایده لري .
[quote:ac2d047dfe] که د تعويذ په غاړه کول ناروا کار وي نو په جيب کي اچول او يا يې پر مټ ګنډل ولي روا کار دی؟[/quote:ac2d047dfe]
په مسند أحمد کښي راغلي چه :‌ من علق تميمة فقد أشرك
د دغه حدیث په سبب علق نه خوښوم ، ولي چه فعل ته قید ور لوېدلی
[quote:ac2d047dfe]ستاسو د دې کرښو په اړه بايد ووايم چي ما ته په قرآ ن او حديث کي داسي څه نه دي معلوم چي وښيي په قرآن کريم سره سحر باطلېږي ، که تاسو په دې اړه کره لاسوندونه او صحيح دلايل په لاس کي لرئ نو لطفا له موږ سره يې هم شريک کړئ چي تر ارزونې وروسته به يې په اړه پرېکړه کېږي . [/quote:ac2d047dfe]
په پورته عبارت سره ستاسو ایمان تر پوښتني لاندي کوي‌
ایا!! ته د قران له برکت څخه ناخبره ئې او که له منکرون له جملې څخه يي !!!! دغه ایه مبارکه ، ولوله
[color=blue:ac2d047dfe]وَ هَذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَهُ أَ فَأَنتُمْ لَهُ مُنكِرُونَ[/color:ac2d047dfe]
چه مبارك معنی څه ، او کومي پایدې پر بنا دي ؟؟؟ چه په قرآن سره سحر
باطل نه شي ، نو هغه به کوم کتاب وي چه سحر باطل کړي ؟؟؟؟
لنډ او ګنډ او د حماقت جواب نه غواړم ، صحیح او متمسک په اصول به وي
په یو مجلس کښي ناست وم ، ددو نفرو تر منځ بحث شروع وو چه : وهابیان له کرامت او برکت نه منکر دي ، زه حیران دېته وم چه د وهابی نوم اورم او لیدلي مي ندي ، او دامي هم زړه ته نه تېرېدل چه : مسلمان او له کرامت او برکت نه منکره ،‌ دا د لمړئ ځل لپاره مسندواره راته ثابته شوه
چه هو ! سته داسي مسلمانان ، چه د کرامت او برکت نه منکر دي‌
ګای وايي چه سحر نشي په باطل کېدلئ ، ګای وايي چه ًقران په جېب کښي له ځان سره څه پایده لري‌ ! اما هر کله چه په بحث کښي په کنجک کښی
ودریږي او مخ ئې یوه طرف ته نشي څرخولئ ، نو بیا جغي او بغاري وهي
چه نه ! موږ له برکت او کرامت نه ، نه یؤ منکر ، او داسي هاسي ،فلا او
چون و چرا ............ او the whole nine yards


۰
22.10.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ډیر ټینګ عزم مي کړي وو چي بیا به په ښکنځل افغان کي لیکلني نه کوم خو د حلیمي صیب دي بي ترتیبه خبرو اړویستم ترڅو یو څو کرښي ولیکم.

اول خو دا وایم چي دابحث که چیرته ددي لپاره وي چي میدان به څوک وړي نو بیا خو پدي نه ارزي چي مونږ لوستونکي دي دومره لوي او پلني لیکني ولولو او خپل قیمتي وخت دي پري ضایع کړو اګر چي تاسو ورباندي به خپله ساتیري کړي وي .

او که چیرته دا بحث ددي لپاره وي چي مسله واضحه شي او لوستونکي دي ورځني فایده واخلي نوبیا خو خبري مروړلي او ژولي مه کوئ صفا صفا خبري وکړئ ترڅو لوستونکي پري زر پوه شي او سريي پری خلاص شي تاسو خو له خلکو لاره بیخي ورکه کړه سرمو پري وروګرځاوه د صفا مسلي نه مو هسي یوناني فلسفه او منطق جوړ کړ چي یو پیچیده او مغلق کلام شو هڅ څوک پري نه پوهیږي چي تاسو څه واي.
خیر د وصیل پیروزصیب خبري خو خلاصه او منظمي دي خو د حلیمي صیب خبرو مي سر راوګرځاوه او فکر کوم چي حلیم صیب ملا نه خو یو چالاکه امي دي.
زه به ګرانو او محترمو لوستونکو ته یو ځل بیا په لنډو او خلاصه عبارت د تمیمه او رقي تعریف ،اداب او حکم بیان کړم ترڅو د لوستونکو سر پري خلاص شي.

په اسلام کي دناروغیو علاج:
ګرانو لوستونکو په اسلام کي علاج په دوه طریقو سره دی;
یو يي طبي علاج چي هغه د یو څه شي په خوړلو لکه په پخواني طب او یا طب نبوي کي عسل[شهد] حبةالسودا[سیادانه، کلونجي] ،اوبه اونور د ډیرو ناروغیو علاج دی خو داستعمال طرز وطریقه يي بیا یو له بله سره د ناروغیو د بیلوالو او کمیت له لحاظه توپیر لري چي حکیمان او طبیبان پري پوهیږي.
بل يي هغه علاج چي د یو کار په کولو سره انجامیږي لکه ښکر لګول[وینه ویستل] چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم به په ځینو ناروغیو کي خپله وینه دښکرلګولو په ذریعه ویستله دا هم د پخوانۍ زماني یو علاج وو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم منع نه بلکي عمل پري وکړ .
خو ځیني يي بیا داسي علاجونه هم وو چي د پخوانۍ زماني طبي علاج وو خو نبی کریم صلی الله علیه وسلم منع کړ لکه داغونه [په اورباندي یو ځاي داغل] .او داسي نور.

بل ډول يي روحاني علاج دی چي بیا دا هم په دوه ډوله دی :
یو يي هغه چي روا او مسنون دی لکه: د قرآنکریم هغه ایتونه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ځینو ناروغانو باندي ویلي وي په ناروغ ځاي يي ورته لاس ایښی او دا ایتونه يي ویلي وي لکه ایة الکرسي.سورة الفلق،سورة الناس وغیره.
او بل هغه ماثوري دعا ګاني چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ویلي وي لکه اذهب البأس رب الناس اشف انت شافي لاشفاء الا شفائک شفاءا لایغادر سقما.
اویا بسم الله ارقیک من کل شئ يؤذیک من شر کل نفس او عین الله یشفیک بسم الله ارقیک.
او یا دا
اعوذ بکلیمات الله التآمة من کل شیطان وهآمة ومن کل عین لآمة،
اعوذ بکلمات الله التآمآت من شر ماخلق.
اوداسي نوري بي شمیره مأثوري [دنبي کریم صلی الله علیه وسلم نه منقولي] دعاګاني شته چي دلته پر دي لیکل شوو اختصار کو اوکه ضرورت شو نو وبه يي لیکو نو دا یو روحاني علاج دی د حلیمي صیب په آند فلسیبو نده بلکي یقیني اسلامي علاج دی هڅ شک وشبه پکي نشته خو اختلاف يي په طریقه کي دی او طریقه يي همدا ده چي په ناروغ ځآي به لاس کیدي او دا دعا به وواي.
اوس که همدا مأثوري دعا ګاني په کوم شي کي ولیکل شي او بیا په مټ،پښه ،غاړه ،نوم، یا دکان وغیره راوځړولی شي نو ممنوع دی او نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورنه منع راوړي او ویلي يي دي چي چاچي کوم شی [اګر که مأثوري دعاګاني.قرآني ایتونه او یا بل شی وي] راو ځړاوه نو هماغه ته سپارلی شي او الله يي نه روغوي او بل حدیث کي راځي چی شرک يي وکړ ځکه چي طریقه يي دا نده .
نوټ:
په دین اسلام کي هرنیک عمل کي دوه کارونه ضروري دي که یو پکي نه وي نو بیا مردود او ناروا دی.
یو اخلاص: اخلاص نه مراد نیت دی چي نیت به دي خاص دالله جل جلاله رضا او دالله جل جلاله عبادت وي او دعا پخپله عبادت دی.
بل طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نو که هرعمل که هغه لمونځ وي که جهاد وی که نورفرایض یا سنن وي اوکه د ناروغانو دمول وي نو دعاګاني به ټولي خاص دالله نه وي او دوهم دا چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په طریقه به وي.
اوس که بیخي د یوسړي نیت خاص دالله د خوشحالو ولو لپاره وي خو چي په طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وي نو همدي ته بدعت واي چي مردود دی او که په طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم برابر وي خو چي خاص الله لپاره نه وي نو بیا همدي ته شرک واي.
اوس خلاصه دکلام:
هرهغه شی[که هغه کي دقرآن ایتونه هم لیکل شوی وي] په غاړه د ناروغۍ دجوړولو لپاره راوځړولی شی دا نارواده ،بدعت دی او دي نه منع راغلي.
اوکه په ناروغ وویل شي نو بیا روا ده علاج دی او حتی عبادت هم دی.
هره هغه دعا چي د قرآنکریم ایتونه نه وي. دنبي کریم صلی الله علیه وسلم نه رانقل شوي دعاګاني نه وي ،په عربي ژبه نه وي دا ناروا دی ناروا دی ناروا دی او که د حلیمي صیب د فلسیبو په په تجویز پکي شرکي کلمیات وي نوبیا شرک د ی شرک دی شرک دی.
بس دا د خبري خلاصه شوه نور پري سر مه خوږوئ او همدلته يي نور بس کړئ تاسو خو به خپله بړاي بیانوئ خو له لوستونکو نه مو لاره ورکه کړه الله دي تاسو ته سمه لاره دروښاي .
او که هرڅوک زما د خبرو سره اختلاف لري نو په سړه سینه دي راسره بحث وکړي زه ان شاءالله دخپلو لیکل شوو خبرو پوره دفاع کولاي شم خو په شرط ددي چي بحث به داسي مؤدب وي لکه مؤمن مهاجرصیب یا نوروزخان صیب يي چي کوي نه داسی چي یو سړی دي ماته احمق یا جاهل او یا بل ډول ښکنځلي وکړي ځکه پدي خو مي دا فورم پریښي هم وو چي بحث پیل شي او اخرکي ښکنځلو ته واوړي نو که ښکنځلي پکي وي نو زه ورسره بحث نه کوم اوکه د مؤمن مهاجر صیب او نوروزخان صیب په شان مؤدب بحث کوي زه ورته حاضر یم دخپلي لیکل شوو خبرو په دفاع کي مدلل او مؤدب بحث وکړم.
والسلام علیکم ورحمةالله
مومندچپرهاری



ع کريم حليمي
22.10.2011

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته

یارانو ، ادبیانو په اراده سره الكذب والظلم مکوئ (پر ټول افغان تېرئ مکوئ !) ټول افغان ته په سلام او احترام داخل شئ آو په درنښت exit وکړئ‌
ټول افغان هیڅ وخت د درنو لیکوالو سره بد چلند ندی کړئ ، او اینده يې له تاریخ نه معلومیږي ، هر هغه شخص چه تاسو ته ښکنځل کړي ، د هغه نوم ور واړه ؤ او په (( ښکنځل فلان ئې نوموه ))
د "ټول افغان" پر نوم تیرئ ، پر ټول افغان تېرئ دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[quote:f740104b8b] ناروغانو دمول وي نو دعاګاني به ټولي خاص دالله نه وي او دوهم دا چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په طریقه به وي.
اوس که بیخي د یوسړي نیت خاص دالله د خوشحالو ولو لپاره وي خو چي په طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وي نو همدي ته بدعت واي چي مردود دی او که په طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم برابر وي خو چي خاص الله لپاره نه وي نو بیا همدي ته شرک واي[/quote:f740104b8b]

مومند چپرهاری صاحب ،
ستاسو لیکنه مي ولوستل ، که دغه اقتباس کړه شوي جملو مو په خپله لیکنه کښي نوای ځاي‌ پر ځای کړي ، نو بیا زما دلیکني په تائد وه

محترمه ! له اقتباس شوي یو نیم . بند او پاراګراف دامطلب او معنٰی اخستل کیږي چه : طبابت عبادت دي نو که کوم طبیب را ولاړ سي او په طبابت کښي نوي امراض وپېژني او په نوي شکل يې تداوي وکړي ،‌
نو تاسو وایاست چه په عبادت کښی يې نوي لیاري راويستلې ، او نوېٖٖٖٖٖٖ تداوۍ بدعت دئ .
همدغه ستاسو مطلب او هدف دي ؟؟ ، او که وي ! ، نو اصلاً تاسو پر نبوي اخلاقو نوېٖٖٖٖٖٖٖ لیاره راویستل . (بدعة )
عبادات او معاملات مو سره چلوول ګړه علماء کرامو عمرونه عمرونه زحمتونه و ګالل چه معاملات او عبادات سره درجه بندي کړه ، تاسو د علماء کرامو
ټول زحمتونه چه ئې ګاللی وه، په اوبو کښي مو ور لاهو کړل

لیکه مروړلي او ژولي کړه ، اما کوښښ کوه چه دلیکني موضوع متعدد تأویلونه ونه لري !!
لطفا موضوع روښانه کړي لوستونکي په شک او تردید، او دودله مه پرېږدئ
په درنښت


۰
22.10.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلی حلیمي صیب له اولی خبري ځکه تیریږم چي دا اړینه موضوع بل لوري ته لاړه نشي.
راځم دي دوهم فراګراف ته فکر کوم تاسو دین او معاملات سره جلا بولئ او دا د غربي تمدن [وحشت] ماده ده.
دین عبارت دی له :
اعتقادات
عبادات
معاملات
موالات والمعدات
مدارات
سیاسیات

پدي پورتني ټول کارونو کي به اول دین ته ګوري چي کوم کار په دین کي روا دی او کوم ناروا !
کوم کار چي د اسلامي شریعت سره په ټکر کي وي هغه مردود دی که د بدعت په درجه کي وي که دترقۍ په نوم وي او که ساینس په نوم ځکه ساینس او ترقي هڅکله داسلام سره په ټکر کي نه راځي خو که تعبیر يي غلط ونشي.
او طبابت هو زه وایم چي طبابت هم که د نبوي لاری سره مخالف وي مردود دی لکه [کوی] داغ کول ;کوم ځاي چي درد کوي هغه ځاي داغل اوس طب دی او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر نبوت دمخه رایج وو نو چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم مبعوث شو دا يي منع کړ ځکه به اور ځوزول دالله عذاب دی نو ځکه منع دی همدا راز یو صحابي واي چي زما سترګي خوږیږي او کله چي يي فلاني یهودی ته ورشم هغه يي رادم کړي نو ښه شي[ستاسو په اند فلسیبو ] نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم همدا فلسیبو بده وګڼله او ورته يي وویل چي دا شیطان دی او ستا سترګي په ګوتو سره چوخوي او کله چي یهودی ته ورشي نو بیا يي نه چوخوی ترڅو ستاعقیده خرابه کړي نو کله چي دي سترګي خوږیدی ښی لاس پري کیده او سورةفاتحه ووایه شه یه شي نو هغه صحابي بیا همدا کار وکړ او سترګي به يي ښي کیدی نو که فلسیبو په اسلام کي روا واي رسول الله صلی الله علیه وسلم نه تري منع کاوه نو دا نبوي اسلامي طب کي داخل کار دی نو ځکه باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه سم وي اوس چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبري امرونهي او طب ستاسو زړه ته نه ولیږي او فلسیبو ده که څه بلا ده تعني یو رواني مریض چي مریض نه وي خو هسي فکر کوی چي زه مریض یم او ډاکټر ورته د هغه د تسکین لپاره او د غولولو لپاره دبوري کاپسول ورکوي دا دم او دعا هم داسي یو کاپسول دی اوبس نو حلیمي صیب دا ستاسو دایمان پوري اړه لري چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مأثورو دعاګانو ، او د الله په کتاب څومره باور لرئ نور نو په قرانکریم او نبوي دعاګانو کي څه کمی او غولونه نشته دا ټول رښتیا دي نو ځکه مونږ ورباندي ټینګار کوو چي باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه دي وي که چیري رښتیا هم فلسیبو واي او یا زمونږ دا باور واي چي دا مأثوري دعا ګاني او د قرانکریم ایتونه څه نشی کولاي [نعوذبالله] او هسي د ناروغ د تسکین لپاره محض تیروتنه ده نو بیامو اختلاف نه درسره کاوه خو ښه به داوي چي دا فلسیبو نه نور تیر شئ ضد مه کوی او د الله دین ته چي قرانکریم او سنة الرسول دی رجوع وکړئ .
الله دي مونږ په خپل دین ثابت او نورته دي هدایت وکړي آمین
مومندچپرهاری



ع کريم حليمي
22.10.2011

السلام علیکم
ښاغلی مومند چیرهاری صیب ،‌
[quote:d1b061902e]فکر کوم تاسو دین او معاملات سره جلا بولئ او دا د غربي تمدن [وحشت] ماده ده.
دین عبارت دی له :
اعتقادات
عبادات
معاملات
موالات والمعدات
مدارات
سیاسیات [/quote:d1b061902e]

زما په لمړۍ جوابیه لیکه کښي له تاسو نه غوښتنه کړېوه چه : موضوع داسي مه لیکۍ چه متعدد تأویلونه و لري !!!، او تاسو لکه زما هغه کشر زوی (فکر ګمان کوم چه تر تاسو به مشر وي ) زه ورته وایم چه خلاف مه وایه ، دئ بیا متسل بل خلاف ویل وکړي

او تاسو محترم شروع په عبارت وکړه چه : دین عبارت دی له :
اعتقادات
عبادات
معاملات
موالات والمعدات
مدارات
سیاسیات

که خبره د عبارت شي ، نو زموږ اسلامي دین عبارت دی له : اخلاص ، توکل او صبر . ته څه وايي‌ ، زما په دغه عبارت کښي‌ ؟؟؟؟؟

تاسو ته څه پېښه شي ، لاره درنه ورکه شي ؟؟، اول یو حدیث شریف د سند په ډول ولیکه چه (: بني الاسلام علي خمسٍ شهاده ان لا اله الا الله و ان محمد رسول الله و اقام الصلاة و ايتاء الزكاة و حج البيت و صوم رمضان.
اسلام پنځ بناوي لري او بس :‌کلمه ،لمونځ ،زکات ،حج ، د رمضان دمیاشتي
روژه ) چه عبارت او تعریف او تأویل دي د منلو وړ وګرځي !!!

ورور دي جارسم ! تعریفونه مه لیکه تعریفونه همېشه اختلافي وي
که تاسو لوستونکي دودله کوئ اوبه خړوېٖٖٖٖٖٖٖٖ سمک نیسې نو هغه بیا جلا خبره ده . که زه ژوندئ وم یو به هم ونه نیسې

درنو لوستونکو ، د اسلام د دین په اعتقاداتو او په عباداتو کښی هیځ انسان ته دانکسار او بدعت حق نشته .

او پاته شوه : معاملات ، موالات والمعدات ، مدارات ، سیاسیات دا د زمان او مکان سره قابل د نوښت دي
[quote:d1b061902e] او طبابت هو زه وایم چي طبابت هم که د نبوي لاری سره مخالف وي مردود دی لکه [کوی] داغ کول ;کوم ځاي چي درد کوي هغه ځاي داغل اوس طب دی او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر نبوت دمخه رایج وو نو چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم مبعوث شو دا يي منع کړ ځکه به اور ځوزول دالله عذاب دی[/quote:d1b061902e]
بلې ، نن هم د افریکا په پسمانده کلو او قریو کښی دا (الطّب الكيُ) شروع دی ، اما د یوه تعلیم یافته افغان لپاره د لازمه بولم چه د لېزر د عملیاتو او الطّب الكيُ فرق وکړي !!!!


۰
22.10.2011

وعلیکم السلام
حلیمي صیب اوس دا خبري پریږده چي زه ستاسو له ځوي مشریم که کشر .
خبره پدي کي نده نو ضرورت يي د یادوني هم نشته خو اصل خبره دا ده چي تاسو په کوم دلیل دا تعویذ فلسیبو بولئ؟
یو څه په غاړه ځړول څه حکم لري په آیة او حدیث صحیح قیاس او یا اجماع د امت يي ثابت کړه[د اجماع امت نه شرعي اجماع مراد ده نه دا چي دا ګرد خلک يي کوي نو بس اجماع شوه جمهوریت نه ښایم اجماع د صحابه وو،تابعینو ښایم].
دم ودعا په شرعه کي هیئت،حکم،او اداب بیان کړه.
تاسو خو په یوه لیکنه کي دا هم لیکلي وو[او چه راسو د سردار عالم عصر ته نو ، د سردار عالم په عصر کښي هم په دم او چف او دعا ، تعویذ يې تداوۍ کولې
ماران ئې دم کول لړمان اوده کول ، یهودانو د مار اودې در لودلې د مارانو
چچل شوي يې اوده کول ، او اصحابو کرامو په سورة الفاتحه دمونه کول
او د لړم چیچلي يې هم په سورة الفاتحة دمول]
نو حلیمي صیب دا خو درسره منم چي د لړم چیچلو یا بل کوم مضري حشري[خوپه نصوصو کي دلړم ذکر راغلی] دمول يي کول خو ماران چاپه صحابه کي ندی دم کړی دا خو بیا قرآن تاسو ته هسي یو هندي طلسم ښکاري خو نه قرآنکریم د انسانانو لپاره یوه لایحه عمل ده که څوک پري باور او عمل وکړي نو کامیاب دی او که څوک پري عمل نه کوي هسي ماران پري دموي ،قسمونو پري کوي ،اویا بل کوم شی نو خسرالدنیا والاخرة.
نو ګوره محترمه تاسو اوس خبره هسي هوري دوري ولي په یو غر او بل غر ولئ ؟خلاصه خلاصه خبري ولي نه لیکئ.
دا د قرآن ایتونه ، او نبوي مأثوري دعاګاني زه وايم دا طب هم دی او عبادت هم دی او عقیده هم ده.
خو ته يي نو اوس په کوم دلیل فلسیبو بولي دا دفلسیبو ټکي به دي یا بیرته درواخلی کوم بل ځاي کي به دي پکار شي .
او یا به ورته منصوص دلیل وړاندي کړي چي هو دا عقیده نده او هسي یو درواغو تسکین دی چي ناروغ ته يي وکوي لکه تاسو چي داحمد فرضي نوم ذکر کړی نودي ته به ښه قوي دلیل ولټوي او که دلیل دي پیدا نکړ نو بیا خیر دي ددي فلسیبو میراتکي نه ورتیر شه او ووایه چي هو دا دم دعا شرعي او عقیدوي کار دی خو دشرعي په چوکاټ کي که له چوکاټه ووځي نوبیا کله بدعت او کله هم شرک ته رسیږي بس دومره ووایه خبره به خلاصه شي اوس ستاسو له خولي دا د فلسیبو خبر وتلي نو هسي پښتو ټینګ کړی يي .
حلیمي صیب فلسیبو خو دي څه تره تربور ندی چي داسي ټییییییییییییییینګ پري ولاړ يي خو تیرشه ورنه او شرعه ومنه کنه!!!

ستاسودځوي نه کشر ۴۳کلن مومند چپرهاری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more