د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

سلنه يعنې څۀ ؟؟؟؟

پتوال
28.09.2011

مونږ داسې مثالونه لرو لکه :
دوه کلنه خبره ، لس کلنه پېښه ، سل کلن تړون ....
په دې کې يو مثال کې هم دا معنی نه ورکوي چې :
په کال کې دوه خبرې، په کال کې لس پېښې ...
ولې په ٢ سلنه او ١٠ سلنه کې ځينې کسان کټ مټ په دې معنی کاروي چې
ګواکې په سلو کې ٢، په سلو کې ١٠ او داسې نور .
پو ښتنه داده چې دا سلنه له کومې پښتو اصطلاحاتو څخه اخيستل شوې ده ؟؟؟؟
که هدف فيصدي وي، نو په سلو کې ٢، په سلو کې ١٠ او ........لرو ،
مونږ کولی شو ٢ په سلو ، ١٠ په سلو او داسې نور ..... ووايو!
همدارنګه سلمي ويل هم سم دي نه سلنې، ځکه دوه سلمې او لس سلمې په سلو کې د ٢ او په سلو کې د ١٠ معنی ورکوي ، خو ٢ سلن يا ٢ سلنې د ٢٠٠ معنی ورکوي نه
٢ په سلو (کې) او بس !


عادل عادل
29.09.2011

السلام علیکم

دروند پتوال صاحب،،،، ښه ټکي ته مو پام شوی،،،،

لومړی، دوهم، دریم، ..... پڼځم،،،،، لسم،،،،،او بالاخره ،،، سلم کال، ځوان، موټر او داسې نور (مذکر)

لومړئ، دوهمه، درېمه،،،،، پنځمه،،، لسمه،،،، او بالاخره،،،، سلمه پېړئ، پېغله، طیاره او داسې نور (مونث)

که سلنه وي او که سلمه،،، خو د فیصدي معنې باید افاده کړي،،،، زما په شخصي نظر که د سلنې اصل پیدا شي نو له پورته دواړو سلم او سلمې څخه به مستقله پرېوزي.

دا چې سلم او سلمه یوازې د سلو وروستی شمیره په ګوته کوي،،، نو که ووایو چې ۱۰ سلمه (۱۰٪) نو وېره ده چې له ۱۰۰۰ څخه ۱۰ ونه فهموي؟؟

ستاسو د کال تر مثال پورې،،، ولې داسې یوه قاعده نه تعریفوو چې ووایو هر هغه کلمه چې ماقبل د اخر یې ،،،، لام،،،، وي،،، څوومه یې د ،،،، میم ،،،، پر ځای په ،،،، نون،،، سره جوړیژي،،،، ځکه د لام او نون مخارج سره نږدې دي،،، خو له میم سره واټن لري،،،

د څو کلن او څوم تر منځ تړاو په لام پورې وتړو،،، نه په معنې پورې،،،، خو په یاد مو وي چې په دې قاعده کې شل په شلنه نشو بدلولای،،، ځکه چې په شلم کې د شین او میم مخارج د لام سره په مساوي تناظر کې پراته دي،،،،،

دا پورته ټولې خبرې زما تش حدس دی،،، صحت به لري یا نه،، خو کېدای شي تاسو ته په لا ژور فکر کولو کې مرسته وکړي،،،،

تر سلنې (فیصدي ٪) پورې،،،،، ځنې خلک د خپلو خبرو په ترڅ کې سلنه داسې کاروي چې د زرمې مانا ورکوي،،، مثلا وایي،،،، په سلو کې لس فیصده وګړي لیک لوست کولای شي،،، یانی ۱۰۰/۱۰۰/۱۰=۰۰۱ر۰


پتوال
01.10.2011

رياضيات دقيق فکري قواعد دي ، نه ژبني، نو غلط ژبني اصطلاحات خو په هېڅ شان نشي منلی او زغملی . لکه کلنه
سلنه هم د څوم درجوي معنی نه لري، بلکې پشپړ ارقام لکه ٢ کاله ، ٣کاله ، ٤، ١٠ او ٢٠ کاله په ګوته کوي ٢٠ کلن هغه چاته وايي
چې پوره شل کاله عمر ولري ! او که ته انګيرې چې شل کلن هغه ته وايي چې شلم کال يې پوره شوی وي نو د شلم کال معنی لري نو دوه شلنې
يا دوه سلنې بايد بايد دوه ځلې په شلو شلو کې شلم او ٢ سلنې په ٢٠٠ کې د ٢ معنی ورکړي ، نه په سلو او شلو کې ٢ !
دقيق شکلونه يې زما په اند
په سلو کې يو ،
په سلو کې دوه
په سلو کې درې ...
يا
يو په سلو ،
دوه په سلو ،
درې په سلو ....
يا په سلو ١، په سلو ٢، په سلو ٢٠.... او نور دي !

ماته معلومه ده چې سلنه چا ترويج کړه ، د زيار صاحب يو قومي او وطندار چې ادبيات يې هم لوستلي وو غوښتل په نيولوژي کې
ځان له زيار سره سيال او برابر وښئ يو څو ټکي يې جوړ کړل ، چې يو يې سلنه و، هغه نور يې دومره غلط نه وو ، خو دغه سلنه يې
دومره غلط و چې د خرۀ هم ورته خندا راتلله . تصادفي کابل ته لاړ او يو څه وخت کې په کابل راديو او تلويزيون کې د خبرونو ادبي مسول (ايډيټر ) شو
نو اول يې په کې خپل جوړ کړي لغتونه و ازمويل ، هلته چې دده ټول امرين او مامورين پنجشېريان وو دده ټول هغه سم لغتونه يې وغورځول او دغه يو چې په کې
غلط و همدغه يې خوښ او د ترويج له پاره يې وکاروۀ !
له هغې راهيسې يې متاسفانه نور بې انده نطاقان هم کاروي !


larghonay laraway
02.10.2011

السلام عليکم!
پتوال صيب ستاسو خبرې بېخي سمې دي او باور وکړه چې زه هم په خپلو ليکنو کې (په سلو کې ؟؟؟، ) کارووم خو خبره دا ده چې (په سلو کې ؟؟؟) د فيصد ياpercent مفهوم دی. په داسې حال کې چې په ګاونډيو ژبو پاړسي، انګليسي او عربي کې دا مفهوم نوم لري. سلنه رښتيا هم غلطه ده خو که نوم ورته پيدا شي ښه به وي.
مننه
لرغونی لاروی


پتوال
03.10.2011

منلی لاروی صيب ،
هر نوم چې ورته ټاکو سل بايد په کې وي : مثلا سلاله يا سلواله د ملاله په وزن، سلواله هم د سل لرونکی په معنی نه راځي لکه وسلوال چې د وسله لرونکي،
زغره وال د زغره لرونکي په معنی غلط انګېرل کيږي !
ځکه اصلا ً وال د منسوب يت له پاره راځي لکه وطنوال ګډ وطن ته منسوب ، هډه وال د هډې يا هډې ته منسوب ، نه هډه لرونکی ، يا جنوبي وال د جنوبي خاوند ، بلکې د جنوبي يا جنوبي ته منسوب ، نۀ برعکس چې جنوبي د جنوبي وال او مشرقي د مشرقيوال دی بلکې برعکس مشرقيوال د مشرقي او جنوبي وال د جنوبي دی نه برعکس !
نو سلواله هم د سلو يا سلو ته د منسوب معنی ورکوي، نو ٥ سلوالې يعنې ٥ د سلو يا د سلو ٥ = دسلو څخه ٥ = ٥ ٪ ! لهذا ٥ سلوالې ، ١٠ سلوالې او ٢٠ سلوالې
داسې نوم دی چې مطلوب مفهوم او معنی ښه ادا کولی شي ! که څوک تر دې ښه وړانديز ونلري تر هغه پورې ددې ويوني کارول د فيصدۍ له پاره بد نه دي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more