د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

امنيت وطن کي غواړم

tandar
28.09.2011

امنيت وطن کي غواړم...........غرب ډير يم زورولي
چه پاتي وروستي ژوند ....... خپل قوم کي تيرولي

,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

دلته وينم محفلونه ........سالونونو کي جوړيږي
..............................................زما حوجري ياديږي
ښځي دي نيم لوڅي ....... نران ورته ګډيږي
............................................زماديري ياديږي
دپښتنو مجلس وي جوړ .....ماچلم پري ګرځولي
چه پاتي وروستي ژوند ..... خپل قوم کي تيرولي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
هرچاته خپل وطن کشمير.... خوګياڼي زما ياديږي
.......................................................دننګيالو خاوره ده
نصيحتونه ځانته وکړم ........ خوزړګي کله صبريږي
.......................................................دننګيالو خاوره ده
دسپين غره لمن کي ناست........شپيلۍ مي غږولي
چه پاتي ورستي ژوند ........... خپل قوم کي تيرولي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دوزيرو يخي اوبه ............لکه ځم ځم غوندي دي
....................................................د ښه صحت لپاره
باغو کي سره انار ............لکه ملهم غوندي دي
....................................................دښه صحت لپاره
باوري د ميملي باغ کي..... ژيړ نرګس ې بويولې
چه پاتي ورستي ژوند ......... خپل قوم کي تيرولي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more