د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

کلتوري او مطبوعاتي ترهه ګري

ahmad bilal
27.09.2011

کلتوري او مطبوعاتي ترهه ګري

اوسني معاصر کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ سره مطبوعاتو هم په نړیوال سیاست کې اهم مقام ترلاسه کړې. د مطبوعاتو اهمیت خو له دې څخه هم څرګندیږي چې پخوا به حکومت د دریو څیزونو څخه جوړ و:

۱- عدلیه
۲- مقننه
۳- قانون جوړونکي

خو په اوسني دور کې د حکومت په جوړښت کې څلورم عنصر هم شامل کړای شوې ده، هغه ده د مطبوعاتو عنصر!!!!

د بلې خوا کلتور د یو ملک، تهذیب، یا ځاې د چلند، د اوسیدلو طریقۍ، جامه، خوراک یا د ژوند تیرولو نظام ته وايي، دا ذکر شوې تعریف ما د ناسونالیستانو په نظر وویلې، دا تعریف به موږ څه دا رنګۍ اسلامي کړو، چې اسلامي کلتور د اسلامیانو د ژوند تیرولو نظام، د ژبو (خصوصاُ د قرآن ژبه، عربي) د واده، مړینۍ، جګړۍ، صلحۍ، جامه، خوراک وغیره یو بشپړ نظام او دودونوکوم چې د اسلامي طریقۍ مطابق وي، ته وايي!!

د نړۍ ستر طاقتونه د خپل مقصد لپاره فوځي، سیاسي، یا د اقتصادي طاقت لپاره د مطبوعاتو څخه کار اخلي. په دغی یوویشتمۍ پیړۍ کې د نړۍ ستر طاقتونه خلګ نور د فوځي طاقت په پلمه نشي غلامولې بلکه د مطبوعاتو په زور پری خپل مخصوص روایات، نظریات، مفکورۍ او خپل کتلور په هغوي د تطبیقولو کوښښ کوي، دغه مطبوعاتي غلام خلګ، په شعوراو لاشعورۍ کې هم دې ته هڅول کیږي چې غلامۍ ته خپل سر ټیت کړي. غربیانو ته په دې ځاې کې ډیری کامیابیانۍ هم ور په نصیب شوې دي، خاص کر د پخوانۍ روسیۍ د راپرځیدلو سره دوي ته بلا ډیری کامیابیانۍ په لاس ورغلې دي. د سړۍ جګړۍ په دوران کې درسته نړۍ د دریو کلتورونو منځ کې وه: اسلامي کلتور، کمونستي کلتور او غربي (سرمایه داره، سیکولر لبرال) کلتور!!

غربیانو خو کمونستي کلتور د اسلامي کلتور په مټو راوغورځوه، او هر ځای يې د خپل مطبوعاتو په زور کمونستان دهریان، د خدای او مذهب دښمنان، د شیطان په سامبول خلګو ته وښودل، حتې د هغوي مطبوعاتو د کمونستانو خلاف اسلامي لټریچر یې هم په ښه غټه پیمانه خپور کړ، د روس خلاف یې د خپلو مطبوعاتو په زور جهاد د آزادۍ جګړۍ سره تشبیه کړ خو کله چې هغوي د خپلو مخو څخه کمونستان، څوګ چې په ډیره تیزۍ نه یوازې په شمالي اروپاء کې د جنرال ټیټو په رنګ کسان زیږول بلکه د نړۍ ستر امپریلیست امریکا په عقب کې یې د چي ګوئیرا استاد، فیډل کاسټرو هم وزیږاوه، لیری کړل نو د هغوي مقابلۍ ته یوازۍ اسلامي کلتور یا اسلامي نړۍ پاتې شوه!!!

اسلامي نړۍ خو له دې څخه مخکې د کمونیزم او سوشیلیزم سره په جګړه کې په خپلو قویو دلائلو، د علم او پوهۍ پتنګانو ته دا ثابته کړی وه چې د کمونیزم نظریه غیر فطري او د انسان جسماني او روحاني خلاف ده!! په دغه جګړه کې د امریکا او اروپایانو مخالفت یوازې سیاسي او اقتصادي مفادات ول، ځکه نوڅرنګه چې موږ ته معلومه ده په دغه طبقو کې سرمایه دارانه او بی دینه نظام ده، نو ځکه دوي ته د کمونیزم او سوشلیزم بی دینه پاتې کیدل کومه ستونزه نه وه!!!

د غربیانو مخۍ ته پروت یوازې اسلام، خاص کر د سړۍ جګړۍ په ختمیدلو د غربي مطبوعاتو ښکار شو، هغه جهاد کوم چې په غربي مطبوعاتو د آزادۍ جګړۍ سره تشبیه کوو اوس د ترهه ګرۍ په نوم نړۍ ته وښودل شو، حتی ډیر مسلمانان هم د غریبانو د دغه مطبوعاتي عملیاتو ښکار شول، د مسلمانانو په کلتور، ږیرۍ، جږۍ پینسۍ، پګړي، د عربانو سور دسمبال (کوم چې اکثره عالمان په اوږو اچوي) د ترهه ږرۍ او وروسته پاتي توب نښۍ وګڼل شوې!!!

غربیانو د نیو کالونیل ازم په نوم د مطبوعاتي څانګو: تلویزون، رادیو، اخبارونه، او انټرنیټي شبکو وغیره، په مرسته د غلام جوړونۍ لپاره یو نوي جال خپور کړې ده!! د دغه خپور شوي جال په دې ګلوبلائیزه نړۍ کې پیدا کول څه مشکله نده. غربیانو د خپلو مطبوعاتو په زور د نړۍ کلک او مضبوط کلتورونه چې ژورۍ ریښۍ لري ، چین، عربان، جاپان وغیره د خپل اثر ښکار کړي دي، د غریبانو کلتور نن سبا دغه کلتورونه په میکډونالډ، جینز، کاو بوائ، برګر، چینکین چیکن، او کوکا کولا کلتور باندې بدل کړي دي.

غربیانو د ګلوبلائیزیشن په مرسته غواړي ترسو د نړۍ نور هیوادونه، کلتورونه، او ملتونه په خپل رنګ کړي.... ځکه غربیان د دریمۍ نړۍ څخه خام مال اخلي او بیرته پری نه یوازې څیزونه خرصوي بلکه هغوي پری خپل کلتور هم خرصوي، ځکه څه چې هغوي تیاروي د هغوي په خوښه وي، او بیا د خپلو مطبوعاتو له وجهۍ هغوي د دریمۍ نړۍ خلګ دي ته مجبور ، وهڅوي بلکه هغوي غلام جوړ کړي ترڅو هغه څیزونه، عادات او کلتور خپل کړي.......

د بهرني مطبوعاتو یا د غربي مطبوعاتو یوه بله ترهه ګري دا ده چې هغوي په ټولنه کې داسې ناوړه څیزونه خپروي د کومی له وجهې څخه چې دوي بیا خلګو ته اسلامي او ملي اقدار وروسته پاتې ښايي، او دوي ټولنۍ ته په بدل کې بیا فحش او د اخلاقو څخه لویدلي څیزونه ورکوي، چې مثالونه یې تاسو په خپلو ټولنو، شا او خوا کتلې شئ.......

دا د وخت اهمه تقاضه ده چې دیني ، سیاسي ګوندونه او عام خلګ دې پلو ته هم خپله توجه ورکړي ، که چیری دغه پورتنیو مسائلو ته توجه ور نه کړل شوه نو د یو پلوه به دا زموږ کلتوري، تهذیبي، دیني روایات پایمال کړي او د بلې خوا به دا زموږ د ملي ګټو، منافعو خلاف وي، ځکه د مطبوعاتو دا حقیقت ده چې د اخلاقو څخه لویدلي قوم د خپل قوم، ملک او ملت څخه دفاع نشي کولی.

شاید تاسو زما سره په پورتنۍ لیکنه کې څه اختلاف ولرئ، خو پرته د دې اختلافه راځئ ورونو چې د دې کلتوري او مطبوعاتي ترهه ګري څخه په ګډه خپل ځوان نسل، کوم چې د افغانستان ستره او اکثریتي اثاثه ده، وژغورو!!!!

ستاسو ورور
احمد بلال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more