د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

په ټولنه کې قدرت دحق په چوکاټ کې

هیښ
20.02.2011

سلامونه

[size=24:c8153485b7]په ټولنه کې قدرت دحق په چوکاټ کې[/size:c8153485b7]
ازادی دانسان په قدرت باندې استواره ده .لاکن کله چې خلک سره راټول شي او هر څوک دخپل قدرت څخه دخپل خواهش مطابق استفاده و کړي نو ابدي جنګ به جاري وي.
دحق مسئله (په معنی دحقوق او بنیاد دقانون)هله منځ ته راځي چې انسانان یا حاضر شي دتنفیذ دقدرت څخه چې لري ئې صرف نظر وکړي ،په دې شرط چې د اجتماعي تفاهم له کبله قواعد مراعات شي ،یا حاضر شي چې تنفیذ دقدرت ته مطابقت ورکړي دتفاهمي قواعدو دمجموعې سره او دهغه حد سره ئې چې دغه قواعدو تعین کړئ دئ اودهغې څخه لوړ تنفیذ دقدرت ونه کړي.مګر که دقدرت ورزئ څخه صرف نظر د(قدرت نه لرلو ) په مفهوم وي ،دا د ازادۍ دمفهوم دمحوې معنی لري .ځکه په دې صورت کې په ټولنه کې خلا دقدرت منځ ته راځی او حاکمه قدرت په مطلقه قدرت بدلیږي.
دغه سلوک دټولو مستبدو دستګاوو دي چې د افرادو،طبقو او ټولنې څخه سلب دقدرت کوي او مرجع یا مرکز منځ ته راوړي چې مجموعه دټولو قدرتونو وي .دغه سیاسي دستګاوې کوښښ کوي چې ټول فاقد دقدرت او ضعیف کړي او دتصادم او برخورد مخه ونیسیي.نوله دې کبله ضرورت دتعادل دقدرت نه لیدل کیږي ،سوله برقراره ده
(محض ارامش )،ضمناًداچې هیڅوک قدرت نه لري فلهذا ازادي هم نشته .
ازادي دعقل خصوصیت دئ .عقل فکرکوي .دهرانسان اندیشه دهغې داندیشې حاکمه او قاضي ګرزي .خپله اندیشه داندیشې څخه انتقاد کوي ،هم په خپله قانون جوړوي هم دهمغه څخه اطاعت کوي.
له دې کبله ازادي لکه چې مخالقین ئې وائي،خود کامه او بې قیداو بنده نه ده .ازادي دعقل څخه زیږیګي او عقل استوار په خپل نظم باندې دئ.
ازادی هغه فکر دئ چې په خپل فکر باندې کنترول کیږی.دا یوازې خیالونه دي چې دتفکر په نسبت بې بندوباره دي.
دانسانانو ازادي ،عقلاني ازادي ده ،چې دعلمي انتقاد په واسطه مهاره ده ،ځکه عقل په انتقاد سره ځان محدودوي.
ازاد افراد په ټولنه کې څیرې کوونکي حیوانات نه دي چې یوبل ټوټه ،ټوټه کړي ،ازاده افراد سره له تباین او تضاد دقدرتونوئې چې دازادۍ څخه زیږیدلي دي ،بلافاصله یوبل په تورو نه وهي ،بلکه دغه ازادي دعقل څخه پیدا شوې او طبعاً تصادم دازاۍ ،تصادم دعقلونو دئ او دعمومي تفاهم دپاره تلاش دئ.
موږ هر ازادانه عمل ته چې اجراکوو ئې قدرت ته ضرورت لرو،له دې خاطره دغه قدرت په هیڅ نوم او هیڅ وخت دخلکو څخه نه شواخستلائ.هغه څوک چې خپله ازادي په خپل اختیار کې لري دازاۍ څخه زیاتره ګټه پورته کولائ شي.
ضعف هیڅ وخت او هیڅ ځائ داخلاقي ،سیاسي فضیلت دوجود نښه نه ده .
دخلکو ،طبقو ،افرادو او ډلو څخه دقدرت سلب کول په هیڅ صورت دسیاسي او ټولنیزو مسائیلو دحل لاره نه ده .
ملي حاکمیت یعنی دملت قدرت او ددې معنی داده چې وولس د خپل قدرت څخه اګاه دئ او ددې اګاهۍ له کبله دخپل قدرت څخه کار اخلي،ځکه څوک چې قدرت نه لري معنی ئې داده چې حق او ازادي نه لري.
مګر(خالص قدرت) حق په وجود نه راولي.
که دسوچه او خالص قدرت په وسیله حق منځ ته راتللئ نو هره ډله یا فرد اویا طبقه چې ډیر قدرت ئې درلود ډیر حق به ئې هم لرلو او هغه څوک چې ډیر قدرت ،یا عالي قدرت ،یا مقدس قدرت لري ،هغه حق چې دوی غواړی (تبعیض ) دي.
هغه حق نه غواړي تبعیض غواړي،ځکه دوي غواړي تمایز(امتیاز) دخپلې ډلې،یا خپلې طبقې یا هم عقیده ګانو وساتي او هیڅ امتیاز حق نه دئ،ځکه په ټولنه کې هیڅ امتیاز او تبعیض دتفاهم سره نه جوړیږي او هغه څوک چې ډیر قدرت یا مقدس قدرت لري تفاهم ته ضرورت نه لري.
هغه څوک چې دخپل ځواهش سره دقدرت څخه استفاده کوي ،غواړي چې قدرت ئې حد او مرز ونه لري .په دې اساس ازادي ئې په عقلاني ماهیت کې نه ده پیدا شوې.

نوربيا
مننه


هیښ
23.02.2011

په تیر پسې

دقدرت څخه استفاده دخواهش سره سم او دقدرت څخه استفاده دازادۍ دپاره چې په عقل استواره ده فرق لري .
خواهش دمیلونو او شهواتو په لمن کې سوا دعقل څخه پروت دئ.همدغه شهوت دقدرت ورزۍ( چې دعقل تر سیوري لاندې نه دئ) په ټولنه کې دتجاوز او تیري سبب ګرزي.
په هغه ټولنه کې چې انسان ( دیوه درنده حیوان په شکل تعریف کیږي چې دقدرت څخه دخپل خواهش مطابق استفاده کوي ) داجتماعي مسائیلو دحل دپاره دیوه بل قدرت څخه (غیر دافرادو او دټولنې دقدرت څخه ) چې خارج وي ضرورت لیدل کیږي،ترڅو ددغه زور یا تجاوز اووحشي قدرت په مقابل کې (یعنی دانسان قدرت ) ودریږي او ټول په زور او وحشت سره ارام کړي.
دا ډول تصویر چې دانسان څخه اخستل کیږي دا معنی لري ،چې یا انسان عقیم عقل لري ،یا ګناه کار او شرور دی یا طبیعتاً ظالم دئ ،بناءً دارنګه ټولنې نشي کولائ چې یو مشترک قدرت خلق کړي یا قواعدجوړ کړي چې ددې تجاوزونو مخه ونیسي،ځکه یوه فوقاني او عالی قدرت ته ضرورت دئ چې حکومت او قضاوت وکړي او ددې تجاوزونو مخه ونیسي اوکه خلکو ته ازادي ورکړل شي خود بخود به دتوحش ،بربریت ،فساد او جنګ لاره ونیسي،نو همدا وجه ده چې ټولنه احتیاج یوه سر ته لري اوریاست همدغه سروالي دئ.معنی دا چې دتفکر قدرت په ټوله ټولنه کې نه دئ خورشوئ ،اخلاق او تقوی دخلکو په منځ کې نه دي ویشل شوي،عدل او دحق پیژندنه په خلکو کې نه دي توزیع شوي،خلک دتفکر دقدرت څخه بې برخې دی .تفکر ،ریاست ،رهبري او په شهواتو باندې دکنترول قدرت په دغه اجزاوو(خلکو ) او دټولنې په غړیو کې نشته ، بلکه فقط په یوه خاص عضو یا غړی کې دي.
دغه ټولنه یو فکر کوونکي عقل ته ضرورت لري ،دغه جامعه احتیاج یوه حاکم ،یوه عادل امام ته لري ،دغه ټولنه احتیاج یوه روشنفکر او روښان ضمیر ته لري ،ترڅو دغه بې عقله او داخلاقو ،تقوی ،څخه خالي ،ظالمه او دشهوتونو نه ډکه ټولنه مرتبه کړي.
دا چې دتفکر قدرت ،اخلاق او فضیلت ،حق پیژندنه او عدالت غوښتنه په ټوله ټولنه کې نه دي توزیع شوي،نو هغه څوک چې دغه عدالت غوښتنه ،حق غوښتنه ،اخلاق ،فضیلت او دغه مدیریت په کې صورت او تشکل پیدا کوی یو جدا عضوده . ددې خاطره جدا کول درهبر ،مدیر ،رئیس ،امام ،سلطان دنورو څخه باید یوه الهي مبداء ولري،مقدس وی او ماورا الطبیعی وي او باید ووایو چې دغه قدرت یو امانت دخدای (ج)دئ او دغه رئیس ،امام او نوردالله (ج) له طرفه انتخاب شوي دي.

لاکن کله چې قدرت په ټوله ټولنه کې ویشل شوی وي ،دحق غوښتنې حس په ټولو کې موجودوي ،انعکاسي تفکر دټولو افرادو دټولنې سره وي ،احتیاج یوه رهبریا سلطان او یا امام ته نشته .
دا ټولنه یوه بې سره بدن نه دئ .ټولنه دهغه حاکم په لټه کې نه ده چې دټولو قدرتونو مالک وي.جامعه دعادل رهبر په لټه کې نه ده چې عدالت ورته راولي .عدالت په ټولنه کې یو ویشل شوی ماهیت لري چې خپله دټولنې څخه راپورته کیږي.
سیاسي شعور یو ویشل شوی هویت لري ،ځکه ټول قدرت لري او دخپل قدرت څخه خبر او اګاه دي.
ټولنه دعدالت ،حقوقو ،اخلاقو او قدرت سرچشمه ده چې هیڅکله نه وچیږي.
حکومت په دې ټولنه کې هغه ځای دئ چې عقلونه په یوه جریان کې تفاهم پیدا کوي او حکومت د جریان تفاهم او یوې مشترکې اډیا د پیدا کیدو ځای ددې ټولنې دغړیو دئ.
خلک په یوه سازمان کې ددولت په نامه (دتفاهم جریان )ته تحقق ورکوي اوعدالت یو مشترک ټولنیز محصول دئ.
اخلاق دانسانانو درفتار په روابطو کې دتعادل یو تلاش دئ.
ملي حاکمیت یعنی عقل ،عدالت ،مدیریت ،تدبر،فضیلت په خلکو کې ویشل شوئ دئ ،هرڅه د ټولو دي ،هرڅوک هرشی دي .په هر څه کې ټول فکر کوي او هرڅه ټول کولائ شي اوحکومت هغه سازمان دئ چې ټول قدرتونه ،عدالتونه ،افکار،فضیلتونه په کې مشارکت کوي .حکومت په ټولو پورې تعلق لري ،ځکه دټولو دئ.

نور بیا
مننه


هیښ
27.02.2011

سلامونه

[size=24:483f556cd2]قدرت(واك) څه رنګه دحق تابع کیږي؟[/size:483f556cd2]

په ټولنه کې هیڅ تماییز د تفاهم سره نه جوړیږي(نژادي تماییز،طبقاتي تماییز ،عقیدتي تماییز ،جنسي تماییز،دیوې کورنی تماییز په ټولنه کې لکه امامت د شیعه ګانو،دپیرۍ اوحضرتۍ سلسله او سلطنت).

هرڅوک چې زیات قدرت لري یا مقدس تر او عالیتر قدرت لري تفاهم ته ضرورت نه لري،له دې کبله دخپل قدرت دپاره باید وجنګیږي.تماییز دقدرت دبل څخه دازادۍ سلبول دي او ازادي سلبول دهر انسان څخه زور دئ او انسان تر هغه اندازې ازاد دئ چې دزور څخه کار وانخلي، او هغه قدرت چې دبل انسان څخه ازادي ا خلي نور قدرت نه دئ ،بلکه په زور تبدیل شوئ دئ.حال داچې دقدرت په واسطه انسان دنورو ازادي نه سلبوي ،بلکه دبل ازادي ساتي.
زور ترهغه وخته موجودیت لري چې حضور ولري او بقاء دزور یا خالص قدرت یوازې په ابدی جنګ باندې ده.

لاکن نه انسان دابدي جنګ حوصله لري او نه هیڅ ټولنه دابدي تسلسل دجنګ ډګر کیدائ شي،له دې کبله هر زور باید د خپل تداوم دپاره حقانیت ځانته ورکړی(ځان مشروع کړي)او متوسل په حقوقو شي.مګر دا حقوق امتیازی حقوق دي او طبعاًنفی کول داجتماعي تفاهم دي.لکه په سلطنت کې دیوې کورنی امتیازي حقوق اونور.

مشترک تفاهم په مشترکو قواعدواواصولو چې دټولو له خوا منل کیږي حق تشکیلوي.مګر داچې تفاهم یو مداوم جریان نه دئ یوه موقع راځي چې خلک ټول په هغه مشترکو قواعدو کې تفاهم له لاسه ورکوي،ځکه په انساني نړی کې تفاهم په یووار او دهمیشه دپاره ممکن نه دئ،له دې خاطره ټول ټولنیز قراردادونه ابدي او تغیرناپذیره نه دي اوملي حاکمیت نفی دهر ابدي قرارداد ده ،ځکه ملي حاکمیت دملت یا وولس ازاد تصمیم نیونې ته ویل کیږي.
یوازینۍ شی چې ابدي دي هغه دانسان ازادي ده ،ځکه ټول قراردادونه او تغیر دقرار دادونویوازې په ازادۍ کې ممکن دي.

په ټولنه کې یوه موقع راځي چې دغه مشترک قواعد چې د شریک تفاهم په واسطه منځ ته راغلي وو دحق په عنوان نه منل کیږي او داامکان او قدرت نه لري چې قواعدو ته تغیر ورکړي ،نو بلافاصله قدرت په فرد ،ګروه ،ډله او طبقه کې د راښکاره کیدو او ظهور دپاره اماده کیږي او ډګر ته دراوتلو دپاره حاضریږي.
همدغه تاریخي لحظه ده چې هغه مهار شوئ قدرت دافرادو او طبقو صحنې ته راځي او اعلان دجنګ کوي.همغه قدرت چې دحقوقو په چوکاټ کې ئې حرکت کولو ددې پولې او چوکاټ په له لاسه ورکولو باندې په زور بدلیږي او فرق ئې ورسره نه کیږي،چې زیاتره دغه صحنه دانقلاب په وخت کې منځ ته راځي او کله چې په ټولنه کې دزور اوقدرت په منځ کې توپیر ورک شو هرطرفه جنګ شروع کیږي.

ددې دوو مفهومونو(زور اوقدرت) تماییز او توپیر د سیاسي او حقوقي نظام دپاره ډیر ضروری دئ.
کله چې دقدرت او زور په منځ کې توپیر ورک شي دقدرت مفهوم مبهم کیږي او قدرت او بنیاد دقدرت (سیاست ) د کثیف ترینو شهواتو ،تمایلاتو ،بې بندوباریو ،درنده خویۍاو وحشیانه تجاوزونو صحنه ګرزي،حال داچې قدرت باید دحقوقو په قالب کې وجود ولري،مګر داچې انقلاب توانائي دیوه تفاهم درسیدو دپاره نه لري ،زور پیدا کیږي او دا زور باید نورو زورونه مغلوب او تابع وګرزوي.خو په زور هیڅ ټولنیز مسائیل نه حل کیږي،صرف مسائیل تیاره کیدائ شي.
زور چې په نورو زورونو باندې غالب شي غواړي حقانیت دځان دپاره پیدا کړي.دغه زور باید په بل زور باندې له منځه ولاړشي.
هرشی چې په زور باندې تصرف شي دهغه دملکیت لاندې هیڅکله نه راځي.تاریخ زور ترپردې لاندې راولي ،لیکن دزرهاوو کلونو پوښښ نه وروسته هم حق نه ګرزي.

په هر صورت کله چې حق حکومت کوي(حقوقي حاکمیت وجود لري)قدرت ځان شاته وباسي او ځان مهاروي.کله چې حق حکومت کوي فرد،ډله ،طبقه یا ګوند دومره دقدرت څخه استفاده کوي چې همغه مشترک تفاهمي قواعدئې روا بولي او قدرت تابع دحق (حقوقو اوقوانینو) ګرزي.
قدرت ترهغه وخته عینیت دحق سره لري چې تابع دحق وي ،مګر کله چې حق تابع دقدرت وي،په دې صورت کې حق نور خپل اصالت له لاسه ورکوي او په دې حالت کې دټولنیزو مسائیلو دحل دپاره دزور نه کار اخستل کیږي او په دا ډول وضعیت کې حق یوازې دنمایش او ظاهرسازۍ دپاره دزور مخ پټوي اوټول مسائیل په زور سره عملي کیږي،یوازې ځان ته قانوني او حقوقي بڼه ورکوي .چې ټول جنایتونه دهمدغه دزور او قدرت دتوپیر دنه کیدو له امله صورت نیسي.څوک چې دغه پوله اوسرحد دقدرت او زور په منځ کې له منځه وړي،دزرهاوو انسانانوپه منځ کې دتبهم او اغتشاش حالت راولي او دجنایت لورته ئې کشوي.
په تاریخ کې هیڅکله یوملت قدرت دحق او حق د اجتماعی تفاهم دجریان څخه سرچشمه نه ده اخستې.قدرت همیشه دزور نه سرچشمه اخستې او ځان ته ئې دحقانیت رنګ ورکړئ دئ.په دې لحاظ هیڅ وخت د فرمانروایانو،مستبدینو او دیکتاتورو شاهانوڅخه دهغوئ دقدرت او سلطې دسرچشمې او څرنګوالي دپيدا کیدو پوښتنه مجازنه وه او نه ده .ځکه دا ډول پوښتنه کول ددوئ د سلطې دحقانیت شک را پیدا کوي ،حال داچې زور ،حیله ،فتح،غلبه،کودتا ،.......... هیڅ یوئې ددوئ دقدرت حق نه تثبیتوي او ددې دپاره چې ددوئ دقدرت په باره کې پوښتنه نه کیږي،نودټولو په باره کې ویل کیدل ،چې دا دخدای(ج) قدرت دئ،دالله امانت دئ او داسې نور.له دې کبله چې دغه قدرت ته ئې الهي بڼه ورکوله نو دسوال ځائ نه وو،مسؤلیت نه لري او ددوئ په هکله دشک اوپوښتنې ځائ نشته .دا ډول مسائیل او استدلال دټولنې څخه په سیاست کې دتفکر حق اخلي،ځکه سیاست دټولنیزقدرت اوواک اوټولنیزوحقوقو دسرچشمې او څرنګوالی په باره کې تفکر ته وائي.
مقدس کول یا حقیقت کول د قدرت په هغې دانتقاد،اعتراض،شک او تردید مفکوره له منځه وړي .له دې کبله په ملي حاکمیت کې هیڅ سرچشمه دټولنیز اوسیاسي قدرت دپاره بیله وولس څخه نشته او هیڅ قدرت چې دبلې سرچشمې څخه جاري کیږي نه شي قبلولائ.

اخستځیونه:
۱ - ملت تصمیم نیسي...... لیکوال : منوچهرجمالي
۲- Das moderne Lexikon

مننه


هیښ
03.09.2011

سلامونه

[size=24:c47dfcf63c]حکومت هیڅکله او په هیڅ صورت کې قدرت د اولس څخه نه بیلوي،حکومت هیڅ کله دزور څخه کار نه اخلي[/size:c47dfcf63c]

حکومت هیڅکله دزورورزۍ انحصار نه لري.هردولت چې دزور څخه کار اخلي دخپل حاکمیت نفی کوي.دزور حکومت ،حکومت نه دئ او دارنګه حکومت دموجودیت حق نه لري.حکومت دحق په چوکاټ کې وی او ټول قدرت ئې باید دحق او قانون تابع وي.هغه حکومت چې زور ورزي کوي دخپل حاکمیت بنیاد (چې حق ) دئ ئې وران کړئ او خپل حقانیت ئې دلاسه ورکړئ دئ .
حکومت دټولو قدرتونو (نه زورونو) یعنی افرادو،ډلواو ټولنو دحق دتنفیذ انحصار پیدا کوي،ځکه چې دروابطو داختلال په وخت کې ددې خطر پیداشي،چې (قدرت ورزي)د خپل مشخص حد څخه تجاوز کوي او په زور بدلیږي،مخنیوئ ئې وکړي او دحقوقو لمنې ته ئې وروګرزوي.
حکومت په د دخالت کې دزور څخه کارنه اخلي ،ځکه دقدرت تنفیذ (اجرا)ئې دقانون په چوکاټ کې صورت نیسي او لمړنئ اجتماعی نقش ئې دادئ چې ټولنه دزور څخه خالي کړي.زور دټولنیزو مسائیلو دحل دپاره باید وسیله ونه ګرزي.
یوازې هغه حکومت حق دحاکمیت لري یعنی دسراسري مشترک قدرت داظهار حق لري چې افرادو،ډلو ،طبقو ته دمشترک تفاهم په واسطه مشترک قواعد چې د ټولو دپاره دمنلو وړوي تشکل ورکړي.
دحکومت څخه دقدرت دتنفیذ حق هلته ساقط دئ چې خپله وظیفه یعنی دتفاهم په چوکاټ کې د(مشترکو عمومي قواعدو)د پیدا کیدو تحقق ونه شي کړئ.
حکومت هلته حق دحاکمیت لري چې ملت دهغې په وسیله داجتماعي تفاهم په چوکاټ کې نوي قواعد تهیه کړي.صرف په دې صورت کې (حاکمیت ملي)یو(حکومتي حاکمیت دي).په دې اساس د(حاکمیت دحکومت ) او(حاکمیت ملي) تر منځ عینیت حاصل شوئ دئ.حکومت دملت سره یوځائ دئ او هغه حکومت چې دملت سره نه دئ،هغه زور ګو،جابر او دملت په ضد باندې دئ.کله چې حکومت اوملت یوځائ وي (ټول قدرت دملت ) ددغه حکومت په وسیله اوپه دحکومت کې یو دبل سره ترکیب کیږي او په (مشترک قدرت ) باندې بدلیږي.یعنی ټول افراد ،ډلې وطبقې ،اقوام او اقلیتونه(ملت )په قدرت او حاکمیت کې شریک دي.
حکومت باید دټولو متباینو او مختلفو قدرتونو دتبدیل ځائ په یوه (ټول مشترک)کې وي،دحکومت قدرت دخپل ځان څخه نه دئ چې ځان ته قوت پیدا کړي.
حکومت دهیڅ چا او هیڅ ډلې څخه قدرت نه اخلي او ځان ته ئې نه انتقالوي.
لیکن په عین حال کې ټول هغه قدرتونه چې سرچشمه ئ ملت دي په یوه مشترک او دټولو دپاره په یوه مشترک قدرت ئې بدلوي.
هغه حکومت چې ټول قدرت ځان ته انتقالوي او ملت فاقد دقدرت کوی یو مطلقه او مستبدحکومت دي.
حکومت یوه چینه او ترانسفورماتور دئ چې ټول موجوده اومختلف ملي قدرتونه په یوه مشترک ملي قدرت تبدیلوي.دملت دپاره ،دفرد دپاره او دډلو او طبقو دپاره یو ژوندئ احساس لري چې (سرچشمه ددې مشترک قدرت )دي او کولائ شي او حق لري چې ددې مشترک قدرت حخه چې په حکومت کې ئې تجلی پیدا کړې (واقعیت ئې نیولئ)استفاده وکړي.
ترڅو چې دا احساس نه وي ،حکومت دملت نه دي او حکومت دملت سره عينیت نه لري.بلکه حکومت دملت په مقابل کې او په ضد ئې دئ.
په بله عبارت انسان په دوو طریقوپه حکومت کې داشتراک احساس کوي او حکومت دخپل ځان بولي :
اول داچې هر یواحساس کوی چې په دې سازمان کې ئې مستقیماًپانګه اچونه کړې ده ،
بل داچې هریو احساس کوي چې په منافعو ددې سازمان (محصولات ددې سازمان) کې شریک دئ او دګټې پورته کولو حق په کې لري.په دې اساس حاکمیت ملي باید (سرچشمه دهرقدرت په ټولنه ) کې وي،ترڅو ملت په هغه قدرت کې شریک وي.
قدرت هغه وخت محدود کیدونکئ دئ چې تعریف ئې وشی او هغه شی تعریف کیږي چې عقلي او اګاهانه وي.

مننه


هیښ
15.09.2011

سلامونه

[u:b33d940d47]الترناتیو یا بدیل[/u:b33d940d47]
هره کلمه ،واژه او یا عبارت چې اجتماعي جاذبه ئې پیدا کړه ،ډیره ژر ا لوده او ککړه کیږي. تر ټولو د جاذدبې ډکه کلمه په ټولنه کې تر ټولو کثیفه کلمه کیږي .
هغه څه چې موږ مطلق او یوازې کش کوی ،دموږ دپاره تیاره کیږي.دیوه شي شدیده جاذبه دهغې دروښنایۍ دلیل نه دئ او دغه جاذبه زموږ احتیاج دهغې دوضوح او روښنایۍ له پاره له منځه وړي.
ددې خصوصیت څخه ټول ګوندونه،اډیولوژیګانې او عقاید استفاده کوي.اصل دخپلې عقیدې او اډیولوژي جاذب کول دي ،نه دهغې وضاحت او روښنایي.
همدا وجه ده چې نن ورځ ټول احزاب او سازمانونه هغه اصطلاحات په کاروړي،چې د ازادۍ سره سروکار لري ،ځکه یوازې ازادي زموږ په دنیا کې مقدسه ده.بناءً مفاهیم او اصطلاحات چې په ازادۍ پورې ارتباط لري الوده ترین کلمات دي.دازادۍ ددرلودلواو بقا دپاره باید هره ورځ دغه اصطلاحات پاک اوروښانه شي.
هغه ازادي چې پاکه اوروښانه ده،نظر هغه ازادۍ ته چې دکشش او جاذبې نه ډکه ده او مبهمه ده،موږ ته ډیر ارزښت لری.
یوازې هغه ازادي ارزش لري چې ټوله واضح وي ،څوک چې دجاذبې په ازادۍ پسې ځي،ډیر ژر فریب خوري.
علم په وړو قدمونولاکن مطمئنو مخ ته ځي.تواضع دتفکر لمړئ درس دئ.
ددې کلمو څخه یوه هم دالترناتیو کلمه ده چې ډیره استعمالیږي ،نولازمه ده چې روښانه او تشریح ئې کړو.

ا[u:b33d940d47]لتراناتیو[/u:b33d940d47]
دالترناتیو معنی داده چې ددوه امکاناتو څخه چې انسان ئې لري ،یوباید انتخاب کړي یعنی هغه بحث دئ چې دامکاناتو تحدید دوو امکاناتو ته تشریح کوي.
ازادي په کثرت دامکاناتو کې تحقق پیدا کوي.بناءًهغه وخت موږ دالترناتیو څخه غږیږو چې ازادي مو په خطر کې لویدلې وی او انتخاب په دوو امکانوکې محدودشوئ وي.

ازادي چې دامکاناتو په کثرت کې میسره ده ،دامکاناتو په زیاتوالي کې ازادي هم زیاتیږي.مګر کله چې امکانات دوو ته تقلیل پیداکړي،ازادي خپل اقل حد ته رسیدلې او کله چې یو امکان هم له منځه ولاړشي ،ازادي نوره ختمه ده.
هغه ټولنه چې ازادي ئې یو الترناتیو شوې،دخطر زنګ ئې وهل شوئ،ځکه دامکاناتو په کثرت کې انتخاب نه شي کولائ،بلکه په هغه سرحد کې قرار لري چې داجبار او استبدادسره ئې یو ویښته فاصله ده.
په ټولنه او تاریخ کې واقعیت هیڅکله په دوو امکاناتو باندې نه دئ محدودشوئ،بلکه واقعیت پریمانه امکانات لري.
څوک چې دفرد یا ټولنې امکانات دووامکاناتو ته راټیټوي،ددوئ څخه ازادي سلبوي او جبر،ضرورت ،او استبداد ته ئې نږدې کوي.
په الترناتیو کې ازادي په هغه حد کې ده ،چې هره لحظه ئې دمنځه تللوخطر شته دئ.
مسئله په دې کې نه ده چې په ټولنه کې دوه امکانه دي ،بلکه په دې کې ده چې ټولنه او فردباید درواني،فکري،عاطفي له لحاظه دوه امکانه ولري،دوو امکاناتو ته وشړل شي.
ټول ګوندونه او عقاید کوښښ کوي چې یو رواني،فکري او عاطفی التراناتیو په ټولنه کې جوړ کړي.کثرت،تنوع اوتعدادپه واقعیت کې تیاره کوي او ترپردې لاندې ئې را ولي،ترڅوپه ذهن او خیال کې وجود او ټولنه دوو قطبو،دووقسمتوته راكمه کړي.
هلته به ذهن اوخيال كۍ له يوه طرفه ايمان دئ ااو له بل طرفه کفر،یو امکان دنور قبلول دي ،بل امکان دظلمت ،یوامکان حقیقت او بل امکان باطل ،یو امکان اډیالیزم او بل ماتریالیزم.
په دې توګه روان او فکر دانسان او خلکو دالترناتیو په تګنا کې قرار ورکوي.
هر حزب او دهرې عقیدې پیروان ددې دپاره چې تصمیم نیونه دځان په نفع تسریع کړي،باید دټولنې دواقعي امکاناتو لمن لنډه کړي،ترڅو خپله د(انتخاب دلمنې په تنګناکې)باقي پاته شي.یوازې دئ پاته شي او یوبل امکان بس.
بل فن دامکاناتو دکموالي دادئ چې الترناتیو په ظاهره دوه امکانه ـ شکل ساتي ،لاکن په واقعیت کې په یوه (قبول کیدونکي)امکان ځان بدلوي اوامکان ته تقلیل ورکوي.
دغه ټول مثالونه لکه(حقیقت ـ باطل ،نورـظلمت،کفر ـ ایمان،ماتریالیزم – اډیالیزم) ددې حکایت لري چې یوهم دوه امکانه نه دی.هیڅ څوک دظلمت او نور په منځ کۍ انتخاب نه کوي،ظلمت امکان نه دئ،باطل ا مکان نه دئ چې انتخاب شي،یعنی دا دوهم شکل دومره منفور او شوم دئ چې انسان مخکې له مخکې دهغې دانتخاب څخه ژغورل شوئ دئ.له دې کبله دغه الترناتیو یو( ظاهري )او تشریفاتي انتخاب دي اوالترناتیویوه فورمولیته ده چې ضرورت او اجباردحقیقت دقبلیدودپاره تمثیلوي.
فرضاً زه ازادي لرم ،ولې دولت یا ټولنې یو امکان راته راکړئ دئ،دغه ازادي ارزش نه لري،ځکه یو امکان څوک انتخابوي نه ،بلکه تصدیقوي ئې.یوامکان یعنی مطلق ضرورت او جبرمحض دي.

[u:b33d940d47]هیڅ ګوند،سازمان اوتنظیم ازادي او اولسی اقتدار نه دئ[/u:b33d940d47]

دازادۍ او استبداد ترمنځ څوک انتخاب نه کوي .ازادي داستبداد الترناتیو نه ده .اولسي قدرت ددیکتاتورئ الترناتیو نه دئ
په استبداد کې الترناتیو نشته.په هر استبداد کې فقط یوه اراده ،یوه اډیولوژي دیوې مستبدې ډلې سره وجود لري.په استبداد کې دوه ګوندونه یا دوه دیکتاتوره وجود نه لري.مستبد بې له ځانه په قدرت کې بل شریک نه مني.
په استبداد کې یو امکان دئ ،یولست دئ دانتخاب دپاره.یوحزب دئ ،هر چاته یوازې داحق ورکړشوئ چې یو(امکان) انتخاب کړي،یعنی یو واقعیت تصدیق کړي او شهادت ورکړي.یوازې چیرته چې واک د اولس وي او ازادي وي هلته الترناتیو هم شته دئ، بناءً داستبداد په له منځه تللو سره امکانات دانتخاب دپاره شته دي.
هیڅ ګوند هر څومره چې دموکرات او ازادي غوښتونکئ وي،ټوله ولسواکي او تمامه ازادي نه دئ.
په اولسي ا قتدار کې دمطلقیت دعوا نه کیږي.
ازادي په خپلو تجلیاتو کې تغیر کوي،په دې اساس هیڅ حزب ،ګروه او اډیولوژي دازادۍ د تمام او اکمال تجلي نه دي. ازادي کولائ شي همیشه بل شکل ځانته اختیارکړي ،مګر استبداد یوازې دئ او په له منځه وړلو سره ئې کثرت او تعدد منځ ته راځي او په متغیر ډول یو دبل ځائ نیسي.
اولسی قدرت دهیڅ ډلې ،ګوند او عقیدې مطلق ملکیت نه دئ ا و هر څوک چې دا ادعا کوي هغه حزب دکتاتورطلبه او استبداد غوښتونکئ دئ.
اولسي سیاسي قدرت هغه فضا ده چې ټول ګوندونه او ډلې په هغو کې شته او ټول دحکومت کولو حق او چانس لري.
هیڅ عقیده ،مفکوره او اډیولوژي داستبداد الترناتیونه ده .استبدادځای فقط استبداد نیولائ شي ، نوباید له منځه ولاړشي.ازادي داستبداد امتداد نه ده .
ازادي امکان دهرې عقیدې ،اډیولوژي او دین ده او همدارنګه تغیر داډیولوژی او سیاست ده ،په ازادۍ کې هره عقیده او دین یو دامکاناتو څخه دي .کله چې یوه عقیده یو دامکاناتو څخه وي ،دتغیر دعقیدې ،حزب او سیاست ازادي شته ده .اما کله چې یوه عقیده یو امکان دامکاناتو څخه نه وي ،په ازادۍ کې دهغې عقیدې دقبول امکان نشته .کله چې یوه عقیده حاکمیت لري په دې صورت کې حکومت یوازې او یوازې استبدادي دئ.

نوربيا

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more