د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

آیا پښتو ګرامر به بدل نه شي؟؟

حلیم
27.08.2011

لمړی لاندې څو مثالونو ته پام وکړئ:
مڼه (سره) (ده) the apple is red
انار (سور) (دی) the pomegranate is red
مڼې (سرې) (دي) the apples are red
انار (سره) (دي) the pomegranates are red
یو ملګری مې غوړي چې پښتو زده کړي، خو دی د بیخي زیاتو مشکلاتو سره مخامخ وي، چې یو یې ما دلته پورته د بیلګې په توګه راوړ.
له ورته مشکل سره تر ۱۴ مې پیړۍ پورې انګریزي ژبه هم مخامخ وه چې بیا له هغه وروسته دا مشکل حل شو.
نو آیا دا مشکل چی د نر، ښځې، مفرد، جمع لپاره فعل، صفت او ځنې نور، داسې د شکل بدلون غواړي، نشي کیدای چې د ادب پوهانو په مرسته حل او د ټولو لپاره یوازې یو شکل وکارول شي؟
مڼه سور دی
انار سور دی
مڼې سور دی
انار سور دی.

هه هه هه ه
که وغواړو ممکن دی، خو که وغواړو، او کیږی به هغه وخت چې زموږ ژبه په نورو خلکو کې لږ اهمیت پیدا کړي.


۰
28.08.2011

حلیم صیب که داسي وشي نو بیا به داسي معلومیږي لکه یو پاړسوژبی یا پنجابی چي پښتو واي.
یره که زمامني تیر شه ورنه همداسي ښه ده بیا به يي دا خوند نه وي!


ډاکتر څپاند
28.08.2011

دمهمند صيب دخبرې په تائد،دايواځې پښتو ژبه نه ده چې دنر او ښځې توپير
پکې شته،په نړۍ کې يوګڼ شمېرژبې ددې خاص خوند نه برخور داره دي٠
دژبې زدکړه استعداد غواړي،زه داسې يو پاړسي ژبی افغان پېژنم چې په يورپ کې ئي د پيښوريانو نه سوچه پښتو زده کړې ده٠
دخوست دهندوانو پښتو ويل به مو اورېدلي نه وي؟


حلیم
13.09.2011

مومند صیب خبره د بلدیت ده، نه دې خوند او مزې.

زه یو بې ادبه مثال راوړم خو که یې حوصله نلری لدیځایه وروسته یې مه لولئ!!
مثال:
ماشوم وم، د مور سره مې د چا کره تللی وم؛ د هغه کور ماشومان ګړنګن (خلموک) و، بیا چې بیرته راغلو، مور مې په کور کې د ګړنګو کیسه کوله، نو یوې ښځې ورته وویل: لرې که خورې، خدای هم ځار شم، پدې ګړنګو به یې بل نوم ایښی وای، زړه مې یې را بد کړ.

دلته که اوس وګورو، دغه مبارک نوم په ذات کې بد ندی، (ګ،ړ،ن،ګ)، خو چې موږ یې کاروو او موږ ورسره په همدې ډول بلد یو، نو زموږ د ذهن تصویر ترې هغه څه کیږي کوم چې زموږ بد ترې راځي.

اوس هم کچیرې، موږ د پښتو ویوکو سره په همغه شکل ځان بلد کړو، زه باور لرم چې زموږ ژبه به هم آسانه، هم خوږه، او هم پراخه شي.
بښنه غواړم چې د ګل یا ... مثال په ځای مې خپله خاطره ولیکه.


۰
13.09.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلي او دورند ورور حلیم صیب ستاسو مثال ښه او روښانه دی همداسي به يي درسره ومنو.
خو دا مشکل په هره ژبه کي شته په عربي کي ورته سماع واي اعني کومه کلمه چي دګرامر سره سر نه خوري نو واي دا د عربو نه همداسي راغلي او یا د صرف علم خاوندان وای دا شاذ دی یعني نادر اوکم پیښیدونکی دی نو که ورته ځیر شو که هرڅومره کم پیښیدونکي وي نو باید په ګرامر برابر وي او هغه دنحویانو په مثال کي که د عربو نه سماع [اوریدل ] هم را غلي وي نو اوس باید ګرامر ته برابر شوي واي خو هغوي داسي نه کوي ولي؟
ځکه چي بیا يي دژبي خوږوالي ځي .
هره ژبه او خاصکر پښتو ژبه د څلورو ګروپونو یا څلورو برخو نه جوړه ده
۱: هغه کلمات چي دپخوانیو پښتنو نه راپاتي وي که هغه نومونه[اسماء] ویونه یا ګړونه[افعال] او یا د نصب وجر توري[ حروف العلة ] وي .
مثال: غنم ګل زما ځوي دی.
اوس څوک نشي ویلي چي غنم خو ګل نه کوي نو څنګه تاسونوم ایښي .

۲: هغه ګړونه،نومونه،توري چي په پښتوکي ریښه لري خو اوس نوی د کومو خاصو شیانوته وضع شوي وي چي دا بیا په دري ډوله دي مشهور، نیم مشهور او نامشهورـ
مثال ۱:مشهور: لویه لار، ولسوالي، او عسکري صاحبمنصبانو د رتبو نومونه او داسي نور

مثال ۲:نیم مشهور: لکه الوتکه چي په لیکنو او رسنیو کي راځي خو خلک يي په عامو خبرو کي نه استعمالوي او طیاره واي چي د طائري مقلوب شکل دی

مثال ۳: نامشهور: لکه د راډیو لپاره غږدبلی، د رباب لپاره شرنګسوټی. او همدا راز د څوکۍ لپاره ناستدړه او د میز لپاره دړه او داسي نور

۳: بل يي خارجي لغات دي چي پښتو ژبي ته را ننوتي یا راننویستل شویدي خو اوس يي تري ویستل ګران دي لکه موټر، کلاشنکوف ، قلم [کښونی] کتابچه ،کتاب ، او نور او نور او لاهم نور لګیا دي د سواد خودلو په بهانه چي ګوندي زما خو یو څو ټکي اینګلیسي یاده نور هم پښتو ته ورننوزي او یو څو موده روسته به د پښتو ، فارسي ، اردو او اینګلیسي نه یوه مخلط جوړ وي ان شاءالله

څلورم قسم هغه ګړونه ،نومونه دي چي د پښتو ادیبانو او پوهانو نوی وضح کړي وي او په پخوانۍ پښتو کي يي هم کوم مثال یا ریښه نه وي او کوم خارجي نوم یا ګړ هم نه وي .

نو حلیم صیب دا ما سر سري خبري لیکلي شاید ډیره غلطي پکي وي او که هرڅوک زما غلطي اصلاح کوي نو دا به زما او هم پښتو سره لویه مرسته وي هیله لرم کوم پښتو پوه يي اصلاح کړی ولو که ټوله لیکنه مي ړنګه هم شي زه خوښ یم
خو فکر کوم ټولي به ناسمي هم نه وي .
نو حلیم صیب اوس دا پښتو ۱۰۰٪۱۰۰ کي ګرامري کول به ګران او تردي چي ناشوني وي.
بیا هم که تاسو یا کوم بل ورور زیار وباسي نو یو څه پرمختګ به حتمي وشي .
د نیکو هیلو نه مو مننه الله دي وکړي چي زمونږ ژبه ترقي وکړی کلتور مو پوره اسلامي او بیا مترقي شي.
مومندافغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more