د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د کرزي دوره د قومونو د وزلوبې مسابقه!

حلیم
04.09.2011

سلام،
لس کاله زموږ هیواد ته په یوه توره بلا پسې بله توره بلا راغله او نوم یې د ډیموکراسۍ ورکړ.
هیوادوال زیاتره خوشحاله ښکاریدل، پښتانه که له یوې خوا مات شول خو له بلې خوا یې راتلونکې ته امیدونه هم پیدا شول او همدا راز نور لږکي.
خو، اوس داسې ښکاري چې دا تیر لس کلونه د افغانستان میشتو قومونو ته د سیالۍ کولو ښه موکه په لاس ورکړه، او ټولو قومونو خپله وړتیا او د دلچسپۍ ساحه ډیره ښه تمثیل او تعریف کړه.
هغه قوم چی بنسټ یې په بې اتفاقۍ، ورور وژنه، قدرت طلبۍ، جاهلانه سیاست او لاشعوري ژوند ایښی هم خپل ځان ښکاره کړ، او هغه قوم چې موخه یې یوازې خپلې قومي ګټې او دافغانستان د نورو قومونو سره د سیال کیدو لار غوره بلل وه هم خپل ځان ښکاره کړ، او باالاخره هغه قوم چې تر ټول یې ځان چالاک او زیرک باله او د رهبریت شوقیان ښکاریدل هم خپل ځان ښکاره کړ.
د افغانستان خاوره او خلک لکه د وزلوبې میدان، دوی ته په خدمت کې ورکړ شول.
پښتنو هم خپله مسابقه ورکړه، او ځان یې معلوم کړ چې په کومو برخو کې ښه وړتیا او لیوالتیا لري او پدې لس کلنه دوره کې یې څومره لاسته راوړنې درلودې؟ (دلته پرې خبرې نه کوم)،
پاړسیوانانو هم خپله مسابقه ورکړه خدای شته د یو اقلیت توګه ښې لاسته راوړنې یې هم درلودې، هم په سیاسي ډګر کې هم په اجتماعي، علمي، کلتوري او بیا روغاونه کې.
هزارګانو هم ښه رول ولوباوه، حتی تر ټولو ښه رول یې درلود، داسې کورنۍ چې له نیکونو به یې کتاب په سترګو نه و لیدلۍ په یو ځل هلکان او نجونې په ښونځیو، تکیه خانو او پوهنتونو ور توی شول، او دادی تر نن پورې د مچ او میږي په څیر د افغانستان په ټولو پوهنتونو، او ادارو کې په خارج او داخل کې اوړي را اوړي.
نوریستانیانو او پشه یانو هم خپل رولونو د خپلې پوهې او وړتیا برابر ولوبول.

د مسابقې پایلې:
۱- پښتون قوم تر ټولو قومونو د زیات زحمت کش قوم په نوم ونومول شو، خو لاسته راوړنې یی صفر (ځکه دوه مساوي او مخالف الجهت قوې او خوځښتونه یې لوبول).
۲- تاجیک قوم له سره بریالی او د مسابقې ګتونکی، په سیاسي، کلتوري، او اقتصادي لنډمهاله او اوږدمهاله ګولونو کې. (ځکه دوی ورور وژنې ته کوم دلیل نلري، ولو که ترمنځ یې د کفر او اسلام خبره هم وي)
۳- هزاره قوم تر ټولو قومونو ډیرې لاسته راوړنې، دوهم بریالی قوم. د تعلیم په برخه کې د سیالی ګټونکی او د لمړي مقام څښتن.
۴- نور لږکي هر یو په خپل ځای او خپل وار مسابقه کړې خو پایلې یې د افغانستان د وزلوبې په پایلو ډیره اغیز نلري، لدې کبله یې دلته یادونه نه کوو.

پدې هیله چې په راتلونکي کې هغه قومونه چې ښې پایلې یې ندي ترلاسه خپلو نمګړتیاو ته ځیر شي او مسابقې ته له پوره تیارۍ او سمبالښت وروسته راشي.
د یو موټي او پرمخ تللي افغانستان په هیله


عادل عادل
04.09.2011

السلام علیکم

محترم حلیم صاحب

ښه او د پند لیکنه مو کړې ده،،،

د هزارګانو مشران خپلو خلکو ته وایي چې پښتون په جګړه او تاجک په عیاشی/فحاشی بوخت دي، که نران یاست تعلیم او تحصیل ته مخه کړی،،،،،، دا یو حقیقت دی،،،،.....

خو وروره د مشر ورور مسوولیت او دنده یو څه درنه وي، څیرل او ګنډل یې د کشرانو خلاف، خرمستي نه بلکه تحمیل شوي مجبوریتونه وي!

خدای ج دې د اهلو او باظرفیته پښتنو تر واک لاندې واحد، خپلواک، یو موټی او د ټولو پرګنو د خوښې اسلامي افغانستان رامنځ ته کړي، آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more