د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

عربي ويونو لپاره وړ پښتو ويونه

و.افغان
04.07.2009

عربي وييزو لپاره مناسب پښتو وييزي(مفردات او جملې):
ګرانو وروڼو! سلامونه او نیکې هيلی.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ددی سکالو لاندی به کوښښ کوو تر څو هغه عربي وييزې راټول کړو چی مونږ يي په
پښتو کی کاروو، همدارنګه هغه عربي وييزي چی پښتو ته دژباړې په مهال يي مونږ
وړ پښتو وييزو ته اړ کيږو، خو ذهني قاموس مو راسره پکی مرسته نه کوي، نو ان شاء
الله يو له بل سره به يي شريکوو، او د نه شتون په صورت کی به هم کوښښ کوو چی وړ
پښتو وييزی ورته جوړ کړو:
له دی کار څخه مو څو هدفه دي:
۱- دپښتو سوچه کيدل.
۲- له عربي څخه پښتو ښايسته ادبي ژباړه تر سره کول.
۳-پښتو ته پراختيا ورکول.

زه يي پيل کوم،کوم چی راته ياد دي، هغه به تاسو شریک کړم، او نور به له خیره
یو بل ته سره لاسونه ورکوو:

مناسب: وړ
ضرور: اړين.
هدف:
استعداد:
استهزاء کول:
مسخره کول:
حقانیت:
اختلاف:
خيال:
مجبوري:
شک:
عذاب:
ځمکه فرش شوې:
بر قرار:
بدن:
مناسبت:
خيار:
حاجت:
خلل:
جمله:
مفرد:

نور بيا ان شاء الله.

په درنښت


محمد احمد حمي
04.07.2009

محترمه وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته

ډير ښه سكالو دي پرانيستى دى خداى پاك دي درلره لويه بدله دركړي ، دوخت دكمښت له امله مي ډير ونشواى كړاى ، خو دا لاندي درې توري په ياد راغلل ، نور به هم له خيره سره درته ليكم په راتلونكي كي:

هدف: موخه ، نښان
استعداد: وړتيا ، وړوالى.
استهزاء ، مسخره: ټوكه ، ملنډه

په درنښت


jamila
04.07.2009

[code:1:479ac33766]عربي وييزو لپاره مناسب پښتو وييزي[/code:1:479ac33766]

ښاغلی ماسټرصیب وهاج ستاسو داجمله په پښتو کی ناسمه ده
تاسو باید دویۍ او وییزی ترمنڅ توپیر وکړئ په پښتو کی لغت
کلمی او کلام ته ویۍ وایی او دا په اصل کی له (ویل)نه مشتق بللی
شو او دازموږ د(وینا) مشهوره کلمه یا ویۍ هم له دی کاله سره تړاو لری

خوشال خان وایی :
یو ویی د دلاسه راته پری نږدی
ځان که هرڅو خپل مین ته مرور کړم

یا دا:

چی به بل تر تا راتیرکړم
داویۍ دزړه وبــــــــــــــاسه
او وییزۍ یی منسوب حالت ده لكه په عربی کی موږ د لفظ او
لغت توری یا ویۍ په منسوب حالت کی لفظی او لغوی وایو

نوتاسو کولی شئ عنوان داسی ولیکئ :
دځینی عربی وییونو له پاره وړ پښتو وییونه

نور نوستاسو ښکلی موضوع نه اخلالوم ډیره خوږخه موضوع ده
زه به هم کله کله برخه پکی اخلم خوشاله اوسئ

ستاسو خور جمیله


و.افغان
04.07.2009

جمیلې خورې ! ډیره مننه.
ان شاء الله دسکالو سرلیک ته به تغير ورکړم، سوچ کوم چی دويۍ جمعه به ويونه راشي، او که څنګه؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حميدي صاحب:
دهدف په اړه لا يو څه ستونځه شته ده، موخه دمقصد په معنا راځي، چي دارادې
معنا ورکوي، مګر هدف بيل څيز دی، چی له ذهن څخه بهر ديوه شته جسم يا معنا
ښودنه کوي، او نښان خو علامې ته وايي، اګر که کله کله هدف په عربي ژبه کی د
نښانې په معنا راځي، خو هغه می دلته موخه نه دی.
داستعداد مو ښه معنا کړی، البته عربان يي په دوه ډوله معناوو کاروي، چی دجملی
دسياق څخه معلومیدې شي.
مثلا: فلانی سړی ډیر ښه استعداد لري، معنا داسی ده لکه څنګه چی تاسو کړیده،
خو که څوک داسی ووايي چی: ما له دی کار لپاره ښه استعداد نیولی دی، نو موخه
يي تيارې وي.
داستهزاء يا مسخری ژباړه په ټوکی سره سهي نه راځي، ځکه چی ټوکو ته مزاح ويل
کيږي، البته ملنډه دمسخرې يا استهزاء سره تطابق لري، ځینې خلک ورته پسخند
هم وايي، له وروڼو هيله لرم چی په دی اړه که نور څه ويونه ذهن ته ورځي، نو مونږ
سره به يي ضرور شريکوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
اوس نور ويونه:
سياق:
تطابق:

په درنښت


عادل عادل
22.07.2009

سلامونه

د بحث درنو وروڼو او خویندو

زه د پښتو ژبې د پراختیا مخالف نه یم، خو د ایرانیانو د ډول د ژبې سوچه والۍ مې هم ندی خوښ.

تاسو ته بهتره مالومه یا معلومه ده چې عربي خورا بډایه یا غني ژبه ده، او د هغې تاثر په دري او پښتو ژبو کې د دغو دواړو ژبو ذاتي غنیوالۍ او ښایست دی.

که مونږ فرض کړویا و انګیرو چې د ټولو عربي اصطلاحاتو یا وییو په پښتو ترجمه یا ژباړه بریالي هم شو، چې نشو کیدای، نو د یوې خوا به مو لوی خدمت کړی وي، خو د بلې خوا به مو د پښتو ژبې نویو زده کوونکو ته ډیر لوی کار کتلې وي، هغه دا چې که یوه اصطلاح مو ترجمه کړه نو په واقع کې مو د هغې معنوي ارتباط د نوموړې کلمې د ټولو مشتقاتو سره وشلاوه، او زده کوونکۍ به د یوې کلمې پر ځای د لسهاوو کلمو لیکل او مانا جدا جدا زده کوي، او په املایي لحاظ به هم خامخا نګوښي.

د عربي ژبې سره اشنایي که له یوې خوا زمونږ ددین د لا زیاتې زده کړې سبب کیژي د بلې خوا مو په خپله مورنۍ ژبه کې تسلط زیاتوي او که برعکس د عربي ژبې سره اړیکې وشلوو نو په هره لیکنه او وینا کې به د فاحشو غلطیو مرتکب کیژو. ځنې بیا په عین عربي کلمو کې عربي توري ترې غورځوي چې دغه ډول سوچه والی بیا د لاندې همغږو ټکو د پر ځای کارونې اهمیت له منځه وړي:

ث، س، ص
ت، ط
ز، ذ، ض، ظ
ا، ع
ه،ح
ف، پ

د معلوم الحاله عربي اصطلاحاتو نه علاوه زښت ډیر پښتو اصطلاحات هم شته چې په اصل کې عربي دي، خو مونږ ځکه نه پرې پوهیژو چې د وخت په تیریدو سره یې شکل او تلفظ بدل شوی. مثال یې : ډب یا درب، ډبول یا دربول چې په اصل کې هماغه ضرب،یضرب، ضربا دي، ....

شاخیز :
په افغانستان کې هغه سه پایې یا tripoid ته وایي چې پر سر یې د سروې لیول یا دوربین نصب وي، ټول خلک یې په همدغه ډول لیکي، خو دا په واقعیت کې شاخص دی چې د معنې په لحاظ د سروې د چارو سره پوره ډډه لګوي.

بَحِیرَه:

په ۹۹.۹ سلنه دري ژبو او پښتنو کې د :بحیره: کلمه د :با: په فتحه د :حا: په کسره او دوو :ي: ګانو په تشدید یا سکون سره تلفظ کیژي چې مطلقه غلطه ده، او صحیح یې بُحَیرَه د :با: ضمه د :حا: او :را: فتحه او د :یا: سکون دی.

ما په لیرې پرتو کلیو او بانډو کې د مطلقه بې سواده بوډۍ ښځو نه داسې اصطلاحات اوریدلي چې سوچه عربي دي، مثلا : مدمغ

اوس به د وهاج صیب یو څو عربي ویۍ هم تر خپله وسه وژباړم:

هدف: نښه
استعداد: وړتیا
استهزاء : رټل
مسخره : ملنډې
حقانیت: سم، سیده
اختلاف: ناجوړتیا
خيال: سوچ
مجبوري: ناچاري
شک: نه باور،زړه یې پرې غل دی
عذاب: دردیدل یا رنځیدل
ځمکه فرش شوې: غوړیدلئ یا پوښلئ غولئ ، مجهول حالت
بر قرار: ځای په ځای
بدن: ځان
مناسبت: ډډه لګول، سیالي
خيار: لارې-چارې
حاجت: اړتیا
خلل: کمي
جمله: ټول
مفرد: یوازې

یو څو نور:

مسکین : لویدلئ
تنها: یو وزرئ
غرق: ډوب
ملوث: لوغیدلئ
کثیف: ککړ
نجس: چټل یا جوټه
نظیف: ستره
مقدس: سپیڅلئ


Ghairat
24.07.2009

ويی که څه هم په کلاسیکو لاسوندونوکې کارول شوی، بیا هم کارول یې بې ستونزې نه بریښي ۰
که وینا،ویئنه ،ویونی او ویوني په پآم کې ونیسو، نو ویونی د لغت یا کلمې په ځای کارول تر ويي ښه او د پوره اهنګ درلودونکی بریښي ۰

له عربي څخه زیاتره اسمونه را ژباړل کیږي ،کوم چې مشتقات نه لري۰،نود عربي مشتقاتودورکیدو ویره پر ځای نه ده،هغه په فعلونواومصدرونوکې شونې ده ،نه په نا مشتقو اسمونوکې۰
تر کومه ځایه چې دعربي مصدرونواوفعلونو ژباړه ده،نو مونږدخپلې ژبې د پراختیا اوودې مسولیت لرو، اوپه ژباړه کې د عربي لغت له منځه نه ځي، بلکې ژباړل کیږي۰که استعمال یې کمیږي،نو څه پروا نه لري، د عربي ویونو کارولوته ملایان صاحبان پریږدو اوعربي هم ملا صاحبانوته ، څوپه مسلکې توګه یې په تول اوپسول پوره وکاروي!

استهزاء : سپکاوی
حقانیت: رښتینوالی
اختلاف : اند توپیر
خيال: خیال
مجبوري: اړوتنه
عذاب،تعذيب: ځور، ځورونه ، رنځ ،رځېدنه ،  رنځونه 
بدن: ځان
مناسبت: ډډه لګول، اړیکی
خيار: لارې-چارې
حاجت: اړتی
محتاج :اړمن
خلل: نیمګړتیا
جمله: وینټوله ( ژبنۍ جمله )
مفرد: یوګړی


ابو جرير
04.09.2009

سلام ومنئ.

دلاندې عربي كليمو لپاره مناسبې پښتو كليمې كومې دي؟:
1-طريفة، طرائف
2-نكت
3-جالية، جاليات
4-صفقة، صفقات
5-الظاهرة، لكه: الظاهرة الاجتماعية، ظاهرة مرضية.....

مننه


larghonay laraway
05.09.2009

السلام عليكم!
بحث ډېر ښه روان دى كور مو ودان . زه به يوازې د هدف او موخې په اړه خپل نظر څرګند كړم!
هدف ته بايد تر هغې پورې هدف ووايو چې يو وړ ويى مو ورته نه وي موندلى ځكه په انګريزي كې د هدف ښه معنى (Gool) ده. او د مقصد ښه معنى (abjective) ده چې په افغانستان كې پښتانه او پاړسيوان اكثره په دې اړه تېروتنه كوي ځكه دوى كله كله د يو كار په اړه خبرې كوي خو د هدف لپاره د جمع ويى كاروي او وايي (اهداف او مقاصد). تاسو فكر وكړئ كه د فوټبال په لوبه كې يوه ډله په عين حال كې چې له بلې ډلې سره يې سيالي روانه ده او ځانته دوه (Gools ) يا ګولونه وټاكي نو هيڅ كله به هم بري ته ونه رسېږي. يو كار يوازې يو هدف لري او ګڼ مقاصد لري. د مقاصدو په مرسته يو انسان هدف ته رسېږي. د بېلګې په توګه زه غواړم د بيت الله شريف حج وكړم. دلته زما هدف حج كول دي چې دا نور څيزونه لكه پيسې لرل، ويزه او پاسپورټ اخيستل،په بيت الله شريف كې د شيخ الحديث وهاج صافي صيب غوندې يو پوه پښتون لارښود لرل او ... دا ټول مقاصد دي چې ما خپل هدف ته رسوي.
له همدې كبله د يو كار لپاره بايد يو هدف وي او (اهداف) ونه ويل شي.
موخه: موخه په اصل كې د ټوپك هغې زخې ته وايي چې نښه پرې سهي كوي. موخه نه هدف دى او نه مقصد، بلكې د دواړو پر ځاى يې ځينې خلك كاروي چې دا يوه تېروتنه ده. ځكه كه تاسو چېرته په ټوپك د نښې ويشتلو شوق وكړئ نو نښه ويشتل ستاسو هدف شو او د نښې ويشتلو لپاره ټوپك، كارتوس، روغې سترګې او لاسونه، او نورې اړتياوې چې تاسو وتوانېږئ په سمه توګه نښه وولئ نو دا ټول شيونه مقاصد شول چې يوازې د ټوپك زخه (موخه) د مقصد پر ځاى كارول ناسم دي.
اوس بايد تر هغې پورې د ځينو نورو ويونو په څېر همدا (هدف او مقصد) وكاروو څو چې ورته وړ ، علمي او منطقي ويونه ومومو.

په همدې هيله
ستاسو لاروى


عادل عادل
17.09.2009

سلامونه

د موخې ظاهري بڼه خو داسې ده لکه چې د موخ نه اخیستل شوې وي، موخ په عربي ژبه کې په غالب ګومان ماغزو ته وایي.

یو څو پښتو کلمې:

چووک څه ته وایي؟ ........... د چ په ضمه او دوهم واو په فتحه سره

نومریه یا نُمریه ؟ ............. د ر په کسره او ی په فتحه سره

لټیدل ؟ ........................ د لام او ټ دواړو په سکون سره...... LTEDAL

څخلې ؟

پرښ ؟ ................... د ر او ښین په سکون سره

ټکټکنی؟


pattang
17.09.2009

[quote:8baaa34da6="عادل عادل"]سلامونه

د موخې ظاهري بڼه خو داسې ده لکه چې د موخ نه اخیستل شوې وي، موخ په عربي ژبه کې په غالب ګومان ماغزو ته وایي.

یو څو پښتو کلمې:

چووک څه ته وایي؟ ........... د چ په ضمه او دوهم واو په فتحه سره

نومریه یا نُمریه ؟ ............. د ر په کسره او ی په فتحه سره

لټیدل ؟ ........................ د لام او ټ دواړو په سکون سره...... LTEDAL

څخلې ؟

پرښ ؟ ................... د ر او ښین په سکون سره

ټکټکنی؟[/quote:8baaa34da6]

عادل صيب په غلځايې علا قو کې کې دغه لغات شته :

چووک : په زړه راځي په خوله نه خو د ژرندي او دژرندې د پله په چارپېريال کې به وي ٠ اوچوړک دې وره يو ډول تمبه ده چې ددېواله په څنګ کې غار ورته جوړوي او ور پرې بندوي چوړک ښه شی دی٠
نومریه ?
لټیدل : پورته کېدل او لټوالي ته هم وايې
څخلې ? خڅلې ? او يا به کومه کرياڼۍ اصطلاح د څښلو لپاره وي ; ا وبه مو څخلې
پرښ : دواورې نرۍ نرۍ طبقه ، د واورې پړ لکه چې وايې نری پرښ پروت دی ٠
ټکټکنی : دژرندي په پله له پاسه په ناوه پورې تړلی لرګی چې سبب د غنمو يا جوارو
ددانو دتو يولو کېږي تر څو چې اوړه شي٠


عادل عادل
19.09.2009

سلامونه

دروند پتنګ صیب

چووک هغه لرګئ دئ چې د کروندې اوبه پرې بیلوي، دا په هغو ځایونو کې دي چې د اوبو منابع (کاریزونه) دوه وي او د یوه لښتي له لارې یې دوه کروندګر خپلو خپلو کروندو ته انتقالوي.

په بل عبارت د Y شکل لري، چې د دوه کاریزونو اوبه د محدودیت له لحاظه یوه لښتي ته لویژي، نو د بیرته بیلولو لپاره یې د چووک نه کار اخلي. په انګریزي ژبه کې ورته ګیج ویلئ شو.

څخلې مانا څرنګه، څه ډول یا څه قسم

ټکټکني ته به کیدای شي Vibrator ته ویلی شي.

نمریه یا نومریه : ناښاد، ناکام او د نظر نه لویدلي یا منزوي ته وایي، ښځې يې په اصطلاحي ښیرو کې وایي ، کیدای شي په اصل کې به د عربي ژبې نامرئي وي.

اوس یو څو نور پښتو ټکي :

څلوربول څه ته وایي؟ ............... ظاهري مانا خو یې bilingual ده .......

خوږه لوړئ يا خوږلوړئ څه مانا؟ ...............ولې منفي مانا مفهوموي .........

نبور څه ته وایي؟

نور بیا
ان شاء الله


larghonay laraway
26.09.2009

عادل صيب ولې دې په لوى لاس موضوع ګډه وډه كړې ده؟
دا خو د (دې ته به څه وايي موضوع نه وه!) بلكې موضوع دا وه چې (عربي وييزو لپاره مناسب پښتو وييزي(مفردات او جملې). تاسو خو پښتو لغتونه يا مفغن لغتونه راټول كړي او وايي دې ته به څه ويي. موضوع مو ګډه وډه كړې كړه! تاسو كولى شول چې په همدې بحث فورم كې خپلې همدغه پوښتنې مطرح كړې واى!
بېرته راځم موخې ته. دا چې د عربي له مغزو اخيستل شوې او كه د پښتنو د څانګې (نيزه بازۍ) لوبې او ټوپك څخه خو زما په نظر د هدف او مقصد ځاى نه شي نيولى. دا چې هدف او مقصد عربي دي نو په دې فكر وكړئ چې پښتو به يې څه شى وي؟
تر څو چې ورته وړ پښتو لغت نه وي پيدا شوى نو د هدف او مقصد عربي لغتونو سره دښمني نه كوو او موخه نه ورته كاروو!
په درنښت


محمود سعيد
04.09.2011

زما سلامونه هم ومنئ، دا ډیره ښه سکالو ده، هیله ده ملګري پکې برخه واخلي.
زه هم د لاندینیو ویوکو ژباړې ته اړتیا لرم:

تسامح
منهج
قدوه


شبيراحمد
04.09.2011

زماسلامونه هم ومنئ.

دعادل صيب څخلي مي خوښ نه شوشايدعادل صاحب زمونږڅه خيل يادوي.
لکه : عادل صاحب دادي څه خيل املاکړي ده؟ ياکه زمونږلهجه وال يې زر څخيلي ووايي.
مننه
تسامح : سترګي پټول، ځان اچول، ځان ناګاره کول اوځان ناخبره ښودل.
منج به شايدتګلاري ته ياطريقي ته وايي، په فارسي کي يې په ځای روش کارول کېږي.
اوقدوة لکه چې مثال ته وايي.
دا، لکه چې، شايد اوګمان کوم مي ځکه پکي وليکل چې په معنايې باوري نه يم.
هيله ده سم مي معنی کړي وي.

مننه


محمود سعيد
25.09.2011

یو ځل بیا سلامونه.

که د شطح او ورع معنی هم راته وکړئ خوښ به شم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more