د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

تازه میوې دډېری مودې دپاره څنګه ساتلای شو

خیریوسی
14.01.2011

محترمو ورڼو او خوندو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
نن می یوه موضوع ډیره خوښه سوه غواړم چي ستاسو ومخ ته یي کښیږم چي ددې موضوع په اړه خپل نظر وړاندی کړي ولی چي موږ ډیری میوې لرو کیدای سی چي زموږ میوې په په دې طریقه سره یي وساتو د اختر په خوښیو په ژمی ...کي کار ځنی واخلواو هم دا ډول یي وبهر ته صادرې کړو .

*******دتازه میو ساتل په بوره کي ***
تازه پخه کلکه میوه لکه :-
( کوچني کوچني سیب ، الو بخاره ، زردالو ، الوبالو ،الوچه ، ګرنګیچ ، زخن انځر سپین کړی کیوي ............. هره میوه چي ستاسو خوښه وی )
په نیقلي پنجه میوه دهر اړخه ووهي . لاکن هغه میوه چي سپنوئ یا یي دوی برخی کوئ هغه دپنجې ووهلو ته اړتیا نه لري .
دتازه میوو جوړولو کړنلاره :ـ
• نیقلي دیګ پرخام اور باندی کړئ ، اوبه او تازه میوه ورواچوئ لس دقیقې وروسته میوه په صافی کي صافه کړئ ، اوبه یي وساتئ .
• وهغو اوبو ته چي تاسو میوه پکښی وایشول داوبو اندازه که یو ګیلاس وي تاسو به نیم ګیلاس بوره ورواچوئ.
• دیګ پر خام اور باندی کړئ ، تر څو چي بوره ویلی سی پنځه دقیقې یي وایشوئ .
• نوموړی خوږې اوبه پر میوه واچوئ 48 ساعته یي داسی کښیږدئ .
• وروسته میوه د دخوږو اوبو څخه پاکه کړئ ، دیګ پر اورباندی کړئ ،او هغه بوره چي تاسو دمیوې څخه ایسته کړه په دیګ کي واچوئ، او یو ګیلاس بوره نوره ورواچوئ ، ویي لړئ تر څو چي بوره ویلی سی اودرې دقیقې وایشیږي .
• نوموړی خوږې اوبه پر میوه واچوئ 24 ساعته میوه داسی کښیږدئ .
• وروسته میوه دخوږو اوبو څخه وباسي او خوږې اوبه بیا په دیګ کی پرخام اور باندی کړئ ، نیم ګیلاس بوره ورواچوئ ، تر څو چي راوایشیږي درې دقیقې یي وایشوئ ، خوږې اوبه به داسی سی لکه عسل ، دریم وار بیا خوږې اوبه پر میوه واچوئ او دری ورځی میوه په ګاټه خوږو اوبو کي پریږدئ .
• څلرمه ورځ به میوه په کاچوغه ددیګ څخه راوباسئ په صافه کي یي کښیږدئ او په یوه پاک ټوکر یي پټ کړئ چي خوږې اوبه یي وننیږي .
• کیدای سی چي میوه په په بوره ولغړوی مخکی تر دې چي وچه سی .
• نومړی میوه دلرګو په صندق کي وساتئ اودیوې اوبلی میوې تر منځ پلاسټک کښیږدئ چي یوه دبلی سره ونه مښلیږي .
خیر یوسی


حلیم
04.09.2011

سلام
پوه نشوم چی ستاسو مطلب د لندې پخې شوې مېوې ساتل مطلب دی که د لندو تازه مېوو ساتل.
ما ستاسو د لارښونو څخه داسې اخذ وکړ چې ګویا د لندې مېوې مربا راته جوړوﺉ.
هه هه هه


خیریوسی
11.09.2011

تر ډیر ځنډ وروسته وټولو وروڼو ته دکوچني اختر مبارکی وایم
حلیم صاحب دمیوې مربابه نه وی کیدای چي وچه میوه وی
په لاندی لینیک کي کتلای سی

http://www.24arabia.com/mall/oriental-sweets/box-of-dried-fruits-o-u-u-u-o-u-u-o-u-u-o-u-u-u-o-/prod_7.html

په درنښت


mickel
07.02.2015

محترمو ورڼو او خوندو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
نن می یوه موضوع ډیره خوښه سوه غواړم چي ستاسو [url=http://www.realtests.com]70-487[/url]ومخ ته یي کښیږم چي ددې موضوع په اړه خپل نظر وړاندی کړي ولی چي موږ ډیری میوې لرو کیدای سی چي زموږ میوې په په دې طریقه سره یي وساتو د اختر په خوښیو په ژمی ...کي کار ځنی واخلواو هم دا ډول یي وبهر ته صادرې کړو .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more