د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د ضعیف صیب د بنسټیزو ستونزو د حل لاري کتاب

حلیم
26.08.2011

سلام،
ملا عبدالسلام ضعیف یو کتاب لیکلی چې کیدای شي د ټول افغان په لمړي مخ یې لنډیز هرچا لوستی وي.

http://www.tolafghan.com/posts/22526
ضعیف صیب د تعلیم په برخه کې ځنې حل لارې هم په ګوته کړیدي چې ګټ مټ یې درسره شریکوم.
لاندې حل لارې ټکي په ټکي ولولئ او هیله کوم راته ووایئ چې آیا همدا یې حل دی؟ په ځانګړې توګه ۳ ټکی.

١- په ښونيز نصاب كې بايد له لومړي څخه تر دوولسم ټولګي پوري نغښتي تعليمات په اوډلي ډول ځای كړل شي.
٢ - اسلامي ښووني د هر ټولګي د زده كونكي د ازمويني او بري مهمه برخه وګرځول شي.
٣ - اسلامي ښوونه د هېواد د ښوونيز نصاب داسي مهم ركن وبلل شي چې د ښوونو او لوړو زده کړو د ملا د تيرحيثيت ولری.
٤- ښوونكي بايد په ديني او عصري تعليماتو باندې ښه سمبال كړاي شي.
٥ - د زده كوونكو يونيفورم د نظام په شكل خاص خو ملي شكل ولري داسې نه چې د پتلون او نكټايې پر دی كلتور په زور تحميل کړای شي.
٦- په ښوونځيو، ليسو او پوهنتونونو كې پر اسلامي صورت او سيرت ټينګار وشي.
٧- د اسلامي تعليماتو سند او بريليك د نورو تعليماتو د سند سره معادل وپيژندل شي، څو د هيواد ټول وګړي له يوه منظم اسلامي نصاب سره ليوالتيا پيدا كړي او اعتماد پر وشي او وړتيا ته لومړيتوب او ارزښت وركول شي.
٨ - د شخصي ښوونيزو مراكزو او مدارسو په زده كوونكيو كې دي د سيالة د احساس د پياوړتيا لپاره رغنده پاملرنه وشي.
٩ـ په پوهنتون کي بايد د هري رشتې انتخاب د هغې رشتې د زده کوونکو څخه وسي نه داچي د نورو مضامينو ټمبلان د نورو زده کوونکو ځاى ونيسي. وړاندي مو وويل چي مدرسې د مکاتبو موازي ارګانونه دي خو په مسلکي توګه په پوهنتون کي يوازې د حقوقو او شرعياتو رشتې لري که دا رشتې نور زده کوونکي له دوۍ څخه اشغال کړي نو بيا د ديني مدارسو زده کوونکو ته کومه لاره سته چي خپله رشته انتخاب کړي؟
١٠- د نارينه او ښځينه تعليماتو د نامخلوط تعليم لاري چاري بايدبيلي وساتل شي.


۰
26.08.2011

حلیم صیب پوه نشو چي دي کي تاسو څه مشکل لرۍ؟


حلیم
26.08.2011

افغان صیب مننه،
د ضعیف په ګوته شوې لارې ښې او پرځای دي، خو د دریمې نه یې ډیر ووریدم. ما ویل که خدای مکړه بیا مو پرسر باندې د خلاصې باالشمة، فقه اکبر، کنز او قدوري او خلاصه ګزارونه حواله شول، او بیا یې تر مکتب او پوهنتون را ولي که څنګه؟
د کنز، خلاصې او قدوري د نصاب مخالف زه آن د مسجد د طالبانو او چړیانو لپاره وم او یم، خو له بده مرغه چې یو وخت یې ان تر پوهنتون پورې هم پښې را اوږدې کړې.

بله خبره داده چې، زه ددې هم قسما مخالف یم چې دیني علوم دې د تعلیم او لوړو زده کړو د ملاتیر وګڼل شي.

دا هسې بې مانا خبره ده، پدې سره زموږ هیڅ درد نه دوا کیږي؛ هو!، کچیرې د پلونو ډیزاین په کوم دم او دعا باندې کیدی بیا ضرور وه چې یو انجینر باید په دیني علم کې لوړې زده کړي، ماسټري او دوکتورا ولري تر څو یو پل ډیزاین کړای شي. همدا راز کچیرې یو ناروغ په کومه فتوی یا دکوم فقهي تحقیق د پایلو په وسیله تداوي کیدای شوای، نو ضرور وه چې زموږ طبیبانو باید د طبابت پر ځای په فقه کې لوړې زده کړې ، ماسټري او دوکتورا اخیستې وای. خو نه!، خبره سر چپه ده.
زه دا وایم چې له افغانستان څخه مه یو بې عقیدې ملک جوړوی لکه اوس چې ور روان دی، او مه یې هم د عربستان غوندې مولوي انجینر یا شیخ طبیب او داسې نور ترې جوړوی، چې د یو تخنیکي مسلک زده کول د یو انسان له وسه وتلې خبره جوړه شي.

هرڅه د ضرورت په انداره.
انجینر ته هیڅ ضرور نده چې په میراث پوه شي
ډاکټر ته هیڅ ضرور نده چې د د قرام په ټولو محکماتو متشابهاتو او نور باندې پوره علم ولري.
او داسې نور.
افغان صیب لیکنه مې تاته راجع ده، پدې هیله چې دوستان مې د ملحدینو یا خدای مکړه نورو ډلو په صف کې ونه دروي.


۰
26.08.2011

السلام علیکم !
حلیم صیب الله دي وکړي چي همداسي حلیم اوسي او ښه په نرمه سره بحث وکړو
او الله جل جلاله دي مونږ ټولو ته د مدلل بحث او حق منلو توفیق راکړي.
حلیم صیب ستاسو اندیښنه تریو حده صحیح ده او هغه دومره چي د طالبانو دتحریک په وخت کي ما هم لیدلي وو چي د اول ټولګي زده کونکو ته يي پګړۍ ورتړلي وی او چونکي هغوي ډیر کوچني ماشومان وو نو په قدر يي نه پوهیدل او پرځاي ددي چي دپګړۍ قدر وکړي بي حرمتي يي کیدله.
خو داسي هم نده چي بیخي دي دیني علوم له نصابه وغوځیږي او یا دي یو سړی ډاکټر شي انجنیر شي یا هم عسکري صاحب منصب خو له دین نه دي ناخبره وي په پخواني نظامونو کي همداسي شوي وو چي کوم سړی به په عصري مضامینو کي لایق وو او يه دیني کي به دومره وو چي خپل لمونځ به يي هم نه وو زده نو نورو استاذانو به د دینیاتو استاذ ته سپارش کاوه چي دا محصل یا شاګرد په کیمیا کي ډیر لایق دی ګوري چي ناکام يي نه کړي ، په فزیک کي ډیر پوه دي خیر دینیات کي که کمزوری دی مونږ درته سپارش کوو مه يي ناکاموه او داسي نور...
نو اخر څه وشوه خو چي کله به دامحصل خارج ته چي اکثر به يي روسي ته په تعلیمي برسري تلل نو بیا پرځآي ددي چي علم راوړي هنر راوړي خارجي مفکوره به يي له ځانه سره راوړه او هیواد ته د خدمت په ځاي به يي خارجي مفکوره خپروله اوخارجیانو ته به يي خدمت کاوه چي نتیجه يي مونږ تاسو ټولو ولیده اکثره يي دهریان کمونستان او یا د امریکي او فرانسي او نور جاسوسان غلامان او پردی بدرنګه او غیرمهذب تهذیب به يي په خپل اسلامي او افغاني هیواد کي پلي کاوه او اخر نتیجه يي دادي ټول ګورو.
نو د ضعیف صیب د لایحي مطابق که یو شاګرد یا محصل د عصري علومو سره دیني پوه هم ولري نو ددي پورتنیو مشکلاتو مخنیوي به وشي .
زه دا نه وایم چي یو ډاکټر یا انجنیردي علم المیراث یادوي اویادي صرف ونحو یاده وي او یا دي فقه او نور علوم یادوي خو لږترلږه دومره باید وي چي خپل دین او ګروهه وپیژني او پدي پوه شي چي زه ولي مسلمان یم او اسلام په نورو باطل ادیانو څه امتیاز لري اعني چي په اسانه کافر نشي او مسلمان ډاکټر یا انجنیر جوړ شي.
د مصر ډاکټران یا انجنیران که چا لیدلي وي نو زمونږ ددي ډانګترانو او ngoنرانو نه ډیر پوه دي او وسره بیا په دیني علومو کي هم ښه معلومات لري نو مونږ ولي ونشو کولاي چي په عین حال کي یو ښه انجنیر یا ډاکټر اوورسره په خپل ګروهه ګروهمن اوسو نو پدي اساس د ښاغلي مولوی صیب ضعیف خبره ضعیفه نه بلکي غښتلي خبره ده اویوه ښه لایحه ده.
نوربیا ان شاءالله


حلیم
26.08.2011

افغان صیب بیا هم مننه،
تاسو خبره د پګړی لور یوړه د کوم سره چې ما کوم مخالفت یا له هغه نه مې هیڅ تشویش نه کولو، ځکه لباس (یونیفورم) مهم دی خو دومره نه لکه نصاب.
زه پګړی هم ورسره منم، خو کنز او خلاصه یې نه منم.
زه ږیره هم ورسره منم، خو د دینې علومو څخه د لوړو زده کړو د ملا تیر ورسره نه منم.
ما یو وخت فیس بک کارو، هلته ما ډیر ځله ویل چې: راځی د ښونځی او مدرسې ترمنځ پولې ړنګې کړو، راځی نور په مسجد کې د طالب او چړي سلسلې ته د پای ټکی کیږدو. هدف مې دا نه وو چې دیني علم بند کړو، بلکه هدف مې دا و چې زموږ یو ښونځی باید په خپل نصاب کې دومره څه ولري چې یو باسواده مسلمان د خپلې عقیدې، ورځنیو چارو او ژوندانه په برخه کې لازم اسلامي تعلیمات بشپړ کړی شي. له هغه وروسته که څوک تخصصي وایي د شرعیاتو، قانون، حقوقو وغیره پوهنځیو دروازې یې پرمخ خلاصې دي.

او هغه مثال چې تاسو د مصر د ډاکټرانو یا انجینرانو را وړی دی، هغوی داسې اسلامي نصاب نلري چې دوی یې تر دې حده رسولي وي، بلکه دا دې دوی خپل زیار او زحمت دی، زه دلته یو مصری ملګری لرم هغه هر وخت لدې مصیبته ځوریده، د خپل هیواده بهر یې د ډاکټری د پروګرام سره یو ځای خپل دیني تعلیمات هم پرمخ بیول. د ډیرو مصریانو میرمنې وې چې قران یې نشو تلاوت کولای، دلته یې زده کړ، او دده په ژبه دلیل یې د مصری او حجازي لهجې توپیر و چې د دوی ښځو ضرورت درلود ترڅو ډیر وخت د قران زده کړې ته ورکړي.
مننه افغان صیب
د یو معتدل افغانستان په هیله.

او هو، دا هم ښه شوه چې له خولې یې راوتلي دي چي د نجونو او هلکانو لپاره بیل بیل مکتبونه او .... په پام کې ونیول شی. مګر هغه نور شملور خو یې لا هم پروني خوبونه ویني. دلته پدې ویډیو کې یې لیدلای شئ:
http://www.youtube.com/watch?v=PsMAnfv1Vp4


۰
27.08.2011

مننه حلیم صیب ویډیو مي ولیده حیران شوم
خو چي دا به د طالبانو ترانه وي او که هسي به کوم چا د طالبانو په وزن ویلي وي
ځکه اوس خو د مبایل درواخله رینګ ټون هم داسي جوړ شوي ته به واي د طالبانوترانه ده نو چي دا دطالبانو منشور دي او که هسي پدوي ورتپل شوي .
المهم خبره مو صحیح ده او زه قانع شوم.
بیا هم مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more