د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لعنت دې وي په داسې پښتنو

ویښ
25.08.2011

دي وحشت او بربریت ته وګوړي. توف دي وي د دوي په نجس ذات. خداي پاک دي دوي خپل په جزا ورسوي او داسي شرمساري کړي چي نوري نومي هم څوک وانخلي. دا ویدیو وګوړي او که په روښتیا مو په دي مبارکه میاشت کي روژه نیولي وي خوي داسي وحشي انسانانو ته د زړه له کومي شرا وکړي. http://top.parsvi.com/?p=78 افسوس خوړم په هغه ویاړلي تاریخ چي نن مو په دا ډول نا اهله کسانو خراب کړ.


larghonay laraway
25.08.2011

د ويښ صيب په ښودل شوې ويډيو کې د خدای تر ټولو وحشي خلک دي چې يو انسان په عام محضر کې په ثقيله ولي او بيا يې توهين هم کوي.

له جهاده مې قربان کړې خو په ډاډ درته ويلی شم چې دا جهاد مهاد نه بلکې ترور دی او دوی غواړي چې په نړۍ کې خلکو ته اسلام وحشت او مجاهدين وحشيان معرفي کړي.
زه دا هم په ډاډ ويلی شم چې د غه وحشيان حتی په خپل لمانځه هم سم نه پوهېږي خو له بده مرغه چې ځينې خلک د دوی دفاع هم کوي.


wiesa
25.08.2011

سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم.
ګرانو وروڼو: زه خپله په بحثونو کې دومره فعال نه یم خو کله کله ستاسې لیکنې لولم.د نه فعال علت دادی چې بعضې وروڼه ډیر غلیظه ژبه کاروي. بعضې وروڼه بیا په ټاپه لګولو کې ډیر مهارت لري.
رابه شو دې ویدیو ته: داسې فیصلې او کړنې نه یوازې دا چې اسلام او جهاد بدناموي بلکې پښتون قوم دنیا ته وحشي، ظالم او خونخوار معرفي کوي. دا دنیا ته ښيي چه پښتانه په چوکاټ کې هم نه برابریږي او خپل کړنې په زور په ظلم او وحشت عملي کوي .
ددې پر ځای چې خلک په مینه محبت سره اصلاح کړي خپل ځانته یې را جذب کړي خو دوی سره د ملت او خلکو فاصله نوره هم زیاتیږي. او کوم خلک یې که بیا ملتیا کوي نو هغه بیا د پورتني ویدیو له حالته وریزي. تر څو دوی په دې انجام ګرفتاره نشي.
وایي نیم لوستي د لوستي او نه لوستي نه ډیر خطرناکه وي. دوی کوم چې یو دوې سفارې د نورو نه زیاتې لوستي وي بیا نو دی خپله هم ملا وي هم قاضي او هم جلاد....
دوی د اسلام نه داسې یو ویرونکۍ او زړه بږنونکي شی جوړ کړی چې چاته د اسلام او طالب نوم ورواخلي نو د سر پرکولو وژلو او ویرې بل څه نه شي تصور کولای.
هرمسلمان دا غواړی تر څو په یو اسلامي او شرعي ټولنه کې ژوند وکړي. دا چې طالبان د ۱۴۰۰ کاله مخکې وخت په ۲۱ پیړي کې غواړي زه خپله فکر نکوم چې دا به چیرته سر سره وخوري.

زه په دولسم ټولګي وم او د طالبانو د وخت د تعلیم او تربیې ریس راغی او مونږته په ټولګي وویل چې مونږ باید دیني علم ته توجع وکړو نه ساینس ته. زمونږ یو ټولګیوال ورته وویل که چیر ته مونږ ساینس ته توجع ونکړو نو دا کروزر چې ته په سپریږې به څنګه جوړ کړاي شو. پوهیږی چي څه وشول؟؟؟
په هماغه کال هم له ښوونځي منع کړای شو او یو کال نور هم تعطیل شو. ددې پر ځای چې شاګرد ته قناعت ورکړي هغه یې له ښوونځي منع کړو...............
د ټولو د اصلاح په هیله


لاونګ
25.08.2011

الله پاک مو دې داسې خلکو نه وساتي چې د اسلام ترعنوان لاندې غیر اسلامي او غیر انساني کارونه تر سره کوي. دوی دې اسلام په لور نه دي. دوی په خپله لار دي. دا ټول چې ورته ولاړ ول، دې دو سړي د وژلو ته نه بلکې دې اسلام او دې جهاد بدنامولو ته ولاړ ول. زمونږ دې سپیڅلې دین نوم یې ټولې نړی ته بد کړی. لعنت دې وي په داسې خلکو. الله پاک دې دوی ټولو ته سزا ورکړي، امین.


پتوال
25.08.2011

دې کفر ته ګوره ، مسلمان په دې کې څه وايي ؟
........................................................... ددشت ليلی آ- غچ پالان په دې کې څه وايي؟؟؟


عبدالله صابر
26.08.2011

نوکه جاسوس وي په امريکايانويی دچا ميندې بورې ،ښځې کونډې اوماشومان
يتيمان کړي وي ،اويايي دده له لاسه دشپې چاکوردروازې په لغتواوبمونوور
ماتي کړي ويي ،،ماشومان اوښځې يی ډاره ولي وي ،،اويايي هم بي پيلووټه
الوتکولس پنځلس کسانوباندي دشهادت جام نوش کړئ وي ،نو اوس تاسو
قضاوت وکړئ چي بياهم څومره رحم پري کړئ يواځيي وژلئئ دی اوبس
مهمه نه ده که په کلشنکوف وي اوياتوپ خودخپل عمل په سزا يی ورسوه
د مجرم اونه مجرم يی بيابيله موضوع ده ٠


دجاسوس موري ژړيږي به بيا
زوی دلږپوه کړه جاسوسي دنه کوينه
ژړيږي به بيييييييييييييييييييا


-
26.08.2011

صابر صاحب، الله پاک دې په دارینو کې ونازوه. آمین
زما د زړه خبرې مو کړي.


۰
26.08.2011

کلیوال وروره له اوږده غیابه روسته بیا په خیر راغلي .
زمونږ خودي خوا راشنه کړه چي ګوندي کلیوال مو فورم پریښوده خو ښه شوه چي بیرته راغلي.
او د ویډیو په هکله وایم چي د عبدالله صابر صیب ځواب کافي دي.


طالب ISI
26.08.2011

که همدغه کار بیا افغان دولت یا امریکایان بیا وکړي، بیا به وایې چې چون امریکایان یې وژلې، یا یې دولتي کسان یې وژلي نو دوی هم حق لري چې په توپ یې ولي، که په ټانګ.

پل پلچرخي کې چې د طالبانو ډوډی هم سمه نه وي، نو نو سم غوغا وي چې داد د بشر مدافعین سمه ډوډی نه ورکوي، یا زیاتی کیږي، خو افغان دولت او امریکایان د خپلو ټولو ظلمو سره هغه خپل حقوق بشر ته یو څه احترام لري.

تاسې خو د حضرت محمد صلی علیه وسلم ، اسلام نوم بد کړ، ما خو په هیڅ ځای کې نه دي، آوریدلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فلانی کافر ژوند پوست کړ، یا یې په پڅه چاړه حلال کړ، یا یې نوکان ترې وایستل، ځکه هغه خو د اخلاقو یو ه نمونه وه، او تاسې که د حضرت محمد صلی علیه وسلم
په لاره تللی داسې به مو نه کول.

مجاهد خو داسې وي، لکه د وردګو د تنګې درې مجاهدین چې مخامخ له امریکایانو سره وهي.

ډارن طالبان چې یواځې د ډوډی زمریان دي، هغه بیا همدا کار کوي چې چیرته کوم مامور مړ کړه، چیرته کوم ښځه ماموره مړه کړه، د موسسه انجینر مړ کړه، او پولیس په ۸۵ توپ ووله. د سړک جوړولو بلډوزر پا راکت ووله، د سلما بند جوړول بند کړه....دا طالبانو هم نه دي، مجاهدین خو بیخي نه دي، هو دا د ای،اس،ای حراموني دي.

دا ډول طالبانو د خدای پاک د ‌‌بی ـ۵۲ خوراک کړي.


پتوال
26.08.2011

دلته د جنګ ډګر نه و چې يو پکې په دهشکه او يا بله ثقيله وويشتل شي، دا سړی پوليس و، [color=red:9447eb6ecb]ښکاره مقابل وسلوال و نۀ جاسوس [/color:9447eb6ecb]،
نو نيول يې له بد نه په بد حالت کې د جنګي بنديانو په ليکه کې راتلای شي ، نو آيا د جنکي بنديانو سره بايد داسې چلند وشي ؟؟؟؟؟
آيا دا تر هغې بدتر چلند نه دی چې د دشت ليلی د جنګي بنديانو سره وشو ؟
آيا تاسو هغې ته برحقيت ورکوئ اوبشري جنايت يې نه بولئ
او د قاتلانو محاکمه يې نه غواړئ ؟؟؟
او که نه : غواړئ چې د موجوده طالب بنديانو سره خدای مکړه همدغسې چلند وشي ؟؟؟؟

په ويديو کې له لهجې څخه داسې معلوميږي چې قاتلان د پکتيا د خوا طالبان وي
او د حقاني يا کومې بلې ډلې پورې تړاو ولري ،
په پکتيا والو کې خو د د ګبر زامن هم شته او دمحمود غزنوي تر وخته پورې ټول پکتياوال پخپله کافر وو
او له هغې راهيسې هم په کې اسلام او اسلامي شرعه دومره نه ده چلېدلې او هر څه د پښتو په زاړه ، خوړين او زنګ خوړلو
دودونو تر سره کوي . که په يوه بام دوه هوا نه وي نو د دشت ليلی دجنګي جنايتکارو سره به د دغه قاتلانو مشر ( حقاني وي او که بل ) هم محاکمې ته راکښل کيږي !
ډير کسان تر هغه وخته پورې د جنګي جنايتکارانو محاکمه غواړي چې دوی پخپله لا هغه جنايتونه نه وي کړي چې په سرونو کې يې ګرځي خو کله چې
پخپله تر هغه بدتر جنايات وکړي نو بيا د ځان د خلاصون له پاره دجنايتکارانو محاکمه نه غواړي، ولې افغان مسلمان ملت به نه ددشت ليلی
جنايتکاران هير کړي نه دې ته ورته نور جنګي جنايتکاران که هغه دوستم او ستميان وي و که ګلبدين وي که حقاني وي او که کوم طالب قوماندان
يا د ISI چوپړی اوسي !


pattang
26.08.2011

په شمالي وزيرستان کې امريکا ته د څارگرۍ په تور يو افغان ووژل شو.
خپروونکی : لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
ليک : ثناالله وحيد
نېټه : ٣ / ٦ / ١٣٩٠ | 2011-08-25

شمالي وزيرستان : د اين اين آي خبري آژانس د خبر له مخې په شمالي وزيرستان کې د امريکا لپاره په پټه د څارگرۍ (جاسوسۍ) په تور يو افغان وژل شوى. په شمالي وزيرستان کې يو دولتي چارواکي رسنيو ته ويلي دي، چې چهارشنبې په سهار دشمالي وزيرستان مرکز د ميرانشاه ښار څخه پنځه کيلومتره لرې په دته خېلو کې د سړک په غاړه يو جسد ترلاسه کړى، چې په ډزو وژل شوى. د چارواکي په وينا وژل شوى کس د افغانستان وگړى دى، چې عمر يې له څلوېښتو کالو زيات دى. پر بدن او سر يې څو گولۍ لگيدلى دى . د افغان وگړي د ثبوت لپاره يې د جيب څخه کاغذونه ترلاسه شوي دي چې په کې د کابل بانک اى ټي ايم کارډ هم ترلاسه شوى دى. نوموړى کس د افغانستان څخه راتښتول شوى و او ورسره يو خط هم ترلاسه شوى دى، چې په کې ليکل شوي : څوک چې جاسوسي کوي دا به يې انجام وي.


عبد السلام
27.08.2011

[quote:d23987067d]لعنت دي وي په داسي پښتنو[/quote:d23987067d]

که په لعنت وي ! زما له خوا دې هم پرې بې حسابه لعنت او لعنتونه وي !
ويښ صاحب!
که دا څه چې په دې ویدیو کې ښکاري همداسې وي چې تر سترګوکیږي او اوریدل کیږي ، چې په کې یو اسیر انسان دنښې ویشتلو دڅلي په توګه کارول کیږي ، او له وحشیانه قتل څخه یې خوند اخیستل کیږي ، مسلمان به ترې لرې کړو دانسان له مقامه هم ډیر ښکته او ټیټ را لویدل دي .
دا یوه ویدیو وه چې تاسو دلته دبحث په خونه کې د درنو ملګرو سره شریکه کړه ، بله یې هغه دمقابل لوري وه ، چې یوبل ورور څه مده وړاندې دلته را کاپې کړې وه ، چې په کې دکابل دادارې د اوردو غړو او یا هم د هغې دځینو مرتزقه ملیشو وحشیانه کړنې تر سترګو کیدې ،
اوپه کې د دولت دمخالفینو د مړو په چړو وهلو خوند اخیستل کیده .

داد واړه ویدیو ګانې یواځې یو څیز ښيي، اوهغه دا چې دواړه لورې د جګړې په ډګرکې هیڅ راز انسانی اصولو ته ژمن ندي !!!
زه نه پو هيږم چې د جګړې په دې حال کې به د یو [color=darkred:d23987067d]عادل، عاقل ،او دسړي ځوي آزادی غوښتونکي[/color:d23987067d] فرد وظیفه او مسؤلیت څه وي ؟؟؟ چې نه انسانی کرامت تر پښو لاندې کړي او نه په جکړه کې خپل هدف له لاسه ورکړي ، تاسو مې پر ې پوه کړئ !

ډیره مننه

زما په فکر که څوک عاقل، بالغ، عادل ، اود سړی ځوی نوي په هیڅ وجه آزدی غوښتونکی نشې کیدای !!!


larghonay laraway
27.08.2011

السلام عليکم!
ګرانو دوستانو سر پرې ولې خوږوئ؟
دا خو ټولو ته د لمر په څېر روښانه ده چې طالبان د امريکې بچيان دي او د امريکې د پايښت او ټينګښت له پاره کار کوي!
نو ايا تاسو له امريکې څه تمه کوئ چې اسلامي قانون نافذ کړي؟
نه! هيڅکله نه!
امريکې د اسلام د بدنامولو لپاره يو ړوند، بې سواده، انپړ او صحرايي د اسلامي امارت امر وټاکه نو تاسو خپله قضاوت وکړئ!
دا چې په اوسني عصر کې د کومې ډلې مشر بې سواده، ذهني، جمسي او معنوي معيوب وي نو همدا شرم يې بس دی!
که کوبايان داسې کوي نو کافر دي دا چې پښتانه يې کوي
لعنت په دې وحشيانو


عادل عادل
27.08.2011

السلام علیکم

ما نه غوښتل دلته خپل نظر څرګند کړم، خو دا چې خبره د مختلفو احتمالاتو پرته قضاوت، لعنت او نفرین استولو ته ورسېده، نو غواړم خپل نظر ستاسو سره شریک کړم.

لومړی دا چې دا به خبریالانو ته څرګنده وي چې ولې د یوې تصویري ډاکومېنټری یا مصور خبر د ښودلو تر څنګ، خبریال یا وړاندې کوونکی خپل ستونی شکوي، او تر څو چې ویډیو یا تصویر د ښیښې له مخې غیب شوی نه وي، توضېحات ورکوي؟

زما په نظر دا ددې په خاطر چې لیدونکي د تصویر یا ویډیو له مخې ډول ډول او بې ځایه او له حقیقت څخه لرې قضاوت ونکړي.

که فرض کړو چې دلته یو داسې تصویر راواخلم چې له ونو لاندې هسک او ټیټ شین چمن ښيي، او ترې لاندې ولیکم چې په دې ځای کې به معمر القذافي په دستور وژل شوي سیاسي بندیان په ډلییزه توګه خښېدل، نو هر لوستونکي ته به دتصویر د شنې او مرغوبې منظرې سره سره د وحشت زدګی احساس وشي.

خو که د همدې تصویر لاندې ولیکو چې:-

نوموړی ځای د کابل-ګردېز د سړک په اوږدو کې، خټو کلي ته نږدې، د مسافرو د تم ځای او هواخوری په موخه، د خدای بښلي بابای ملت )خدای دې یې نه بښي( له خوا جوړ شوی وو،،،،،، نو په یقین سره چې د هر لوستونکي احساس به د پورته سره په 180 درجو توپیر ولري.

اوس راځم پورته ویډیو، په ويډیو کې د یوه ! او د بحث د ځنو ګډونوالو بې شمېره توپونو!! ته:-

که فرض کړو چې نوموړی مقتول د یوه کلي یا جومات یا د طالبانو په مرکز ، د حد اقل یو ځل، داسې یوه بمبار په اړه مجرم پېژندل شوی وي چې په ترځ کې یې کم تر کمه یو انسان وژل شوی وي، نو که چېرته نوموړي مجرم په خپل همدې جرم اعتراف کړی وي او محکمې/قاضي )نړیواله محکمه دې خپل سر وخوري، هغه نه یادوم( د مجرم اقرار او د جرم ابعاد د شریعت له مخې څېړلي وي او په نتېجه کې یې د قصاص حکم پرې صادر کړی وي،،،،، نو بیا خو د قصاص تقاضا دا ده چې، په نوموړي دې هم بمباري وشي! په هغه بم دې وویشتل شي چې ده یا دده په وسیله، یې یو بسته کلی تباه کړی دی،،،،،،نو دغه ، خدای خبر څو ډوله توپ، به د طیارې بم ته تر ټولو ورته یوازینی هغه درنه وسله وي چې وسلوال طالبان/وولسي مقاومت یې په لاس کې لري،،،،، او ورپسې د ويډیو د ریکارډ مسله،،، نو دا به هم د دین عالمانو ته پته وي،،،،، چې ورته قصاص باید په عام محضر یا د یوې ډلې عامو خلکو په وړاندې انجام شي که نه پټ؟؟ ،،،، که ځواب لومړی وي،،،، نو بیا به ویډیو اخستل هم د همدې مطلب لپاره ریکارډ شوې وي چې یو ټولی خلک یې مشاهده وکړي او که خدای ورته غوښتي وي، چې عبرت ترې واخلي،،،،،،، زما په نظر تر ټولو اړینه دا چې د ورته احکامو د تنفیذ په وخت کې باید د مجرم د جرم، د هغې د اقرار او قاضي د حکم په اړه حاضرو خلکو/لیدونکو ته وینا وشي،،،،،،،،، ،،،،،،، [size=24:da8c14a808]والله اعلم[/size:da8c14a808]،،،،،،،

یو ټکی چې زما د ځور سبب شو، هغه د مجرم/مقتول د وژنې نه وروسته د هغه جسد ته په سپکه نظر کول او نه احترام دی،،،،، د مرګ سره جوخت، د همدې مقتول حق جوړیژي چې ))))د تکفین او جنازې په اړه یې بیا هم دینپوهان پوهیژي(((( کم تر کمه یې په عزت او پرده کې خاورو ته وسپاري،،،،، که خبره د قصاص وي نو دې مقتول خپله جزا وګال-له نور یې توهین او جسد ته په سپکه کتل ګناه او د انساني کرامت په وړاندې جنایت دی.

د تېر جهاد په مهال زمونږ په سمیه کې یو قاتل په داسې توګه قصاص شو چې، د وژلو مخکې د مجاهدینو ځایي قاضي د قاتل د جرم ټول داستان او ورپسې د شرېعت د غوښتنو سره سم خپله فیصله حاضرو راغوښتل شوو ولسي خلکو ته واوروله،،،، د خدای حکمت دی، که د قاضي خبرې مو نه وای اورېدلې نو کېدای شول ډېرو به د پیښې د لیدو توان له لاسه ورکړی وای.

نتیجه:

دا ټول د وحشي یرغل په سبب تحمیل شوی غیر مطبوع حالت دی چې هېڅ مسلمان افغان یې تمه نلري او نه یې خوښوي،،،، ، الله ج ته به د روژې په دې وروستیو شپو ورځو کې په زاریو لاسونه لپه کړو چې ناروا او وحشي یرغلګر زمونږ له پاکې خاوروې څخه وباسي، تر څو زمونږ اذهان ددې پر ځای چې د دوی سره د مقاومت په اړه مشغول شي، خپل اهل و عیال ته د ښې راتلونکې په برابرولو کې په کار کړي،،،، آمین یا رب العلمین

خدایه هېڅ مسلمان په داسې مرګ مه وژنې، خدایه د ځان لپاره هاغه ویشتونکي په څېر د توپ ویشتل هم نه خوښوم.

الله ج دې په مونږ افغانانو غیبي رحم وکړي،،،، آمین


عبد السلام
27.08.2011

دروند عادل صاحب لیکلي:
[quote:388614f946]د مجرم اقرار او د جرم ابعاد د شریعت له مخې څېړلي وي او په نتېجه کې یې د قصاص حکم پرې صادر کړی وي،،،،،[color=darkred:388614f946] نو بیا خو د قصاص تقاضا دا ده چې، په نوموړي دې هم بمباري وشي! په هغه بم دې وویشتل شي چې ده یا دده په وسیله، یې یو بسته کلی تباه کړی دی،[/color:388614f946]،،،،،نو دغه ، خدای خبر څو ډوله توپ، به د طیارې بم ته تر ټولو ورته یوازینی هغه درنه وسله وي چې وسلوال طالبان/وولسي مقاومت یې په لاس کې لري،،،،،[/quote:388614f946]

عادل صاحب ، اول، السلام علیکم ورحمه الله !
اوبیا، که ریښتیا در ته ووایم زه هم نه پوهیږم!!! خو دومره پوه یم چې قصاص دبمبارۍ په معنی ندی ، او نه هم لکه څنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د تعذیب او توهین په معنی دی ، تعذیب او توهین نه یواځې مجرم ته بلکه دشرعې دحکم پلې کونکې ته په خاصه توګه ، او په عامه تو ګه درستې ټولنې ته .
دمثال په توګه : دظاهرخان په وخت کې یو قاتل د جبار په نامه دپینځه شپیتو کسانو دقتل په تور ونیول شو، چې روسته له اقرار، ثبوت او قانونی او شرعي مراحلو له تکمیله یواځې یوځل تر مرګه په دار وځوړول شو !
حال دا چې دې کس تر پنځه شپیتو کسانو زیات کسان په داسې حالت کې وژلې وو چې دمرګ په حالت کې به یې دمقتولینو سره لواطت هم کړی و!!!

نو ر نو خپله فکر وکړه !!! دا ټوکه نه وه بلکې یوبد رنګه واقعیت و.


عبدالله صابر
27.08.2011

[quote:8872aff2a4]
دلته د جنګ ډګر نه و چې يو پکې په دهشکه او يا بله ثقيله وويشتل شي، دا سړی پوليس و، ښکاره مقابل وسلوال و نۀ جاسوس [/quote:8872aff2a4]

په ويډيوکښ خوداسي کومه نښه نه ليدل کيږي چي وښيي داکس د وسلوال يا
پوليس وي بلکي دخلکوله خبروداسي ښکاري دډيرومجاهدينو شهادت په بدل
کښ قصاص شوی چي يوجاسوس معلوميږي ،
دا چي دوښمن ورڅخه تبليغاتي ګټه پورته کوي اوهغه پوليس ياوسلوال بولي
کومه مهمه نه ده ځکه جګړه ده تبليغات دجګړې مهم اړخ وي ٠

دامريکا cia حراموني بچيان بايد خپل عمل سزا وګوري ،،

[quote:8872aff2a4]په پکتيا والو کې خو د د ګبر زامن هم شته او دمحمود غزنوي تر وخته پورې ټول پکتياوال پخپله کافر وو [/quote:8872aff2a4]

له دي شخصي اومنطقوي تعرض خويو بي عقله انسان معلوميږي ،


پتوال
27.08.2011

[quote:30a7e7729c]له دي شخصي اومنطقوي تعرض خويو بي عقله انسان معلوميږي ،[/quote:30a7e7729c]
نو عبدالله خانه ته له دې او په دې هم نه يې خبر چې پکتياوال د محمود غزنوي او نورستانيان د امير عبدالرحمان په واسطه پر اسلام مشرف کړی شول
او تر هغه وخته کافران وو ؟؟؟؟؟

او که له دې نه انکار کوې چې تر دا نن او پرون پورې په پکتيا کې له اسلامي شريعت څخه د پښتونولۍ قوانين زيات چليدل ؟؟؟؟؟

او که ښه خبر يې خو قومي او سمتي پرستش درته سترګې دومره تړلې دي چې په دې تاريخي او جاري حقيقتونو باندې هم اعتراف
نشې کولی او بيا د عذر پر ځای لا په دې ړوندتيا افتخار کوې ؟؟؟؟؟
آيا همدا بيځايه افتخارات او له اسلام نه بې خبري نه وه
چې پکتياوالو د ګلاب ځوی غوندې سور قاتل ته رايې ورکړې او د شورا تر وکالته يې ورساوۀ ، آيا دا پکتياوالو د يو اسلامي شعور تقاضا بولې ؟؟؟؟؟؟؟؟
په هيواد کې د شعوري او کلتوري ودې کچه هر ځای
سره يو برابر نه ده او داسلامي احکامو خپلول او هضمول د همدې کچې پورې اړه لري . يوه اروپايي محقق د افغانستان ځينې سيمې
لکه کابل، مشر قي،کندهار او پاکتياداسې پرتله کړي :
په کابل کې مدني قانون او بيا اسلام چليږي، دود، د پښتونولۍ غوندې کوم دود هلته نشته. په ختيز ولاياتو کې لومړی اسلام ،
دويم قانون او درېمه درجه پښتونولي ده، په لوی کندهار کې اسلام او پښتونولي غبرګ (موازي) روان دي (تقريبا يوه درجه لري) ، خو د طالبانو په راتګ به دې توازن تغير خوړلی وي ، او قانون دويمه درجه دی .
په لويه پکتيا کې پښتونولي لومړۍ درجه ده، اسلام دويمه اوقانون څوک پيژني هم نه . د شوروي يرغلګرو پر ضد پکتيا والو دقومي آزادۍ
په نامه ((جهاد)) کاوه ، کندهار يانو په دواړو (هم اسلام او هم قوميت) په نامه ، خو لوی ننګرهار آن د انګرېزانو پر ِد جهاد هم د چکنور ملا صيب ،
هډې ملا صيب او نورو ديني شخصيتونو په مشرۍ د اسلام په نامه جهاد کاوه .

تر کومه چې پورته د ياد شوي کس د اعدام خبره ده ، که نوموړی پوليس نه و او ديو جاسوس په توګه اعدام شوی وي بيا يې په
محاکموي اعدام زه هم اعتراض نه لرم . والسلام


عبدالله صابر
28.08.2011

پتوال صاحب

[quote]نو عبدالله خانه ته له دې او په دې هم نه يې خبر چې پکتياوال د محمود غزنوي او نورستانيان د امير عبدالرحمان په واسطه پر اسلام مشرف کړی شول
او تر هغه وخته کافران وو ؟؟؟؟؟

او که له دې نه انکار کوې چې تر دا نن او پرون پورې په پکتيا کې له اسلامي شريعت څخه د پښتونولۍ قوانين زيات چليدل ؟؟؟؟؟ [/quote

د دي برخې ځواب څخه تيريږم ځکه خبره قوم پالنې ته ځي کنه نو که دنور
ولايتونواوقومونوپښتنوالي قوانين اورواجونه يويو درته بيان کړم نوته به هم
ورته حيران دريان شي ٠

[quote:f3b843574f] آيا همدا بيځايه افتخارات او له اسلام نه بې خبري نه وه
چې پکتياوالو د ګلاب ځوی غوندې سور قاتل ته رايې ورکړې او د شورا تر وکالته يې ورساوۀ ، آيا دا پکتياوالو د يو اسلامي شعور تقاضا بولې ؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:f3b843574f]

عجيبه
دومره ناخبري هم خوند نه کوي ،، ويده يی ويښ شه ، هيواد يرغمل دی اشغا
ل شوئ ځمکه هوا دپرديو په واک کښ دی ،حکومت موپردی ، وزيرموپردی
والي موپردی او وکيل موپردئ ددي لپاره چي داټول موخپل شي دهيواد اصيلو
بچيانو له خومقدسه جهادي مبارزه روانه ده ،، اودخوښئ ځا ی دادی چي اوس
ان شاالله دبري درشل ته رسيدلي اوپه لنډ وخت کښ به موهرڅه بياخپل شي
بيابه دګلاب ځوی غوندي خلک پارلمان ته نه ځي بلکه د نجيب غوندي به دار
ته خيژول کيږي نوررايی مايی نشته ،هويوه رايه شته چي هغه داشغالګرانو
رايه ده ، دارايه هغه څوک وړئ شي چي ښه پوخ کافر وي لکه ګلاب ځوی
وغيره اوياداسي څوک چي په اروپا اوامريکا يی څه نه څه وخت تيرکړئ وي
په اوس وخت کښ خوهيڅ  يوکيل ،وزير  دامريکايانوله چاڼ چوڼ وروسته
پارلمان ياوزاارت ته لارموندی نه شي ،دااشغال پروخت کښ رايی څه معنی؟
نو ګلاب ځوی خنځيرپکتيا والونه بلکي دخپل کفرته وفااداارئ تر پارلمانه
رسولئ ، ولي نه پوهيږي ؟

[quote:f3b843574f]
تر کومه چې د اعدام شوي خبره ده ، که نوموړی پوليس نه و او ديو جاسوس په توګه اعدام شوی وي بيا يې په محاکموي اعدام زه هم اعتراض نه لرم .
[/quote:f3b843574f]

ډير ښه چي نظرونه موسره نزدي شول


پتوال
28.08.2011

سلامونه او نېکې هيلې !

[quote:747b341eb6]بيابه دګلاب ځوی غوندي خلک پارلمان ته نه ځي بلکه د نجيب غوندي به دار ته خيژول کيږي نوررايی مايی نشته ،هويوه رايه شته چي هغه داشغالګرانو
رايه ده ، دارايه هغه څوک وړئ شي چي ښه پوخ کافر وي لکه ګلاب ځوی
وغيره[/quote:747b341eb6]
وروره زما د بحث بڼه تيوريکي ده، تفکيک او تحقيق راته ډير ارزښت لري :
پکتياوالو فکر کاوه چې ګلاب ځوی د قومي وابستګۍ له کړۍ
څخه وتلی او ليرې چيرې په کابل کې خلقيتوب کوي . د ملحد ، کافر او ملي خاين تورونه يې پرې نه لګول، نو کله چې دامريکايانو په وخت کې
ًوم ته راستون شو يعنې د حکومت له لارې رانئغی ، بلکې د اولس له لارې يې ځان شورا ته کانديداوه نو د حکومت ضد شعارونه يې ورکول . دپکتيا خلکو
د يو ورک شوي لالي په توګه بيرته استقبال کړ او هېڅ ډول اسلامي يا ملي کرکه يې
ترې و نښودله، نو رايې يې ورکړې !
او همدې ټکي ته ما اشاره کړې چې اسلامي او ملي شعور دلته نه و يا ډير ضعيف و چې نومړی يې په اسلامي او ملي خيانت محکوم کړی وای .
داچې حکومت او امريکايان يې هم د کانديدکېدو مخالف نه و ، نه به وو ځکه چې اوس يې ترې خطر نه ليدۀ او خپل ليبراليټي يې
پرې ښودله ، ولې داچې نوموړی حکومت او امريکايانو کانديد کړی وي زياتی ښکاری، ځکه امريکايان پخواني کمونستانو ته هېڅکله نه اړتيا لري
او نه يې خوښ دي، خو چا چې له کارمل سره وفاداري کړې وه د شمالي ټلوالې ملاتړ يې درلود نو ځانګړو ځانګړو افرادو ته يې امريکايانو
زغم او تحمل وښود او وخت يې ورکړ چې امريکايانو ته هم خپل چوپړيتوب ثابت کاندي او دا يې په شوری کې د شمالي ټلوالې له لارې د يونس قانوني او
عبدالله عبدلله په پلوۍ د جبهۀ متحد ملي په غړيټوب سره و ښودۀ ! دغه جبهه ځانونه د روسانو دوستان او د امريکايانو اتلافيان بولي
نو ګلاب ځوی په کې هم له روسانو سره دضدملي دوستۍ پخوانی موقف او د امريکايانو سره خپل ضد ملي خصلت ښه ساتلی شو .
په دې توګه نوموړي ځان ته درې لارې خلاصې ساتلي دي، يو محلي قومي ملاتړ ، بل د روسانو ملاتړ او دريم امريک ته د تيښتې
لار که طالبان په قدرت راشي
نو له هر يو چې ورته له شرايطو سره سم واره دار ښکاره شو همغه چانس به وکاروي ! د فارسيوانانو خبره ددغه بيغيرته جاسوس دا
فتنه آفرينه پوزه دې خدای غوڅه کړي ! امين !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more