د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

پښتو راډيو او پښتو تلويزيون د ماشوم د ښوونيزي او روزنيز ي خپروني ليدل او اوريدل مه هيروئ !

ښوونکى
23.08.2011

ښاغلو/ اغلو!
السلام عليكم!

اوس تاسې کولاى شئ چې د سپوږمکۍ له لا رې د پښتو ټلوېزيون ازمايښتي خپرونې او د انټرنيټ له لارې پښتو ايف ايم از مايښتي خپرونې واورئ .
له دې امله چې پښتو ټلوېزيون او پښتو ايف ايم، د خپرونو څخه ټول درانه ليدونکي او اورېدونکي په هېواد کې دننه او د هېواد څخه بهر ښه ګټه پورته کړي، که تاسي مهرباني وکړئ او په خپله ګور تپاڼه (ويب سايټ) کې دا خبرتيا خپره کړئ او هم يې خپلو ټولو مګرو ته د بريښناليک له لارى وليږ‌ئ موږ به ستاسي يوه نړۍ منندوى يو.


جهانګیر خان
23.08.2011

وعلیکم السلام!
ښاغلیه له هغه اولې ورځې څخه مې ستا رکلام یا اعلام ولیده او او د پښتوټلویژن ویبپاڼې ته هم ورغلم .
تاسو هم یو ځل ورشئhttp://www.pashtotv.tv /
غیر له دو نیم کله ويډیو بل څه نشته. حتی ویبپاڼه یې نور هیڅ کوم بل آبشن نلري چې د نورو معلوماتو خواته ولاړ شی.
ټلویژن که وړیا یی او بیا په خارج کې د پښتنو لپاره وي نو بیا خو ښه وچې په هوټبیرد سټیلایټ کې واي .هره شیبه خو خلک خپل ډشونه ها خوا دیخو نه بیاییې.
ځکه پخوا چې کوم وړیا یا مفته چاینلونه جوړ شوی دي په هوټبیرډ کې دي ګرچې فارسې دي خو لږه لږه پښتو هم لری او حتی زه خو د هغوی په پښتو او دری پروګرامونو په ویشلو کې کوم فرق نه وینم.

که چیری تاسی هم غواړی چې تلویزیون مو مشهوره شي نو د یو سټیلایټ په ځای یې په څو سټیلایټونو کې خپور کړی او د انټرنیټ له لاری یې خپرول هم په مستقیمه توګه ازاد پریږدئ.
تاسو او ستاسو ټی وي ته بریالیتوبونه غواړم.


ښوونکى
23.08.2011

سلامونه جهانګير صيب!
ستاسى څخه ډيره مننه! ستاسى وړانديزونه به د پښتو راډيو او پښتو تلويزيون ادارى ته ورسول شى. د امکان په صورت کې به انشاالله ستاسى وړانديزونه عملى شى.

اوس د انټرنيټ له لارې پښتو ايف ايم يا پښتو راډيو از مايښتي خپرونې واورئ
Pashto FM Radio, Pashto Radio 24 hours via Satellite and Internet all around the World.
http://pashto.fm

د پښتو راډيو او پښتو ټلويزيون اداره تل د درانو ليدونکي او اورېدونکي وړانديزونو ته سترګي په لار ده.
ښه چاري ستاسى بریالیتوبونه هم غواړو.


ښوونکى
30.08.2011

څنګه کولای شو د انټرنیټ په مخ یې وګورو؟
مهربانى وکړئ دلته http://pashto.fm ټک ورکړى بيا په دې ګورتپاڼه (ويبسايټ) کې چپ لاس ته د ګورتپاڼى وګورى چيرې چې "پښتو واورى" ټک ورکړى که تاسى کمپيوټر کې Real Player سمبال وى نو تاسى پښتو راډيو خپرونى ٢٤ ساعته اوريدلى شى!

او کله به د لرې واټن زده کړې پیل کړی؟

پښتو راډيو واورئ او پښتوټلويزيون وګورئ وخت په وخت د خپرونو په هکله خبرتياوي خپروي چې کله به هره خپرونې پيل شي.
مهربانى وکړئ www.pashtotv.tv ټک ورکړى بيا په دې ګورتپاڼه (ويبسايټ) کې ليکل شويو ټيليفون شميرو سره تماس ونيسئ او يا بريښناليک د پښتو ټلويزيون سره تماس ونيسئ!


جهانګیر خان
08.09.2011

ښوونکی صیب السلام علیکم!
نن یو ځل بیا ستا د ټلویژن ګورتپاڼې ته ورغلم ،او ستا په پورتنۍ وینا سره مې راډیو ونه کتلې شوه او ټلویژن مې وانوریدلې شو.
تاسو لیکلې دي چې د خپرونو لپاره د ټلیفون شمیرو سره اړیکه ټینګه کړو او پوښتنه وکړو چې نن څه خپرونه لرۍ (هاهاهاهاهاهاها)ومې خندل پدی خاطر چې څوک به هره ورځ دی شمیرو ته زنګ وهي او د خپرونو معلومات به غواړي چې د سره ټلویژن یې درک نلري.هغه د پاړسۍ متل به دي اوریدلې وي (اول خانه را پر ارزن کن باز فکر زن کن).لمړی مو خپرونې او د ټلویژن خپرول د انټرنیټ لاری جوړ کړئ چې مینوال لاس ته راوړۍ هسی هم لیوال صیب په کمپوټر او انټرنیټ کې دپلومونه اخیستی دي او دا ورته کومه ستونځه نښکاري..
بریالې اوسی.


ښوونکى
04.10.2011

صیب السلام علیکم

ستاسې وړاندېزونه په سر سترګو!

د پښتو راډيو تلويزيون څخه د لېوال د ليرې ښوونځې خپرونې کتل او اوېدل مۀ هيروئ.


زېرى دپښتو تلوېزيون لېوال د لېرې ښوونځي خپرونه پيل شوه.

ښوونکى
09.10.2011

زېرى دپښتو تلوېزيون لېوال د لېرې ښوونځي خپرونه پيل شوه.
پنځنۍ د ١٣٩٠ه ل کال د تلې مياشتې ١٤ مه د ښوونکي د نړيوالې ورځې په مناسبت په کابل کې د پښتو ټلوېزيون د لېوال دلېرې ښوونځي خپرونه پيل شوه.
د پښتو راډيو ټلويزيون چې موخه يې د ولس د اړتياوو سره سم د ښوونيزو او رونيزو خپرونو، چمتوکول، خپرول او مينه والو ته په ګران هېواد او د هېواد څخه بهراوسېدونکو هېوادوالو ته رسول دي. دادې د خداى (ج) په فضل د دې جوګه شو، چې د لېوال دلېرې ښوونځي د خپرونې لړۍ په رسمي ډول د ښوونځي د بنسټ ايښودونکي او په ولس مين دروند شخصيت محترم ليوال صاحب لخوا د ده په عالمانه وينا سره د قران کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت کولو سره رسما پيل شوه.
ټول درانه مينه وال ليدونکي او اورېدونکي کولاى شي، چې د پښتو راډيو ټي‌وي څخه د افغانستان په وخت په لاندې وختونو د لېرې ښوونځي خپرونې وګوري او ددې نوښت څخه په ګټه اخستنې سره د پوهنې او زده کړو کاروان ګړندۍ کړي:
سهار: ٩:١٠ (نهه بجې او لس دقيقې)
ماسپښين: ١ (يوه بجه)
شپې: ١٢ (دولس بجې)
اوس تاسې کولاى شئ چې د سپوږمکۍ له لا رې په دې پته:

Satellite Express AM22 53 East (SESAT II)
System Encryption: DVB Free (FTA)
KU Frequency: 11474
Polarization: Horizontal (H)
Symbol rate: 6809
FEC: 3/4
Beam: SESAT II Steerable Beam 1

د پښتو تلوېزيون خپرونې وګورئ او واورئ. د خپرونې د سمون او غوره والي لپاره د ښوونځي اداره ستاسې مشورو، وړاندېزونو، سپارښتنو او نيوکو ته سترګې په لار ده.
تاسې کولاى شئ چې د پښتو تلويزيون د ويبپاڼې په پرانيستلو سره د لېوال د لېرې ښوونځي پيل کېدو مراسم وګورئ، د وېبپاڼې پته ده: www.pashtotv.tv


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more