د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

طالبان او د ځنو منطق یې!

حلیم
20.08.2011

سلام،
له فیس بوک نه خو مې لاس پریمنځل بیګاه شپه په یاهو مسینجر کې یو نا پیژنده سړي د ملګری غوښتنه وکړه ما هم ومنله. زما او د دغه نامعلوم شخص ترمنځ خبرې پیل شوې د افغانستان په اوسنیو او پخوانیو مشکلاتو او حل لارو یې غږیدو، د خبرو په اوږدو کې ما د علم او پوهې د عامولو خبرې را واخیستې خو ده به له یوه سره د مسلحانه جهاد او آخري بري خبره کوله.

بحث داسې ځای ته ورسید چې نور نو یو له بله سره نه جوړیږو، هغه زما نه مني او زه دده، دی علیجناب وایې چې زموږ تمرکز باید یوازې او یوازې په مسلحانه جهاد وي،دعوت، تبلیغ، علم (دیني یا عصري) باید نن بند شي یوازې او یوازې په ټوپکي جهاد تمرکز وشي، دلیل یې داو چې که موږ علم او پوهه ترلاسه کوو نو زموږ زیات شمیر ځوانان د سنګر نه دمکتب او پوهنتون په لور ځي چې پدې کار زموږ د لاس بري تضمین نشي کیدای.
ده د مکتبونو سوزول هم همداسې جهاد باله لکه چې یو مجاهد یې په سنګر کوي، او هغه څوک چې یا دنده لري او یا تحصیل کوي داسې وګڼل چې باید کلک مجازات شي ترڅو زموږ سره په نفیرعام کې برخه واخلي.

خو ما په مکرره توګه ورته د علم او تعلیم اهمیت په ګوته کوو، د تخنیکی، طبي او نورو اجتماعي علومو لکه سیاست، روانشناسي جامعه شناسي، اقتصاد، انجینري داهمیت او ضرورت په اړه خبرې کولې خو ده هیڅ نه منلې او دیته یې هیڅ اهمیت نه ورکاوه. ده هر پرمختګ یا مصیبت یا وروسته پاتيوالی د خدای له لوري بلل.

په آخر کې یې دا هم راته وویل چې: خدای ج چاته عزت ورکړي څوک یې ځنې اخیستی نشي او څوک چې خدای خوار او ذلیل کړي څوک عزت نشي ورکولای مثالونه یې د سعودي عرب د عربانو د آرام ژوند او د امریکا د متحده ایالتونو د سرمایه دارو لا لهانده ژوند پریښودل.


محمود سعيد
21.08.2011

حلیم صیب سلامونه!
فیسبوک خو مو ښه وکړل چې پریښود، ورسره مو ځای هم افغانستان ته بدل کړ که څنګه؟
د لیکنې په اړه مو باید ووایم چې:
[quote:efb162a12b] په یاهو مسینجر کې یو نا پیژنده سړي د ملګری غوښتنه وکړه ما هم ومنله. زما او د دغه نامعلوم شخص ترمنځ خبرې پیل شوې[/quote:efb162a12b]
آیا دا کس چې تاسې ېې نامعلوم بولئ، بیا په کومه ځانګړتیا پرې د طالب نوم ایږدئ؟ کیدای شي دا به د هغو نورو په شان د پاکستان او یا ایران کوم ګوډاګی وي.


حلیم
22.08.2011

مننه محمود سعید وروره،
ستاسو د لمړی پوښتنې په ځواب کې: نه!، ما تر اوسه خپل ځای ندی بدل کړی او همدلته یم.

هغه سړی چې راسره چټ کولو فکر کوم د هیواده بهر یو طالب پلوه افغان و، ما نه غوښتل هغه و پیژنم، ده راته ویل زه طالب یم، د مکتبونو د سوزولو ډیر طرفدار و، د انتقام او غچ اخیستو خبرې یې ډیرې کولې.

نو لدې امله ما دده خپل ځانته منسوب نوم دلته را واخیست.


شبيراحمد
22.08.2011

حليم صاحب مننه
ښه بحث موورسره کړی دی.
خوزماپه ګمان داسړی بلکل طالب نشي کېدای ځکه طالبانوپه واروارويلي چې موږله ښونځي، ښونکي اوزده کونکي سره هيڅ دښمني نه لروبلکه دې کارونوته يې هڅوو.
ګرانه ډېرځله به مودطالبانوله خوابرسېرنه خبراورېدلي وي اوپه دې سربېره يوڅوسمعي اوبصري شواهددرته پېش کولی شم.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=54927#54927
دلته يې وګوره، سره له دې چې تاسوپه دې موضوع کي ګډون هم کړی خومتاسفانه په دې سربېره موسترګي پټي کړی اودطالب اوطالب ضدسړي شناخت مونه دی کړی.


حلیم
23.08.2011

شهیر صیب،

ما هغلته هم طالب درته تعریف کړی دی، او دلته یې بیا درته تعریفوم.
طالبان د یوې سمیې تر بلې پورې توپیر لري، زموږ د سیمې طالبان د نارینه و د تعلیم مخالف ندي خو د نجونو د تعلیم کلک مخالف دي ولو که دیني علم هم وي.

د کنړ د مرورې راپور خو تاسو راسره شریک کړ، څه به نه وایم.

خو د پکتیکا هلمند او کندهار طالبان بیا دا نه مني، هغوی هغه څه وایي او غواړي کوم چې ما د طالبان او د ځنو منطق تر عنوان لاندې دلته شریک کړیدي.

نو اوس ته ووایه، طالبان پدې سره څه غواړي؟. داچي کنړ د هر اړخیزه ترقي او پرمختګ وکړي، زموږ کلی او ښار په نسبي توګه او کندهار، هلمند او پکتیکا د هیڅ د سړیتوب په ژوند کې نه داخلیږي؟ هغوی هماغسې بې علمه او احمق ساتل ښه دي، چې د خپلې خوښې نظام راوستو لپاره د جنګي سپي استعمال شي؟ که څه بله موخه لري؟

زه خو دا وایم چې:
که علم غوره وي، په د طالب جان تر نفوذ لاندې ټولو سیمو او ولایاتو کې باید اجازه ورکړل سي.
که علم بد بختي راوړي، بیا د په ټولو ولایاتو کې په وچ زور ټول مکتبونه بند کړي، او یا د سمیزو خلکو ته د تعلیم په نه کولو قناعت ورکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more