د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د خاوند له خوا د ښځي پر ناحقه وهل پښتنو ته چا روا کړي دي

نظيفه غزل
24.02.2005

زما سلامونه دي ټولو وړونو او خوندو ته ورسيږي
لاندي د يو خور پوښتنه چي په وربل ويب سايټ کښي ليکلې ده خو تر اوسه بې جوابه پاته وه [url]http://www.worbal.com/forum/viewtopic.php?t=112[/url]
غواړم کټ مټ همدلته را نقل کړمه تر څو دا موضوع د اسلامي احکامو په ړنا کي وڅېړل شي : که څوک غواړي چي په وربل فورم کي ئې جواب ورکړي نو لطفاُ دي پورته لينک کليک کړي
د ليکني د احساساتو څخه داسي معلوميږي چي ليکواله خپله داسي دردونو ځورولې ده د يوې ښځي په حېث ددې خور په دوه کړښو کي خو ماته دوحشي او دردونکو ديدنيو نه ډک ژوند بريښي چي ديوې پښتنې ښځي د مينځي نه هم بتر ژوند انځوروي
په پښتنه مينه ستاسي خور غزل
===================================================
دا خور د فريدې په نوم ليکلي دي .................

زه دا پوښتلای شمه چي په کوم مذهب کي دا راغلي دي چي ښځي دي پر ناحقه ووهي ؟
چي ديګ مالګين ( تريو ) و هم په ښځه کي غورځي
چي ماشوم مريض وي د هغه په ژړا او نه ارمېدو هم په ښځه کي غورځي
ماشوم چي ناروغه وي نو مور ورسره ټوله ورځ په ساړه خونه کي تيره وي تر څو د خان صاحب زوی په ګرمه خونه کي د خوبه ووزي فقت دا ماشوم يواځي د ښځي دی او دې دا ګناۀ کړي ده چي پيدا کړی دی
د پلار او مور کور ته په 8 کاله يي نه پريږدي وايي دا د ښځي وتل د کوره په موږ کي عار دی
ايا ښځه ددې لپاره پيدا ده چي د مېړه له خوا يي اندامونه په [color=red:878dc66849]وتو ( استري )[/color:878dc66849] وسوځول شي
ايا ښځه ددې لپاره پيدا ده چي مېړه ته يي هر څه په مخه ورځي په ولي دي ، او سر يي په سرو وينو ولړي
[color=blue:878dc66849]ايا دا وهشت نه دی ؟ [/color:878dc66849]
دا خو نه افغانيت مني نه پښتون ولي او نه اسلام
زموږ په پښتنو کي دا پورته عملونه اوس په 100 ٪ څخه په 85 ٪ کي شته دا د خدای او د رسول لاره ولي ځيني ورکه ده زما د ټولو اسلامي عالمانو څخه د غوښتنه ده چي د جنت او دوږخ د بيانولوپر ځای دي اول داسي حيوانانو ته د ژوند اصول ور وښوي
د ژوند اساسي لاره ، مينه ، د ښځي حقوق ، او د خپل ښځي سره د محبت ګډ ژوند وروښوي
که نارينه د ورځي 1000 لمونځه په جمعه وکړي او ماښام د يي ښځه د دده د وهلو څه په سرو وينو لژنده وي دا ايمان دا لمونځونه به څه په درد وخوړل شي
زموږ ښځي د يو طلاق د پيغوره خپل ټول عمر په سره اور کي تېره وي
په دې هکله زه غواړم د قران او اسلامي حکمونو څخه ځان خبره کړمه او نورو ته يي ورزده کړمه

ستاسي جواب ته منتظيره يمه



ع کريم حليمي
24.02.2005

زما سلامونه دي هم ټولو وړونو او خوندو ته ورسيږي
دغه مشکله موضوع دفقي په فن اړه لري ٠ پس خدای دي زما مل سي چه په دې موضوع کښي تحقيق و کړم
[quote:1f14957583]د خاوند له خوا د ښځي پر ناحقه وهل پښتنو ته چا رواح کړي دي[/quote:1f14957583]

چه ناحقه سي ٠ بيا نو هرڅه نارواح دي ٠

[quote:1f14957583]دا خو نه افغانيت مني نه پښتون ولي او نه اسلام
زموږ په پښتنو کي دا پورته عملونه اوس په 100 ٪ څخه په 85 ٪ کي شته دا د خدای او د رسول لاره ولي ځيني ورکه ده زما د ټولو اسلامي عالمانو څخه د غوښتنه ده چي د جنت او دوږخ د بيانولوپر ځای دي اول داسي حيوانانو ته د ژوند اصول ور وښوي
[/quote:1f14957583]

دغه حيوان چه وهل او ټکول کوي ٠ فکر نه کوم چه انسانه (ښځينه) دي وهي ٠
اصلأحيوانه به وهي ؟؟؟٠

او که زوجه ئې انسانه وي او زوج ئې حيوان وي ٠
تر وهلو د مخه ئې بايد پر ازدواج تحقيق وسي ٠ پوښتنه داسي ده چه دغه نکاح ئې په کومو اصلو صورت نيولي دي ؟؟؟

او که زوجه حيوانه وي او زوج ئې انسان وي ٠ نو د دې سړي دي مور ومري ٠
چه په مرکه ئې ګورم (غوجل ) ته ولي تله ٠ داڅنګه مور ده ٠ په انسانيت کي ئې زه شک لرم ٠ ؟؟؟

که دغه جوابونه راته حل شي انشأ الله که خدای کول ٠ نوبه ډير ژير د وهلو حل تاسو
پتمنو ته پيداکړم ٠



طالب جان
26.02.2005

بسم الله الرحمن الرحيم
محترمې مکرمې او پتمنې فريدې خورې:
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
قدرمنې : له خاوند نه دنافرماني کولو له امله خاوندته ﻻندي قراني احکام صادرشوي : (والتي تخافون نشوزهن فعظوهن واهجروهن في المضاجع واضربوهن )سورۀ النسأ ٣٤ ايت ٥ ټوک .
ژباړه : اوهغه ښځي چي ويريږۍ تاسي له بدګزراني ددوي نه نو نصيحت وکړۍ دوي ته، اوپريږدۍ تاسي دوي (خپلي شاوي ورواړوۍ) په ځاي دخوب، او ووهۍ تاسي دوي (که په بيلتون سمي نشوې ) .
له ايت شريف نه دښځو په اړه په پرله پسي ډول دری حکمونه څرګنديږي :
1- په لومړي سرکي ښايي ښځي ته نصيحت وکړل شي اودميړه دنافرماني په پايله کي داخيرت له عذابونو وويرول شي .
2-که نصيحت ورباندي اغيزه ونه کړي نو بيا دي په کور کي دننه بستر ورڅخه جلاکړي (له يوځاي پريوتو نه دي ډډه ورڅخه وکړي ) .
3- که يي په جدايي هم سد سرته ورنغی نو بيا دي لږووهل (په سوکي په نوکي) شي .
خو دوهلو معنا نوداده چي ميړه دي نو اوس له خيره سره سوټي ته ﻻس کړي اونه دي سرګوري نه پښي ، بلکه دوهلو معنا علماوو داليکلي چي يادي دﻻس په ورغوي دری ځله سره وڅنډي، يادي په مسواک اوياهم دېته ورته شي باندي لږسره وچخوي، دکوم څه لپاره چي په پښتو کي د (په سوکي په نوکي) اصطلاح غوره شوي ، خو په مخ ، لرګي اوکيبل باندي له وهلو، اويا هم له داسي وهلو نه چي پايله يي دوينو په تويدو ياهم دﻻس ، سر ياکوم بل هډوکي په ماتيدو سره راځي څخه مطلقا منع راغلي ، اوپه دې شيانووهل يا داډول وهل له شرعي پلوه له يوي څيلمي حرام اوناروادي ځکه چي شرعا دوهلو موخه دميرمني اصلاح اوهغې ته ادب ورزده کول دي نه داچي هغې ته زيان رسول .
خو که بيا هم چيري کوم ناپوهه ميړه نوموړي ناروا ګڼل شوي وهل وکړي چي له امله يي ښځي ته له پورته ذکرشوو زيانو څخه کوم زيان ورسيږي نو ښځه په ميړه باندي دنوموړي زيان دوررسيدو له امله دبدلې دغوښتلو په موخه ددعوې کولو حق لري .
دا حکم خو دنافرماني ښځي په اړه وو خو که څوک هيڅ بې هيڅه ميرمن وهي نوداظالم سخت ګناهګاردی اوښځه يي ورڅخه دور رسول شوو زيانونو له امله دپور غوښتلو پوره پوره حق لري .
والله اعلم باالصواب .
حوالې : واذا تجاوزالرجل المشروع فأدی الضرب الی الهلاک وجب الضمان.....وينبغي اﻻيوالي الرجل الضرب في محل واحدوان يتقي الوجه..وﻻيضربها بسوط وﻻعصاوان يراعي التخفيف ، لان المقصودهو الزجر والتاديب ﻻالايلام والايذا کما يفعل بعض الجهله .تفسيرمنير ٥٧ مخ ٥ټوک .
کاالضر ب الخفيف باليدعلی الکتف ثلاث مرات اوبسواک اوبعودخفيف ﻻن المقصود منه الصلاح ﻻغير .تفسير منير ٥٦ مخ ٥ ټوک .
وروی ابن جريج عن عطأ قال الضرب غيرالمبرح بالسواک وغيره .پورتنۍ حواله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more