د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د څوک او چا توپير څۀ دئ؟

hewad
02.09.2009

ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ٠
زۀ يو څۀ معلومات ته اړتيا لرم هيله ده چې رانه يې ونسپموئ٠

د څوک او چا توپير څۀ دئ؟ د استعمال ځای څۀ ډول مشخص کېږي؟
د زۀ او ما، ته او تا، د توپير او استعمال پۀ اړه معلومات راکړئ٠

پۀ درنښت
هېواد


Re: د څوک او چا توپير څۀ دئ؟

Ghairat
03.09.2009

[quote:7a46aae1ee="hewad"]ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ٠
زۀ يو څۀ معلومات ته اړتيا لرم هيله ده چې رانه يې ونسپموئ٠

د څوک او چا توپير څۀ دئ؟ د استعمال ځای څۀ ډول مشخص کېږي؟
د زۀ او ما، ته او تا، د توپير او استعمال پۀ اړه معلومات راکړئ٠

پۀ درنښت
هېواد[/quote:7a46aae1ee]
ځلمي شاعر هیواد صیب ته سلام!
که لازمي اومتعدي فعلونه سره توپیر کړو، نو [color=blue:7a46aae1ee]چا [/color:7a46aae1ee] تل په ماْضي کې دمتعدي فاعل په توګه کارول کیږي، خو له دې پرته نور په ټولوځايونوکې [color=red:7a46aae1ee]څوک [/color:7a46aae1ee]استعمالیږي!
لکه خر چا په لښته وواهه، خر څوک په لغته وواهه ، چا درته وويل، چا چاته ډوډۍ کړې وه ، چا چې ځان وپېژند خپل جهان يې وپیژند.....

هو، که چیرې (په ، ته ) د مختاړي یاوروستاړي په توګه له [color=blue:7a46aae1ee]چا [/color:7a46aae1ee]سره مل شي نو بیا په هره زمانه حال ،تیره او راتلونکې کې د[color=blue:7a46aae1ee]چاته [/color:7a46aae1ee] او [color=blue:7a46aae1ee] په چا [/color:7a46aae1ee] په شکل له متعدي فعلونو سره کارول کیږي،لکه چاته به ووایم؟ ، چاته وايې؟ ستا په چا څه کار و؟ میلمه دې په چا وسپآره ؟ اونور .....
په درنښت!


hewad
09.11.2009

ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ!

ښاغلی غيرت صاحب !
پۀ دې زۀ پوهېږم چې څوک او چا څۀ ډول وکاروم٠ يو خو دا چې چا د ملکيت استفهامي ضمير (پوښتځری) دئ٠ دا د چا کور دئ؟ دا دچا زوی دئ؟

اما زما پوښتنه لۀ کړ(فعل) سره د چا او زۀ کارولو پۀ اړه ده٠ لۀ دې لپاره کومه قاعده شته او کنه؟
زۀ بۀ څو بېلګې وړاندې کړم٠
١- زۀ ولوېدم٠
تۀ ولوېدې٠
٢- تۀ راغلې٠
زۀ راغلم٠
٣- تۀ لوی شوې٠
زۀ لوی شوم٠
٤- څوک راغلی دئ؟
٥- چا وويل؟
٦- ما وليد٠
تا وليد٠
تا وويل٠
ما وويل٠

نو دلته وينو چې تېر وخت لپاره لۀ ځينو فعلونوسره زۀ او تۀ کارول او ځينو فعلونو سره ما او تا کارول کېږي٠ بل دا چې استفهامي حالت کې هم لۀ ځينو فعلونو سره چا او لۀ ځينو سره څوک کارول کېږي٠
پۀ درنښت
هېواد


Ghairat
27.04.2010

ځلمی شاعر هيواد صيب سلامونه !
رښتيا هم ما د لازمي کړون (فعل ) او متعدي کړون توپير سره نه و تشرېح کړی ، خو هغه مې مخينشرط ټاکلی و :
[color=red:72af13b0d7]که[/color:72af13b0d7] لازمي اومتعدي فعلونه سره [color=brown:72af13b0d7]توپیر [/color:72af13b0d7]کړو، نو چا تل په ماْضي کې دمتعدي فاعل په توګه کارول کیږي، خو له دې پرته نور په ټولوځايونوکې څوک استعمالیږي!
متعدي کړون هغه کړون دی چې کېدنکی (مفعول) ولري ، لکه ليکل، چا [color=red:72af13b0d7]څه [/color:72af13b0d7]وليکل؟، چا شعر ليکلی؟
خوړل : چا چرګ او چا ماهي وخوړ او چا کبابونه وخوړل!
ليدل : چا پوره ناوې وليده او چا يې يواځې سرې منګلې، چا يې
ملال باڼه، خونړۍ سترګې مړه کتل وليدل
او چا ې
د مسکا په سره لمبه د زړه سيزل وليدل!
دپام وړ ټکی دا دی چې د ليکل، خوړل، ليدل او هر متعدي کړون [color=blue:72af13b0d7]يواځې او يواځې د تيرې زمانې [/color:72af13b0d7] په حالت کې کونکی( فاعل) په چا سره پوښتل کيږي او يا د نامعلوم او تعميم شوي کونکي (فاعل) له پاره چا کارول کيږي ، نه په حال يا راتليزه زمانه کې !!
دويم : د نا صريح مفعول له پاره چې له (ته) يا څخه سره تړلی وي لکه په ، ويل ، رسول ، ورکول په کړونو کې په حال، راتليزه او تيره زانه دريواړو کې چا راځي لکه :
چاته دې وويل، چاته ورغلې، چاته دې سوغات ورکړ او چاته دې ليک ورساوه ؟
چاته به ووايې ، چاته به ورشې، چاته به سوغات ورکړې او چاته به ليک ورسوې؟
چاته وايې، چاته ورځې، چاته سوغات ورکوې او چاته دا ليک رسوې ؟
له چا څخه به خبر راوړې؟، له چا څخه دې خبر واخيست، له چا څخه پوښتنه کوې ؟ او نور !


رښتینی
03.04.2011

څوک ؟ ، چا؟
د ماشومانو له پاره ډېره سخته ده چې د څوک حالت له چا -حالت څخه بېل کړي ، د غټانو له پاره هم ستونزمنه بريښي چې ددوی توپير
ورته روښانه کړي، مګر داچې صرف مثالونه يې بيان کړي .
دغټانو له پاره پاره اړينه ده چې کړنه (فعل) په دوه ډوله سره بېل کړای شي :

لومړی تېري واله کړنه ده چې کونکی(فاعل) او کيدونکی(مفعول) دواړه لري يعنې د څه ، څوک او چا پوښتنو ته ځواب وايي لکه ليکل ،
خوړل، منل، وړل وهل او نورچې کونکی پر يوۀ کېدونکي تيری (تعدا) کوي او په عربي کې ورته متعدي فعلونه وايي .

دويم هغه کړنې دي چې يواځې کونکی(فاعل) لري ، يواځې د څوک او چا پوښتنې ته ځواب وايي او د څه پوښتنه نه لري ، يعنې
کېدونکی يامفعول نه لري ،پخپله په کونکي انجاميږي ، له فاعل سره لازم او تړلی وي ، په عربي کې ورته ځکه لازمي فعل وايي
څنګه چې کېدونکی نه لري، نو تيری پرې هم نه کوي او پوښتنه يې هم چې په څۀ پيل کيږي نه مطرح کيږي . دا کړنې زياتره
د خوځښت او بدلون سره تړاو لري او ډير يې په دل او ېدل ختميږي لکه خوځېدل،
ژړل ، خندل ، ويدېدل ، ويښېدل پاڅېدل تلل راتلل او نور .
اوس ويلی شو چې :
چا يواځې او يواځې د تيری کونکو کړنو په تېريزه(ماضي) کې د کونکي له پاره کاريږي
يعنې دذرې ځانګړتياوي لري :
١- يواځې په تيري کونکو کړنو کې، ٢- يواځې په تيره زمانه کې او ٣- يواځې د کونکي ( نه د کېدونکي ) له پاره کارول کيږي او بس !
او څوک د چا له دغه پورتني يوحالت پرته په نورو ټولو حالتونو کې هم د تيري او هم بې تيري کړنو له پاره کارول کيږي ! والسلام .

_________________
دالیکنه محترم پتوال صیب
دبیل عنوان لاندی لیکلی وه
اودلته رالیږدول یی مناسب
وبلل شول .
حامد[color=darkblue:ba8106c5e5][/color:ba8106c5e5]


زدکړیال
03.04.2011

السلام علیکم
:lol: :lol:
حامد صیب چې دالوړه لیکنه مې پیل کړه او یاء ګانې مې سمې وموندلې نو خوشاله شوم ، چې د دریو په لړۍ کې په تاسو زما اعتراض فایده کړې ده او یاء ګانو ته مو پام کړی دی .
مګر په پای کې مې بیرته ځان ته وخندل ځکه لیکنه دپتوال صیب وه ، اوپه ماکې بې ځایه کالي تنګ شوي وه :lol: :lol:


پتوال
13.08.2011

زدکړيال صيب په دې ليکنه زه پخپله هم تيروتی يم ، په کلک احساس مې د رښتيني صيب د ليکنې په خيال لوستله ، خو ژبه او مفهوم به يې
بالکل زما له زړه راوتلی راته ښکارېده، زړه ته مې نه راتلل چې دا به د رښتيني صيب نه بلکې زما ليکنه وي ، صرف دومره به مې له ځانه سره ويل
چې هلکه رښتينی صيب دومره خوبه دې ور سره لنډ ليکل چې دا يا دا ټکي پتوال هم سم په ګوته کړی .
خبر نه وم چې دا ليکنه رښتيني صيب ته دومره ارزښتمنه ښکاره شوې وه چې ټوله يې دلته يوځل بيا خپره کړې ده ، زه يې منندوی يم .
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more