د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

اوس یی ښه کار شروع کړی

Salahudin Sapand
06.08.2011

زما سلامونه وو منی!

قدرمنو!! اوس چارواکی دولتی منځکی په ډیره آسانی سره خپل ملکیت جوړی، نن می یو دوست راته وو یل چی په ښار جوړونی وزارت کی یو خاص ګروپ دی چی اکثر لوړ پوړی چارواکی هم پکښی ګډون لری هغه منځکی چی اوس محال یی دعوا نه وی روانه او یا دعوا وو نلری نو هغه ته د منطقی یو ښامار هم له ځا نه سر شریکوی او شرعی قباله جوړوی وی ټول کاریی خلاصوی او د شهرک په نامه یی پلوری او یا خویی په پلان کی شملوی سروی ډیزاین یی کوی ورسته یی د شهرک په نامه پلوری.

میلمه می را ته ویل چی زماڅخه یی هم غوښتنه وکړه چی ګوره که کومه ځمکه درته معلومه وی رازه چی په ګډه یی د شهرک په نامه خپل ملکیت ګړو.

نور تاسو قضاوت وکړی چی په افغانستان کی به څه روان وی.

خدایه ! ته خو افغانستان د دی مبارکی میاشتی په برکت له دی جنجالونو څخه خلاص کړی آمین


۰
06.08.2011

ډیر ښه کار کوي پريږده چي دا بي کوره خلکو ته ښي ډیري د کورونو نومري په ارزانه ټوګه پیدا شي کنه نو پخواني حکومتونو کي خو بي کوره خلک همداسي بي کوره پاتي وه هڅ کوم حکومت هم دا ونه ویل چي راځه دي بي کوره خلکو ته د کورلپاره یوه نومره ځمکه ورکړو بس هسي په ټولو دښتو او شاړو باندي دحکومت نوم ایښي دي او واي چي دا داملاکوځمکي دي او د دولت حق دی نودولت يي په کونه منډي؟
ولي دا وګړي ددي دولت نه دي دا دافغانستان بچي ندي او که چیري دا شاړي دښتي نومري شي دشهرک یا کوم بل نوم باندي نو څوک خو يي ورنه چیرته کوم بل هیواد ته نشي وړی خو همدلته به ابادي شي او ددي هیواد کوم بي کوره یا هغه څوک چي له ښاره لیري اوسیږي نو ښار ته راشي دا خو کومه بده خبره نده حکومت دا کار نه کوي او نه پري پوهیږي نو چي خلک يي غلا کړي اوبیا يي خرڅي کړي ډیره بهتره ده.
یا په بل عبارت دي ته نعم السریقة یا ښه غلا ویلي شو چي خلکو ته ورنه فایده رسیږي.
زه خو ددي قسم غلاو سره بالکل موافق او د افغانستان د ناروا او سرسامه قانون سره بیخي مخالف یم ډیر بد او د ځنګل قانون دی او دي نه بي قانوني زر برخي ښه ده.
دا زما نظر دی البتة
مومندافغان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more