د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

پتوال صاحب ستا دلیکنی ځواب می دلته لیکلی

عبدالله خان
03.08.2011

ما دا مطلب چی لاندی ذکر کوم لیکلی وو خو د(ملی اسلامی ولسواک غورځنګونو ) اداری زما لیکنی تغیر کړی ا و زما په نوم یی خپلی لیکنی پکی اضافه کړی

--------------------------------------------------------------------------------
پتوال صاحب ما کله هم نه دی ویلی چی نشنلیزم منفی او مثبت اړخ لری ماویلی چی نشنلیزم صرف یو منفی اړخ لری چی هغه دقومونو یودبل سره جنګول دی او نتیجه یی په ټولو قومونو داستعمار حاکیمیدل دی
ګوره پتوال صاحب زه او ته له مختلفو اړخو څخه غږیږو
دغربی اقتصاد اساسی پایه تبلیغات دی ، غرب خپل ټول اقتصاد دتبلیغاتو پر پایه جوړ کړی ده ، یعنی سرمایه داری ده
او تخنیکی انقلاب چی ستاسی مقصد تری دهیواد صنعتی کیدل دی هغه بل څه دی
یو مملکت څنګه صنعتی کیږی؟
هر څومره چی ما دټولو صنعتی هیوادو صنعتی تاریخ مطالعه کړی نو همیشه یوه نتیجه لاس ته راغلی ده او هغه دا چی دټولو صنعتی هیوادو دصنعتی کیدو فقط یوه لار وه چی ټول صنعتی هیوادونه پری تیر شوی

دصنعتی کیدو لپار له ټولو مهم څه دی ؟

دصنعتی کیدو لپاره له ټولو اول ارزانه کارګرته ضرورت ده

ارزان کارګر له کومه ځایه لاس ته راځی ؟
ا
رزان کارګر دکلیو او دهاتو دمنځه وړلو څخه منځ ته راځی ، هر دولت چی دی صنعتی کیدو نیت لری نو په غیر مستقیم ډول کلی او دهات له منځه وړی یعنی داسی اقتصادی او اجتماعی حالات را منځ ته کوی چی دکلی او دهاتو خلګ ونشی کولای په کلیو کی ژوند وکړی او خلګ دروزی دپیداکولو لپاره مجبور شی چی دښارونو خواته مخه وکړی ښارونه طبعا نشی کولی چی دی ټولو خلکو ته کار ورکړی نو له همدی ځایه څخه بیکاری او فساد سرچینه اخلی

دښارونو نفوس څوچنده زیاتیږی ، او خلګ له لوږی مختلفو فسادونو ته مخه کوی
له وړو غلو څخه اولنی مافیایی ډلی رامنځ ته کیږی ښځی له مجبوری او غریبی څخه فحشاته لاس اچوی
ناروا او فساد روزمره او معمولی کار وګرځی دولتی فساد خپل اوج ته ورسیږی مافیایی کړی یو بل سره وژنی او دا حالت تر هغه دوام کوی چی دا مافیایی کړی دښارنو ټول تور بازار په لاس کی ونیسی او خپلی اولنی سرمایی لاس ته راوړی
اوبیا په دی سرمایو کارخانی جوړی کړی او ورو ورو دا مافیایان په سرمایه دارانو بدل شی او قانونی دټول هیواد اقتصاد په لاس کی ونیسی نو بیا ټول هیواد ددوی شی
او بیا دوی دنظم دراوستو کوښښ پیل کړی او نظم راولی
او داچی داسرمایه داران به په جهانی سطحه په کوم ردیف کی وی دا په دی پوری اړه لری چی څومره ارزان کارګر دا هیواد لری او دا هیواد څومره نفوس لری

په دی شکل سره سرمایه داری را منځ ته کیږی چی پتوال صاحب ورته ملی انقلاب وایی

ټول صنعتی خوصوصا غربی هیوادونه له دی پړاوو څخه تیر شوی دی چی په بعضی هیوادوکی دا پړاوو ډیر اوږد وو چی تقریبا ۱۰۰ تر ۱۵۰ کالو یی دوام کړی
او له ټولولنډ دا پړاوو په پخوانی شوروی اتحاد کی د ستالین لخوا دلسو کالو په بهیر کی عملی شو

چی په زور یی په کلیو کی له دهقانانو مځکی غضب کړی او خلګ یی په زور له کلیو ښاروته راوستل او په کارخانوکی یی په کا روګمارل چا به چی مخا لفت کاوه نو وژل به یی چی تقریبا ۳۷ میلونه خلګ یی په دی ډول پخوانی شوروی اتحاد کی ووژل

دغربی نړی او شوروی اتحا فرق صرف دومره وو چی په غربی نړی کی فابریکی دمافیا وی او دولت خلګ په چل ول له کلیو باسل خو په شوروی اتحاد کی فابریکی دولتی وی او خلګ یی په زوره له کلیو څخه باسل او په فابریکوکی یی مفت کار پری کاوه

اوس به راشو دیته چی ددی پروسی منفی اغیزی څه دی ؟

ددی پروسی منفی اغیزی دادی چی کله کلی او دهات له منځه لاړ شی او خلګ ښاری شی نو دایوه ډیره ظالمه پروسه ده ددی لپاره چی یو هیواد صنعتی شی باید په خلکو یی له اندازی ډیر ظلمونه وشی تر هغه وخته چی دا پروسه نتیجه ورکړی

او نتیجه څه کم څه زیاده سل کاله بعد ورکوی ، اوسل کاله به ظلم فساد فحش او ناروا په جامعه کی حکم روا وی

دوهم کله چی دا پروسه نتیجه ورکړی نو سرمایه داری شروع شی لکه چی پتوال صاحب لیکلی چی سرمایه داری دین نه منی نو په جامعه کی بی دینی شروع شی او خلګ خپل ټول معنویتونه له لاسه ورکړی او لکه دحیواناتو په څیر دخپلو حیوانی غرایضو (نفس) دحاکمیت لاندی ژوند پیل کړی

څنګه چی په جامعه کی معنویت ورک شی او جامعه غونډه دحیوانی غرایضو دکنترول لاندی راشی نو دا خلګ داسی طبعی کارونه لکه دکورنی جوړول دښځی کول او داولادونو زیږول دخپلو حیوانی غرایزو په مقابل کی خنډ او عبث کار بولی
او نه غواړی چی خپل وخت د اولادونو په زیږولو او دهغوی په تربیه ضایع کړی دوی خپل تول وخت دخپلو حیوانی غرایضو ته وقف کړی وی
نور دا خلګ اولاد نه زیږوی او په لټی او بدبختی یی سر شی او له کارکولو هم لاس واخلی خواهشات یی دیر زیات شی نو داسی کارګر نور دسرمایه دار هم نه وی پکار او کلی هم له منځه تللی وی چی نوی کارګر تری راشی او هغه نفوس چی په ښاروکی وی هغه د خپلو حیوانی غرایضو په دام کی بند وی
او بیا سرمایه داران مجبور شی چی مهاجر له نورو نه صنعتی شویو هیوادو څخه راولی لکه اسلامی هیوادونه چی دا تش سوی ځای پری ډک کړی

بیا ددی هیواد اصلی خلګ دمهاجرو په ضد چیغی او ناری وهی خو څوک یی نه اوری او دی اصلی خلکو نفوس په کال کی یو فیصد کمیږی او دمهاجروو نفوس ورځ په ورځ زیا تیږی او دا پروسه تر هغه وخته دوام کوی چی تر څو ددی مملکت خلګ بیخی ورک شی دادی د سرمایه داری خیر

لکه تاسی چی په ناروی کی ولیدلی هغه چاودنی چی څو ورځی پخوا دمهاجرو په ضد وشوی اوډیر خلګ پکی ووژل شول

او چی کوم ملت خپل سرنوشت د سرمایه دارانو په لاس کی ورکړی نو دا به یی حال وی

لکه نن چی په اروپا کی همدا حال دی انګلیسان ، جرمنیان ، فرانسویان ، روسان اود اروپا ټول قومونه په کال کی یو فبصد کمیږی چی انشالله په نژدی اینده کی به یی صرف نوم پاتی شی

نوځکه نن اروپایی او یهودی سرمایه دارانو هند او چین ته لاس اچولی او هلته یی فابریکی جوړی کړی دی ځکه چی هلته لا تر اوسه لاس نا خوړلی نفوس وجود لری او باید دا پروسه پری عملی کړی او نتیجه به یی همدا داروپایانوغوندی نیست او نابودی وی

نو په دی خاطر تر نن ورځی یو اسلامی هیواد هم په دی لار نه ده تللی هغه ځکه چی په اسلامی هیوادو کی دا امکان نلری او مسلمانان مقاومت کوی ته اول همدا زموږ پښتانه وګوره چی هرڅومره پری ژوند سخت شی تر عربی هیوادو دمزدوری لپاره ځی خو خپل کلی کور نه پریږدی
او که کوم حاکم یادولت په کوم اسلامی هیواد کی غوښتلی وی چی دا پروسه عملی کړی نونتیجه یی دخلکو په پاڅون تمامه شوی

اسلامی امت د صنعتی کیدو لپاره خپله ځانګړی لار لری هغه لار اوږده او سخته ده مګر حقه لار ده او نتیجه داروپایانوغوندی نه ده

او هغه داسی ده چی نه مو کلی له منځه لاړ شی او نه په خلکو ظلم وشی او دین داری هم له منځه لاړه نشی او صنعتی هم شو دا داسلامی اقتصاد کړنلاره ده

نو دا ستاسی په اند ملی یا بورژوازی انقلاب هغه داروپایانو لارده چی دوی پری تللی او نتیجه یی دهغوی نیست او نابودیت ده
او دکمونستانو نشنلیستانو لبرالیستانو دا په نوم د مترقی افکارو هم همدا لار ده همدا دری واړه ایدیالوژی ګانی موږ په همدی لاره بیایی نو پتوال صاحب دادی مترقی پړاوو او نه مترقی پړاووخبری پریږده په دی موږ پوهیږو چی داڅه دی

او دکمونیزم او کاپیټالیزم نتیجه یوه ده چی دقوم اوملت له منځه تلل دی
د کمونیزم نتیجه وګوری نن دروسانو نفوس هم په کال کی یو میلیون کمیږی او دروسی دولت دهرماشوم دزیږیدو لپاره لس زره امریکایی ډالر ورکوی خو بیا هم دخپل نفوس دکمیدو مخه نشی نیوای

ملا محمد عمر اسم اعظم نه ده زده کړی مګر الله تعا لی دااروپایی قومونه پخپله په هغه دام کی راګیر کړل چی پخپله یی جوړ کړی وو
پروسږ کال په جرمنی کی هردریم زیږدلی ماشوم په مسلمانه کورنی کی زیږدلی
نو دخلافت ناری کومی بی ځایه ناری نه دی

بلکی په جهانی سطحه دخلافت لپاره زمینه برابره شوی ، ټول اروپایی قومونه دمنځه دتللو په حال کی دی

د ډیرو ساینسی او اجتماعی عالمانو په اند په راتلونکو ۴۰یا۵۰کالوکی به په اروپا کی دمسلمانانو نفوس له عیسویانو انشاالله ډیر شی او مسلمانان به په اروپا کی اکثریت شی

امریکاهم له دی حالته مستشنی نه ده ، په امریکا کی هم دانګریزانو شمیر ورځ په ورځ کمیږی او خپل نفوس له لاتینی امریکی او ددنیا له نورو مهاجرو څخه پوره کوی او حتی له خپلو خلکو نشی کولی سل زره پوځ غونډ کړی او افغانستان ته یی دجنګ لپاره ولیږی له بندی خانو بندیان راخلاصوی او بیا یی دجنګ لپاره افغانستان ته لیږی

او یا دپولنډ او لا تینی امریکا خلکو ته د تابیعت دورکولو وعدی ور کوی چی تر څو یی د افغانستان ته دجنګ لپاره ولیږی

پتوال صاحب دا امریکایان او اروپایان یو کاغذی ببر دی چی دتبلیغاتو له لیاری یی موږ ته جوړ کړی دی
چین او هند نوی دی لومی ته ورلویدلی دی
نو په ډیر نژدی اینده کی به صرف مسلمانان کولای شی چی دجهان ریاست وکړی

او تاسی لیکلی چی په همت څه نه کیږی ، او همیشه دا استدلال کوی چی دپنجاب نفوس ډیر ده نو خلافت به ددوی وی

دهمت په باره کی غواړم درته ووایم چی د جاهلیت په دوره کی د عربانو شمیر ډیر لیږ وو او دنورو قومونو په پرتله او دنن ورځی د پښتنو په څیر سخت دربدره او بی نظمه وو حتی خپل کوم یو حکومت یی هم نلاره دهغه وخت دوی لوی لوی جهانی دروم او د پارسیانو امپراتوریو حتی نه غوښتل چی دی منطقی ور ننوځی او څه نظم پکی راولی
او لکه دنن ورځی دافغانستان په څیر ددوو لویو امپراتوریو په منځ کی یی دخلا دنده سرته رسوله او توازون یی ساته
او نشنلیستی په پوره اندازه پکی حاکمه وه خو کله چی همدا غریب او دربدره قوم داسلام په مبارک دین مشرف شو

نو په همدی دواړو جهانی امپراطوریو الله (ج) حاکم کړ ، او دجهان دهغه وخت دوه غټی غټی امپراطوری یی ونړولی
کله چی داسلام لښکر دفارس دنیولو په نیت حرکت وکړ تعداد یی ډیر کم وو او ډیر غریب لښکروو دهغه وخت عصری اسلحه یی هم نلرله
نو کله چی د فارس شاهنشا لدی خبری خبر شو چی وږی تږی عربان راغلی چی فارس ونیسی نو ډیر یی ستا په شان پتوال صاحب و خندل

لکه ته چی پتوال صاحب دملا محمد عمر په جهانی سیاست پوری خاندی خو دفارس شاهنشا په دی نه پوهیده چی څو ورځی وروسته به داسلام بیرغ پر غونډ فارس رپیږی

نو دا همت نه وو څه وو
او دپنجاب دنفوس په باره کی غواړم درته ووایم

چی دا بیا ستا دی مادی فکر تحلیل دی ایا کله چی ۹۰۰ کاله مسلمانانو (پښتنو ) په هند حکومت وکړ هند څومره نفوس لاره که چیرته په نفوس وای نو انګلیسانو دری سوه کله په هند حکومت کولای شوای
بیا حکومت ویښ او بیدار ملت کولای شی که چیری کوم ملت ویده پروت وی او دغرب په تیارو شوویو ایدیالوژی ګانو هره ورځ غلطیږی لکه نشنلیزم چی له غربه را جوړ شوی خامخا په دی بل دحکومت لاندی وی او دا زما شخصی تحلیل دی چی دغربی استعسمار په مقابل کی موږ دپنجاب سره دمتحدونه پرته بله لار نلرو

او چی په دی اتحاد کی به څوک اول وی او څوک دوم دازموږد پوهی او تحلیل ذکاوت پوری اړه لری چی موږ څومره عمیق تحلیل کولای شو او څومره با کفایته یو

بی زحمته راحت نشته

نو څومره چی ما تحلیل کړی څنګه چی دپاکستان سیاسی اسلامی ګوندونو ملا محمد عمرته بعیت کړی نو دامریکایانو په وتلو سره چی افغانستان به دطالبانو لاس ته ورشی نو دپاکستان داسلامی ګوندونو لخوا دطالبانو په همکاری به دپاکستان حکومت ړنګ شی او طالبانو داسلامی امارت پوری به وتړل شی

او دا چی تا لیکلی
که طالبان خپل استقلالیت د ای اس ای څخه په اثبات ورسوی نو تاسی غوندی ډیر خلګ به ورسره یو ځای شی

پتوال صاحب زه نه پوهیږم چی طالبان به څنګه دا درته په اثبات ورسوی

خو زه ستا څخه یو څو پوښتنی لرم

هغه داچی کله چی ټولی خبری منی ځان یو مسلمان شخص بولی او صرف ستا شک په طالبانو دی چی ستا په اند مستقل نه دی نو دا تا دی ته واداروی چی غربیانو ته تبلیغات وکړی
داسلام په ضد مقالی ولیکی دنشنلیزم چی شرک ده طرفداری وکړی د غربیانو تجاوز په وطن ومنی او دکرزی ددولت طرفداری وکړی دصلیبیانو په خوله وغږیږی
نو که ته صرف په طالبانو اعتبار نلری نو بیا دغربیانو طرفداری ته چا مجبور کړی یی او که ته دافکر کوی چی ته مسلمان یی خو د اسلام دفاع په تا فرض نه ده
حزب اسلامی هم دطالبانو سره اختلافات او په طالبانو اعتراضات لری مګر دغربیانو سره جنګیږی او دطالبنو پر ضد دغربیانو سره نه یو کیږی
او ته بیا ولی دخلا فت ضد مقالی لیکی او ولی پښتانه د محمد زیو او غلجیو په نومنو سره بیلوی

پتوال صاحب پریږده دا نشنلیزم راځه چی په ګډه داسلام دفاع وکړو زموږ پیامبر محمد (ص) ۲۳ کاله یی نشنلیزم سره جهاد کړی نشنلیزم شرک دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more