د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ارواښاد ګل پاچا الفت څوک وو؟

مساپر
02.08.2011

السلام علیکم،
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ادب په ډګر کې هغه لوی شاعر، ادب پوه، دیني عالم، پیاوړې لیکوال، سیاست پوه، ټولنیز پوه، څیړونکې، تاریخ لیکونکې، او تکړه ژورنالیست و، چې د ده په آثارو کې هنري ښکلا، ادبي اوفرهنګي،اجتماعي، سیاسي علمي ، اخلاقي او ملي تفکراو پیغامونه نغښتي دي، چې داوسنیو او راتلونکو

نسلونو لپاره د یو لوی ادبي درس اومکتب حیثیت لري . زموږ هیواد وال باید د خپل ژوند په مختلفو اړخونو کې ترینه خوند او پند واخلي .

استادګل پاچا الفت د میر سیدپاچا زوی او د سید فقیر پاچا لمسی دی چې په (۱۲۸۸)هجري شمسي کال کې دلغمان ولایت د قرغیو په ولسوالې کې د عزیز خان په کڅ کلي کې زیږیدلې دی .

استاد الفت صاحب د لوی او ځانګړي استعداد او ذکاوت خاوند شخصیت و. ده خپل علمي تحصیلات په خصوصي توګه په غیری رسمي مدرسو کې پای ته رسولي دي، او د مروجو او متداوله علومو لکه : فقهي اصول، صرف، نحو، معاني، بدیع، بیان، عروض، منطق، حکمت، ریاضي، علم کلام، تفسیر، حدیث، فلسفه او داسې نور علوم یې د لغمان او ننګرهار د ممتازو او نامتو استادانو څخه زده کړي او لوستلي دي.
الله جل جلاله دې ورته جنتونه ورکړي، او کړي ګناهونه دې الله جل جلاله ورته معاف کړي، آمین یا رب العالمین.

په درنښت،
مساپر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more